د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له درناوي ډک او که د سپکاوي ډک سيکولري علمي فورم

انځورګر
25.10.2005

سلامونه ګرانو وړونو او خوندو


Anonymous
25.10.2005

ښاغلی انځور ګرصاحب ته د زړه له کومی سلامونه !
ماته ستاسې حال او احساسات د درک وړدی٠ زه پخپله د هغو کسانوڅخه يم چې په دا اوس مهال کې د پښتو ژبې د افراطی سوچه کولو او هغه هم له وطن نه د باندې او يا په داخل کې د يوې او يابلې محدودې ډلې له خوا يو غير ضروری څه، چې ناسم کاربولم٠ او ددې له پاره ستاسی د دلايلو سربيره ، لاندې ټکی هم د يادولو وړ دی:
الف:- ددې له پاره چې د پښتو ژبې محيط پراخه شی بايد د هغو د لوستونکو او ويونکو شمير زيات شی٠ په پښتو ژبه ليکل شوې اثار او کتابونه بايد په داسې کلمو او جملو وليکل شی چې نه يواځې د په خټه پښتنو، بلکې د نورو افغانانو او خارجيانو د لوستلو له پاره اسانه ، په زړه پورې او د درک او پوهې وړ وی٠ په دې وروستيو کلونو کې د پښتو ژبې د سوچه کولوپلويانو په ځينې موضوعاتو کې داسې ليکنې کړې، چې لوستل ئې پخپله د ډيرو پښتنو له پاره هم زړه تنګوونکی او د کلمو او جملو پوهه او هضم ئې اسانه نه دئ٠ د پښتنو نه پرته د نورو ژبو د ويونکو له پاره خو به داسې زړه تنګوونکی وی،چې بل ځل به د پښتو ژبې د اثارو د لوستلو شوق او جرئت هم له لاسه ورکړی٠
دا ډول "سوچه" پښتو اثار به يوازې د پښتنو ترمنځ د محدودې ډلې له پاره په زړه پورې وی، يوازې همدوی به يې ليکی، دوی به يې بازارته وړاندې کوی، دوی به يې اخلی او دوی به ئې لولی٠ په دې ډول دپښتو ژبې د سوچه کولو پلويان پښتو ژبه د ترويج او پراختياپه ځای د تجريد او انزوا به خوا بيايی او هاند او هڅې يې د ګټې په ځاي د موږ د ژبې به زيان تماميږی،

ب:- هره ژبه د خبلې ودې او پراختيا په ټاکلو تاريخی پوړونو کې د مختلفو فکټورونو تر اغيزې لاندې قرار لری٠ د ژبې رښتينې خدمتګارانو ته ښايی چې په معينه ټولنيزه، سياسي وضعه او حالت کې د دې فکتورونو اغيزې په ژوره توګه وڅيړی او په هغه کی قوی او کمزوری، اصلی او فرعی وپيژنی٠ د ژور او اړخيز تحليل وروسته په هغو کې د يوه او ياڅو ته لومړيتوب ورکړی او غوره پام د هغې پلو ته وګرځوی٠
زه په دې نظر يم چې په دا اوس حالت کې پښتوژبه د ځان دژوندی ساتلو ، پر مختګ، بډايۍ او غښتلتيا په خاطر د سوچه کولو څخه زيات د ويونکو، ليکونکواو لوستونکو زياتوالی ته اړتيالری٠ په سوچه کولو کی افراط ئې سختوی او سختول يې منزوی کوی او انزوا يې بيمارۍ ته کشوی٠
ج:- ددې او داسې نورو غوره چارو د ترلاس لاندې نيولوله پاره د هيواد په کچه په داخل کې يوه مرکزی او غښتلی ارګان ته اړتياده چې د ټولو ځايو، قومو او لهجو له په نظر کې نيولو سره د سوچه کولو ضرورت وڅيړی او له تثبيت وروسته ئې په وړ ډول اجرا کړی، نه داسې چې د يوه محل، قوم او لهجې ليکدود، کلمې او دجملو جوړولو ډول په افراطی توګه خپور او په نورو همدو ترجيح ورکړل شی٠
البته دا په دې معنی بايد ونه انګيرو چې په عادی او طبعی ډول په پښتو کې د سوچه پښتو لغتونو او همداشان د علم او تخنيک له پرمختګ سره يوځای دنورو ژبو نويې او تازه کلمې نشی کاريدلی٠

داخبره مو انځورګر صاحب سمه ده چې په " له درناوي ډک، آزاد، سيکولري ، علمي او منطقي بحثونو او په متقابل درناوي ولاړ منطقي او ساينسي دلايلو " په منځ کې به ځينې غلطۍ هم وی، خو که زما نظر پوښتې دومره هم لوئې نه دی لکه چې تاسې ته ښکاره شوې دی٠
د سليمان لايق که نالايق ، دا خلقيان چيري دي ،ايا د ښکلانوې ملکه ... ، ايادا دېموکراسی .... او داسي ډيري نوري موضوعګاني چي ستاسې په اند په تمامه معنی د فورم د سرليک سره په ټکر کښي دي، د پاڼې د مينه والو د علايقو او د هغوی د پوهې او فکر ښکارندوی دی٠ زه که اشتباه رانه ونه شی ،په دې نظر يم چې دا سرليکونه د مينه والو له خوا طرحه شوی او تر ډيره حده په ادب ورباندې بحث شوی دئ٠ که نورو افغانی او خارجی پاڼو ته وګورو، هلته په ډيرو کې ياپه بحث کې د برخې اخيستلو درجه ټيټه ده او يا زما او ستا له نظره حالت ور پکې تر دې ډير خراب دئ٠
تر هغې اندازې چې زه ورباندې پوهيږم د ويبپاڼې مسئول چلوونکی تر خپله وسه او تر ډيره حده يو دبل د سپکاوی او بی احترامۍ مخنيوئ کوی او په دې کارکې بريالی هم دی، خوپه نور کو ښښ کې به هم ورته د خدای له درباره توفيق غواړو٠ مګر دوي خو نه شی کولای او روا هم نه دی چې د ځينو له خوا وړاندې شوی او طرحه شوی د بحث موضوعات ړنګ او د نورو له خوا و هغو ته د طرحې اجازه ورکړی٠ داکار که وکړی، نو ډيرې نورې ستونځې به را پيداشی ، او که څنګه؟
زه هم په دې نظريم، چې دلته په ځينو داسې موضوعاتو بحث راشی، چې زما او ستا له انده د خندا وړدی او د وخت په ضايع کيدو نه ارزی، خو د ځينو نورو په خيال او فکر هغه مهم دی٠ بله داچې دا د بحث او خبرو اترو فاروم خو تفريحی شکل هم لری، ټوکې، ټکالې، شوخی او تر يوې اندازې مسخرې هم پکې روا دی، او که څنګه؟ خو ښکنځل، تهمت کول او سپکاوی ته ورپکې په رښتياهم جواز نشته او دې مسئلې ته بايد ټول ګډون کوونکی پخپله زغرده پاملرنه وکړی٠ خو څوک فکر کولای شی چې دا واړه، زاړه او سپينږيری چې له افغانستان، پاکستان، روسيې، اروپا، امريکا او نورو ځايونه ليکنې کوې دا ټول پاخه ليکوالان دي؟ او دا ټول په ټولو قوانينو او نزاکتونو پوهيږی؟ ځينې به يوډول او ځينې نور به بل ډول سوالونه نه لری؟ ولې دوی بايد ليکنې وکړی، يوله بله سره دزړه خواله وکړي ، يوپر بل زړونه خالی کړی او په دې کارکې تجربې حاصل کړی٠
(زه پخپله هغه وخت دلته د بحث فاروم ته راځم چې له کاره خلاص او کومه بله جدی دنده ونه لرم٠ )
ددې ځاي ليکنې دومره جدی او معتبرې نه دی او علمی تحقيقاتی ارزښت ئې د توجه وړ نه دئ او د يوه چا په اړه او يا دهغو د پيژندلو په منظور د سوال طرحه کول او يا په يوه خورا لوړ او مهم شخصيت باندې د ادب په چوکاټ کې د انتقاد کول د هغو د شخصيت د سپکاوی مفهوم به نه شی لرلای؟
هر څوک کولای شې او ټول په شريکه دنده لرو چې که په يوه موضوع کې د بې احترامۍ او د شخصيت د سپکاوی نښې وليدل شی، په وخت سره د نورو او په تيره بيا د مسئولينو پام ورواړوو او بی له احساساتو په ممکنه معقوله لهجه د اشتباهاتو مخه ونيسو ٠
بريالی اوسې
ستاسې ابو المتين


Anonymous
25.10.2005

grana wroora matin jana
sta khabera ham sama da kho pa pa forum ki yaw bal ta shkaazal por yaw awo bal da da wahabi ya gheermosalman torona ya yawa da planki gholam bal ta da planki gholam wayala kho ham walak zma pa zazar dranaway we


کټوازی
28.10.2005

مختصر ، مختصر .....................!!!
ځوان شاعر ،ليکوال او قلموال ښاغلی خالد هادي (انځورګر ) صيب د مينې تاودۀ سلامونه او نېکې هيلې مې ومنئ !
بښنه غواړم ،چې تر ډېر ځنډ وروسته مو ليکنې ته راګرځم ،او هغه هم د مختصر ،مختصر تر سر ليک لاندې که رښتيا درته وايم دومره سرونه مې خيشت کړي چې او س يې پۀ سکوللو پسې حيران يم ،خو خير پيل له تاسو کوم او يو وړ مو سکولم !!!

[quote:239d292cc7]په ټول افغان فورم کي هره ورځ وينم چي پاس پر سر ئې ليکلي وي چي :
له درناوي ډک، آزاد، سيکولري ، علمي او منطقي بحثونه
په متقابل درناوي ولاړ منطقي او ساينسي دلايل
خو چي دننه ورشمه بغير د جنګ ، سپکاوي ، بيځايو او بې منطقو خبرو ، پر يو بل د تهمت ويلو بل څه نه پکښي ليدل کيږي . [/quote:239d292cc7]
داخبره مو تر ډېره بريده له مځکني واقعيتونو سره اړخ لګوي اما پۀ تمامه مانا يي تائيد کول راته پرځای نه برېښي ،ځکه چې د ټول افغان د بحثونو پۀ فورمونو کې د محترم حليمي صيب ،محترم مولوي صيب طالب جان محترم نقاد صيب ،محترم غروال صيب ،ښاغلي يوسف څاروان صيب او پتمنې خور عفت غاټول غوندې ښاغلي او پياوړي ليکوالان او عالمان ليکنې کوي چې زموږ د ټولو لپاره ستر وياړ دی او ډېر څۀ يي له ليکنو څخه زده کوو نو پۀ داسې حال کې که موږ دا ووايو ،چې رښتيا هم د ټول افغان دبحث پۀ فورمونو کې پۀ متقابل درناوي ولاړمنطقي او علمي بحثونه نه پۀ متقابل سپکاوي ولاړ نا منطقي او نا علمي بحثونه روان دي
، پر باور سره ،چې دا به مو پخپله [color=white:239d292cc7]( خدای مکړه) [/color:239d292cc7]که له يوې خوا د ټول افغان د ملي برېښنا پاڼې ملي امېج اواسټېج ................ ،نو له بلې خوا به مو د پاس يادسوو ښاغلو ليکوالانو او عالمانو ليکنواوعلمي ،قلمي او ټولنيز شخصيت او حيثيت ته پۀ ښه سترګه نه وي کتلي ،خو ددې ترڅنګ به د هغه چا ليکنو ته هم برايت او مصؤنيت نه ورکوو،چې دخپلو ناوړه ليکنوله لارې د ټول افغان د بحثونو د فورم پۀ متقابل درناوي دولاړ ې ازادې ملي ادبي او علمي فضا دګډوډ ۍ يوه ناکامه او ناوړه هڅه کوي ،اوبس
[quote:239d292cc7]
او هغه د چا پر چم د صبر او زغم کاسه مي هغه وخت ډکه شول . چي کله مي د افغانستان د ادب د مخکښانو څرګند سپکاوی برملا په غټو کرښو کي له څو ورځو راهيسي ترسترګو کيږي ، هو ولي به مي د صبر کاسه نه ډکيږي چي استاد پسرلي او استاد صـميم غوندي کسانو چي خپل ټول ژوند ئې د پښتو د پرمختګ لپاره وقف کړی ، د پرديو کلتوري استعمارګرانو پر وړاندي همدا زما او ستاسي د ژبي د ساتني لپاره د مرګ تر بريده دريدلي دي .
خو دا زموږ او ستاسي تحفې او مجازات دي چي د دغو ښاغلو د سپېڅلو او تلپاتو خدمتو نو په عوض کي ئې ورکوؤ :ددې په ځای چي نوم ئې په ښه نامه ياد کړو ملنډي په وهو او په اشعارو او ليکوالی کي ئې ترخزي راباسو ، [/quote:239d292cc7]
د دروند استازاصف صميم صيب او او ښاغلي محمد صديق پسرلي صيب غوندې د سترو علمي او ادبي هستيو او شتمنيو ،د علمي او قلمي مقام ، ادبي او فرهنګي قد وقامت ،استناد ،ملي او ټولنيز حيثيت او شخصيت د توهين ،تذليل ،تضحيک او سپکاوي ناوړه او ناکامه هڅه چې هر څوک کوي ،پۀ هر شکل يې کوي بايد پۀ کلکه سره يي ترټنه او غندنه وشي ،او دا خلک ستر خوشال بابا څلور سوه کاله پخوا موږ ته راپېژندلي ، [color=indigo:239d292cc7]

زۀ خو شال پر درنو ،دروند ،پر سپکو سپک يم !!! [/color:239d292cc7][quote:239d292cc7]او په دې کار کښي به د همدې فورم چلونکي ځکه په مستقيم ډول ګرم وګڼم چي داسي بې علمه او بې ادبه خلګو ته ئې ددې موقع ورکړې چي زموږ د سترو وياړونو سپکاوې وکړې : [/quote:239d292cc7]
هو ! پۀ دې برخه کې د فورمونو مسؤلوچلونکو ته ګوته نيوله کېږي ځکه بايد دوئ دخپل مسؤليت پۀ درک کولو سره دداسې ليکنو مخه ونيسي چې دنه لورې ،کينې او دشخصي حسادت او کدرت پر بنسټ ورځينې دپوهانو ،عالمانو او ليکوالانود علمي ،قلمي ،ژورناليستيکي مقام اوټولنيز حيثيت او شخصيت سپکاوی ،توهين ،تذليل او تضحيک متصور وي

[quote:239d292cc7]زه هغه چاته چي د استاد پسرلي د شعر په اړه ئې موضوع پرانستلې ، دا وايمه چي که تاسو ښاغلي د خپلي ژبي په اړه لږ څه معلومات درلودلای چي ستا ژبه د څه شي جوړه ده اوستا د ژبي اصلي ريښې کومي دي نو بيا به دي هيڅکله يو داسي بې علمه او بې منطقه موضوع نه پرانيستلای . [/quote:239d292cc7]
له دې موضوع سره موږ کار نه لرو ،چې د يوې علمي او اکېډميکي موضوع دچېړلو او پرانيستلو پۀ موخه چې ښاغلي څارونکي ورور د پسرلي صيب يو شعر دبېلګې پۀ توګه راوړی او انتخاب کړی ،نو ايا دی پخپله د خپلې ژبې پۀ هکله څومره مالومات لري ؟ اما پۀ دې استناد سره دومره،ويلای شو (داچې نوموړي ورور د يوې علمي او اکېډميکي موضوع د چېړلو او پرانيستلو پۀ موخه د يوۀ منلي او پياوړي شاعر او اديب د شعر انتخاب وکړ ،نو دا پخپله د دۀ پۀ ادبي او علمي پوهې دلالت کوي )او بس

[quote:239d292cc7]چي ستا مور ، پلار ، انا او نيکه ټوله قلم ته قلم ، شعر ته شعر ، او غزل ته غزل وايي نو بيا ته په کوم استدلال راولاړيږي او د سوچه پښتو ليکلو نصيحت کوې . [/quote:239d292cc7]

ولا که ويلای سم د قلم ،شعر ،او غزل توري چې رېښې يي پۀ عربي کې دي ،ترکومه وخته به هغه خلک د يوۀ استناد پۀ توګه ورځنې کار واخلي چې د پښتو دکره توب او معياريتوب پۀ Non اکېډميک ډول مخالفت کوي !!! او بس

[quote:239d292cc7]ايا تاسو سره د٤٤ کليمو څخه دجوړه د يوې سوچه پښتو جملې د ليکلو امکان شته؟ [/quote:239d292cc7]پوښتنه مو د ژبني او ليکني نا سميو له مخې ګونګه ده ،نو ځکه وړاندې تردې چې ځواب يې کړم ،هيله لرم چې پۀ بشپړ وضاحت او صراحت سره خپله پوښتنه وپنځوئ

[quote:239d292cc7]ايا تاسي په نړۍ کي داسي يوژبه پيژنی چي هر څه ئې خپل وي او هيڅ پردي توري پکښي کار نوي ، [/quote:239d292cc7]
هو ! ددې اصل له مخې چې انساني ټولنه يوه ملټي سوشل ټولنه ده ، ځکه يوه ژبه او يو ملت هم پۀ تمامه مانا د نورو ژبو او مدنيتونو له اغېزې څخه ساتلې او خوندي نه ده ، اما پۀ دې برخه کې د څرنګوالي او څومروالي اصل له پامه نۀ شي غورځېدای ،او نه هم دا بايد پۀ دې مانا واخلو ،چې نيوجوليزم ناروا او يو بې ګټې کار دی ، ځکه د ټولو ژبو چې د نړۍ وګړي پرې ګړېږي ،څلورمه برخه يې نيوجوليزم جوړوي ، او دا کار د نړۍ ټول وګړي کوي پرته له [color=white:239d292cc7]اردو دانو!!![/color:239d292cc7]خو بايد پۀ ياد يې ولرو چې نيوجوليزم له علمي او اکېډميکي لارې تر سره کېږي ،نه د اشر له لارې !!!
نور بيا ..................... که خدای کول


Anonymous
15.11.2005

سلامونه او نيکې هيلې !
زه نه پوهيږم چې ښاغلی انځورګر د کوم دليل له مخې د پسرلي صيب سره د محمد اصف صميم نوم يو ځای کړی ،په داسې حال کې چې د پسرلي صيب شعرونهپه سلو کې 40-50 دپاړسي په لغتونو ښکلي شوي خو صميم صيب نن د نيولوجيزم په تاوده سنګر کې مبارزه کوي . سره له دې چې د ډيو له خوا د نيوکو سره مخامخ دی خو بيا هم د خپل دريځ نه په کلکه دفاع کوي . پاتې شوه د کټوازي صيب خبره چې موږ بايد نيولوجيزم د اشر له لارې نه بلکې د يوې مسولې مرجع نه مخکې بوځو. ډيره ښه کتابي خبره ده خو دا مسوله مرجع به له کومه شي ؟ ديرش کاله خو وشول چې د افغانستان د ځمکې پر مخ خو نه شته ، ايا ديرش کاله نور هم په تمه کينو چې دا مسوله مرجع پيدا شي ؟ زمان ډير په چتکۍ روان دی ، موږ بايد د حد اقل امکاناتو نه ګټه واخلو. په ډير احترام


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more