د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په هلمند کې داستشهادي برید په تور د لس کلنې ماشومې نیول د دښمن استخباراتي ډرامه ده .

عبدالحميد/افغ
09.01.2014

په هلمند کې داستشهادي برید په تور د لس کلنې ماشومې نیول د دښمن استخباراتي ډرامه ده .
تفصيل نېټه: چار شنبه, 08 جنوري 2014 11:02 لیکوال: قاری محمدیوسف احمدي بـــــرخه: پیغامونه د دوشنبې په ورځ یوشمیر کورنیو رسنیو په هلمند ولایت کې د کرزي رژیم د ځواکونو لخوا د استشهادي برید د ترسره کولو په تور د یوې لس کلنې ماشومې د نیولو خبر ورکړ .

دا لومړی ځل نه دی چې دکرزي رژیم ماتې خوړلې ځواکونه د خپلو فضیحتونو د پټولو په غرض د اسلامي امارت په خلاف دا ډول نامعقولې اونه منونکې تبلیغاتي ډارمې جوړوي ، هغوئ کله په هلمند کې د طالبانو په لاس د ۷ کلن ماشوم د اعدامولو ، کله په کم عمر ه ماشومانو د جنسي تیرې کولو او کله هم په سر ښندونکوبریدونوکې د هغوئ د استخدامولو الزامونه لګوي . د سر ښندونکي برید په تور د سپوږمۍ نومې لس کلنې ماشومې دنیولو تمثیلیه هم د همدغو نامعقولو تبلیغاتو له جملې څخه یوه ترتیب شوې تبلغاتي ډرامه ده چې هیڅ حقیقت نه لري .

د اسلامي ارشاداتو له مخې نابالغ ماشومان له هرډول شرعي مکلفیت څخه خلاص دي ، اسلامي امارت هم همدغه اسلامي اصل ته په تعهد او ژمنتیاسره نه غواړي چې په جهادي چاروکې هغوئ استخدام کړي ؛ ځکه له یرغلګرو او د هغوئ له مزدورانو سره د مقابلې لپاره د اسلامي امارت لیکې په ځوانانو باندې داسې ډکې دي چې هیڅکله یې د ماشومانو استخدام ته اړتیانه پیښیږي او نه هم ماشومان په جهادي چاروکې د استخدام وړتیالري .

اسلامي امارت لکه څرنګه چې په پوځي چاروکې د ماشومانو استخدام ناسم بولي همداسې په تبلیغاتي ډراموکې دهغوئ کارونه او د هغوئ له معصومیت څخه ناوړه استفاده له ټولو بشري او اخلاقي اصولو څخه د کرزي د استخباراتي مفسدینو تخلف او سر غړاوی بولي .

د هلمند د لس کلني ماشومې او د هغې دموراوپلار په موافقه د ورورلخوا په سرښندونکي برید کې د هغې د استخدام پروپاګنډه مطلق افتراءاو له حقیقت نه لیري خبر ده ، ددې افتراء له خپریدو وروسته سمدستي په هلمند کې مسئول مجاهدین مامور شول چې دپیښې په اړه پلټنه وکړي ، دګومارل شویو مجاهدینو دپوره پلټنې او تحقیق وروسته جوته شوه چې نه خو دا عمل تر سره شوی اونه هم په ټول هلمند ولایت کې د اسلامي امارت په مجاهدینوکې د ظاهر په نوم کوم مسؤل وجود لري او نه هم اسلامي امارت خپلو مجاهدینوته د داسې نارواعمل دترسره کولو اجازه ورکوي ،خپله په هلمند کې دکرزي ادارې چارواکو رسنیو ته ویلي چې د نیول شوې ماشومې په خبرو کې ډیر تناقض معلومیږي، دوئ دمعلوماتو په راټولولو بوخت دي.

والسلام

قاري محمد یوسف (احمدي د اسلامي امارت ویاند

۶/۳/۱۴۳۵هـ ـ ۸/۱/۲۰۱۴م


pattang
09.01.2014

کوردې ودان وروره ،کورمو ودان طالبانو وروڼو خدای پاک دې تاسو
تل د پښتنولي ، حيا، غيرت ، مېړانه ، هېواد پالنې ،عدالت او داسلاي
شريعت د ګلانو دباغ ساتونکې لري او الهي پروردګا دې بری درکړي
چې اشغالګر وشړۍ او مخبرانو ته يې دچوک د سر سزا ورکړۍ !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more