د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

د وطن دفاع که له وطن څخه دفاع؟؟؟؟

پتوال
04.12.2013

درنو لوستونکو دې مثالونو ته ځیر شئ !

این کتاب ازمن است = دا زما کتاب دی= دا دِما کتاب دی

ازمن= زما = دِما
از = ز = د صرف د اضافت او ملکیت نښه ده .

از= د

دفاع از وطن = د وطن دفاع
دیدن از نمایش = د نمایش لیدل

احمد از انها قصه کرد = احمد د هغوی قصه وکړه
نه داچې : احمد له هغوی څخه قصه وکړه
احمد از انها سخن زد = احمد د هغوی خبرې وکړې
نه داچې احمد له هغوی څخه خبرې وکړې
دفاع ازوطن واجب است= د وطن دفاع واجب ده
نه داچې له وطن څخه دفاع واجب ده !
دا څخه په کې له کومه راپیدا شو؟؟؟؟؟
او کله چې څخه په کې بیځایه ورګډ کړی شو نو څخه خو (له) هم غواړي ، نو د اضافت (د) یې هم په (له ) واړاوه او د وطن دفاع يې بیځایه په « له وطن څخه دفاع» بدله کړه.

ما از بازیهای کریکټ دیدن نمودیم په « مونږ د کریکټ له لوبو څخه لیدنه وکړه» ژباړل بالکل غلط دی، بلکې « مونږ د کریکټ لوبې ولیدلې» یا «مونږ د کریکټ د لو بو لیدنه وکړه » سمه ژباړه ده اوبس!
له او څخه په داسې حالت کې سم دي چې مضاف د مضاف الیه ذاتاً تړلی نه وي لکه راوړل ، اخیستل ، پوښتنه او یوبیل شی وی لکه له چاڅخه راوړل ، د څشي راوړل، اخیستل ، د څشي اخیستل یا پوښتنه کول د څشي پوښتنه کول .
برعکس د چا لیدل پخپله د مطلوب کس لیدل دي ، نو له چا څخه لیدنه یا د فیلم لیدنه په « له فیلم څخه لیدنه» اړول بالکل غلطه جمله بندي ده !
ایا تاسې يې هم راسره منئ ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ که يې نه منئ ، ولې او په څه دلیل؟؟؟؟

والسلام


larghonay laraway
14.12.2013

پتوال صيب ستا ليکنه مې ټوله نه ده لوستې يوازې لومړي مثالونه مې ولوستل ځکه چې وخت نه ؤ.
ضرور نه ده چې مونږ دې له پاړسو وژباړو خو
زه: زما
هغه : د هغه
نو متکلم خپله ويلی شي چې (زما کتاب)
او د غايب لپاره ويلی شو چې (د پلاني کتاب)
نو د متکلم (زما) د (زه) له ضمير څخه اخيستل شوی دی
او د وطن دفاع او نورې خبرې مو بېخي د کاڼي کرښې دي. نه له کاڼي کرښې


پتوال
19.01.2014

دروند لاروی صیب السلام علیکم و رحمة الله و برکاته!
ستاسو اند توګه پوره موجه او روښانه «بریښي» :
زه: زما
هغه : د هغه
نو متکلم خپله ويلی شي چې (زما کتاب)
او د غايب لپاره ويلی شو چې (د پلاني کتاب)

خو که داسې يې مناقشه کړو :

زه ، ما
ته ، تا
هَغَه ، هِغه

د زه ؟ .... غلط
د ته ؟......غلط
د هَغَه؟......غلط

خو :
دِ ما ،......... سم دی
دِ تا ،.........سم دی
دِ هِغه ،.........سم دی

نو لهذا : په (زما) کې د اضافت (ز) له (زه) څخه منځ ته نه ده راغلې، بلکې د (دما) څخه چې اوس هم په ډیرو پښتنې سیمو کې ویل کیږي (د) په (ز) اړول شوی او (زما )شوی دی.
هو، که (ز) له (زه) څخه منځته راغلې وای نو (زه) به يې نه منحلاوه او د (زه) پر ځای به له (ما) سره نه تړل کیدله.
څنګه چې اضافت له ما، تا او هِغه سره راځي او په (د) جوړیږي نو (ز) په (زما) کې همغه د (دما) (د) دی چې په (ز) بدل شوی .
که داسې نه وای نو په موږ یا مونږ کې خو (ز) هم نشته ، نو که له (د موږ او مونږ ) له (د) څخه نه وي راغلې نو په زموږ او زمونږ کې (ز) بیا له کومه راغله (؟) والله اعلم !


larghonay laraway
01.02.2014

ډاکټر اشرف غني د (د) پر ځای (ی) وايي: یما


pattang
01.02.2014

د چوپړا کوم کار سم دی ؟ تل په پاړسو خبرې کوي ، خائن دروغجن دی
لودګان یې پيدا کړي دي او خپل ياسين پرې تېزوي !

[quote:c755261f8a="larghonay laraway"]ډاکټر اشرف غني د (د) پر ځای (ی) وايي: یما[/quote:c755261f8a]


shapatan
23.04.2015

نو متکلم خپله ويلی شي چې (زما کتاب) او د غايب لپاره ويلی شو چې (د پلاني کتاب) نو د متکلم (زما) د (زه) له ضمير څخه اخيستل شوی دی.?
[url=http://www.esixsigma.co]lean six sigma[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more