د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

ازاد شعر


بهير غورځنګ
14.01.2014

د فوروم ډېرو درنو او زړه ته راتیرو مینوالو اسلام علیکم....
هیله ده چې روغ جوړ او خوشحاله واسئ خوښ یم چې د یولړ ناروغیو له امله بیا راستون شوم او دهمدې ناروغیو له امله د مخکیني اکونټ شفر هم رانه هیر شوئ وو او نوم سپیل هم ډیر کوشش مې وکاوه خو د تخنیک برخي کارکونکو مرسته راته ونه رسېده زما بیرته مې داده د شپږو میاشتو نه وروسته خپل اکونټ پرانیست هیله لرم چې ستاسو د ټولو په ادبي لیکنو به یو روښانه نظر ورکړم.
خو دا هم باید په یاد وساتئ چې ما هم د خپله نظره هېر نکړئ
راځم لومړنئ سکالو به د دری کاله په یوه مخکیني ازاد شعر روښانه کړم هیله ده چې ستاسو قدرمنو د خوښي وړ وګرځي
-------------------------------------
زه اوس هم هغه افغان یم
زما ویاړونه پاتی دی
زما قدرونه پاتی
زه تش په خوله باندی پښتون نه یم
زه د احمد خان او امان خان بچی یم
زه دخوشحال او میرویس خان بچی یم
هغه وختونه به خدای بیا راولي
یو بریالی به راپیدا شی د امان خان په شان
یو توریالی به راپیدا شی دخوشحال خان په شان
زه که اوس ځورېدلی یمه
که بیا سوځېدلی یمه
خو بیا ډېر د میوند شهدان لرم
بیا ډېر مغول نه ګټیالان لرم
پام کوه نظر دی سیده که په مونږ
زه بیا ښاغلی جنګیالان لرم
زموږ په ژبه که ځنځیر پروت دی
خو بیا ورباندی د رحمان تدبیر پروت دی
خو بیا واوره یو پېغام دافغان
چی موږ خپلو بچو ته قلم غواړو
موږ دقلم خاوندان علم په ننګ غواړو
بهیر هم اوس راویښ شو
دقلم شاعري یې شروع کړه
د قلم ننګیالی یې شروع کړه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more