د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

څه چې صلحه کولای شي، جنګ يې نشي کولی

اتل
18.10.2013

د فورم محترمو، ګډونوالو السلام علیکم.
ددې خبرې ثبوت ته نور ضرورت نشته، چې اوس بحثونه وکړو، تحلیل او تجزیه وکړوچې د جنګ له لارې موږد افغانستان غوندې معضلو بهتره حل را ایستلای شو، او که د خبرو اترو، پخلاینې او صلحې له لارې.

موږ ولیدل چې په عراق کې د ملګرو ملتونو په دفترونو تباه کونکې حملې وشوې. طالبانو د سره صلیب، د مهاجرو د ادارې او په ګڼ شمیر نورو بین المللي ادارو او مؤسسو حملې وکړې، پر خای ددې چې ددوی په خیال ګټه ورته وکړي، نفصا ن یې ورته وکړ، او ددوي شهرت یې لا پسې خراب کړ.

نن دا څو شیبې مخکې په کابل کې ګمرک ته نږدې د خارجیانو په یوه ادراه چې ګرین هوس نومیږي ځان مرګي حمله وکړه، څلور ملکي افغانان یې زحمی کړل او بس. دغسې حملې د طالبانو بد غونی ښیې او د انسانانو د وژنې په برخه کې د هغوی قاتلانه نیت څرګندوي، او ټولې نړۍ ته د طالبانو د خپل مشر د اوامرونه بغاوت ښيي.
نړیواله ټوله هم سوچ کوي، پداسې حال کې چې طالبان د خپل مشر چې امیرالمؤمنین هم ورته وايي اطاعت نه کوي، نو که قدرت ته ورسیږي ولې به بین المللي قوانین او نورمونه، لکه د خپل امارت په دوره کې یې چې نه مراعات کول، بیا مراعات کړي.
طالبانو ته پکار ده، چې ددغسې اعمالو نه لاس واخلي صلحه وکړي، ترڅو له یوې خوا د الله رضایت او د ولس زړه تر لاسه کړي، او له بلې خوا د یوه باوري شریکباڼي په توګه بهرنۍ نړي د صلحه ایزو روابطو او راکړې ورکړې باور پرې وکړي.
الله دې طالبانو ته د نیکو هدایت وکړي.
دا لاندې رپوټ خبریال خبور کړیدئ:
====
په کابل ښار کې ځانمرګی برید شوی
By javed.hamim Oct 18, 2013 - 17:52
کابل ( پژواک ۲۶ تله ۹۲ ) : د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې چاودنه شوې ده.
دا چاودنه دتلې په ۲۶مه، ماښام ته نږدې په شاوخوا پنځو بجو د جلال اباد پر لویه لاره د نهمې حوزې اړونده ګمرک ته نږدې شوې ده.
د کابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې ځانمرګی بریدګر په یوه کرولا موټر کې و، او د ګمرک درې لارې کې د بهرنیو وګړیو دیوه ودانۍ مخې ته یې د بهرنیانو له یوه کروزین موټر سره ځان جنګولی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پيښه کې د بهرنیانو له مرګ ژوبلې معلومات نه لري، خو په چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپي شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم وایي چې ځانمرګی برید شوی او زیاتوي چې سیمې ته د پلټنې ډله رسیدلې ده.
د عبدالقدیر په نامه یوه عیني شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه ، چې ځانمرګی برید د ګمرک په درې لاري کې د ( ګرین هاوس) په نامه پر هغې ودانۍ شوې چې بهرني وګړي پکې میشت دي.
دی وایي چې دې پيښې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په یاده ودانۍ کې میشت یو تن بهرني وګړي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل چې ځانمرګی برید په دروازه کې شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دوی پخپلو دفترونو کې پاتې شوي .
دغه تن وویل : (( موږ او نور بهرنیان په دې ودانۍ کې اوسیږو، نن پر موږ په دفتر کې ناوخته شو او که چیرې پخپل وخت تللي وای، نو کیدای شي زیانمن شوي وای))
ددغه ودانۍ کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او په اسانه توګه څوک دننه نه شي تللی.

Re: څه چې صلحه کولای شي، جنګ يې نشي کولی

pattang
18.10.2013

خبرې به لنډې کوو !
داسې مالو ميږي چې له(کيري) سره کرزی که نورې ډېرې شپې
هم تيرې کړي ګټه به ورته ونلري ! او د ازادي بړېځي به هر وخت
هرځای چې وغواړي اشغالګر او دهغه مذدوران له منځه وړي !

دوهم داسې مالوميږي چې ليکوال د صليبي اشغالګرو اشغال روا
بولي او په هغه باندې وياړ کوي او هر جنايت او تېری يې د cia
په دالرو پټوي !

خودغه لاره نه اسلامي اونه پښتني ده اونه اقتصادي ده!
خوشې دغڼيو ټال ده بېکاره لودګان پرې روان دي !

[quote:24d139dba4="اتل"]د فورم محترمو، ګډونوالو السلام علیکم.

ددغه ودانۍ کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او په اسانه توګه څوک دننه نه شي تللی.[/quote:24d139dba4]

Re: څه چې صلحه کولای شي، جنګ يې نشي کولی

مساپر
21.10.2013

[quote:019b3483c9="pattang"]خبرې به لنډې کوو !
داسې مالو ميږي چې له(کيري) سره کرزی که نورې ډېرې شپې
هم تيرې کړي ګټه به ورته ونلري ! او د ازادي بړېځي به هر وخت
هرځای چې وغواړي اشغالګر او دهغه مذدوران له منځه وړي !

دوهم داسې مالوميږي چې ليکوال د صليبي اشغالګرو اشغال روا
بولي او په هغه باندې وياړ کوي او هر جنايت او تېری يې د cia
په دالرو پټوي !

خودغه لاره نه اسلامي اونه پښتني ده اونه اقتصادي ده!
خوشې دغڼيو ټال ده بېکاره لودګان پرې روان دي !

[quote:019b3483c9="اتل"]د فورم محترمو، ګډونوالو السلام علیکم.
ددې خبرې ثبوت ته نور ضرورت نشته، چې اوس بحثونه وکړو، تحلیل او تجزیه وکړوچې د جنګ له لارې موږد افغانستان غوندې معضلو بهتره حل را ایستلای شو، او که د خبرو اترو، پخلاینې او صلحې له لارې.

موږ ولیدل چې په عراق کې د ملګرو ملتونو په دفترونو تباه کونکې حملې وشوې. طالبانو د سره صلیب، د مهاجرو د ادارې او په ګڼ شمیر نورو بین المللي ادارو او مؤسسو حملې وکړې، پر خای ددې چې ددوی په خیال ګټه ورته وکړي، نفصا ن یې ورته وکړ، او ددوي شهرت یې لا پسې خراب کړ.

نن دا څو شیبې مخکې په کابل کې ګمرک ته نږدې د خارجیانو په یوه ادراه چې ګرین هوس نومیږي ځان مرګي حمله وکړه، څلور ملکي افغانان یې زحمی کړل او بس. دغسې حملې د طالبانو بد غونی ښیې او د انسانانو د وژنې په برخه کې د هغوی قاتلانه نیت څرګندوي، او ټولې نړۍ ته د طالبانو د خپل مشر د اوامرونه بغاوت ښيي.
نړیواله ټوله هم سوچ کوي، پداسې حال کې چې طالبان د خپل مشر چې امیرالمؤمنین هم ورته وايي اطاعت نه کوي، نو که قدرت ته ورسیږي ولې به بین المللي قوانین او نورمونه، لکه د خپل امارت په دوره کې یې چې نه مراعات کول، بیا مراعات کړي.
طالبانو ته پکار ده، چې ددغسې اعمالو نه لاس واخلي صلحه وکړي، ترڅو له یوې خوا د الله رضایت او د ولس زړه تر لاسه کړي، او له بلې خوا د یوه باوري شریکباڼي په توګه بهرنۍ نړي د صلحه ایزو روابطو او راکړې ورکړې باور پرې وکړي.
الله دې طالبانو ته د نیکو هدایت وکړي.
دا لاندې رپوټ خبریال خبور کړیدئ:
====
په کابل ښار کې ځانمرګی برید شوی
By javed.hamim Oct 18, 2013 - 17:52
کابل ( پژواک ۲۶ تله ۹۲ ) : د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې چاودنه شوې ده.
دا چاودنه دتلې په ۲۶مه، ماښام ته نږدې په شاوخوا پنځو بجو د جلال اباد پر لویه لاره د نهمې حوزې اړونده ګمرک ته نږدې شوې ده.
د کابل امنیه قوماندان مل پاسوال محمد ظاهر پژواک خبري اژانس ته وویل چې ځانمرګی بریدګر په یوه کرولا موټر کې و، او د ګمرک درې لارې کې د بهرنیو وګړیو دیوه ودانۍ مخې ته یې د بهرنیانو له یوه کروزین موټر سره ځان جنګولی دی.
هغه زیاته کړه چې په دې پيښه کې د بهرنیانو له مرګ ژوبلې معلومات نه لري، خو په چاودنه کې څلور ملکي وګړي ټپي شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي هم وایي چې ځانمرګی برید شوی او زیاتوي چې سیمې ته د پلټنې ډله رسیدلې ده.
د عبدالقدیر په نامه یوه عیني شاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې چاودنه د ځانمرګي برید له امله رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه ، چې ځانمرګی برید د ګمرک په درې لاري کې د ( ګرین هاوس) په نامه پر هغې ودانۍ شوې چې بهرني وګړي پکې میشت دي.
دی وایي چې دې پيښې یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په یاده ودانۍ کې میشت یو تن بهرني وګړي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وویل چې ځانمرګی برید په دروازه کې شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دوی پخپلو دفترونو کې پاتې شوي .
دغه تن وویل : (( موږ او نور بهرنیان په دې ودانۍ کې اوسیږو، نن پر موږ په دفتر کې ناوخته شو او که چیرې پخپل وخت تللي وای، نو کیدای شي زیانمن شوي وای))
ددغه ودانۍ کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي او په اسانه توګه څوک دننه نه شي تللی.[/quote:019b3483c9][/quote:019b3483c9]

پتنګه خدای ومنه او د دښمنانو غلامي پریږده. هغه مرداری پېسې چې تاته درلیږي زهر دي شي هغه ټولی د افغانانو وینې دي چې څکی یې. ته خو د دوی سپی ګړځیدلی یې. خدای دی تباه کړه تا غوندي خرڅ شوي سړی، افغانستان د تباهی په لور بیایې.

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more