د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د جوزا په ۲۱ ملا صاحب عمر یوې افغان کورنۍ ته ډالۍ ورکړه

طالب ISI
07.08.2013

http://pa.azadiradio.org/media/video/25068707.html

د جوزا په ۲۱مې د سې شنبې په ورځ مازدیګر مهال په کابل کې د سترې محکمې مخې ته یوې انتحاري حملې شپیته کورنۍ د غم په ټغر کښېنول، شاوخوا شل میندې یې بورې، شل ښځې یې کونډې او په لسګونو ماشومان یې یتیمان کړل. په دغو کې یوه هم د داوود شاه کورنۍ ده، چې د ده تر وژل کېدو ورسته يې کورنۍ نیمه خوا پاتې شوه، له ده څخه د مور، پلار او مېرمن ترڅنګ څلور یتیمان پاتې شول. د داووشاه کونډه شکیلا وايي، چې خاوند یې په ستره محکمه کې موټر چلوونکی و؛ دا وايي، چې سهار یې خاوند په ډېرې خوښۍ په خپلو پښو له کوره ووت، خو بېګاه یې ورته مړی د خلکو په اوږو راوړ. شکیلا وايي، د خاوند مرګ یې له دې څخه د خوښیو تر څنګ عقل او هوښ هم وړي، دا وايي، لار ترې ورکه او نه پوییږې، چې څه ډول د خپلو څلورو یتیمانو پالنه وکړي. زموږ همکار محمد عارف لودین د ځوانیمرګ داوود شاه له کورنۍ سره غږېدلی او دا لنډ ویډیويي راپور یې پرې جوړ کړی دی.

پتنګ صاحب دغه یتیمانو ته زړه بدیږي او که نه په ستره محکمه کې ډریوري کفر دی او باید سزاء وویني!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more