د موضوعګانو سرپاڼه

د ساتنپال - ولسواکانو بحثونه

پاړه چنار کې د خونړۍ بم چاؤدنو خلاف مظاهرې

اتل
29.07.2013

محترمو لوستونکو، اسلام علیکم
ددیورند د کرښې ددواړو خواوو پښتانه د افغان او پاکستاني طالبانو د ظلم، قتلونو، بمونو د چولو، خودکشانو او نورو مظالمو نه تر پزې راغلي.
په تیرخ څه موده کې افغانانو د طالبانو د شرنه د نجات ځان دپاره د مجبوریت له مخې لاس وسلې ته کړ، ترڅو طالبان د هغوی د علاقو نه ووزی، او بیا هلته ورنشي.
دا لړې ورځ بله پسې پیاوړې شوه او دا جریان لاهم دوام لري.

خو داځلې د پاکستان د کرمې په اجنسې پاړه چنار کې چې دوې پرله پۍئ زورورې چاودنې وشوې او په لسګونو خلک یې مړه کړل او ډیر نور یې ژوبل کړل، د پاړه چناراو پيښور شیعه ګانو ددغو څملو پر خلاف مظاهرې وکړې.

داسط ښکارې چې نه یوازې دا چې خلک اوس دډورند په دواړو غاړو د طالبانو نه بیزاره شوي، بلکه د هغوی په مقابل کې یې اعتراضونه هم پیل کړيدي.
کوم حکومت او یا ډله ټپله چې په ولس مردوده او کرکجنه شي، زوال یې حتمي دئ.
دا لاندې مضمون ډیوې رادیو خپور کړیدئ:
======
پاړه چنار کې د خونړۍ بم چاؤدنو خلاف مظاهرې
دپاکستاني طالبانو ديوې ډلې انصارالمجاهدين يو ويانددنامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې ددغه چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې
TEXT SIZE
28.07.2013
د پاکستان په کرمه قبائیلي سیمه کې د دواؤ خونړۍ ځانمرگي حملو خلاف پیښور او د کرمې په مرکزي ښار پاړه چنار کې د شیعه ټولنې غړو مظاهرې کړې دي.
پیښور او پاړه چنار کې شوې مظاهرو کې په گڼ شمیر کې ښځو او سړو برخه واخسته او د حکومت نه د شیعه ټولنې د پاره د تحفظ غوښتنه کوله.
پیښور کې مظاهره چیانو په حکومت ټکونه وکړل او وې ویل حکومت د شیعه گانو په قتل عام خاموشي اختیار کړې ده.
د جمعې په ورځ دپاړه چنار په مرکزي بازار اؤ دگاډو په يوه اډه دوؤ بمي چاؤدنو ٥٧ کسان ووژل شو.
ددغو چاؤدنو په اړه پوليټيکل ايجنټ رياض محسود وئيلي دي چې يوه حمله ديو ځانمرگي لخوا شوې اؤ بله دښخ کړل شوي بم نتيجه کيدى شي.
دپاکستاني طالبانو ديوې ډلې انصارالمجاهدين يو ويانددنامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې ددغه چاؤدنو ذمه واري په غاړه اخستې.
طالب وياند دعوه کړې ده چې هغوي دډلې سره تعلق لرونکو دوؤ ځانمرگيانو دغه چاؤدنې ترسره کړي اؤ نخښه يې شيعه گان وو.
په عین حال کې کرمه کې د مزکین مائن د چاؤدیدو له امله دوه کسان وژل شوي او درې نور زخمیان شوي دي.
د رپورټونو ته ترمخه، پیښه د کرمې پیوار تنگي نومې سیمه کې په داسې مهال رامنتځه شوي چې یو موټر په مزکه کې ښخ بم سره وجنگیدو.
پیښور کې د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال حمیادالله د شیعه ټولنې احتجاجي مظاهرې ته ورغلی او هلته د ځېنې احتجاج کونکو سره خبرې اترې کړې دي چې په څه مقصد احتجاج کوي. د احتجاج کونکو غږونه دلته اوریدی شۍ:
Peshawar Shiites Protest


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more