د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پر مسجد د وسله والو برید

اتل
30.09.2013

السلام علیکم، لوستونکو
ګران افغانستان رپوټ ورکړئ چې وسله والودجلا آباد په ښار کې په یوه مسجد باندې چې مبلغین پکې غږیدل حمله کړې، او د مسجد ګاردانو دواړه حمله کونکې وژلي دي.
پدې برسره چې مسجدونه، کلیساګانې، مندرونه او نور د عبادت ځایونه دي، او حملې وریاندې کول ناروا کار دئ، دغه معابد د ټولڼو د افهام او تفهیم، معلو ماتو د تبادلې، د خپل ماحول نه د خبرتیا او په روزمره او مذهبي مسائلو کې د خلکو تر منځ د نظریاتو او عقایدو د تبادلې مهم مرکزونه دي. پدې اماکنو باندې حملې د ولس د خیر ښیګڼې سره دښمنی هم ده.


Re: پر مسجد د وسله والو برید

pattang
30.09.2013

انډيواله دافغانستان نوم ګران دی خو نن يې هر فاسد يادوي او په
هره چټلي يې رنګوي او ګټه ترې اخلې ! څو ورځې مخ کې د
زوغالوه په کان کې څو نفره له ۲۷-۴۷ کارګران پورې د انجينرانو
(انجينر خونشته خو دباشيګانو) د بېباکي له عمله
وژل شوي دي نو د فاسد دولت مېديا دا عمل په طالبانو واچاوو خو
وروسته بيا ډر ووت او خبره يې پټه کړه !

دابيا اوس د cia او فاسد رژيم درواغ او دسيسه ده !!!

[quote:25763a0d6b="اتل"]السلام علیکم، لوستونکو
ګران افغانستان رپوټ ورکړئ چې وسله والودجلا آباد په ښار کې په یوه مسجد باندې چې مبلغین پکې غږیدل حمله کړې، او د مسجد ګاردانو دواړه حمله کونکې وژلي دي.
پدې برسره چې مسجدونه، کلیساګانې، مندرونه او نور د عبادت ځایونه دي، او حملې وریاندې کول ناروا کار دئ، دغه معابد د ټولڼو د افهام او تفهیم، معلو ماتو د تبادلې، د خپل ماحول نه د خبرتیا او په روزمره او مذهبي مسائلو کې د خلکو تر منځ د نظریاتو او عقایدو د تبادلې مهم مرکزونه دي. پدې اماکنو باندې حملې د ولس د خیر ښیګڼې سره دښمنی هم ده.[/quote:25763a0d6b]


قادر خان
01.10.2013

محترمو ورونو،

دا خو لومړی ځل نه دي چې طالبان دغه راز جنایتونه کړي دي، دوی خو هره ورځ بی گناه خلک وژلي او وژني، د افغانستان ټول ولس په دې پوره خبر دي او پوهېږي، او د طالبانو په نظر جومات، ښونځئ، روغتونونه، او د مارکیټونو په مینځ کې هیڅ کوم فرق نشته، ټول یو شان دي، او د دوی په سوزولو او ورانولو کې طالب صایبان ډېره کلکه ارادې نیولي دي.

والسلام،


pattang
01.10.2013

دغسې تهمت ياد خلق اوپرچم او يا دشمال دلنډغرو څخه وي داخو

لاڅکوې نن مې په المان کې له راد يوڅخه واورېده چې دنيويارک،
مادريد او لندن حملې له افغانستانه شوې دي نو څکه دغه عسکري
تتجاوز په افغانستان وشو او هلته به هم نور دافاسد رژيم تقويه
کېږي ترڅو چې دا حملې بيا ونشي …

نو اوس د فاسقو جګ پوزيو کبر جنو اشغاللګرو ته خره هم خاندي !

[quote:b9adb5154c="قادر خان"]محترمو ورونو،

دا خو لومړی ځل نه دي چې طالبان دغه راز جنایتونه کړي دي، دوی خو هره ورځ بی گناه خلک وژلي او وژني، د افغانستان ټول ولس په دې پوره خبر دي او پوهېږي، او د طالبانو په نظر جومات، ښونځئ، روغتونونه، او د مارکیټونو په مینځ کې هیڅ کوم فرق نشته، ټول یو شان دي، او د دوی په سوزولو او ورانولو کې طالب صایبان ډېره کلکه ارادې نیولي دي.

والسلام،[/quote:b9adb5154c]


اتل
04.10.2013

پتنګ صاحب، السلام علیکم
که د مطبوعاتو د سکرو په کان کې د کارګرانو مړینه نا حقه په طالبان اچولې وي، دوی، ډینګ ډینګ او آخرت یې.
خو د قادرخان خبرې د طالبانو په برخه کې صدق کوي او رښتیادي.
قدرخان وایي:

دا خو لومړی ځل نه دي چې طالبان دغه راز جنایتونه کړي دي، دوی خو هره ورځ بی گناه خلک وژلي او وژني، د افغانستان ټول ولس په دې پوره خبر دي او پوهېږي، او د طالبانو په نظر جومات، ښونځئ، روغتونونه، او د مارکیټونو په مینځ کې هیڅ کوم فرق نشته، ټول یو شان دي، او د دوی په سوزولو او ورانولو کې طالب صایبان ډېره کلکه ارادې نیولي دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more