د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د لوط د قوم سرنوشت څه شو؟

میرویس
26.12.2013

ګرانولوستونکو، السلام علیکم
ولې دوی د لوط د قوم د سرنوشت نه عبرت نه اخلي؟
ځينې ملګري ادعا کوي، چې الله جل جلاله ویلي، څوک چې د اسلام په لاره کي جنګیږي، الله مدد ورسره کوي. فلهذا الله جل جلاله خامخا د طالبانو سره هم مرسته کوي.

دغه وروڼه باید اول پدې خبره پوه شی چې، طالبان د الله او قرآن په لاره کې جنګ نه کوي، بلکه ددوی جنګ د خارجیانو د منافع دتضمین او قدرت ته درسیدو دپاره دئ.
که طالبان د اسلام دپاره جګړه کوي، نو بیا ولیې غیر اسلامي کارونه کوي.
دا ځل به د طالبانو په نورو بدعتونو څه نه وایو، بلکه د هغوی په لواطت به بحث وکړو.
آیا طالبان پدې نه پوهیږي چې لواطت په اسلام کې داسې ګناه ده چې د لوط قوم یې زیر او زبر کړ. د لوط قوم چې د لواطت نه، نه اوښټ، الله جل جلاله د هغوی ټول ښار پربل مخ واړاوه.

خو نن سبا طالبان چې ځوان ماشومان بوزې، مغز شويي کوي یې، بیا لواطت ورسره کوي، جې ددې پښتنو ماشومانو ټول عزت، غیرت، پت، پښتنې غرور او اسلامي مقدس عقاید په صفر کې ضرب کړي، بیا بمونه ورپورې تړې چې په عام محضر کې ځانونه ولوزوي، او نور مسلمانان د ځان سره ووژ ني.

دغسې خوانانو ته چې طالبانو هرڅه ترې اخیستې دي، اصلاً ژوند کول نور اهمیت نلري، ځکه چې هغوی نور په خپله ټولنه کې د شرم، بې پتۍ او مات غورو پیټئ نشې وړلئ، ترژوند نه مرګ بهتره ګني. هغوی فکر کوي چې کیداې شي ددئ دنیا دغه کبیره کناه، جرم او تقسیر په ځان مرګي کې تلافي کړي.
دا لاندې خبر خبریال خپور کړیدئ:
====
ان، ډي ايس:د حقاني شبکي قومندانان پر ماشومانو جنسي تېرى کوي
5 جدې / مرغومی 1392, 11:24

د افغانستان څارګره اداره وايې چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د ميشتي حقاني شبکي قوماندانان د ځانمرګو بریدونو د زده کړی پر مهال په کم عمره ماشومانو جنسي تیری کوي.
د افغانستان څارګره اداره وايې چې د ملي امنیت منسوبینو یو ۱۶ کلن ماشوم په نوم د سمیع الله د محمد ولی زوی، د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالئ اوسیدونکی، چې هوډ یې درلود تر څو د یو میل تفنګچې په واسطه د خوست ولایت د امنیي قوماندان هغه مهال ترور کړي چې نوموړی له یوه روغتيايې کلینک څخه لیدنه کوي.
دغه ماشوم د ملي امنيت د معلوماتو پر اساس چې د منسوبينو له لوري باالفعل له یو میل تفنګچي سره یو ځای نیول سوی دی.
د ملي امنيت رياست وايې چې نوموړي د لومړنیو څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف کړى او زیاته کړي يې ده چې د خوست ولایت ښار په یو هوټل کې یې کار کاوه.
دغه ماشوم په يوه خپره سوي ويډيو کې ويلي دي چې د حقاني ډلي یو تن قوماندان په نوم د همایون له خوا نوموړي ډلي ته جذب او وروسته له هغه د تروریستي او پوځي زده کړو په موخه د پاکستان میرانشاه سیمي ته د حقاني ډلی یو بل قوماندان په نوم د موسی کلیم ته استول سوی.
هغه په دي ويډيو کې په ډاګه کړي چې د تروریستي او ځانمرګو بریدونو د زده کړی پر مهال د موسی کلیم او د هغه د ورور محمد کلیم له خوا پر نوموړی څو ځله جنسي تیری سوی دی.
هغه وايې چې د زدکړو وروسته افغانستان ته راغلى او دلته د امنيت د منسوبينو له لوري ونيول سو.
که څه هم د حقاني شبکه په ختيځو ولايتونو کې زياته فعاله ده او ددي نيټورک ډېري چاري په ګاونډي هېواد پاکستان کې د چارواکو پلان کيږي ولي ددي ماشوم د خپري يوي ادعا په اړه يې غبرګون نه دى ښکاره کړى.


Re: د لوط د قوم سرنوشت څه شو؟

pattang
26.12.2013

څوک چې درواغ وایې هغه بيله دې څخه چې خپل ځان ګناه ګاره وي
شخصيت ته یې هم لوی زيان رسوي !
دلوط دقام ټول خواص په هغو کسانو او رژيم کې نغښتي دي چې ته
لکه غلام ورته لګيا او د cia مېديایې پرو پاګنده مخ ته وړې !

عجيبه منطق ! دالر ټول تاسو ووهل او غلامي پر طالبانو تپۍ !

اوس دې چې دلواطت خبرې منځ ته راوړې نو دا مالومه شوه چې
يا په شمالي ټلوالو خرڅ شوی پښتون او يا دسنتکام اجنټ یې !

طالبان اوس نه نن يواځې بلکې په سلګونو کالونو پخوانی تاريخ لري
او دخپلو ديني حقائقو پيروان پاتې شوي دي .
هر څومره دې چې په خپله لکړه په خوله کې وهم هغومره نور هم
تېزېږي خو صليبيانو ته يوه ورځ هم نه یې غپېدلی !

[quote:670503e21a="میرویس"]ګرانولوستونکو، السلام علیکم
ولې دوی د لوط د قوم د سرنوشت نه عبرت نه اخلي؟
ځينې ملګري ادعا کوي، چې الله جل جلاله ویلي، څوک چې د اسلام په لاره کي جنګیږي، الله مدد ورسره کوي. فلهذا الله جل جلاله خامخا د طالبانو سره هم مرسته کوي.

دغه وروڼه باید اول پدې خبره پوه شی چې، طالبان د الله او قرآن په لاره کې جنګ نه کوي، بلکه ددوی جنګ د خارجیانو د منافع دتضمین او قدرت ته درسیدو دپاره دئ.
که طالبان د اسلام دپاره جګړه کوي، نو بیا ولیې غیر اسلامي کارونه کوي.
دا ځل به د طالبانو په نورو بدعتونو څه نه وایو، بلکه د هغوی په لواطت به بحث وکړو.
آیا طالبان پدې نه پوهیږي چې لواطت په اسلام کې داسې ګناه ده چې د لوط قوم یې زیر او زبر کړ. د لوط قوم چې د لواطت نه، نه اوښټ، الله جل جلاله د هغوی ټول ښار پربل مخ واړاوه.

خو نن سبا طالبان چې ځوان ماشومان بوزې، مغز شويي کوي یې، بیا لواطت ورسره کوي، جې ددې پښتنو ماشومانو ټول عزت، غیرت، پت، پښتنې غرور او اسلامي مقدس عقاید په صفر کې ضرب کړي، بیا بمونه ورپورې تړې چې په عام محضر کې ځانونه ولوزوي، او نور مسلمانان د ځان سره ووژ ني.

دغسې خوانانو ته چې طالبانو هرڅه ترې اخیستې دي، اصلاً ژوند کول نور اهمیت نلري، ځکه چې هغوی نور په خپله ټولنه کې د شرم، بې پتۍ او مات غورو پیټئ نشې وړلئ، ترژوند نه مرګ بهتره ګني. هغوی فکر کوي چې کیداې شي ددئ دنیا دغه کبیره کناه، جرم او تقسیر په ځان مرګي کې تلافي کړي.
دا لاندې خبر خبریال خپور کړیدئ:
====
ان، ډي ايس:د حقاني شبکي قومندانان پر ماشومانو جنسي تېرى کوي
5 جدې / مرغومی 1392, 11:24

د افغانستان څارګره اداره وايې چې په ګاونډي هېواد پاکستان کې د ميشتي حقاني شبکي قوماندانان د ځانمرګو بریدونو د زده کړی پر مهال په کم عمره ماشومانو جنسي تیری کوي.
د افغانستان څارګره اداره وايې چې د ملي امنیت منسوبینو یو ۱۶ کلن ماشوم په نوم د سمیع الله د محمد ولی زوی، د پروان ولایت د سیاګرد ولسوالئ اوسیدونکی، چې هوډ یې درلود تر څو د یو میل تفنګچې په واسطه د خوست ولایت د امنیي قوماندان هغه مهال ترور کړي چې نوموړی له یوه روغتيايې کلینک څخه لیدنه کوي.
دغه ماشوم د ملي امنيت د معلوماتو پر اساس چې د منسوبينو له لوري باالفعل له یو میل تفنګچي سره یو ځای نیول سوی دی.
د ملي امنيت رياست وايې چې نوموړي د لومړنیو څیړنو پر مهال په خپل جرم اعتراف کړى او زیاته کړي يې ده چې د خوست ولایت ښار په یو هوټل کې یې کار کاوه.
دغه ماشوم په يوه خپره سوي ويډيو کې ويلي دي چې د حقاني ډلي یو تن قوماندان په نوم د همایون له خوا نوموړي ډلي ته جذب او وروسته له هغه د تروریستي او پوځي زده کړو په موخه د پاکستان میرانشاه سیمي ته د حقاني ډلی یو بل قوماندان په نوم د موسی کلیم ته استول سوی.
هغه په دي ويډيو کې په ډاګه کړي چې د تروریستي او ځانمرګو بریدونو د زده کړی پر مهال د موسی کلیم او د هغه د ورور محمد کلیم له خوا پر نوموړی څو ځله جنسي تیری سوی دی.
هغه وايې چې د زدکړو وروسته افغانستان ته راغلى او دلته د امنيت د منسوبينو له لوري ونيول سو.
که څه هم د حقاني شبکه په ختيځو ولايتونو کې زياته فعاله ده او ددي نيټورک ډېري چاري په ګاونډي هېواد پاکستان کې د چارواکو پلان کيږي ولي ددي ماشوم د خپري يوي ادعا په اړه يې غبرګون نه دى ښکاره کړى.[/quote:670503e21a]


طیب زابلی *
26.12.2013

پتنگ صیب دمیرویس خبری خوپه دې نه ارزی چی سړی تبصره پری وکړی ځکه چی دا اوس ټولوته معلومه ده چی دده لیکنی دیوخاص غرض پربناء دی اودی خپله ورسپارل شوی دنده سرته رسوی اوکله کله دبادارانو دشاباسی پربناء داسی جذباتی شی چی داسی څه ولیکی چی دده حیثیت ډیرښه انعکاسوی،
مګرخوسینتکام‎ ‎ته رسیدل هم ګران کار ده یوازی په خبرو اولیکنو نشی کیدای نورکړاوونه هم غواړی هسی نه چی بیا هغه دباغبانانو دکمپ دترجمانانو کیسه دروشی اوپه تمرین کی ناکامه شی خوارۍ به دی عبث شی


طالب ISI
26.12.2013

كه خبر دروغ وي، تأسى هم ورشى، نظامي تمرين سره به نور احوال هم زده كى


pattang
27.12.2013

لکه چې کله کله افغاني چرس چې په تور افغان مشهور دي څکوې !
بروسل دتورو ځای دی بې نوها مځه شهيره !
ځينې ليکنې دې چې ما لوستلې دي ، ښې په زړه پورې دي خو
متاسفانه چې په افغاني خاص کلچر او اسلامي لارو جوړې نه وي !

[quote:d9841fd4a5="shaheer"]كه خبر دروغ وي، تأسى هم ورشى، نظامي تمرين سره به نور احوال هم زده كى[/quote:d9841fd4a5]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more