د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

بین المللي تولنه او نړیوال تروریزم

میرویس
19.03.2014

کرانو وطنوالو السلام علیکم
نن سبا نړیوال او په خاص ډول مسلمانان د خپلو هغو ازلي حقوقو نه کامله استفاده نشي کولئ چې د انسان د پیدایښت سره سم الله جل جلاله ور په برخه کړيدي.
نه ځوک په خپل کلي او بانډه کې خپل نظر آزاد بیانولئ شي، نه په نورو ټولنو کې، ځکه چې مذهبي افراطیونو د ټولنو په پوده تنسته کې نفوذ کړئ، او کولای شي د مذهبي افراطیت دغه نامرئي عزرائیلان په هدفي قتلونو کې د اافرادو ژوند واخلي.
د مذهبي افراطي ترور دلاسه په محلي، د ملک او نړیواله سویه محدودیتونه لکول شویدي.

دغه افراطیان چې په ټولو اسلامي ټولنو کې شته هغه وخت راببر شول چې عربي القاعدې نړیواله بڼه غوره کړه، اسلامي ټولنې او حکومتونه یې وګواښل. د اسلامي ټولنو افراطیانو د القاعدې د ترورستانو سره د روابطو مزي و غړل او القاعدې ته یې ددې فرصت برابر کړ چې په سیمه ایزه او نړیواله سطحه خپلې ترورستي شبکې پراخې کړي او دنړې په مختلفو ملکونو کې اسلامي ټولنو او حکومتونو ته عظیم سر خوږئ پیدا کړي.

د القاعدې لخوا د ۹/۱۱ د حملو نه وروسته ددنیا په مختلفو برخو کې فرصت طلبانو او افراطیانو د القاعدې سره لاسونه ورکړل او بشرې ټولنې یې تر ګواښ لاندې ونیولې. نن سبا د افغانستان او پاکستان نه نیولې تر عراق، سوریې، او نورو عربي ملکونو پورې مذهبي افراطیان تر مختلفو نومونو لاندې د بشري ټولنو د بې ثباته کولو، حکومتونو د ړنګولو او اسلام سره ددښمنئ کولو په لاره کې ترورستي اعمال سرته رسوي.

د ۹/۱۱ د پیښې نه وروسته د تروریزم نه د متضرره شوو ملکونو په مشرۍ د تروریزم پر خلاف جبهه تشکیل شوه چې افغانستان او پاکستان یې هم غړي شول، ځکه چې دغه دواړه ملکونه تروریزم سخت ځپلې دي. پدې لړ کې دپښتنو پرګنو ته بې حده زیات د سر او مال تاوانونه واوښتل.

د تروریزم پر خلاف دګڼ شمیر انفرادي مبارزینو په ترځ کې ډاکتر شکیل افریدي هم د خپل قام او وطن دپاره د خدمت په لاره کې د القاعدې د ترورستي ډلې د سرغنه آُسامه بن لدن د کور د پیدا کولو په حصه کې کوښښونه وکړل. خو په عوض ددې چې هغه ته ددې ملي قهرمانۍ پاداش ورکړشوئ وای هغه په ۳۳ کاله بند محکوم شو. او د هغه د وکیل ددرخواست پر بنا دهغه د بند په موده کې لس کاله تنقیص راوستئشو، پداسې حال کې چه ډاکتر افریدي، ان د اول نه باید بندئ شوي نه واي.

ډاکتر افریدي دپاکستان د ولس اوملک په شمول د ټولو هغو ولسونو او هیوادونو قهرمان دئ چې د تروریزم نه زیانمن شوي او د تروریزم پر خلاف په مبارزه لګیا دي. بایده دي چې دپاکستان دولس په شمول ددنیا ټول ولسونه او حکومتونه د ډاکتر افریدي په آزادۍ کې قاطع مرسته وکړي تر څو له یوې خوا دهغه حق ادا شي، حیثیت یې اعاده شي او له بلې خوا د خپلې ځوریدلې کورنۍ سره ملحق شي.
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more