د موضوعګانو سرپاڼه

ټولنه او ټولنپوهنه

يوه دردناكه كيسه: موري ورور مي كله مري؟

حلیم یار فطرت
03.09.2013

يوه دردناكه او ريښتيني كيسه:
موري ورور به مي كله مري؟
دگټي وټي يي همدا ددو ماشومانو پلار وو چی د څو میاشتو راهيسي دسختی ناروغۍ دلاسه دکټ شوی وو
هستی او نیستی یی ټوله دده پر علاج خرڅ شوي وه
له څو ورځو په دیخوا یی په انغری کی اور نه وو بل شوی
ماشومانو به مور ته سپیري شونډی راغلل او په ژړا ژړا به یی دوږی گیډی لپاره زار وقاتل غوښتل.
خو بیا به همداسی دمور داوښکو په باران کی خوب یووړل
دکاله مشر نه درغیدو وو او نه یی دژوند تناو پریښودی
ترډیره دژوند او مرگ تر منځ لاس وگریوان وو
خو اخر داسی ورځ راورسیده چی د کاله دمشر بستره یی د ناروغي له كټ څخه د دجنازي دكټ پر لور ورټوله شوه.
دکور میرمن کونډه او ماشومان یی یتیمان شول
دکفن او دفن چاری یی هم د پور او سلم په روپیو وربرابر کړل
د سیمه ایز دود او بایده له مخي دگاونډیانو له کورونو دخوراک څه نا څه لوښی راغلل دکور دمیرمنی یوه مړي هم تر ستوني نه تيريده وږي تږي يي دخپل تور قسمت له لاسه اوښکی تویولی.
خو دهغی 8 کلن زوی او 5 کلنه لور چی له لوږی پرته په بل هیڅ غم نه وو خبر په دواړو خپړو دخوراک له لوښو شخوند واهو په شپو او ورځو یی له وچ ټوک پرته دبل شی څکه هم نه وه کړی.
تردریو ورځو ددي بی اسري كاله د خیټی د دوزخ اور لږ ارام شوی وو
خو ډیر ژر دا درزق دروازه وتړل شوه
بیرته هغه لوږی او تندی بیرته هغه تړمي اوښکي او خاموشي سلگۍ
پرلپسي لوږي يي اته كلن زوي هم سختي تبي له پښو واچاوو ورځ تر بلي يي رنگ زیړیده دمور په زړه کی یی ديوه بل غم تازه دردونو خولي وازي كړي وي په سرو سترگو به تر سهار دیوازني زوي سرته ناسته وه پر خپله بیکسی، او بیوزلی یی ژړل دخاوند غم یی لا نوین وو چی ماشوم زوی یی ورته په کټ شو
پنځه کلني لور یی بوڅه خوله له مور نه وپو ښتل : موري ورور به مي كله مړكيږي؟
دمور غوږونو کی یو ازانگه شوه گنگه شو تا به ویل چی همدا اوس یی پر سر اسمانی ټکه رالویدلی وی په ژړاغونی اواز یی ورته وویل: ولی په سترگو ړنده شی ولی داسی وایی؟
داخو زما او ستا یوازنی اسره ده خدای به یی راته روغ کړی ؟
لور په سلگو شوه ویل موري زه وږي يمه چی ورور می مړ شی نو گاونډیان به ډوډۍ راکره راوړی.
حمدالله فطرت


giftdriver
20.02.2015

I'm reading a post that felt good. Feel into Bangkok Post to learn really good.

[url=http://www.ibcbetstep.com/]sbobet[/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more