د موضوعګانو سرپاڼه

طب او نباتي روغتیاپالنه

توری یا سپلین په بدن کې څه ډول دنده لري

ډاکتر څپاند
16.09.2013

Asplenia and hyposplenism
سپلين یا (توری) د بدن د لمفاتيك سيستم تر ټولو ستر غړى دى چې د معدې په کیڼه خوا کې پروت دی.

دسپلين دنده: د أنسان په بدن كى سپلين درى أساسي دندی یا وظیفى لري
١-د ويني له دوران نه د تخريب شويو او زړو كروياتو يا گرديو لرى كول
٢-د ويني له دوران نه د ميكروبونو فلتر يا تصفيه
٣-دغه راز سپلين دې مکروبونو په مقابل کې د انتي بادیوپه جوړښت كي مهم رول لوبوي
د سپلين نشتوالي او يا هغه سپلین چى خپله دنده سرته رسولی نشي په بدن كي د خورا خطرناكه ميكروبي ناروغيو سبب كيدى شي.داسي ستری ميكروبي ناروغي چى د
Sepsis and meningitis
د رامنځ ته كيدو خطر له ځانه سره لري،چې اخته ناروغان 50٪ دمرګ چانس.

Asplenia
د سپلين د له منحه تلو ستر عامل تروما يا جراحات دي چى ١/٣ واقعيت تشكيلوي (دغربيانو احصايه).
١/٣ نور د وينو د ناروغيو يا سرطاني ناروغيو د علاج لپاره د سپلين جراحي
١/٤ واقعات د بطني جراحى په وخت كى په غير عمدي توګه سپلين زخمي او را ويستلی شي.
كله ناكله سپلين د يوی سرطاني ناروغى دی أختلاط په وجه په بل أور گان مښتي پا التصاق كوى (مثلا د غټو كولمو سرطان) او دجر آحى په وخت كى مجبورا رايستل كيري.
Hyposplenism :
په دى ناروغانو كى سپلين شتون لري خو خپله دنده تر سره كولى نشي.ځینې ناروِغئ ددې حات سره تظاهر کولی شي.
مثالونه:
Coeliac disease,IBD,SCA,multiple myeloma,Bone marrow transplantation ,HIV,sarcoidosis and radiation .

تشخيص

معمولا د ناروغ تاريخچه د تشخيص سره مرسته كوي. خو أكثر وگړي متاسفانه د خپلو ناروغيو او عملياتونو په هكله دقيق معلومات نلري.
د ويني په معاينه كى دى
Howell -Jolly bodies
موجوديت د سپلين په نشتوالي دلالت كوي خو كه شك او ترديد موجود وي
Us or CT scan
تشخيص وضع كولى شي.

هغه ناروغان چي د هغو سپلين كار نكوي معمولا د شديدو او خطرناكه ميكروبي ناروغيو ، أكثرا
Pneumococcal Sepsis and the presence of Howell-jolly bodies in blood film
سره پيژندل كيړي.

ځيني وگري په ولادی توگه سپلين نلري چى شمير ئي خورا لړ دى خو كه داسى ناروغ مؤ وليد دهغه د كورنى غړي بايد معاينه شي.

د سپلين د نشتوالي او يا دغير فعال سپلين ناروغان د يو شمير ميكروبونو په مقابل كى عاجز شي:
Streptococcus pneumoniae 70%
او تر هغى روسته
Neisseria meningitidis,Hemophilus influenzae type b and Capnocytophaga Canimorsus
پدى ناروغانو كى زيات ليدل كيدى شي.روستى ميكروب د سپي او پشكى په خوله كى په طبيعي دول شتون لري.

د سترو ميكروبي ناروغيو خطر په لمړنیو دوه دري كلونو كى زيات وي خو خطر د لسو نه تر ديرشو كلونو پوري دوام لرلى شي.

مخنيوى يا وقايه

د جراحي په وخت كي بايد تلاش وشي چى سپلين او يا دهغه يوه برخه بچ كړي شي.
( لس په سلو كى وگري د سپلين انساج چه
Accessory spleen
ورته ويل كيږي لرلى شي).

ناروغ او دهغه كورنى يا دوستان بايد وپوهول شي چى نوموړي شخص سپلين نلري او د تبه لرونكو ناروغيو په شتون سره باید عاجله طبي مرسته تر لاسه كړي.

دى جراحى داكتر او نور داكتران بايد توجه ولري چى دا ناروغان په منظم دول واكسين شي.
واكسینونه بايد د سپلين تر جراحى يوه يا دوه اوني دمخه تطبيق شي.
كه عمليات په عاجل ډول تر سره شوى وي نو تر يوه يا دوه اونى روسته تر عملياته بايد واكسينونه تطبيق شي.
هغه ناروغان چى
Radiotherapy or Chemotherapy
أخلي نو اقلاً تر جراحی دوه اونى دمخه يا تر هغى دري میاشتی روسته واكسن كړی شي.

واكسينونه:
Pneumococcal vaccination, Meningococcal vaccination , Hemophilus influenza type b vaccination and yearly flu vaccination are available .
دغه راز دا ناروغان د ملاريا وقائي او مقدمى معالجى ته شديده اړتيا لري.

Antibiotics:
ټول ناروغان بايد دسپلين دى تر لاسه ورکولو روسته باید دى دوو كلنو لپاره هره ورځ په وقايوي ډول
Amoxicillin 250 -500 mg daily,or penicillin 250 mg- 500 mg bd
تر لاسه كړي.كه ناروغ د پنسلين سره حساسيت ولري نو
Erythromycin 250 mg or Roxithromycin 150 mg once daily
توصیه کیړي
.
خو كه ناروغ
Immunocompromise
وي نو ټول عمر وقايوي انتيبيوتيك ته اړتيا لري.
كه ناروغ تبه او ميكروبي حالت پيدا كړي نو په دقيق ډول د مكمل وخت لپاره کافي دوز انتيبيوتيك ته ارتيا پيداكوي.

هير نكړي چى دا ناروغان د
DVT
خطر سره هم مخامخ دي نو لازمو وقايوي تدا بيرو ته ضرورت پيښيړي.

په دناوي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more