د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

IP

Baheer
10.01.2005

سلامونه٠ د IP ادرس هر څوک پيدا کولای شي؟ :?: او که ځواب يې مثبت وي، نو د IP ادرس څنګه مهلوميږي؟ :?: البته خپل IP ادرس نه، د بل چا :P :P :P


Re: IP

pattang
15.01.2005

ويندو(xp,win2000 ) چې خلاصه شوه ياني پورته لاړه چالانه شوه نو
نو بيا start کليک کړې او بيا executes کليک کړې ، بيا command ورکړه او yes کليک کړه هلته د دوس MS DOS کړکۍ خلا صيږي بيا ipconfig وليکه او enter کلې ووهه نو خپل ip , subnet او standardgataeway به درته مالوم شي

په درناوې پتنګ

[quote:6703afaa2b="Baheer"]سلامونه٠ د IP ادرس هر څوک پيدا کولای شي؟ :?: او که
ځواب يې مثبت وي، نو د IP ادرس څنګه مهلوميږي؟ :?: البته خپل IP ادرس نه، د بل چا :P :P :P[/quote:6703afaa2b]


Baheer
16.01.2005

پتنګه وروره د مسافرۍ درانه درانه سلاونه مې در واخله٠ هيله لرم چې د صحت جامې دې په غاړه وي٠
يوه نړۍ مننه چې تاسو ځما پوښتنې ته ځواب راکړ٠
وروره بايد ووايم چې ځما سوال تر اوسه لا حل نه دی٠ ما د بل شخص د IP د ادرس د معلومولو پوښتنه کړي ده :P ايا دا امکان لري چې تاسو ځما د IP ادرس پيدا کړه؟ او څه رنګه پيدا کيږي؟

په درناوي

ستاسو کوچنی ورور بهير


pattang
16.01.2005

کوچنېه بهير جانه سلام عليکم !
وراره ګله !
که چيري زما او ستا computer کومه رابطه ونلري نو زه ستا IP هيڅ
نشم پيدا کولې اوکه روابطه ولري نو بيا مالو ميداي شې ٠ احتاط کوه هرې ويب پاڼې ته چې ته څې نو هغه په طبعې صورت سره يوه provide لري او دغه پرو وايډه دهر يوه نفر د ip پته په خپل پرو توکول کې نيسي او که بل چاته ئې ور کړي نو بيا لوي جرم لري ٠ دادې لپاره دي چې په انټر نيت کې څوک غيرې قانونې کارونه ونکړې ٠ ګوره پام کوه !!! که ته د چا د IP پته ولرې نو دهغه له Computer
څخه ټول مالومات اخستي شي٠ دا داسې ما نا لري لکه غل چې دچا کورته ور ولويږي.. دا بحث له network پورې اړه لرې مغلق او په ډول ، ډول لارو او طريقو
پورې تړلي دي ٠
څه شه شعرونه دليکلې دي خداي پاک د نور هم بري در کړي

دپښتنوالۍ په کلا سيکه مېنه پتنګ

[quote:72eb3c1391="Baheer"]پتنګه وروره د مسافرۍ درانه درانه سلاونه مې در واخله٠
هيله لرم چې د صحت جامې دې په غاړه وي٠
يوه نړۍ مننه چې تاسو ځما پوښتنې ته ځواب راکړ٠
وروره بايد ووايم چې ځما سوال تر اوسه لا حل نه دی٠ ما د بل شخص د IP د ادرس د معلومولو پوښتنه کړي ده :P ايا دا امکان لري چې تاسو ځما د IP ادرس پيدا کړه؟ او څه رنګه پيدا کيږي؟

په درناوي

ستاسو کوچنی ورور بهير[/quote:72eb3c1391]


Baheer
16.01.2005

پتنګ ګله وعلېکم اسلام٠
يوه نړۍ مننه ستاسو د ګټورو معلوماتو څخه٠
وروه ستا ليکنې لږ ويرولم٠ يوه ورځ ځما کمپيوتر لږ مريض وه :P ( خراب شوی وه) بيا ځما يو دوست (چې په حقيقي ژوند کښې يې نه پېژنم او صرف د انترنت له لارې ورسره معريفي شوی يم) ما ته وويل چې MSN ته راشه او ما ته د MSN له لارې خپل کمپيوتر ته د دوخول اجازه راکړه ٠ بيا ما په MSN کښ دې شخص ته د دوخول اجازه ورکړه( يانې په MSN کښې مې په Aks for distant help باندې کليک وکړ، څو شېبې وروسته مې فکر شو چې کېدا شي نوموړی نفر ځما ټولو فايلونو او اسنادو ته د دوخول اجازه ولري٠ نو ما په هغه شېبه خپل کمپيوتر Format کړ، ايا نوموړی نفر اوس هم ځما کمپيوتر ته د دوخول اجازه يا امکانات لري او که نه؟ :?: :?: :?: :?: :?: :?:

ګرانه پتنګه وروره هيله لرم چې تاسو ځما د ډېرو پوښتنو څخه په عذاب نه شۍ٠

په پای کښې يو ځل بيا ستاسو څخه مننه کوم او يوه ښه تازه د ګلو ګېډۍ درکوم :D


Ip

Hamdard
17.02.2005

بهېره وروره له هرسه مخکي درته دزړه لکومي سلامونه اواحترامونه وړاندي کوم الله (ج) دي وکړي چي جوړ روغ او خوشحاله ووسې بعد لدينه
تاسو ويلي وو چي سنګه کولی شم چي دبل شخص IP ځان ته معلومه کم ؟
ګرانه وروره که چيري تاسو وغواړی چي دبل شخص IP معلومه کړی نو اول خو بايد
له تاسره هغه شخص وصل وي
وروسته تاسو MS-Dos پروګرام خلاص کړی اوهلته netstat -n وليکه او Enter يي کړئ که چيري تاسو IP نکړه پيدا دوباره کوښښ وکړی نو انشأالله
ستاسو دغه ارمان به پوره شي په مينه
محمد داؤد همدرد


IP

Sawabdin Makhkash
30.04.2006

زما ګرانه وروره !
لکه څنګه چې درته مخکیني ورور ليکلي دي.زه هم لږ رڼا اچوم هيله ده ځورونکې نه وي.
دکمپیوتراو انټرنیټ په نړۍ کې مونږ دوه اصطلاح ګانې لرو :
1-Intranet
2-Extranet
راځم لومړې ته،داد کمپیو ټرونوداسې یوه ټولنه ده چې دځانګړیو وګړیو لخوا دځانګړو موخو لپاره تر ځانګړیو انټرنیټې امنیتي شرایطو لاندې کارول کیږي٠چې دانټرنیټي خدمتونو دبرابرونکو(ISP) لخوا دیوې ځانګړې IPپه ورکولو سره منځ ته راځي چې داراز Intranet ته Domain هم ويلی شو چې ځانګړي تجارتي شرکتونه،وزارتونه اونور ځانګړي ډوماینونه لري٠
چې هر ډوماین administrator لرې په دې صورت کې Domain administrator کولا ی شي هر کمپیوټر ته ننوځي ،IP یي وګوري،بدله یي کړي،دکمپیو ټر توکې او اسناد له يو ځای نه بل ځای ته ولیږدوې او نور٠ چې دااو دیته ورته ټول کارونه ديوه
پروګرام په وسیله چې دRemote Administrator Viewer په نامه یادیږي ترسره کیږي٠که چیري ستا کپیوټر دیوه Domain برخه وي او په ځانګړیو امنیتي شريطو سنبال وي نو هغه ستا کمپیوټر ته نشي ننوتلی که ته بيا ډاريږې نو لاندي کارهم وکړه:
د My Network Places پر icon ښی ېاright click وکړه بیا پر Local Area Connections ښی ېا right click وکړه اوله pop up مينو څخه properties
انتخابکړه یوه کړکۍ (windows) وازیږي دکړکۍ له Title Bar نه راښکته دAdvancedپرTab باندې click وکړه دInternet Connection firewall لاندې
يواختیار دی هغه انتخاب کړه چې په دې ډول لیکل شوی:
Protect my computer and Network by limiting or preventing٠٠٠٠٠٠٠٠٠٠

له دې وروسته ته خوندې یي٠
په سپیڅلې کلیواله مینه٠
پپ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more