د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د چا ور مه وهه په نوک، چې ور به دې ووهی په سوک

اتل
16.12.2013

قدرمنو لوستونکو، السلام علیکم
د کاپیسا د اله ساي ولسونو دا یوه لسیزه د طالبانو په مقابل کې د صبراو زغم نه کار واخیست، چې دا عمل د اسلامی ارشاداتو ډیره ښه پیروي ده. خو مهمه داده چې مقابل لورئ، دانسان صبر او زغم ته احترام وکړي، هغه نیکه اسلامي او انساني ښیګڼه وګڼي، نه دا چې دهغه نه ناوړه ګټه پورته کړي، د انسان کمزوري یې و وګڼي، او پر نجیب او ویاړلي ولس د فشار نه لاس وانخلي. البته هوښیار، دانا او عاقل انسنان د احسان تابع دي.خو زموږ طالبان نه د چا لحاظ کوي او نه هم پاس.
متل دئ: چې بد ګرزي، بد به پرزي.

د طالبانو په مقابل کې ولسي پاڅون اول د غزني د اندړو نه پیل شو، چې په نتیجه کې د ګڼو ولایتونوپه لسګونو ولسوالیو پاڅونونه وکړل، او طالبان یې د خپلو علاقو وشړل.
دطالبانو په مقابل کې دا پاڅونونه ځکه ډیر مؤثر دي، چې هر کلئ خپل بدو پیژني، خپل او پردئ طالب پیژني او په آسانۍ ځان تر ې خلاصولئ شي.
همدا علت ؤ چې د اله سای ولسونو پاکستاني طالبان وپیژندل او د پښتو او افغانیت غرور یې اجازه ورنکړه چې یا دعربو او یا پاکستانیانو ژغ ته غاړه کیږدي.
زموږ طالبان باید پدې پوه شي چې دوی پښتنې غیرت د لاسه ورکړئ چې زموږ ننګ او ناموس ته په خارجي غلو باندې سپکاوئ کوي.

چیرې چې طالبان رسیدلي، هلته جنګ، تشدد، د خلکو وژل او داسې نور فسادونه او فتنې ورسره تللې دي.
وايي چې پتنګ شي، په جنګ شی.
دالاندې خبر مشال خپور کړیدئ:
=====
افغانستان په کاپیسا کې خلکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی
14.12.2013
د دې ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر "جمیل شمال" د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل؛ د اله سای ولسوالۍ د ځینو برخو اوسیدونکو د طالبانو پر ضد پاڅون کړی او وسله وال یې له خپلو سیمو څخه شړلې دي:

څو تنه پاکستاني طالبان راغلي وو او غوښتل یې چې د سیمې خلک وځوروي؛ خلک په قهر شول او د وسله والو پر ضد یې هلته پاڅون وکړ. یوه سیمه چې د طالبانو تر واک لاندې وه، هغه یې د وسله والو له واکه خلاصه کړه او طالبانو ته اجازه نه ورکوي چې؛ په اله سای ولسوالۍ کې ورانوونکې فعالیتونه وکړي."

د کاپیسا د امنیت آمر دغه راز وویل، امنیتي ځواکونه د طالبانو پر ضد د ولسي خلکو د پاڅون ملاتړ کوي.


watan jan
23.12.2013

دولس دیو وګړی په حیث وایم چی ولس دهغه چاپه ضدپاڅون کوي چاچی دولس په دین،ناموس،عنعناتو اوکلتور تجاوز کړی،
ولس پوهیږي چي اوس دطالبانو پضد دپاڅون وخت نه دی دیرغلګروپرضد دمقابلي وخت دی
دطالبانو دنواقصو چاره دپاڅون نه پغیر هم کیږي، ولس دخپل ولس سره په ژبه پوهیږي


tandar
23.12.2013

وطن جانه اوورورجانه سلامونه رب دي په خوله برکت کړه ستا خبري خپله يوجهاد دي
تر هغي چه اشغالګر اوجنګسالاران ورک نه شي جنګ به روان او امنيت به نه وي
دجنګسالارانو سره که بهر ته هم وتښتي دجناياتو اودملي سرمايې پوښتنه به تري کيږي انشاالله
ديوواحد او ا زاد افغانستان په هيله

[quote:4934786e66="watan jan"]دولس دیو وګړی په حیث وایم چی ولس دهغه چاپه ضدپاڅون کوي چاچی دولس په دین،ناموس،عنعناتو اوکلتور تجاوز کړی،
ولس پوهیږي چي اوس دطالبانو پضد دپاڅون وخت نه دی دیرغلګروپرضد دمقابلي وخت دی
دطالبانو دنواقصو چاره دپاڅون نه پغیر هم کیږي، ولس دخپل ولس سره په ژبه پوهیږي[/quote:4934786e66]


طالب ISI
24.12.2013

ظلم كه ورور هم وكي، بردا شت كول يي نه دي ضرور وأر د طالب شو، دا مفت خواره له كليو ورك كى


watan jan
24.12.2013

ددښمن په واسطه/اشاره چادورور دظلم مخه نه ده نیولي
ټول پوهیږو چي په اصطلاح دپاڅون تار دچا په لاس کي دی
مونږ درښتیني ولسي پاڅون دپښو خاوري یو خو خبره دا ده چي د پرونۍ ټوپکسلارۍ دور داځل د پاڅون په جامه کي تکراریږي
ډیر دافسوس ځای دی چي ځان نه پوهوو
دښمن کله یوه روحیه راکړي او پري ومو جنګوي، چي ستړي شو بیا موپه بلي روحیي وجنګوي


اتل
03.01.2014

وطن جانه، السلام علیکم
تاسې رشتیا وایاست چې افغان ولس، په تبره بیا پښتون قام د هغه چا پر خلاف پاڅون کوي، لکه تاسې چې ویلي دي [ ولس دهغه چاپه ضدپاڅون کوي چاچی دولس په دین،ناموس،عنعناتو اوکلتور تجاوز کړی].
هو ورورجانه، طالبانو دخپلو القاعدې او د سیمې د نورو ترورستانو په ملګرتیا د ولس په دین تجاور کړئ،انتحار حلال ګڼي، د مخدره مواودو قاچاق کوي، ماشومان تښتوي، مغز شويي کوي يې، لواطت ورسره کوي، او بیا پخپله ماشوم او نور ورسره قتلوي او جهاد ورته وایي او دا په دین بربنډتیرئ دئ.

د خلکو د زامنو سره لواطت، او خارجي ترورستانو ته په زور او جبر د خلکو د لوڼو اخیستل په ناموس تیرئ او پهکلتور تجاوز دئ.

اجنبي ترورست عرب یې راوستي، پنجابیان یې راوستي، چچن او ازبک یې راوستي، په پښتونولې رسشحند وهي، د پښتنو پّ کرورونو پّ زور ننوزي، دا په حریم او کورني ماحول په سبڅلیتا بربنډ تیرئ او دولس په عنعناتو تیرئ دئ.

د طالبانو چاره نه کیږي، ترهغې چې خبل بدعتي دیني شرائط یې نه وي درباندې منلي، ندي پریږدي.

پاڅون یې ديره ښه چارده ځکه چې، هر کلئ خپل غل، دسوت او دښمن پیژني، خپل او پردئ طالب پیژني او په آسانۍ ځان ترې خلاصولئ شي.

په ځاځيو کې چې ولس ټيږه ایښې چې طالبان به دهغوی علاقې ته نه ورپریږدي، هلته طالبا نشته. که څوک طالب ته شپه ورکړې جریمه کیږي، کور یې سیزل کیږي او پراری کیږي. ځاځي خپل د موټرونو اونور تجارت کوي، او د طالب، عرب او بل ترورست او خارجي قواوو د حضور نه بیغمه دي.

تر اوسه د خارجي قواوو په مقابل کې ولسونه ځکه ندې راپاڅيدلي چې هغوی داسې څه پر ولس ندي کړي لکه طالبانو چې کړي او کوي یې.
الله دې مل شته وروره.


pattang
03.01.2014

اتل =مېرويس = ديجيتل ؟ صاحب !
درواغ دانسان شخصيت کموي او سربېره پردې ګناه ده خو ته دخپلو
خواصو په بنسټ مجبور یې چې دروغ او پرو پاګنده د يوو مذدورپه
دود دصليبيانو داشغال او دګوډاګي‌ غله او بې کاره فاسدرژيم لپاره
وکړې او خپلې پيسې وګټې !
ګوره که درواغ وایې نو داسې یې ووايه چې څوک یې ومني خپل
دغه نور ۰،۲۵ ٪ پاتې حيسيت دې مکموه !

طالبان زمونږ دکلي خلک دي مونږ ته ښه مالوم دي !!

[quote:e391c0ba32="اتل"]وطن جانه، السلام علیکم
تاسې رشتیا وایاست چې افغان ولس، په تبره بیا پښتون قام د هغه چا پر خلاف پاڅون کوي، لکه تاسې چې ویلي دي [ ولس دهغه چاپه ضدپاڅون کوي چاچی دولس په دین،ناموس،عنعناتو اوکلتور تجاوز کړی].
هو ورورجانه، طالبانو دخپلو القاعدې او د سیمې د نورو ترورستانو په ملګرتیا د ولس په دین تجاور کړئ،انتحار حلال ګڼي، د مخدره مواودو قاچاق کوي، ماشومان تښتوي، مغز شويي کوي يې، لواطت ورسره کوي، او بیا پخپله ماشوم او نور ورسره قتلوي او جهاد ورته وایي او دا په دین بربنډتیرئ دئ.

د خلکو د زامنو سره لواطت، او خارجي ترورستانو ته په زور او جبر د خلکو د لوڼو اخیستل په ناموس تیرئ او پهکلتور تجاوز دئ.

اجنبي ترورست عرب یې راوستي، پنجابیان یې راوستي، چچن او ازبک یې راوستي، په پښتونولې رسشحند وهي، د پښتنو پّ کرورونو پّ زور ننوزي، دا په حریم او کورني ماحول په سبڅلیتا بربنډ تیرئ او دولس په عنعناتو تیرئ دئ.

د طالبانو چاره نه کیږي، ترهغې چې خبل بدعتي دیني شرائط یې نه وي درباندې منلي، ندي پریږدي.

پاڅون یې ديره ښه چارده ځکه چې، هر کلئ خپل غل، دسوت او دښمن پیژني، خپل او پردئ طالب پیژني او په آسانۍ ځان ترې خلاصولئ شي.

په ځاځيو کې چې ولس ټيږه ایښې چې طالبان به دهغوی علاقې ته نه ورپریږدي، هلته طالبا نشته. که څوک طالب ته شپه ورکړې جریمه کیږي، کور یې سیزل کیږي او پراری کیږي. ځاځي خپل د موټرونو اونور تجارت کوي، او د طالب، عرب او بل ترورست او خارجي قواوو د حضور نه بیغمه دي.

تر اوسه د خارجي قواوو په مقابل کې ولسونه ځکه ندې راپاڅيدلي چې هغوی داسې څه پر ولس ندي کړي لکه طالبانو چې کړي او کوي یې.
الله دې مل شته وروره.[/quote:e391c0ba32]


اتل
03.01.2014

تندر، وطن جان او شهیر وروڼو، السلام علیکم
وروڼو، ستاسو دریو واړو نطریات او عقیدې د قدر وړ دي. موږ ټول غواړو چې د خپل ملک روانه غمیزه پای ته وروسوو، خو د غمیزي د پیدایښت او حل په لارو چارو کې مختلف نطرونه او عقاید لرو.

اول به دا پوښتنه طرح کړم، چې دغه خارجي قوتونه، د پخواني شوروي اتحاد د اشغال نه وروسته، دهغې نه مخکې او یا بل وخت ولې افغانستان ته رانغلل، چې لس کاله مخکې راغلل؟

افغانستان د طالبانو په وخت کې د نړیوالې ټولنې سره څنګه غړئ ؤ، او که اډو بیخي غړئ نه ؤ؟

اُسامه بن لادن او دهغه القاعده ډله، یوایس ایس کول او اکی لارو دبیړیو، د عربستان د خوبار دبرجونواو په سومالیه کې د امریکا په قواوو باندې د حملو او دغه راز په کنیا او تانزانیا کې د امریک د سفارتونو د الوزولو مسؤل وو، او د امریکې په شمول د ډیرو نورو ملکونو سر سخت دښمن ؤ، ولې طالبانو دغسې نړیوال بدغوني په خپل ملک کې ساتل او ولې یې د دغو ملکونو غوښتنو ته لبیک نه وایه او دغه ډله یې د هغې د سرغنه بن لادن سره د افغانستان نه نه شړله؟

له احساساتو نه به ور تیر شو.
ستاسې نطر دروانې غمیزي، حقیقي، او عملي حل څه دئ؟

په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more