د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د طالبانو او کمونستانو د اعصابو جنګ

میرویس
05.12.2013

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
د نورمحمد تره کي پر حکومت چې د افغان مجاهدینو فشارونه زیات شول، د کابیني غړو ته د خپل سر د ساتنې وسوسه ور پیدا شوه. د کابیني په یوه غونډه کې، چا وویل چې موږ داسې حالت ته رسیدلي یو، څوک چې د کمونست ګوند غړی ندي، اعتماد نشو ورباندې کولای، او مو ته ددښمن حیٍیت لري.

د کابیني بل غړي چې نسبتاً حق بین ؤ، وویل چې موږ خو دولس د خیر ښیګڼې د پاره ، د هغه په اوینا، انقلاب کړیدئ. که زمو انقلاب دومره منفور شوئ وي، نو یې په تنز کې وویل، راځئ چې ټوپک را واخلو، د کابل د ښار منډيي ته ننوزو، او هر څوک چې مخې ته راځي ویې وژنو، ځکه چې د افغانستان ټول ولس زموږ دښمن شویدئ.
کمونستانو چې د جنګ د میدان په ګټلو کې نا امیده شوی وو، د اعصابو د جنګ بایلل یې هم د سر په سترګو منلي وو.

داسې ښکاري چې طالبان هم د کمونستانو په څیر، غیر طالب افغان خپل دښمن ګڼي.
لکه کمونست حفیظ الله امین چې ویل، چې د شوروي سره دوستي زموږ سره دوستي ده او د شوروي سره دښمني زموږ سره دښمني ده.
طالبان هم اوس هو به هو، هماغه پالسي چلوي. دوی په عامه محضرونو او بازارونو کې دماکې کوي، بمونه الوزوي، ځان مرګي حملې کوي او په ښارونو باندې د اختر په ورځو کې د ټوپونو باړونه چلوي، او عام ولس وژني، او په ولس کې ویره اچوي، تر څو خلکو ته ورو ښیي، چې، ائ ولسه ستا د سر امن پدې کې دئ چې د طالب سره واوسې، اوکه نه د طالب دښمن يې.

لکه څنګه چې کمونستانو د عام ولس سره دښمني کوله، د ولس په لاس یې سر وخوړ، طالبان هم په هماغه پله روان دي، د مسلمه امت سره یې دښمني اختیار کړیده، خود په خود به د کمونستانو په سر نوشت ځان ګرفتار کړي، ځکه چې د مسلمه امت زور د خدای زور دئ.
دا لاندې خبر پژواک خپور کړیدئ:
====
په ميوند ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
By بشيراحمد نادم Dec 5, 2013 - 13:42
کندهار ښار ( پژواک ١٤ ليندۍ ٩٢ ) : د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې ځانمرګي بريد شاوخوا ٣٠ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کندهار د والي وياند جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن د ليندۍ په ١٤مه، تر غرمې وروسته په شاوخوا يوه بجه د يادې ولسوالۍ د کشکي نخود په بازار کې شوى دى .
د نوموړي په وينا، د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې اووه ملکي وګړي ټپيان شوي او د نورې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري .


طیب زابلی *
05.12.2013

میرویس خانه تشبیه دی سراسر غلطه ده
دامثال دکرزی پرکابینه هوبهو تطبیقیږی
ځکه هغوئ داسی حالت ته رسیدلی دی
چی له خپلی میرمنی هم ډار ورلویږی
یوڅومیاشتی مخکی په کندهار کی دملی اردو؟؟؟ یو عسکر تالاشی راڅخه اخستله
نوزما دواسکټ په جیب کی رادیو وه،کله یی چی پررادیو لاس وموښتی دومره شاته وغورزیدی تاچی ول ډز دي پر وکړ،تقریباً پنځه متره لیری راڅخه ودریدی او ناره یی پرا وکړه چی په جیب کی دی څه دی راویی باسه، مارادیو ورته راوایستله او ورته ومی خندل چی رادیو ده ،دی هم ډیر خړسو او په بریتو کی یی وخندل،


میرویس
05.12.2013

طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
د ډار اویرې په برخه کې ستاسې خبره ښایي درسته وي.
کله چې طالبان په لنګوټي کې بمونه ږدي، په جوماتونو کې پاک الله ته د جمع په لمانځه ولاړ خلک پکې الوزوي، په هدیرو کې بمونه خښوي، په مسجدونو کې په قرآنکریم کې بمونه ږدي ،ښځو غوندې چادري اغوندې، ترې لاندې بمونه تیرنه نه پیغمبرانو هم لاره چپه کړیده.

زما د تشبیهاتو مقصد ویره نه ده، بلکه د ولس، یا مسلمه امت په مقابل مې قد علم کول ښودلي دي. کمونستانو هم د ولس پرخلاف جنګ کاوه، او اوس طالبان هم په ولس کې ویره او ترهه اچوي، چې په زور یې ځان ته تابع کړي، وژني یې، معیوب کوي یې او د کفر فتوې ورباندې کو.
د خلکو زور د خدای زور دئ.


pattang
08.12.2013

ديوو سړي دشخصيت معيار هلته مالوميږي چې د صداق
معيار یې مالوم شي اوکه انسان درواغ وایې نو هغه د هيچا لور
اوزوی ندی ! مړ مې که خو په حق !
ميرويسه ته دروغ وایې !

[quote:120d38178b="میرویس"]طیب زابلئ صاحب، السلام علیکم
د ډار اویرې په برخه کې ستاسې خبره ښایي درسته وي.
کله چې طالبان په لنګوټي کې بمونه ږدي، په جوماتونو کې پاک الله ته د جمع په لمانځه ولاړ خلک پکې الوزوي، په هدیرو کې بمونه خښوي، په مسجدونو کې په قرآنکریم کې بمونه ږدي ،ښځو غوندې چادري اغوندې، ترې لاندې بمونه تیرنه نه پیغمبرانو هم لاره چپه کړیده.

زما د تشبیهاتو مقصد ویره نه ده، بلکه د ولس، یا مسلمه امت په مقابل مې قد علم کول ښودلي دي. کمونستانو هم د ولس پرخلاف جنګ کاوه، او اوس طالبان هم په ولس کې ویره او ترهه اچوي، چې په زور یې ځان ته تابع کړي، وژني یې، معیوب کوي یې او د کفر فتوې ورباندې کو.
د خلکو زور د خدای زور دئ.[/quote:120d38178b]


میرویس
09.12.2013

پتنګ صاحبه، السلام علکم
وروره خبره خو پدې نه شل کیږي چې ته وايې، میرویس دروغ وايي. ته ولې د مطبوعاتو رښتیا دروغ نه ثابتوي؟
دوې ګوتې تورې کړه - په میرویس یې پورې کړه.

افغان ولس دومره بې منظقه ندئ چې ستاپه تشو الزامونو او طالبانو په دروغوباور وکړي، د کشک نخود د بازار خلک ښه پوهیږې چې هلته څه وشول، او نور ملت هم ځکه باور ورباندې لري، چې طالبانو هیڅوک بې نوغي ندي پرې ایښي.
د الله نه نیکي درته غواړم.


pattang
09.12.2013

خدای مو خوار کړه په خپله لپړزنګي کې مو څومره دالرغلا کړې ؟
سيستم مو جوړ نه کړ ! فاسد ترين دولت حساب شوي ياست !
نو داهم ملت نه مني! نه وروره ستاسو ملګرو اولس په نس وږی
ساتلی اولس ته یې د بې هوشي پيچکاري ورکړې !

[quote:2f49571eee="میرویس"]پتنګ صاحبه، السلام علکم
وروره خبره خو پدې نه شل کیږي چې ته وايې، میرویس دروغ وايي. ته ولې د مطبوعاتو رښتیا دروغ نه ثابتوي؟
دوې ګوتې تورې کړه - په میرویس یې پورې کړه.

افغان ولس دومره بې منظقه ندئ چې ستاپه تشو الزامونو او طالبانو په دروغوباور وکړي، د کشک نخود د بازار خلک ښه پوهیږې چې هلته څه وشول، او نور ملت هم ځکه باور ورباندې لري، چې طالبانو هیڅوک بې نوغي ندي پرې ایښي.
د الله نه نیکي درته غواړم.[/quote:2f49571eee]


میرویس
12.12.2013

پتنګه، اسلام علیکم
وايي: وهم دې چیرې، ډبهار دې چيرې خیژي؟
زه څه وایم، دنبوره مې، څه وایي؟

وروره ښه ورته ځیر ښه، طالبانو اعصاب له لاسه ورکړيدی، د خپلو تلفاتو، او دخپلو جګړه مارانو د تیښتې د پټولو، او دخپلو خسارو د کم ښودلو دپاره بر بنډ دروغ وایي، په ولسې خلکو حملې کوي، بیاوایي چې موږ په خارجاینو ګذرارونه کړې دومره او هغومره مو ترې وژلي دي.

تیره وزځ یې وویل چې د کابل د هوایي میدان سره زموږځان مرګي لس تنه خارجي عسکر ووژل، حال دا چې پدې بدعتې غیراسلامي حمله کې هیڅ تلفات ندي اوښتي، بلکه شاوخوا تعمیراتو ته تاوان اوښتئ دئ.

دا هم ستاسې او طالبانو دروغ. ګوره چې بیا ونه وایي چې طالبان دروغ نه وايی، ټول اعمال یې د اسلامي احکامو سره برابر دي. پخپله دروغ غیر اسلامي عمل دي. دا خو لا پرځای پریږده چې، هم قتل وکړي او هم دروغ ووایي.
الله دې تاسو دواړو ته د نیکۍ هدایت وکړي.


pattang
12.12.2013

انډيواله اوس خو ژمی دی طالب غريب په يوو څادر او شکېدلې څپلويو کې پردې يخ او واورو کې څرنګه ډېر جنګ وکړي !
مشکل دی !
تاسوته خو صليبي اشغالګر له شرابو ، کبابه او عصري اسلحو
نيولې ټولې مزاياوې تيارې کړې او درکوي یې ! او تاسو هم له
هر څه ور تېر ياست !!
خو يو شی مه هېروه او هغه دادی چې طالب دناموس لپاره
او ستا ملګري د بېناموسي او دالرو لپاره جنګيږي !

[quote:91b0657dba="میرویس"]پتنګه، اسلام علیکم
وايي: وهم دې چیرې، ډبهار دې چيرې خیژي؟
زه څه وایم، دنبوره مې، څه وایي؟

وروره ښه ورته ځیر ښه، طالبانو اعصاب له لاسه ورکړيدی، د خپلو تلفاتو، او دخپلو جګړه مارانو د تیښتې د پټولو، او دخپلو خسارو د کم ښودلو دپاره بر بنډ دروغ وایي، په ولسې خلکو حملې کوي، بیاوایي چې موږ په خارجاینو ګذرارونه کړې دومره او هغومره مو ترې وژلي دي.

تیره وزځ یې وویل چې د کابل د هوایي میدان سره زموږځان مرګي لس تنه خارجي عسکر ووژل، حال دا چې پدې بدعتې غیراسلامي حمله کې هیڅ تلفات ندي اوښتي، بلکه شاوخوا تعمیراتو ته تاوان اوښتئ دئ.

دا هم ستاسې او طالبانو دروغ. ګوره چې بیا ونه وایي چې طالبان دروغ نه وايی، ټول اعمال یې د اسلامي احکامو سره برابر دي. پخپله دروغ غیر اسلامي عمل دي. دا خو لا پرځای پریږده چې، هم قتل وکړي او هم دروغ ووایي.
الله دې تاسو دواړو ته د نیکۍ هدایت وکړي.[/quote:91b0657dba]


میرویس
17.12.2013

پتنګه تا هم طالبانو غوندې اعصاب له لاسه ورکړیدي.
ستاسې سره بحث کول، انساني اخلاقو او پښتنې دود او دستور ته سپکاوئ دئ.
د طالبانو دفاع چې نشې کولې، لاس ترې واخله.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more