د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په وروستي ځل يو څو وروستۍ خبري

انځورګر
29.10.2005

[color=yellow:ff45d07c88]په وروستي ځل يو څو وروستۍ خبري[/color:ff45d07c88]
د ټول افغان د فورم محترمو مسولينو او قدرمنو غړو !
اسلام عليکم ورحمت الله وربرکاته
څه زيات و کم دوه نيم کاله وړاندي مي په لومړي ځل د ټول افغان په فورم کښي ځان راجيستر کړ . خو دا په دې معنا نه چي دا وخت زما او د ټول افغان اشنايي شروع شول نه د دې څه مخکي هم ما د ټول افغان پاڼي سره هکاري کوله : خو خبره مي يواځي پر فورم ده .
په دې اوږدو کښي مي د فورم دډيرو غړو سره وپيژندل يو د بله مو په متقابل درناوي خواله سره کوله ځينو خو بيخي له ډيري ميني ان په جدائې وژړولو او د تل لپاره به ئې د دوستۍ داغ پر زړه راته پرېښود. هو غښتلی ( ارواښاد بارګامي ) دريادومه چي په همدې فورم کښي مو ورسره دوستي شروع شول خو اوس هم د هغه ځوانمرګ يادونه ما ځوروي .
هيواد ، انګار ، غروال ، زرکه ، فرشته يادمه چي بيخي لکه زما تيروني دوستان داسي شوله ډير مي ورسره خندلي او د مساپری زخمونه او دردونه مي همدا د دوی په ټوکو ټکوروله .
نقاد ( پاڅون وال ) ، حليمي ، طالب جان ،غاټول . ليلوما ، نيلوفر يادومه چي کله کله به مي په خبرو کښي ورسره شخړه شوه خو بېرته به مي د وړونو يا خوندو په څير بخښنه ترې غوښته - که جنګ و که خبري وې که بانډار و ټوله کي افغاني درنښت او په تمامه معنا مينه او ورورولي نغښتې وه .

کله چي به د يو ليکوال يا شاعر سره په خبرو مخامخ شوم د فورم دعوت مي ورکاوه : چي مړه راشه اصلي مينه او پښتو دلته ده . نو. . . .
-----------------------------------------
له څه وخت راهسي د فورم فضا هغسي نه ښکاري هغه مينه هغه اجتماعي خواله هغه درناوی اوس په فورم کښي کم شوی دی . او وينمه په فورم کښي هغه ياران هم يو په يو پسي کم شوي دي . کله چي به هغه خپل تير د ميني ډک دوران را ياديده او د فورم اوسني حالت ته به مي کتل ، يو ډول کمي مي احساسوله
فکر جن به شوم . چي په دې يارانو او ملګرو کي ولي اوس هغه مينه نسته کوم چي پخوا وه . ځان ته مي جواب ومونده چي ښايي پر يو لړ سياسي خبرو به ئې خوا خړه شوې وي .
نو له سياست او ټولنيزو بحثونو څخه مي ورو ورو ځان راټول کړ او د ټوکو ټکالو په فورم کي مي يوه حجره خلاصه کړه چي هم ټوکي وي هم د يو بل سره د زړه خواله وي چي د ملګرو غم دي نه وي تر اوسه ئې بانډارونه هم هغسي تاوده روان دي .

خو له څو ورځو راهسي په فورم کي يو لړ داسي څه خپريږي چي خدايږو زړه مي په خوږيږي او دغه مسله هغه وخت راته جدي شول چي د افغانستان ځينو مشهورو ليکوالو رانه ګيلې وکړې چي خالده ياره په دا فورم کښي څه غوبل روان دی . دا صحيح ده چي د يو شي يا موضوع څيړل او يا پر هغه کره کتنه يو نيک کار دی خو څيړل يا پر يو شي نقد کول بايد هغه څوک وکړي چي پر هغه موضؤع پوره علم ولري . خو اوس په ټول افغان فورم کي . . . .
-----------------------------------------
د همدغو ليکوالو نظرونه وه چي زه ئې دې ته مجبوره کړم چي د فورم مسولينو ته ووايم چي په فورم کي دې ځينو موضوعګانو ته متوجه شي .
له يوې خوا د فورم مسولينو پر هغو خبرو سر ونه ګراوه له بلي خوا د ليکوالو د يو ډول خفګان سره مخ شوم . نن راته يويو چا د جرمني څخه د ټيلفون پر کرښه وول : چي خالده يو وخت دي ماته د فورم دعوت راکاوه او ته هم هره ورځ په همدې فورم کي ليکني کوې _ ته خبر ئې په هغه فورم کي څه خلګو ليکلي دي ، ايا تادا ځيني موضوعګاني لږ په دقت کتلي دي ؟

ايا تحقيق او څيړل دغه ته وايي چي دخلګو علم ، هنر او کمال ته په ټيټه سترګو وکتل شي او يا دي ملنډي په ووهل شي دا خو. . . . .

-----------------------------------------------
خدايزده : چي سخت ئې خجالت کړمه
نو ورسته مي د ځان سره فيصله وکړه چي نور به نه په فورم کار لرمه او نه به ورته راځمه خدای دي وکړي چي ان په ماکي به نه غورځي دا د هرچا خپل کار دی چي خپل نظر څنګه ښکاره کوي .
په فورم کي مي زياتو کم 220 ليکني ( post ) وې چي دا دوه نيم کاله مي وختونه وختونه پر تير کړي ول او په هره ليکنه کي مي يو خاطره نغښتې و ه__ ټوله مي په خپله ړنګي کړلې .
زه پوهيږي چي ما د خپل ځان سره ډير ظلم وکړ خو تر هغه څه چي زما په فورم کښي زړه په خوږشوی دا راته هيڅ ښکاره شو .
بل تردې چي خپل د ملګرو، مشرانواو ليکوالو چي ماته تر هرڅه مهم دي زړه ور خفه کړمه : د فورم څخه به په تمامه معنا لاس واخلم نور خوبه ېې خوله ماته نه را اوړي چي خالده ته هم هلته ليکني کوې دا ولي داسي کيږي او دا ولي داسي ... ؟

زه د فورم د مسولينو څخه په ډير دنښت هيله لرمه چي چيري شوني وي زما ټوله ليکني چي يواځي په هره ليکنه کي يو کرښه ئې پاته ده د فورم څخه له لويه سري ړنګي کړي او بل که د ټوکو ټکالو د فورم مسوليت چي تر ننه زما پر غاړه و انګار ورور يا بله چاته وسپاري زيات به خوښ شم ،

د فورم د ټولو غړو څخه هم يو خواست لرمه که چيري زما څخه څه بې اخترامي شوې وي اويا د چا په ليکنو کي مي بېځايه ګستاخي کړي وي ماته بخښه وکړي ، زه به د ټول افغان ويب پاڼي سره خپله همکاري چي څنګه در مخه وه هم هغسي ساتمه خو فورم ته به مي همدا وروستې راتګ وي .

په مينه او افغاني درنښت . ورور مو خالد

[color=blue:ff45d07c88]مادي نيالګئ دزړه په وينو رالوی کړی و _ته چي ګل ګلاب شوې نواغزي ماته راکرله [/color:ff45d07c88][size=10:ff45d07c88]حيدري[/size:ff45d07c88]


pattang
29.10.2005

زه دي نه پيژنم خوکه ميدان پريږدي دا به لويه ګناه اوغلط کاروي په سياست کې
ستړيتوب دژوندناکامي ده ٠ نوي لارې اونوي چارې , بيا له سره دبرياليتوب بنسټ
جوړه وي٠

دپښتنولي په مينه پتنګ


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more