د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

د عزرائیل هم سینګار خوښیږي؟

میرویس
02.08.2013

ډ فورم قدرمنو ګډونوالو، اسلام علیکم
د چاچې اځل پوره شي، عزرائیل يې روح قبضوي. که څه هم چې مرګ زوړ او ځوان نه غواړي، خوعادي عمر په زړبودئ کې پای ته رسیږي. وایي [از طفلي تابه جواني، از جواني تابه پیري، واز پیري تابه کئ؟
د اځل ملائکه یا عزرائیل اکثره د بوډاګانو او ناروغانو سره سروکار لري. ښایي په خپلو قربانیانو یې چندان زړه هم ونه سوزیږي، ځکه چې دغه ډلې خلک، که څه هم چې مرګ ته یې زړه نه کیږي، خو ددنیوي عذادب نه خلاصیږي. کیدای شي چې بوډاګانو او رنځیدلو ناروغانو د عزرائیل زړه هم وهلئ وي، په ډیپرشن یا اضطراب اخته شوئ وي. کیدای شي چې ځوان، تکړه او بالخصوص سینګار شوي قربانیان د عزرائیل اضطراب کم کړي، او روحیه یې را ژوندۍ شي، خو دا هم کیدای شي، په خپلو قربانیانو یې چې د مرګ لایق نه وو، زړه وسوزیږي او اضطراب یې نور هم زیات شي. په هر حال، که موږ د اځل ددې ملائکې سره غږیدای شوای، دا پوښتنې به مو ځواب شوې وې.

د کندهار د ولایت د میوند د ولسوالۍ د یوې کورنۍ اوه تنه زاړه او واړه ټول غړی هوسیدل او دیته سترګې پر لاره وو، چې ماښام به په بل کلي کې د خپلوانو واده ته ځي. نارینه او ښځو ټولو ګرده ورځ د کالیو په برابرولو، اغوستلو او ځان په سینګارولو تیره کړه. پرماشومانو د ډیرې خوشحالۍ نه ورځ نه تیریده.
لویان په واده کې ډنګ اوډول او د خپلوانو د خوشحالیو په تمه وو، او ماشومان د غوښو او میوې دخوړلواو نورو لوبو اوساعت تیریو په خیال کې وو. دغې کورنۍ اوه واړه غړي، دډیرهیاهوی او هیجان په تودو ولولو کې په موټر کې کښیناستل چې زر ترزره واده ته ورورسیږي. پر ماشومانو باندې لاره ډیر زر وغمیدله، ځکه چې دوی د واده خوشحالیو او ولولوته ګبڼۍ نیولو وو.
متل دئ چې، بندهپه زړه دې یوه، در پیښه بله. وایي تقدیر ته تکبیر نشته. وهلي قلمونه، نه رد کیږي په هیڅ شانه = په وقت دې سلیمان کې سیمرغ دا وکړه بیانه.
واده ته د میلمنې کورنۍ، موټر په بیړه او غورځنګ روان ؤ، چې یو ناڅابه تر موټر لاندې د طالبانو خښ کړي ماین ګړزوهل، چې د سترګو په رپ کې موټر دړې وړې شو او سپرلي هم تباه شوه. نه ماشومانو ته د واده د ارمان مجال پاتې شو او نه هم لویانو ته د خپلوماشومانو په باب د فکر کولو، او حتي د خیریا الله ویلو فرصت هم چاته ورنکړل شو.

عزرائیل چې د طالبانو د بم د قربانیانو د روح د اخیستلو دپاره را حاضرشو، نو وویل چې ددې موټر ټوله سپرلي زما ځکه ډره خوښه شوه چې د واده نوې جامې د جنت پّه جامو بدلې شویدي او ډیرې خوشبویه دي. عزرائیل وویل چې د شهیدانو مرګ ډیر آسانه وي، خو د قاتلانو مرګ د عذاب او کړاوانتها ده.
آلله دې پر موږ ټولو ورحمیږي.
دالاندې مضمون بي بي سي خپورکړیدئ:
=====
کندهار کې چاودنې د یوې کورنۍ اووه غړي وژلي
د خپريدو وخت: 05:10 گرینویچ - جمعه 02 اگست 2013 - 11 زمری 1392

دغه کسان میوند ولسوالۍ کې د یوه واده مراسمو کې د ګډون لپاره هلته روان و، چې د سړک غاړې ماین پرې وچاودېد.
د افغانستان سوېلي ولایت کندهار میوند ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې لږترلږه اووه ولسي وګړي وژلي.
د کندهار ولایتي ویاند جاوېد فیصل ادعا کړې، د ماین د وسله والو طالبانو له خوا خښ کړای شوی دئ.

چاودنه کې دوې مېرمنې هم وژل شوې او درې نور کسان یې ټپیان کړي دي.
خو تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې پړه نه ده منلې.
دا چاودنه د تېرې پنجشنبې پر ماښام شاوخوا اووه بجې شوې ده.
ټول وژل شوي د میوند ولسوالۍ د یوې کورنۍ غړي دي.
دوی غوښتل، چې میوند ولسوالۍ کې د یوه خپلوان د واده مراسمو کې د ګډون لپاره هلته ولاړ شي.
د روان کال د تېر جون پر ۲۵ هم ددغه ولایت خاکریز ولسوالۍ کې د ماین چاودنې دوه ماشومان او اته ښځې وژلې وو.
مرګ ژوبله
ملګري ملتونه وايي په افغان جګړه کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېره ډېره زياته شوې ده.
د ملګريو ملتونو په يو موسمي کلېکاږل راپور کې ويل شوي د روان کال لومړيو ۶ مياشتو کې څه د پاسه ۱۳ سوه کسان وژل شوي، چې ډېری يې د سړک غاړې بمونو بې توپيره کارونې قربانيان وو.
دغه نړيوال سازمان په سلو کې د څه د پاسه ۷۰ تنو د وژنې پړه پر وسله والو طالبانو ور اچوي خو طالبان یې نه مني


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more