د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

طالبانو ته د کابل د ښاریانو پیغام

میرویس
24.03.2014

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
د آزادۍ رادیو په ننۍ خپرونه کې رپوټ ورکړئ چې د کابل ښاریان دطالبانو له خوا دماشومانو اوښځو په وژلو او په ولسي هدفونو باندې په حملو، د اعتراض دپاره د سرینا هوټل مخې ته راوزي او د طالبانو دغه اعمال غندي.

ګرانو وروڼو، کاشکي طالبان د خپل سر وای چې د خپل ولس غوښتنې یې اوریدلئ واي. د طالبانو د تحریک جګړه ماران خو ملا عمر نه، بلکه نور خارجي قوتونه کنترولوی، کنه دوي به د خپل مشر اوامرو ته هم غاړه اېښې وه. ملا عمر بیا بیا خپلو طالبانو ته امر کړي چې ولسي خلک ونه وژني.

دغه راز د سعودی مفتي، اود الاظهر او دیو بند ددارالعلوم دیني عالمانو هم بیا بیا ویلي چې د بې ګناه خلکو وژل په اسلام کې نا روا دي، خو طالبان د خپلو غیر طالبي بادارانو ترمستقیمه قومانده لاندې عمل کوي او دغه ټولې فتواوې تر پښو لاندې کوي.

د کابل اوسیدونکې وایي چې طالبان د اسلام او افغانستان دښمنان دي. د پاکستان م‌ذهبي ګوندونو هم څو هفتې مخکې د پاکستاني طالبانو پرخلاف اتحاد وکړاو د هغوی اعمال یې د اسلام او پاکستان د خلکو سره دښمني وبلل. دوی دا هم وویل پوځ چې د پاکستاني طالبانو پرخلاف هر ډول اقدام وکړي دوی یې ملاتړ کوي.
=====
د طالبانو په حملو کې د ملکيانو د وژنو خلاف لاريون کیږي :

03.01.1393
په کابل کې نن په سلګونو کسان د وسله والو طالبانو په حملو کې د ملکيانو پر وژنې د اعتراض لپاره د سرينا هوټل مخې ته راټولیږي.

راټول شوي کسان به د طالبانو له خوا د ملکيانو وژنه وغندي او د دغو وژنو د مخنيوي غوښتنه به وکړي.

د خبريالانو، د مدني ټولنې د غړو، ورزشکارانو او نورو فعالانو په ګډون به په سلګونو کسان نن ماسپښين د سرينا هوټل مخې ته سره راغونډ شي.

دوى به د طالبانو او د دولت د نورو وسلوالو مخالفانو پرضد توند شعارونه ورکوي.

د دې حرکت يو تنظيموونکى اميد شريفي دى:

”زموږ پيغام طالبانو ته چې د افغانانو دښمنان دي، زموږ کوچنيان او مېرمن وژني او پر ملکي اهدافو بريدونه کوي، دا دى چې اعمال يې افغانانو ته د منلو وړ نه دي او په ټول قوت د طالبانو دغه کارونه غندو. د دوى پرضد شعار ورکوو او په مشخص ډول طالبان د اسلام او هېواد دښمنان بولو.“

د افغان خبريال سردار احمد، د هغه د مېرمنې او دوو ماشومانو مړي نن خاورو ته سپارل کېږي. د جنازې تر مراسمو وروسته اعتراضي غونډه کېږي.

دغه څلور کسان د ٩ هغو ملکيانو په ډله کې شامل وو، چې د نوي کال په اوله شپه د کابل سرينا هوټل په منځ کې د وسلوالو طالبانو په بريد کې ووژل شول.

سردار احمد د فرانسې خبري اژانس ته کار کاوه. د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند دغه اژانس ته په لېږل شوي ليک کې، د خبريالۍ په ډګر کې د سردار احمد فعاليتونه ستايلي دي.

د تېر لمريز کال په وروستيو کې يو سويډنى خبريال نيلس هارنر په کابل کې ووژل شو او تر هغه مخکې په بلخ کې يو خبريال وډبول شو.

يوه امريکايي سناتور سټيفن لينچ پرون کابل ته د سفر پر مهال د سردار احمد مرګ ته په اشارې وويل، په افغانستان کې خبريالان په خطرناک وضعيت کې دي:

”په افغانستان کې د خبريالانو ډله تر بل هرځاى په خطرناکو شرايطو کې کار کوي. د سردار احمد، د هغه د مېرمنې او دوو ماشومانو د مړينې له کبله د ده له کورنۍ او د ده له بل ماشوم سره چې سخت ټپي شوى، خپله خواخوږي ښيم.“

د طالبانو په بريد کې د سردار احمد او د هغه د کورنۍ د درېو غړو وژل کېدو زيات ژورناليستان په غوسه کړي او ځورولي دي.

په افغانستان کې د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې يا نى هم د طالبانو دغه عمل غندلى او له ټولو رسنيو يې غوښتي، چې د دوو اوونيو لپاره دې د طالبانو خبرونه نه خپروي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more