د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د قصد او عمل ترمنځ توپیر

میرویس
08.10.2013

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم
د پاکستان د طالبانو نطاق شاهدالله شاهد د [اردو پوینټ] ورځياڼې سره په مرکه کې چې ګران افغانستان په پښتو خپره کړې ویلی دي، چې زموږ هدف د بې ګناه خلکو وژل ندي، بلکه دازموږ د بدنام کولو دپاره یو تهمت دئ.

خو شاهد صاحب دا ندي ویلي، چې دوی بې ګناه خلک نه وژني. بلکه هغه داخبره د شیخ سعدي په صراحت واضح کړې چې، هدف یې د بې ګناه خلکو وژل ندي، خو بې دریغه یې وژني.
لکه په پیښور کې یې چې د عیسویانو په کلیسا کې بې ګناه خلک ووژل او مسؤلیت یې هم ومانه، لکه د قصه خوانۍ په بازار کې یې چې قتل عام وکړ او په لسګونو داسې نور قتلونه.


تيمور
08.10.2013

برادر محترم میرویس خان سلام اعلیکم،

در قدم اول از گفتار همین فرد جاهل (شاهد اله شاهد) چنین نتیجه میگیریم که گروه طالبان پاکستان یک گروه بیسواد و گمراه میباشند. مثلی که میگویند: تا مرد سخن نگفته باشد ــ رمز و هنرش نهفته باشد
پس واضح شد که برای یک گروه احمق و بیخبر از دین برحق کشتار مردم بیگناه و ازبین بردن مساجد و دیگر مکانهای عامه یک چیز عادی و شاید هم درست باشد.

بااحترام،


میرویس
15.10.2013

صبور صاحب، السلام علیکم
د شاهدالله شاهد خبره داسې ده لکه، د شوروي د اشغال نه وروسته چې د طالبانو د اوسني جنګ غوندې په ملک کې د قدرت په سر جنګ پیل شو، او د شپیتوزرو په شاو خوا کې خلک پکې ووزل شول، حکمتیار صاحب به د چهار آسیا له لور کابل په راکټونو ویشت او د کابلن به دده په لور د راکټونو بارن ؤ، یوه مولوي حکمتیاز صاحب ته وویل چې ته خو بې ګناه مسلمانان پدې کذارونو کې وژنې او د اسلام له نظره حرام او د انسانیت له پلوه ناروا کاردئ.

حکمتیار ورته وویل چې په کابل کې کمونستان او د شوروي لاس پوڅي ناست دي هغه ولم او، هدف مې د کابل خلک نه دي.
مولوي ورته وویل،ستا منظق داسې معنی لري لکه چې یو څوک تاسې په ټوپک ولې، او درته وایي چې تا نه وژنم، بلکه ستا په رګونو کې شیطان دئ هغه ولم او وژنم یې.
د طالبانو منطق کټ مټ همدغه شئ دئ
الله دې دوی اصلاح کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more