د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

انټر نيټ

شمشاد شينواری
22.01.2005

................................................................انټرنيټ
د انټرنېټ کليمه له دوو برخو څخه اخستل شوي ده چې Inter (International) او net (Networking) ده. دا يوه داسې پراخه ناسودا ګريز پروګرام دی، چې د نړۍ هر سړی له دې پروګرام څخه بر خمن دی او واک او اختيار لري، چې انټرنېټ وکاروي. د دې پروګارم لارښوونه يوه اداره کوي، چې د (ISOC) په نامه يادېږي، چې ټول کار کوونکي او انجنيران يې د اوطالبان دي.
په (١٩٩٤) کال کې د انټرنېټ د کارولو مينه وال نږدې درې ميليونه وګړي وو، چې زياتره پکې امريکايان وو، خو په (٢٠٠٠) کال کې په ټوله نړۍ کې د دې پروګرام کاروونکي نږدې درې سوه ميليونو وګړيو ته ورسېده، خو د دې پروګرام سمبالوونکي کار کوونکو د اټکلي وينا له مخې وايي، چې د ٢٠٠٥ کال کې به د انټرنېټ د کاروونکو شمېر ١ Billons وګړيو ته ورسېږي.
د انټرنيټ هر مخ د Web په نامه يادېږي يانې که هر څوک، هر دفتر، هېواد، Ngo او تجارتي کار خانه وغواړي، تچې يو متخ د ځان سطحه سره وګوري، نو هغه بايد دغه خپل مخ راجسټر کړي او بيا ورته يو نوم ور کول کېږي په داسې ترتيب سره www.wrang.com له www نه موخه بين الملي مخ يا (Word Wide Web) او منځنی نوم څخه، چې wranga دی، د يو دفتر نوم دی او له com څخه Communication موخه ده يانې ارتباطي مخت او هر کله چې موږ وغواړو د دې دفرت په اړه په هر هېوماد کې معلومات تر لاسه کړو، نو همدغه پته به په انټرنېټ کې ليکو او بيا به دغه مخ موږ ته معلومات را کوي.
په نړيواله سطحه نږدې يو بېلېون د انټرنيټ پتې او مخونه شته، چې په ١٩٩٦ کې نږدی ٦٢٧.٠٠٠ مخه راجسټر شوي دي او په ٢٠٠٠ کال نږدې ١٨ ميليونه مخه راجسټر شوي دي او اټکل دی، چې په ٢٠٠٠٥ کې به نږدې ١٠ ميليونه مخه راجسټر شي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more