د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

معتصم آغا جان: ځان مرګي حملې او د ملکي افرادو وژل حرام دي

اتل
20.08.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
دملا محمدعمر آخند زوم چې دطالبانو د اسلامي امارت د مالیې وزیر او د طالبانو د تحریک د مالي چارو مسؤل ؤ، او هم یو دیني عالم دئ، د طلوع تلویزیون سره په مرکه کې ځان مرګي بریدونه او د ملکي خلکو وژل او متضرر کیدل حرام او ناجائز وبلل.
خو طالبان د خپل خره نه، نه ښکته کیږي، دادي بیا یې په لوګر کې ځان مرګي حمله کړې او بې ګناه مسلمنان یې پکې وژلی دي.
داخبر همدا اوس بي بي سي خپور کړ:
======
لوګر کې ځانمرګي برید څلور افغانان وژلي

د خپريدو وخت: 13:23 گرینویچ - سه شنبه 20 اگست 2013 - 29 زمری 139

د کابل څنګلوري لوګر ولایت مرکز پل علم کې ځانمرګی برید شوی، چې له کبله یې درې ولسي وګړي او یو سیمه ییز پولس وژل شوي.
ټپیانو کې د سیمه ییزو پولیسو یو قومندان دی.
د لوګر ولایتي ویاند دین محمد درویش وايي، وژل ټپیانو کې اووه ولسي وګړي او یو د سیمه ییزو پولیسو قومندان او د هغه یو عسکر دي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more