د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

ba khaber

طالب ISI
13.08.2013

طالبانو اته مسافر وژلي
By سيف الله مفتون Aug 13, 2013 - 11:17
غزني (پژواک ۲۲ زمری ۹۲): چارواکی وايي، طالبانو هغه اته تنه وژلي، چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې يې له اختر څخه يوه ورځ مخکې له موټره ښکته کړي وو.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د زمري په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې طالبانو ياد کسان د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لويه لار له ٣٠٣ موټره ښکته کړي وو او تېره شپه يې د يادې ولسوالۍ د باوالحق په سيمه کې وژلي دي.
د احمدي په وينا، وژل شوي کسان تر اوسه نه دې پېژندل شوي، چې څوک او د کومې سيمې دي.
نوموړي وويل، چې د هغوى مړي د پوليسو له لوري د مقر سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.
يو عيني شاهد رحيم الله وايي: ((زموږ د سپرلۍ موټر د مقر ولسوالۍ بازار ته نږدې د څو وسله والو له خوا ودرول شو، چې د ملي اردو جامې يې اغوستې وې.))
د ده په وينا، هغوى ځانونه د ملي اردو سرتېري معرفي کړل او له سپرليو يې غوښتنه وکړه، چې که څوک په دولت يا موسساتو کې دنده لري له موټره دې ښکته شي، ځکه چې په لاره کې خطر دى موږ به يې د غزني تر ښاره خوندي ورسوو.
رحيم الله زياتوي، چې دغه اته تنه مسافر له موټره ښکته شول او د ملي اردو په جامه کې وسله والو يې لاسونه ور وتړل او له ځان سره يې بوتلل.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اختر دوه ورځې مخکې هم وسله والو په همدې سيمه کې د غزني ښار دوه موټر چلوونکي وژلي وو.
تر دې دمه د يادو اتو تنو د وژلو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.


Re: ba khaber

pattang
15.08.2013

شهير خانه دمرګ زېری بد وي خو ددې ټولو بدبختويو عوامل
فاسد رژيم او صليبي اشغالګر دي !
د طلبانو په وخت کې چا داسې جنايت نشوی کولی الله دې بيا
په قدرت راولي چې هم ناموس خوندي شي او هم وژنې ورکې شي !

[quote:5b244aecf9="shaheer"]طالبانو اته مسافر وژلي
By سيف الله مفتون Aug 13, 2013 - 11:17
غزني (پژواک ۲۲ زمری ۹۲): چارواکی وايي، طالبانو هغه اته تنه وژلي، چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې يې له اختر څخه يوه ورځ مخکې له موټره ښکته کړي وو.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د زمري په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل، چې طالبانو ياد کسان د مقر ولسوالۍ اړوند د کابل–کندهار پر لويه لار له ٣٠٣ موټره ښکته کړي وو او تېره شپه يې د يادې ولسوالۍ د باوالحق په سيمه کې وژلي دي.
د احمدي په وينا، وژل شوي کسان تر اوسه نه دې پېژندل شوي، چې څوک او د کومې سيمې دي.
نوموړي وويل، چې د هغوى مړي د پوليسو له لوري د مقر سيمه ييز روغتون ته لېږدول شوي دي.
يو عيني شاهد رحيم الله وايي: ((زموږ د سپرلۍ موټر د مقر ولسوالۍ بازار ته نږدې د څو وسله والو له خوا ودرول شو، چې د ملي اردو جامې يې اغوستې وې.))
د ده په وينا، هغوى ځانونه د ملي اردو سرتېري معرفي کړل او له سپرليو يې غوښتنه وکړه، چې که څوک په دولت يا موسساتو کې دنده لري له موټره دې ښکته شي، ځکه چې په لاره کې خطر دى موږ به يې د غزني تر ښاره خوندي ورسوو.
رحيم الله زياتوي، چې دغه اته تنه مسافر له موټره ښکته شول او د ملي اردو په جامه کې وسله والو يې لاسونه ور وتړل او له ځان سره يې بوتلل.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اختر دوه ورځې مخکې هم وسله والو په همدې سيمه کې د غزني ښار دوه موټر چلوونکي وژلي وو.
تر دې دمه د يادو اتو تنو د وژلو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.[/quote:5b244aecf9]


Re: ba khaber

مساپر
23.08.2013

[quote:9fc1d2c528="pattang"]شهير خانه دمرګ زېری بد وي خو ددې ټولو بدبختويو عوامل فاسد رژيم او صليبي اشغالګر دي ![/quote:9fc1d2c528]

پتنګ خانه، دا چې تاسو تل وایي [فاسد رژیم او صلیبی اشغالګران]
دا فاسد رژیم او صلیبی اشغاګران زمونږ پر مظلوم ولس او مقدس خاوره باندې چا مسلط کړل؟
د صحیح (صادقانه) او واضحه ځواب په هیله.

والسلام،


Takal Afghan
27.08.2013

ځغله دروغژنه.....


طیب زابلی *
09.09.2013

داهغه بې ناموسه غلام اوخرڅ شوی افغانانومسلط کړل چی په دې توګه یی ځان واک ته رسول غوښتل
خوهغه ها دکندهاری خبره شوه چی کونه څیری کرک مړ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more