د موضوعګانو سرپاڼه

وطن پال او نور ګټور شعرونه


مجيب انګار
10.04.2004

[color=green:93b5662b28]نن زړګی مې دافسوس په اورسوځيږي[/color:93b5662b28]
[color=brown:93b5662b28] چې ګيدړکوي زمري باندې ګواښونه[/color:93b5662b28]
[color=darkred:93b5662b28]دکارغه سترګې له بازه نه شرميږي[/color:93b5662b28]
[color=blue:93b5662b28] په همت سره راپورته شه پښتونه[/color:93b5662b28]



مجيب انګار
14.04.2004

[color=brown:97e0669441]درنواوزړه ته راتيروخالدهادي ورور،ليلما الفت خوراوهيوادشيرزادوروته دګلونوګيډۍ ورډالۍ کوم[/color:97e0669441]
هيله لرم چې دګران افغانستان په ليونۍ مينه به مست ياست،اوهم به دپښتواوپښتنودپرمختګ دنويو لارو چاروپه لټه کې ياست.
[color=red:97e0669441] ګرانو!!!!!!!!!![/color:97e0669441]
په رښتياهم چې په ټول افغان پاڼه کې دټپواوڅلوريزوخونې ډيرې خوندورې دي،نوددې پاڼونه دخونداخستلولپاره ماهم پکې داخپل بې وسې قلم وکاراوه خوله بده مرغه چې زماپه راتګ تاسې له دې پاڼې نه ګډې ونغاړلې اولکه داوړي کوچيان (هلبند)ته ولاړئ. خو،خيردی کډې مه باروئ ولې چې تاسې خوددې پاڼې پخواني کاروونکي ياست، ښه به داوي چې زه درڅخه ولاړشم. يوه سندره ده چې وايي:
په غريبۍ چې مې شرميږې بيابه نه راځمه
ښه ده چې ته پرې خفه کيږې بيابه نه راځمه



هيواد شېرزاد
14.04.2004

ګرانه او زړه ته رانږدې انګار جانه!
راتګ دې پر لېمو او پل دې زمونږ په جونګړه کې بختور شه.
داسې خبرې څنګه کوې؟ چې خدای مه کړه، مونږ دې ستا په راتګ خپه شو....
ستاسې د لا ډېرو خوږو ليکنو په تمه، د کاروان صيب په يوه ښکلي شعر به دې خوشاله کړم چې وايي:

.................. منم په هـــر څه کې احــتياط مـنمه
.................................... خو يو په مينه کــــــې افــراط مـنمه
.................. ځم له مجنون سـره مسلات کــومه
.................................... نه د ســــقراط نــه د بُـــقـــراط منمه
.................. تا ســــره هره جــــامه ښه ښکاريږي
.................................... دا هــــــــنر کـلــه د خــــــياط مــنــمــه
.................. [color=darkblue:43aa67cdb7]کاروان[/color:43aa67cdb7] که ومري سکې هم نه لري
.................................... خوږې سندرې يې په سقاط مــنمه



مجيب انګار
14.04.2004

ګران هيوادشيرزادوروره الله پاک دې دژوندپه خوږوموړکړه،خداې پاک دې مه بدرنګوه زماخودې زړه خوښ اوپه کرارکړ.
وروريه! يقين وکړه چې دخپلوپښتنودې بيغورۍ نورلړمون خوړينئ کړی يم،ځکه که تاسې په بريښنايي ليکوکې د(فارسيوانو))) ازبکو،ترکمنواونوروويب ويب پاڼې وګورئ چې دوی په دې ډګرکې څومره پرمختګ کړی اوڅومره ليکنې کوي نوستاسې به هم لړمون ټوټې ټوټې شي ،که ليکنې ډيروخت نيسي نولږترلږه دالنډۍ خوليکئ .
يادونه!!!!!!!!!!!!دازبکو...........ټکې مې ددې لپاره ونه ليکه چې خدای مکړه زه هغوی بدګڼم بلکې موخه مې داده چې داپښتانه ولې دنوروقامونوسره سيالي نه کوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

[color=brown:f0d25a27e9]پښتوکوه که ته پښتون يې[/color:f0d25a27e9]
ماپه پښتوباندې تيرکړي دي غمونه



ليلماـ الفت
15.04.2004

انګاره ورورکيه خداې دي له غم او رنځه ليري لره
ګرانه څه درته ووايمه په دي موضوع کي موږ په کلو کلو انتظارونه ګاللي دي او ته د دوو ورځو انتظار وتښتولې داسي مه کوه جانانه زړه ته دي يوه څه صبر هم ورکوه . دا د ټول افغان ليکوال ټوله همدا خوی لري چه ټوله يو وخت دونه ليکني کوي چه په نوي ليکونو ئې ويونکي ستړي وي ، خو کله بيا داسي ورک او چپ پاته وي لکه دا اوس چه وينې چه د هر فورم ته مو سترګي ووځي چه کله به نوې ليکنه راشي او کله به نوې ليکنه راشي .
ريشتا هم ستاسي په ليکنه کي د پوره پښتنولی احساس پټ دئ لکه مشعل چه ليکلي :
[color=yellow:c440fe8b87]لـــه جــومــاتــونو مو منبرورک شوی
لـــــه بتـــخانــو نه مــو آذر ورک شوی
د کــلي نـــاوې لــه سلــگو نــه دې ځــار
لــه تــا خـاونــد، لـه مــا دلـبـر ورک شوی [/color:c440fe8b87]
[color=cyan:c440fe8b87]يومتل غوندي کيسه ده واې خُسر خپلي نوي را واده سوي مونږور ته ويله چه ناوکۍ دا ډوډۍ ولي درچه سوزي نو هغه په جواب کي ورته وويل چه زه خو خپل کوښښ کومه خو دا اوړه په جوال کي قران وهلي دي [/color:c440fe8b87].
نو زموږ پښتنو هم هرڅه په جوال کي خدای وهلي دي
په کليواله پښتنه مينه
ليلما الفت


Re: څلوريځه

ABUL KHALIQ SAFI
18.04.2004

[quote:a5bd226bc7="هيواد شيرزاد"][quote:a5bd226bc7="ABUL KHALIQ SAFI"]سلامونه او نيکی هيلی د ټول افغان د ټول افغان دپاڼی مينه والو ته،هيله ده چه ټول هوسا او بسا اوسی.
دا هم ځما څلوريځه.

سترګی د ليلا را ته ډيوی د تورو شپو شولی
زلفی ئی څپری ځما په سر د بيابانو شولی
تالنده بريښنا ځما د مينی د سپرلی شوه دا
اوښکی ئی بارانونه او روانی تری ويالی شولی

عبدالخالق ساپی ويانا ٦_٣_٢٠٠٤[/i][/quote:a5bd226bc7][/code][/list][/quote:a5bd226bc7]

محترم ساپی صيب، ښې چارې!
څلوريځه مو ښکلی وه خو، که پام ورته وکړئ نو يو څه يې د څلوريځې د چوکاټ څخه پښې غځولي دي. هغه ځکه چې: دڅلوريځې سيلابونه بايد د جوړښت له مخې په يوه اندازه وي، او همدا شان بايد د لومړي ، دوهم او څلورم بيت قافيې توري سره ورته اوازونه ولري. ستاسې د څلوريځې ١ ،٢ او ٣ بيتونه ١٥ سېلابه او ٤ يې ١٦ سېلابه دي، او همدا شان د ٤ بيت قافيه او وزن د مطلع سره سمون نه خوري. ځکه په مطلع کې د قافيې توري [color=darkblue:a5bd226bc7]شپو[/color:a5bd226bc7]، [color=darkblue:a5bd226bc7]بيابانو[/color:a5bd226bc7] ليکل شوي دي مګر په اخري بيت کې د قافيې توری [color=red:a5bd226bc7]ويالی[/color:a5bd226bc7] ليکل شوی چې د تېرو قافيې تورو سره سمون نه خوري.
وروره ، چې رانه خوابدی نه شی. دغه زما نظر ؤ او درته مې وليکو.[/quote]

ګرانه وروره شيرزادصيب څما سلامونه او نيکی هيلی و منی. ستاسو څخه ډيره مننه چه زما نيمګړتيا مو را په ګوته کړه تاسو ته دی خدای لوی بری د ژوند په ټولو چارو کی په نصيب کړی.

په درنښت


انځورګر
25.04.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


خوږه ژبه

ويښ ځلمی
29.05.2004

[size=24:f450e354bd]---------------------------خوږه ژبه
له ټولو ژبو نه خوږه ده پښتو
----------------------------موږ ته له هر څه نه درنه ده پښتو
ځار ئې له هره ترخه توري شمه
----------------------------که هر څوک وائي چې ترخه ده پښتو

==============================================================================
----------------------------پښتو ژبه
زمونږ پښتو ژبه پالنه غواړي
----------------------------لکه ګُلبوټي چې روزنه غواړي
همدغه ژبه يې بنسټ جوړوي
----------------------------پښتونولي که څوک له زړه نه غواړي

دغه پورتني څلوريزې زمونږ د هېواد خوږ ژبئ شاعر د ښاغلي عبدالوهاب سرتېر صيب دي[/size:f450e354bd]



ځونډی
30.05.2004

سلامونه درنوخوندو او ورونو!!
دا يوه څلوريزه زما خوار ځونډي هم در واخلی٠

چا چې څکلۍ په اخلاص دی جام د عشق
قربانيږي به هر دم په نام د عشق
نصيحت په عاشقانو اثر نه کا
را ته ووايه ملا کلام د عشق

په مينه او درنښت
ځونډی


azmon
03.06.2004

ّاذره: ته خپلي لمبې بلوه

خليل داستاپه اورکي نه سو ځيږي

ته دغرورمخ ته سجدې لګوه

ستا په انکارالوهيت نه کميږي



مجيب انګار
04.06.2004

[color=green:354398b481][/color:354398b481] ------------------------نه درځم کابله----------
ښه کتل خوښه وي کله بدشي چې څوک ښه ګوري
نه صبريږي زړه ترينه چې ښکلي کله نه ګوري

نه درځم کابله ددرتلووعده مې ماته کړه
نه چې کوم هوټل کې ايډزوهلي راته وګوري
(س-سيرت)


azmon
05.06.2004

ابليسه په سجده باندي دي سرنه ټيټاوؤ
کتار کي د ملکو دي کمر نه ټيټا وؤ

يوازي ته په مخلوقاتوکي ، رجيم، شوې
در نښت ته د أدم چي دي وزر نه ټيټا وؤ
(( ازمون ))

.


دڅلوريزو مشاعره

زرکه
08.06.2004

ګرانو مشرانو ،همزولو اوکشرانو خويندو ورونودزړه له کومې سلامونه او نيکې هيلې مې ومنۍ .
ستاسو دڅلوريزو مشاعره اوهمدارنګه د لنډيو سيالي مې دومره خوښه شوه چې زه يې هم دبحث فورم ته راوستلم.
او پوهيږۍ چې په پرديسۍ کې راته
کله کابل کله ننګرار راياد شي
زړګيه ماته په بارباررايادشي
دکونړشنې ويالې شينکي باغونه
اوپه ګودرمنګي قطاررايادشي
ننګرار ننګرهار



ځونډی
08.06.2004

سلامونه خوږو او زما په شان پرديسو دوستانو!!! دا يوه لکه زما د وطن سپيره او لکه زما د قام خړه اوساده څلويزه زما هم واوي٠
جونګړي د افغان نه دجوړه شوي کربلا ده
سوزيږي پکې ټول خو د يو څوو پري رضا ه
دچا چې پښتانه او پښتو بد ايسي يارانو
دښمن مې د نيکه، بيا مې د پلار، او نن زما ده
هغه د چا خبره نور بيا :lol:
په مېنه او درنښت
ځونډی


څلوريزو مشاعره

زرکه
09.06.2004

[color=red:de2fd061c9]سلامونه ټولو پښتنوته
خلک ګلان خوښوي زه دازغوسره ځم
خلک خوښي غواړي تل زه دغموسره ځم
کومه ښادي خوشحالي پوهيږم نشته پکې
بياهم پښتوژوند غواړم دپښتنوسره ځم

په پښتنۍ مينه
زرکه[/color:de2fd061c9]



ليلماـ الفت
12.06.2004

سلامونه ښاغلو وړونو او ښايستو خوندو
زرکي خور ستا څلوريزه ډيره ښکلي وه خو په همدي شکل مي بيا د ننګيال صاحب يوه څلوريزه ډيره خوښيږي چه په مخکو پاڼو کي يو ځل ليکل شوې ده خو بيا به هم ستا لپاره وليکمه
[color=blue:4f0d931929]خلګ په اور زه په اوبــــــــو کي سوځم
نور دي هجران زه دي ليدو کي سوځم
ما به دي وړئ وائ پېغور په ليــــــــمو
مګر پښتون يم په پښــــتو کي سوځم[/color:4f0d931929]
په کليواله پښتنه مينه
ستاسي قلمي ملګرې ليلو


دڅلووريزو مشاعره

زرکه
13.06.2004

[color=blue:05ec689a13] د ټول افغان مينوالو ، لوستونکو او ګډونکونکو د زړه دکومې سلامونه مې ومنۍ .[/color:05ec689a13] [color=cyan:05ec689a13]
ګرانې خور ليلوما جانې دمينې ډک سلامونه او نيکې هيلې مې ومنه . هيله ده چې کلنۍ ازموينې
مو په پوره برياليتوب سرته ورسيږي او ډير زر پخير دلنډيو او څلوريزو سيالۍ ته اوزګاره شې .
ګرانې ليلو ! دننګيال صيب څلوريزه ډيره ښکلې وه مامخکې هم لوستلې وه خوبيا هم ډيره مننه چې زما
په خاطر دې ليکلې وه . ګرانې خورې ته خو دشعر مينوال دشاعرانو سره مه سموه کنه . :lol: :lol: :lol:
زه به درته د سرتيرصيب يوه څلوريزه چې زما خوښيږي وليکم هيله ده چې ستاهم خوښه شي .
پوښتنه
ميوند خو شته دی چې ايوب څه شو ملاله چيرې
دلته خو ځاله وه د بازاوس هغه ځاله چيرې

لا خو خبرې له يو بل نه په پښتو اورمه
که په ريښتيا همدا پښتو وي پښتنواله چيرې ؟

عبدالوهاب ( سرتير)

[/color:05ec689a13][color=red:05ec689a13]
په درناوي زرکه [/color:05ec689a13]


انځورګر
26.06.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه



Adil watanmal
03.08.2004

سلامونه او نيكې هيلې مې ومني
+++++++++++++لوبې+++++++++++++

چې سياسي شعور يې نه وي ګله
----------------------------- داسې ملت په ملت نه شي كله
په ژوندانه باندې بې لوبې كيږي
---------------------------- د ژوندون وضع په يې نه شي بله

============د اوسيدلو حق ============
چې تر منزل درسېدلو نه يې!
```````````````````````````` چې د خپل حق د اخيستلونه يې!
كه خپه كيږې نه خوږه پښتونه
```````````````````````````` نو په دنيا د اوسيدلو نه يې!

عادل وطنمل


ګل آغا احمدي
21.11.2004

دا وګړي به شي كله پاك سپيڅلي
چې په ټال كې د ښكلا وي زنګيدلي
نظافت وي، ښه نيتونه، ښې خبرې
ټول د پوهې په دريا كې وللي وللي

تير عظمت مو را ژوندى كړې ذولجلاله
چې افغان ولس سرلوړى او كامران شي
چې غليم يې بيا په پښو كې لاندې رغړي
چې ورګډ د پرمختياوو په جهان شي

خدايه پورته كړې لمبرې زموږ دخلكو
رڼاګانې، مرغلرې زموږ د خلكو
چې په لار د ښكلاګانو يې منزل وي
پرمختياوې څڼورې زموږ د خلكو

په ګلزار به بيا د ګلو دوران راشي
شرنګهار به د څو رنګه باران راشي
تخڼوي به د اميد د لاس ورغوي
د رحمت وريځ به زموږ په آسمان راشي



Adil watanmal
24.11.2004

خپل پردي رانه بيزار شوه لويه خدايه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،پرهرونه مي بي شمار شوه لويه خدايه
مسلمان د مسلمان سره تعصب كړي
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،ټول غافل له حقي لار شوه لويه خدايه
تش په خوله باندي دا وايي چې مسلم يمه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،د اغيارو خدمتګار شوه لويه خدايه
ته ئې خپله د زخمي زړونو قرار شه
،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،مظلومان ډير خوار او زار شوه لويه خدايه
-----------------------------------

.............................د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

..................................................................عادل وطنمل


ګل آغا احمدي
24.11.2004

ټولو افغانانو ته ګيډۍ ګيډۍ سلامونه

د همت مټې نصيب كړې پښتنو ته
دا د لوړو لوړو څوكو پرګنو ته
چې د پوهې په زېور هيواد كړي ښكلى
دې مخكښو تورياليو شازلمو ته

هر اغيار به مختورن په دې وطن شي
بيا به څيرې د وحشت توره لمن شي
په آزمون به وي بريا زموږ په غاړه
يرغلګر به ټيټ سرونه په كفن شي



Adil watanmal
25.11.2004

ګرانو لوستونكو د سلامونو او نيكو هيلو څخه ورسته

تور دالونه جيلخانه كښې غيرتيان خوري
---------------------------------نامردان پوټي د غير په درستخوان خوري
مردان ګټه مدام خوري د خپلي توري
----------------------------------يا د توري ګذارونه په ميدان خوري.

-------------------------

----------------د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

-------------------------------------------عادل وطنمل



Adil watanmal
25.11.2004

د قدر وړ لوستونكو له سلامونو څخه ورسته.

د سپوږمي خوري وري وري پلوشي څه كړم
رنګارنګ د پسرلي تماشي څه كړم
-------------------------------جيلخانه كښي بنديوان جدا له ياره
-------------------------------چار چاپيره د غمونو رشي څه كړم.

----------------------

د ازاد اسلامي افغانستان په هيله

عادل وطنمل


ګل آغا احمدي
27.11.2004

چې روانه مو په بڼ شي د ښكلاوو لويه ورا
د مستيو په څپو كې هر يو سيند شي په نڅا
او له سپينو ښكلو واورو مو جګ غرونه مالا مال شي
د ښيرازو وړانګو غيږ كې مو هيواد شي په خندا

لويه خدايه را زرغونه مو په زړونو خوشحالي كړې
را په برخه د ښكلاوو يوه سمسوره آبادي كړې
د خوږو اوبو څپې مو د هر سيند له مورګو واوړي
نور مو خلاص ښكلى هيواد له دې ناپاكې وچكالي كړې

د تورتم په تورو پيڅكو را ميلمه چې سپين سهار شي
بيا د وړانګو پلوشې مو په جانان امبار امبار شي
د خوښۍ ډيوې را تاو شي د غمونو له بستره
په زرغونو جامو ښكلى مو راتلونكى نوبهار شي

په خندا خندا د مينې د جانان مخ ښكلوم
د تكل په هره هڅه د كاروان مخ ښكلوم
د تخنيك خوږه موسكا به په جونګړه را خوره كړم
زه د پوهې په سرو شونډو د افغان مخ ښكلوم

موږ به هله بختور وو كه رڼا مو ميلمنه كړه
كه د پوهې د مسير لويه ځلا مو ميلمنه كړه
كه د څرك په مشالونو د تورتم دروازې بندې
بيا د سپينو سپينو وړانګو شا ليلا مو ميلمنه كړه

موږ به ګام په وړاندې اخلو بريالى زموږ كاروان دى
موږ د مينې په لار درومو دا مو عهد او پيمان دى
له تورتم څخه بيزار يو موږ به غيږ له رڼا تاو كړو
پر مختګ او ښيرازي د خپلې خاورې مو آرمان دى

ما ښكلاوې دي راوړې زه يې شيندم په كمال
د زينت په سپينو وړانګو سراسر يم مالامال
ستا په بڼ به يې كړم ښكته د ټالونو په بهير كې
دا وعده كړې ده ريښتنې د رنګونو ستر جمال

ستاسو يون به بريالى وي ستاسو هڅې به سپيڅلې
ستاسو هره يوه سندره به رحمت وي وللې وللې
چې د مينې او يووالي بنسټونه يې اساس وي
هره هڅه د كاروان وي په برياوو كې پوښلې

ما د خپل آسمان افق ته زرين لمر كړ انتخاب
ما د لمر په سپينو وړانګو كې زيور كړ انتخاب
زه د وياړ څوكو ته ليږمه د څرك ستر كاروانونه
ما يې هسكو هسكو غيږو ته نښتر كړ انتخاب


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more