د موضوعګانو سرپاڼه

د میرمنو ، ماشومان او تنکي ځوانانو نړۍ

دماشومانو دتربيې اړوند څو مشو ې

حلیم یار فطرت
10.02.2014

ماشومان په تأدیب سره اصلاح کیږي نه په تعذیب:
دمشرقي خلګ ماشومانو ته حيوانان وایي سم وایي ماشومان رښتیا هم لکه حيوانان داسي دي دوهلو او ډبولو سره سره له خپلي شوخي او شرارته لاس نه اخلي کله کله موروپلار ماشومان دومره زیات ډبوي چي اخر دماشوم پر تربیه ډیر ناوړه اغیز وکړي موروپلار ورته خپل دښمنان بریښي جرأت او استعداد یي تروړل کیږي نو که غواړئ چي دماشومانو دپرلپسي شرارت له کبله دماشومانو په وهلو ډبولو لاس پوري نه کړئ اوماشومانو ته دتعذیب پر ځای دتأدیب څخه کار واخلئ نو لاندي
څو مشوري ښه په غور ولولئ؛
¹ وګورئ چي ماشومان مو غلطي قصداً ترسره کوي او که دناپوهي له کبله
²که چیرته ماشوم داکار قصداً کاوو نو بیا ماشوم کینوئ نصیحت ورته وکړئ او دتأدیب په خاطر سزا ورکړئ او په سزا کي ماشوم ته اختیار ورکړئ مثلاً: الف:دیوي اوونۍ لپاره به له خپلو ملګرو سره نه ګوري
ب: دجیب خرڅ نه به نه ورکول کیږي
ج: له امتيازاتو بي برخي کیږي
ماشوم به له پورته سزاګانو یوه خوښه کړي او ورسره به په دي هم پوه شي چي داسزا ماته ده کومي ګناه په بدل کي راکول کیږي چي عموماً ماشومان بیا قصداً دا کار نه تکراروي.
³ که چیرته ماشوم په ناپوهي سره دا کار کړي وو نو بیا باید ماشوم پوه کړل شي چي کوم کار ته کوي دا ناوړه کار ده دا باید تکرار نشي که چیرته بیا هم خپل شرارت تکرار کړي نو ماشوم ته لکه مخکي چي مو وویل دري اختیاره ورکړئ چي ماشوم سزا ځان ته پخپله وټاکي او دسزا ګاللو پرمهال به ضرور دا فکر کوي چي ماته دا سزا ولي راکول کیږي ځکه تاسو به هغه مخکی لا په خپله ګناه پوه کړی وي په څلورم قدم کښي که چیرته ماشوم بیا هم پر لار نشو نو دتأدیب سره سره دي لږ تهديد هم کړي او لږ وهل دي ورکول شی
ماشوم ته په سزا کي اختیار ورکول هم په انساني معاشره کي قراني نسخه ده ځکه الله جل جلاله هم موږ انسانانو ته دکفاري دادا کولو لپاره څو اختیاره راکړي دی لکه روژي نیول، فدیه ورکول، مسکینان مړول او نور
ماشومانو ته باید په نرمي سره نصیحت وشي او له غوصې څخه کار وانخيستل شي
ځکه چي ډیر وهل ډبول بي ځایه غوصه ماشومانو باندي بد اغیز کوي.
حمدالله حلمیار


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more