د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

لا هغه جلال څه لیکلي


بهير غورځنګ
22.01.2014

هر څه په زړه کیږي ، په سترګو او لاسونو نه ده
د زلیخې کیسه د هیڅ چا هم په زړونو نه ده ؟

ځار ، خو زما د محبت مجبوري هم وګوره
دا مرحله زما په شعر ستا د نقدونو نه ده

حسن زمونږه سوي سوي زړونه ښه پیژني
دا کیسه ستا د فلسفې د کتابونو نه ده

ما وې دا داغ مې په زړه ولې ، په سلګو شوې راته
نه دا پوښتنه مې د دغو ځوابونو نه ده

ما ته قسم مه کوه زه درنه دلیل غواړمه
زمونږ لانجه ګوره په خدای او قرانونو نه ده

هغه ته ووایئ چې خپل عبادت خپله کوي
ځمکه نوکره نور د چا د اسمانونو نه ده

جلاله ! ستا د بدنامۍ کیسه لا نه ده رسوا
لا لیکل شوې د دې ښار په دیوالونو نه ده
جلال امرخیل[color=red:4e75f6564a][/color:4e75f6564a]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more