د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه

پښتو شعر څنګه جوړيږي؟


هيواد شېرزاد
20.10.2003

درنو دوستانو! سلامونه او نېکې هيلې.

که چېرې مونږ د پښتو شعر د جوړښت په هکله هغه څه چې زمونږ خپله زده وي او يا د نورو مشرانو او ياهم د کتابونو څخه په مرسته معلومات په دې پاڼه کې وليکو زما په اند چې د ډېرو زما په څېر ضعيفه شاعرانو سره به لويه مرسته وي.
د ټولو د ملګرتيا په هيله


څلوريزه (رباعي)اوسيلاب (توازون)

انځورګر
20.10.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !


پښتون ځلمی
21.10.2003

سلامونه او ډېره مننه هادي وروره د دې وضاحت نه مو. دې خبرې ته، چې 'سېلاب د لهجې سره تړاو لري'، ما کله پام نۀ و کړى، البته ما د خپلې څلوريزې پۀ يوې مصرعې کې د 'ويلو' (wa-yalo) پر ځاى 'وېلو' (welo) ليکلاى تر څو دا مصرعه هم ١٢ سېلابه او نۀ ١٣ سېلابه شي.

کۀ تېروتلى نۀ يم، د لنډيو/ټيکيو سېلابونه ٩ او ١٣ بالترتيب وي. د دې نه پرته بل ډول يې هم شته؟
ګمان نۀ کوم چې وي به خو بيا هم غواړم و پوښتم چې لنډۍ کومه قاعده د جوړښت لري؟ يو خو دا دى چې (د زياترو؟) دويمه مصرعه پۀ '...ينه' پاى ته رسي. دا هم قانون دى کۀ هسې يو 'رواج' ګرځېدلى؟


لنډۍ يا ټپۍ

انځورګر
21.10.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !



ليلماـ الفت
28.10.2003

ګران او عزتمند خالد هادي وروره سلامونه !
په پښتو شعر کي دغزل په اړه که معلومات راکړئ
چه جوړښت ئې څنګه او په کوم قانون دئ بيتونه ئې معين شمير لري اوکه نه ؟
ستاسي خور ليلوما الفت


د لنډيو په اړه

پښتون ځلمی
31.10.2003

سلامونه او نېکې هيلې
زۀ خو نۀ پۀ شعر او نۀ پۀ ادب پوهېږم او نۀ مې ټکى پښتو پۀ ښوونځي کې لوستې ده، خو ځينې څيزونو سره د ډېرو اورېدو لۀ امله سړى پۀ خپله بلدېږي.
يوه نۀ ليکلې (او يا هم ليکلې) قاعده د لنډيو، چې تاسو به پرې لۀ ما نه ښۀ پوهېږئ، ښايي دا وي چې د هرې مصرعې هر څلورم سېلاب داسې وي چې فشار سره و ويلى شي، يانې stressed وي. پښتو کې ورته څۀ وايي؟
لا لا لا [color=green:890e44be10]لا[/color:890e44be10] لا لا لا [color=green:890e44be10]لا[/color:890e44be10] لا
هو هو هو [color=green:890e44be10]هو[/color:890e44be10] هو هو هو [color=green:890e44be10]هو[/color:890e44be10] هو هو هو [color=green:890e44be10]هو[/color:890e44be10] هو
دا لنډۍ
پاس په قـــــــــ[color=green:890e44be10]مر[/color:890e44be10] ولاړه [color=green:890e44be10]ګ[/color:890e44be10]له <<>> نصيب د[color=green:890e44be10]چا[/color:890e44be10]ئې اوبه [color=green:890e44be10]زه[/color:890e44be10] درخېژ[color=green:890e44be10]و[/color:890e44be10]مه
جام دجم[color=green:890e44be10]شيد[/color:890e44be10] که خدای ز[color=green:890e44be10]ما[/color:890e44be10]کړ <<>> پکښي به [color=green:890e44be10]و[/color:890e44be10]ګورم د [color=green:890e44be10]خوږ[/color:890e44be10] زړګي دا[color=green:890e44be10]غو[/color:890e44be10]نه
کۀ موږ داسې و وايو
ګله و[color=orange:890e44be10]لا[/color:890e44be10]ړه پاس په[color=red:890e44be10] قـــــ[/color:890e44be10]ــــمر <<>> دچائې [color=red:890e44be10]ن[/color:890e44be10]صيب اوبه [color=green:890e44be10]زه[/color:890e44be10] درخېژومه
که خدای ز[color=green:890e44be10]ما[/color:890e44be10]کړ جام د[color=red:890e44be10]جم[/color:890e44be10]شيد <<>> و به ګو[color=red:890e44be10]رم[/color:890e44be10] پکښي د [color=green:890e44be10]خوږ[/color:890e44be10] زړګي دا[color=green:890e44be10]غو[/color:890e44be10]نه
نو ځينې [color=red:890e44be10](پۀ تېره بيا سور رنګي)[/color:890e44be10] څلورم سېلابونه يې پۀ فشار / ټېنګار سره نۀ ويل کېږي، ښۀ هم نۀ برېښي، بلکې ځينې وخت خو لۀ سره پښتو نۀ ښکاري.
پۀ درنښت


انځورګر
02.11.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !
,



هيواد شېرزاد
02.11.2003

تر هر څه لومړی هادي ورور ته ښه راغلاست وايم. ښه شو چې بېرته راپيدا شوې، کنه نو ما او ليلوما بي بي سي ته د ورکې اعلان لېږلو :)
په هر حال، خدا ی ج دې وکړي چې ښه وې.
د غزلې په هکله بيان مو ډېر ښکلی دی، زه به هم يوه نيمګړې غزل، چې په همدې ورځو کې مې ليکلې ده، تاسې ته وليکم.
....................................... غزل ....................................
............ بيا دې کـــتاب کــــــــې د غـــــــزل راولــــم
.......................... يو څـــــــو مصرو کــــــې دې اوربـل راولم
............ پتنــــــګان ګــــــــــرځـــــــــي د رڼا په تـــــمه
.......................... ځــــــــم پانـــوسونه ورته بـــــــــــــــل راولــم
............ [color=darkred:93547c9d6b]پوی[/color:93547c9d6b] يم په دې چــــــې ګوناګار به شـــــــمه
.......................... خو ميخانې ته دې په چــــــــــــــل راولــــــم
............ که ژوندون وو او ســـــــره ومــــــــــــو ليدل
.......................... بيــــــا دې يو ځــــــــــــل په دې محل راولم
............ چـــــــې غمازان يې له نظـــــره نه کـــــــــړي
.......................... د بڼو ســــيوری دې پر پــــــــل راولــــــــــــم
............ [color=indigo:93547c9d6b]هيواده [/color:93547c9d6b] ژوند خو مستي اوس واخيسته
.......................... ځـــــــمه اجــــــــل ته مـــــــــې اجل راولـــــم
--------------------------------------
پوی = پوه



ليلماـ الفت
03.11.2003

درنو وړونو ښې چاري
هيواد او هادي وړونو پر شاعرۍ مو برکت ـ ډير تکلف مو کښلئ و يوه نړۍ مننه
ګرانه وروره که د نارو او کاکړۍ غاړي په هکله معلومات را کړئ مهرباني به مو وي چه ايا دا دواړه يو شئ دي که توپير لري ؟
ستاسي کشره خور ليلوما الفت :roll:


انځورګر
08.11.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !



هيواد شېرزاد
09.11.2003

سلامونه دوستانو. کاکړۍ رښتيا هم چې ډېرې خوږې وي، زما سره يوه ډېره ښکلی د کاکړيو کيسټ شته چې زه يې ډېره زياته اورم. په هغې کې نوې او زړې کاکړۍ ويل شوي دي. يو څو نمونې يې دادي:

شين خالۍ په کنډؤ لاړه
----------------- يا به لېچ راوړي يا غاړه

تور لونګ په دُ کانو ې
------------ سپينې واورې جګو غرو کې
دﻻرۍ څلور ټېرونه
------------------ له کابل راوړي بارونه
دﻻرۍ ټېرونه ډک دي
-------------- جلکۍ وړکي درنه ورک دي


انځورګر
10.11.2003

دروند ورور هيواد ته سلامونه


انځورګر
14.11.2003

سلامونه ګرانو وړونواو خوندو !



محمد اسحق شيوانی
12.01.2004

ګرانو افغانان او هادي ورور جانه هيله ده چه سلامونه مي قبول کړی.....

ښاغلي هادي وروره تاسو ماته ويل وه چه په (((((پښتوشعرڅنګه جوړيږي؟))))) کي خپل شعر وليکي، دا دي زه هم ستاسو دلارښوني سره سم شعر دلته ليکم، زه خپل دپښتنو شاعرانو خويندو او ورڼو څخه هيله لرم چه ددغ لاندي شعر نيمګړتياوي دي په تفصيل سره راکړي چه په راتلونکي کي داسي پيښ نه سي.
:::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::: څلوريزه::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::
که دمرګ څخه پناغواړي دانسته
که دژوندڅخه وفاغواړي دانسته
دانسان شرف په علم او ادب دي
که دعلم انتها غواړي دا نسته

په پښنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی



هيواد شېرزاد
13.01.2004

ګران او دروند ورور شيواني ته د زړه له کومي سلامونه او نېکې هيلې وړاندې کوم.
څلوريزه مو ډېره ښکُلې، د ماناڅخه ډکه او د څلوريزي په قانون برابره ده.
دا زما نظر و، د نورو ورونو د نظرونو او نيوکو په هيله.



محمد اسحق شيوانی
14.01.2004

ګرانو افغانانو خويندو او وروڼو هيله ده چه سلامونه مي قبول کړئ...
دروند هيواده وروره سلامونوته دي وعليکم وايم، او خداي (ج) مو په دنيا او آخرت کي مه خواره...............
ستاسو څخه يو ه نړی مننه چه زما دنمګړتياوو ډکه څلوريزه مو تاسو لمانځلي چه زه يې نور هم وه شعر او شاعري ته تشويق کړم...... لکه څنګه چه ما مخکي وويل چه زه شاعر نه يم، خو دپښتو شعر او شاعرانو سره ډيره ډيره او
بيخي ډيره مينه لرم. ما يوه بله څلوريزه هم جوړه کړيده هيله لرم چه دهغي نيمګړتياو په تفصيل سره راکړي، او دا به زماسره ستاسو ډيره مرسته وي،
************************************************** څلوريزه ***********************************************
نخري پريږده مکرجنه دادنياده
مخلوقات يې کړه غرقاب دابي وفاده
دپنځوورځوپه ژونددي مه نازيږه
منزل لنډ کړه دي بارداُښ په شاده

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی
afghan_farhai@yahoo.com



محمد اسحق شيوانی
17.01.2004

دروند ورور هيواده جانه سلاموته وعليکم سلام..

ستاسو د نظر څخه يوه نړی مننه چه زما کمزروري څلوريزه دي په خوږو الفاظو لمانځلي ده....
او دا به نورو وروڼوته پريږدو چه دغهي نيمګړتياوي راته په ګوته کړي...

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق (شيوانی)
afghan_farahi@yahoo.com


م ن غروال
19.01.2004

خوږ هېواده وروره سلامونه ومنه
له ډېرو سره مې ﻻنجه شي چې ظلمانو نامې خدای خو واياست، نشي چه ورور مې راته نظر نکړئ٠
ډير خوږ ښکارې، نور نو که سور مرچ هم وې الله ج خبر، د زهير شينواري د کيسې ، ديارانو ياد، په رقم٠
نو يوه نيمګړې غوندې لنډۍ درواخله،

هسکه دې شمله ده ورين تندۍ لرې هېواده
ډکه خندا دې د سپين غره مينه کوينه



هيواد شېرزاد
20.01.2004

دروند مشر غروال صيب، زما درانده سلامونه ومنئ [size=18:4445ec8e22].[/size:4445ec8e22]
پروردګار دې وکړي چې د ټولو دوستانو په شمول روغ رمټ اوسې [size=18:4445ec8e22]. [/size:4445ec8e22]
لږ تريخوالی خو د هر پښتون سره مل وي، :lol: مګر دومره مې دې خدای پاک نه تريخوي چې د دوستانو خوا دې راڅخه بده شي [size=18:4445ec8e22].[/size:4445ec8e22] :)
د ښايسته لنډۍ څخه مو يوه نړۍ مننه [size=18:4445ec8e22].[/size:4445ec8e22]


انځورګر
20.01.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



محمد اسحق شيوانی
21.02.2004

ښاغلئ او منلئ اُستاد هادي جانه سلامونو ته دي وعليکم سلام، او هيله ده چه زما داړخه هم سلامونه قبول کړي..

زړه ته را نږدي مشر وروکيه!!! زما يواځنۍ مرام دليکلو دشعر په ټول افغان سايټ کي دهغه نيمګړتياوي په ګوته کول دي چه زما مشران وروڼه ، دپښتو خوږ ژبي شاعران راته په ګوته کي،،،،، تاسو ته ښه څرګنده ده چه هر شاعر په ابتداء کي ډېري نيمګړتياوو سره مخامخ وي، همدا راز زه هم ددغسي ستونځو سره مخامخ يم، او ستاسو پښتنو شاعرانو څخه هيله لرم چه هغه نيمګړتياوي راته په ګوته کړي، چه په راتلونکي کي تکرار نه سي.

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی


انځورګر
25.02.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


انځورګر
26.02.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


انځورګر
26.02.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



محمد اسحق شيوانی
27.02.2004

ګران اُستاد هادي جانه سلامونه او پيرزوينې !!!.........
ډير ډيره مننه چه زما دڅلوريزي نيمګړتياوي مو په ډاګه راته په ګوته کړي، دا خو هيڅ دخوابدي کارندي بلکه ډير په خوشحاله سوم.... الله دي تاسو هميشه بريالۍ لري

په پښتنه مينه
ستاسو کشری ورور محمد اسحق شيوانی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more