د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

دلته يوه ورځ ژوند

پتوال
18.11.2013

Abasin Barial

دلته يوه ورځ ژوند

موږ چې سهار غاښونه برس کوو او مخ پریولو، په هېنداره کې خپلې څېرې ته لکه د اخري ديدن په دود په ځير وګورو، چې هرسهار د کميس په راسته لستوڼي کې لاس ورکوو زړه کې راتېره شي، چې دا له کفن مخکې مې وروستی اتو کړی لباس نه وي.
له خپلو ماشومانو سره ډېره مينه نه کوو، هسې نه عادت شي او چې نه وو راپسې لېوني شي. د سهار په مخه ښه کې په چټکۍ وځو مېرمنې، پلار او خوېندو ته د خوږو کتو خاطره نه پرېږدو، د ګران سړي مرګ د کورنۍ ملا ماتوي. په مړه ګېډه چای وخورو، خو د ماښام د څه راوړلو ژمنه نه کوو.
موږ له خپلو متعلقينو سره د مينې او شفقت په يوه محدوده کې اوسېږو، لوړ انتظارونه او خواږه توقعات کورنۍ په سرپرست پسې تړي او چې سرپرست نه وي، متعلقين په سترګو ټپ شي.
د لته د ميندو دعاګانې د پولادو کلاوې دي، خو چې مور دې نه وي، لکه جنګ ته چې بې زغرو درومې؛ له ما يې هم د مور سيوری اخستی دی.
ژوند په تمه پالل کېږي؛ زموږ په ښار کې د غم پيټي تر ارمانونو خورا سنګين دي. دلته څوک د ځان لپاره ژوند نه کوي، د اولادونو لپاره يې کوي، له موږ هر يوه سره دا غم دی (چې زه ومرم هغوی به څه خوري، هغوی به څوک ساتي، هغوی به په کومه اسره پايي؟) موږ د خپل ناموس د عزت غم اخستي يو، ( ښځې کار نه کوي، ښځې نالوستې او بې کماله دي، کونډې د ميراث خېلخانې د مړولو چاره نلري، دلته ميندې ګدايي کوي، اولاد مړوي خو چې ګوله ډوډۍ په ګدايۍ ونه مومي، بيا نه پوهېږم څه ته به لاس غځوي ـ اولاد شرين دښمن دی.)) زه د داسې انجام په اړه هډو تصور نشم کولای.
هر سهار د يوې کونډې په غملړلي غږ له خوبه بيدارېږم چې خيرات غواړي،


اکرم
19.11.2013

اراده چې شي مفقوده سړي خوار شي ــــــــــــــــ بې هدفه وي روان ورکه ترې لارشي
چې دبل لکۍ شي هرخواته ښوري ـــــــــــــــــ بې عزته بې پته بې وقار شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more