د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د ډاکتر شکيل افريدي د حبس حکم لغوه شو.

اتل
30.08.2013

د فورم ډیرو محترمو ګډونوالو، اسلام علیکم
د روهي په شمول ګڼ شمیر رسنیو د ډاکتر شکیل افریدي د محکمې د پخوانۍفتوی د لغو کیدو په باب رپوټونه خپاره کړیدي.
[د پاکستان قضايي ادارې خبر ورکړی، چې تورن ډاکتر شکيل افريدي، چې د اسامه بن لادن د زوی ډي ان اې په ترلاسه کولو سره په دې وتوانيدو، چې د اسامه بن لادن پټنځای بيامومي، د ده د بندي کيدو حکم لغوه شوی خو يو ځل به بيا محاکمه کيږي.
ډ پاکستان د فرنټیر کرایمز ریګیولشن کمشنر صاحبزاده محمد انیس ویلي، مخکیني قاضي چې کومه سزا اعلان کړې وه، هغه تر خپلو حدودو او اختیاراتو وړاندې قدم ایښئ ؤ او تجاوز یې کړئ ؤ.

صاحبزاده ویل چې شکیل افریدئ باید یو ځل بیا محاکمه شي، او دا ځل به انصاف ورسره وشي].

د هغه خدمت پر بنا چې ډاکتر افریدي خپلو پښتنو وروڼو، خپل ملک پاکستان او ګرد اسلام ته وکړ، اډو نه دا چې محاکمه شوئ نه وای، بلکه د یوه قهرمان په ډول نازولئ شوئ واي. ډاکتر افریدي د القاعدې د ترورستي ډلې د سرد سړي اُساماه بن لادن د استوګنې د ځای په پیدا کولو کې د مرسټې له لارې د تروریزم نه د خپل پښتون قام د نجات په لاره کې داسې بې شانه خدمت وکړ چې دخپل سر او د خپلې کورنۍ ژوند یې په خطر کې واچاوه.
الله دې هغه روغ رمت خپل قام او کورنۍ ته راستون کړي.


Takal Afghan
30.08.2013

دشکیل افریدي ددرنولو کوشش مه کوه خدای چي څوک سپکوی بنده یي نه شي درنولای
اینده نسلونه په شکیل مړتتي لعنت وايي او په تاریخ کي به دامریکا دایجنټ او جاسوس په نوم ثبت شي


اتل
04.09.2013

تګل افغان وروره، اسلام علیکم
ورورګله، عزت اوذلت دواړه د الله جل جلاله له جانبه دي.
زه او ته نه څوک سپکولئ شو او نه دروندولئ.

تاریخ به خامخا قضاوت کوي. تاریخ به د القاعدې دهغو ترورستو عربو او د هغوی د وطني بړیڅو په برخه کې هم قضاوت وکړي، چې زموږ د ملک نه یې د تروریزم ځاله جوړه کړه، په اسلام کې یې بدعت وکړ، زموږ ملي نوامس یې ترپښو لاندې کړل، زموږ له ملک نه یې په خارج کې حملې وکړي، زموږ ملک یې د خارجیانو په جنک بدل کړ، بې حسابه مسلمان افغانان یې وژل، په بمونو کې یې معیوب کړل او ملک یې په سره تبۍ کیناوه.

البته تاریخ به د ډاکتر افریدي په حصه کې هم قضاوته وکړي، چا چې ددغو مذهبي لیونیانو، او القاعدې د ترورستانو په مقابل کې د خپل ملک او پښتون ولس د خیز ښیګڼې په لاره کې د خپل سر سره لوبې وکړي، او د القاعدې د تروریزم په مقابل کې یې قد علم وکړ.
پر الله دې سپارم


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more