tolafghan.com
ټول افغان لومړي مخ ته

 ډېرځليزې پوښتنېډېرځليزې پوښتنې   لټونهلټونه   د غړو لستد غړو لست    کاروونکو ډله  کاروونکو ډله    د نوم ثبتولد نوم ثبتول 
 د پېژندنې څېرهد پېژندنې څېره    خپل شخصي پېغامونه وګورئ خپل شخصي پېغامونه وګورئ   ننوتنهننوتنه 

پـلورالـیزم + سیکـولـریزم = د اســلام پــرمـخــتیـا ​ د دسـتـورالـمـدیـنـې په رڼـا کې
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2
 
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ  
ليکوال پيغام
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2697
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   07, 2019 12:50 am    عنوان   : Reply with quote

د بنوپه لویه جرګه کی پخپله باچاخان حاضرو. د دغی لویی جرګی پریکړه
عبدالاکبر اکبر ولیکله چی په صوبه سرحد کی دکانګرس «دعامل مجلس» لوی منشی (سکرتر جنرال) و. » لیکلی پـریکړه خان امیرمحمد خان وړاندی کړه، اومزید تائید (سیکنډ)یې میا جعفرشاه کاکا خیل وکړ.«( دپوهاند .جهانزیب نیازسره زماټیلیفـونی مرکه، امریکا، ۴ سپټمبر ٢٠٠٧)-ځیرکیار په بنو پریکړه کی پام وړټکی: دغه پریکړه د پښتنود سمسمکۍ (مساوات طلبې) ټولنی څرګندوی ده. دغه پریکړه په ټول افغانستان کی دستری سیاسی موسسې یانې لویې جرګې له خوامنل شوی ده. په دغه پریکړه کی«دټولوپښتنو» یوداسی حکومت غوښتل شوی دی چی دهغه« دایین بنیاد به په اسلامي اصولو، جمهوریت، مساوات اوولسی انصاف باندی» ولاړ وي. ښایي د «جمهوریت»او «مساواتو» ټکي به پـه بـر افغانستان کې د شاهي نظام په شخـوند برابر نه وو؟
عبدالغفارخان(مشـهــور پـه باچاخان، فخرافغان) د خپل ولس په تعلیم، تنظیم، اتفاق، او سیاسي روزنه کې کلک ګامونه واخیستل،او د لـومړي ځل لپاره یې د خپل بې وزلي ملــت لپاره موسـسې جـوړې کـړلې! یـادونـه :که څوک و غواړي په انګرېزي ژبه د باچا خان فخري افغان په اړه معلومات تر لاسه کړي، زه ورته د پوهاند ِاکنات ِاسواران د لاندې کتاب
سپارښتنه کوم

Eaknath Easwaran, Non-Violent Soldier of Islam: Badshah Khan, A Man to Match His Mountains. Tomales, California, USA : Nilgiri Press, 2002
Phone: +800-475-2369; Fax: +707-878-2365

دا کتاب په روانه انګریزې لیکل شوی دی او په زړه پورې تاریخي مونې لري. کارول شـوې چـیـنې محمـدافضلخـان، پښتون قامي حدت. خورونکی:پښتونخوا پبلیکشنز پښور . چاپوونکی: ملت ایجـو کیشنل پرنـټرز – dهـور، نومبر ١٩٩۶. مخونه ۴۴تر ۴۵، او ٢٧تر ٢٨
عبد الغفار خان (باچا خان)، زما ژوند او جد و جهد. خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني. لړ ١٠٢. چاپکال ٢٠٠٨ زییز/ لمریز١٣٨٧. مخونه: ۶٣تر ۶۵ ، ۵۴٨تر۵۴٩ ډاکتر رحمت ربی ځـیرکیار (راوېستونکی)،ملنګ جان: د بې درباره ملي ژبې ملي شاعـر. خپرنـدوی: ټول افغان. لومړی چاپ: سانتا باربرا، کلیفورنیا.
١٣٧٣ لمریز د کب میاشت؛ ١۴١۵ سپوږمیز د روژې میاشت؛ ١٩٩۵ زییز د فبروری میاشت. د «ټـول افغان»نوم ما ځیرکیارپه ١٩٩۴زییز (١٣٧٢ هجري لمریز)کې راوویستلی و، او د پورتني کتاب له لاري په امریکه کې د
«کانګرس لایبرري »سره را جستر شوی دی

Rahmat R. Zirakyar, Stammesgesellschaft, Nationalstaat und Irredentism am Beispiel der Pashtunistanfrage. Frankfurt/Main, Germany: Haag+Herchen Verlag,1978, Seite 332

د سرمحقق عبدالله بختاني خدمتګار په زیار، د باچاخان لیکونه. دوهم چاپ. خپـرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه-جرمنی. د خپرونو لړ: ١٠١. چاپځی: د دانش خپرندوی ټولنې تخـنیکي څانګه-اسد دانش مطبعه. کلوله .پشته،کابل ( ۱۳۷۸لمریز /۲۰۰۸ز) مخونه: ١۵٣تر١۵۴
په افغانستان کې په ګړندي ډول د باچاخان فخرافغان د ژوند سره د اشناکیدلو لپاره ولولی دعبدالله بختاني خدمتګار دا کتاب: فخر افغان او افغانستان. خپرندوی: د افغانستان د کلتورې ودې ټولنه ـ جرمنی، کولن. چاپځای: دانش خپرندوی ټولنه، پبښور ٢٠٠٨ محمد صادق ژړک، د فخر افغان ځانـګـړنـې. خپروونکی: پښتو ادبي غورځنګ، کوَټه. چاپ ځای: لاهور، جنوري ٢٠١٢. مخونه: ۴٨-۴٧، ۶٩-٨١،۵۴-٧٢، ٨۵تر٩٢، ٩۴تر ٩۶[د باچا خان کتاب، ٢٠٠٨، ۵۴٨تر ۵۴٩ مخونه]- ځیرکیار
سید عثمان سنجش، باچا خان په افغانستان کې. خپرندوی: د افغانستان د کلتوري ودې ټولنه- جرمني. لړ ١٠۵. چاپکال: *ریـز ٢٠٠٨/١٣٨٧. مخونه:۶٢-۶١
محمداصف وردک په جرمنی کی دافضل خان لا لا سره مره که: »خپل ملک او وطن ته په ویزه راغلی یم»، «لـپه» درې میاشتنۍ مجله. پرله پسی ګڼه اومه اواتمه، ١٣٨۶ لمریز پسرلی او اوړی، ٢٠٠٧، مخونه: ٣٩تر ۵٢،او ۶١. «لـپه» د څرک مدني او کلتوري ټولنې خپرونه وه. محمد اقـبال وزیـری، د باچاخان انـدونو او مبا رزې ته لڼـډه کتنه. چاپځای: د دانش خپرندوی ټولنې تخنیکي څانګه[ کابل]. خپـرنـدوی: د پښتونخوا د پوهنې دېـره – پیښور، ٢٠١٠ زییز/١٣٨٨لمریز، مخونه: ١٣۶ ، او ۵١
ډاکترمحمدهمایون هما په سرحدي صوبه کښي صحافتي او ادبي مجلو روایات ١٨۵۴نه ١٩٧۵ پورې(. ناشر: شفـقت هما. د چاپ ځای: نیو
سهیل پرنټينګ پریس مردان. ٢٠٠٠. مخونه ١٨ تر ۲۷

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2697
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   07, 2019 4:10 am    عنوان   : Reply with quote

ب)د آزادۍ الـهـــیــات (لیــبرېـشـن تیالوجي) په لاتــیــن امـریکا کې
هـر څومره چې انسانان د بالغ او روڼ فکره بشریت پــړاو ته جګېـږي، هـغومره د دین پـیغام ټکنی کېــږي، خودا چې دین په دې فاني دنـیــا کې د مظلومو او بې وزلو انسانانو په مــلاتړکې ودرېــږي، لکه په لاتین امریکا کې چي «د آزادۍ الهیات»د کاتولیک عیسـویانو له خوا راووتل. د پيـرو یو رومن کاتولیک عیسوي مولـوي ګوستافـو ګوتېـرېـز په ١٩٧١زییزکې د «آزادۍ الهــیاتو» نوم استعمال کړ او له ظلم او اقــتـصادي بې عدالتۍ نه د خلکو د خلاصون او مرستې لپاره یې وکاراوه، او له دې لارې یې خپله دیني وظیفه وګــڼـله چې د بې وزلو ملاتړ وکړي. ګوتېـرېـز ویلي دي
ََ
چې: «موږ عیـسویان باید شخصا او جمعا ژمن وو...چې یوه نوې ټولنه جوړه
کړو. دا نوې ټولنه باید بې طبقې وي چې د تـولید د وسایلو په جمعي مالکـیـت به چلـېـږي.»لکه چې وینو، په لاتین امریکا کې د آزادوونکو الهیاتو مترقـي خوځښت د مارکسیستي اقـتصادي او ټولنیـزو شرایطو په چورلیز ولاړ و:
میکسیکویي عیسوي مولوي په ١٩٧١ز کې «مارکس اوانجیل» لیکلی و او ارجنټاینيخوزېمیګویز-بونینو«عیسویاناومارکـسيـســتان: انقلاب ته متقابله بلنه،١٩٧۶« لیکلې و

Jose Miguez-Bonino, Christians and Marxists: The Mutual Challenge to Revolution, 1976


د ازادۍ د الهیاتو په رڼا کې، باید د عیسی(ع) پلویان د هغه لاښودني د بې وزلو او زیار ویستونکو انسانانو په ملاتړ پلې کړي او په عدالت ټـینګار وکړي. په آزادوونکوالهـیاتو کې د مارکسـیزم الفاظو او تحلیل ته هـم ګوته نیول شوې ده. دغه دریځ د بېــوزلۍ او ټولنیزې بې عدالتۍ په مقابل کې د کاتولیک دیني ټـــولنې اخــلاقي عکـس العـمل و. پـه لـڼـډه ویـنـا، د لاتین امـریـکـې عـیـسوي کاتـولـیک مــولویانو مارکــســیـزم ته د غـربت د درمـلــنې او د آزادۍ د ســړک پـه سـتــرګـه کــتـل. دوه برازیلي وروڼــو چې د الهــیاتو پـوهـاندان دي، د آزادوونکــو الهــیاتو په تـیـتـولو کې بـرخه لـرلــه، په ځـانګـړي ډول د خپل لانــدې ٩٩ مخـــیز کتاب له لارې
LEONARDO BOFF AND CLODOVIS BOFF, INTRODUCING LIBERATION THEOLOGY. ORBIS BOOKS, 1987

په دې وروستـیو کې مې داسې لـیکنې ولوستلې چې «د ازادۍ په الـهـیاتو»
کــې د پخواني شـوروي اتحاد داسـتخـباراتو(د دولتي امنیت کمـېټې/ ک.ج ب)لاس و. شوروي استخباراتو لومړی په ١٩۴٩ کې «د نړیوالې سولې جرګه/ َورلډ پیس کونسل( جوړه کړه چې مرکز یې د رومانـیې پــVزمېنه )بخاریست و).بیایی په ١٩۵٨کې «د عیسوي سولې جرګه/کریسشن پیس کانفرانس جوړه کړه. د ١٩۵٩ د اکتوبر په پای کې الیکساندر ساخاروفسکي(١٩۵۵تر١٩٧٠ د کی. جی. بی. د بهرنیو استخباراتو مشر(او د هغه امر نیکیتا خرسچیف)دشوروی اتحاد د کمونیست ګوند سکرتر جنرال او د د دولت صدراعظم: ١٩۵٣تر١٩۶٣( رومانیې ته لاړل. د خروسچیف په کوپـړۍ کې دا هیله ګرځېدله چې نوم یې په تاریخ کې د هغـسې شوروي مشر په څېـر خوندي شي چې په سهیلي او مرکزي لاتین امریکې کې یې د کمونیزم زړی کرلی و. په شوروي بلاک کې رومانیا یواځینی لاتین هېـواد و او ژبه یې رومن کېدله، او خروسچیف دا ارمان لاره چې «لاتین مشران»د «آزادۍ»په جګړه کې ثبت کړي. په جنیوا/ سویس کې «د نړیوالې سولې جرګه»مقـره وه. شوروي استخبارات د دغه سازمان له لارې په دې بریالي شول چې «د ازادۍ الهیات»د سهیــلي امریکې په لوښي واړوي. شوروي استخباراتو یو مینځګړی سازمان سي. پي. سي./د سولې عیسوي کنفرانس رامینځته کړ او مرکز یې پـه پراګ/ چکوسلواکیه و. د سولې عیسوي کنفرانس سي. پي. سي. (د کلیساګانو د نړیوالې جرګې )سي. پي. سي.( لاندې کار کاوه. د رومانیې جنرال او د استخباراتو مشر(آیون میهای پاسیـپا)چې په ١٩٧٨ کې امریکې ته تــښتېــدلی و، د نړیــوالې ســولې د جرګې)ډبلیو. پي. سي.( عملیات یې اداره کول. شوروي استخباراتو په ١٩۶٨ کې »د سولې عیسوي کنفرانس«)ورلډ کریسـشن کانفرنس( جوړ کړ چې د کلیساګانو نړیوالـه جلسه )ورلډ پيس کاونسل ( یی پلوي وه. د کلیساګانو د نړیوالې جلسې بودجه هـم د مسکو په غاړه وه او په نــغدو ډالرو کې به حواله کېـدله د دې لپاره چې شوروي چینه یې پټـه شي. د کلیساګانو نړیوالې جلسې د سهیلي امریکې چپي )مترقي( مولویان د کوبیـا په میدیلین ښارکې کنفرانس ته راوبلل چې نوی خوځښت)دعیسوي سولې کانفرانس/کریشن پیس کانفرینس( »د نړیوالې سولې جرګې» (ورلډ پیس کاونسل( ته د منلو لـــپاره وړانـدې کړي. «د آزادۍ د الهیاتو«)لیبرېــشن تیالوجي( نوم هم د شوروي اتحاد د استخباراتو)کې. جي. بي.( له خوا خلق شوی و.

سوشلــیستی رومانیې جنرال او د استخباراتو مشر(آیون میهای پاسـيـپا*)
د یوې پـوښــتنې په جواب کې وایی چې نوموړی «پـه ښـــه دلــیـل» سره ګـمــان کــوي چـې د شوروي اتـحاد د استخــباراتو** او د آزادۍ د الـهـیاتو د ځیـنو غـټـو غـړو تــرمــیـنځ به «طبیـعي تمـاس»مـوجود و. جـنـرال پاسـیـپـادګـوتــېـرېـځکتابته «ځغـلندنظـر»اچـولی و او داسي احساس یـې لاره چې ذکر شوی کـتـاب به پـــه «لــوبـیـانـکـا» په پخـوانـي شوروي اتحاد کې د کی. جي. بي. پـه مـرکـزکې لیـکل شوی و. خـو له احـسـاسـه تر واقعـیـتـه یـوه اوږده لار پـرتـه ده.« د سوشلیستي رومانیې د استخباراتو مشر )آیون میهای پاسیا( له وروستنۍ جـمـلې نه داسې معلومـېـږي چې ادعایې ټـینګه نه ده، بلکې ګړبـېدلېده

Ion Mihai Pacepa **) K.G.B.: Committee for Sate (* Security ***) organic connection
Former Soviet Spy: We Created Liberation Theology”, in: www.catholicnewsagency.com. 1 May 2015 [13 July 2017]. Watthwood, Tod “Cameron”JR., Jesus with a Kalashnikov Examining Marxist Elements in Liberation Theology and Soviet Influence on its Origin” 2016. Senior Honors Thesis.564
/http://digitalcommons.liberty.edu/honors/564

په ١٩۶٨م کې د کولمبیا د میدلین په ښار کې چې د لاتین امریکې د کاتولیک مولویانو کنفرانس جوړشوی و، د پـيـرو رومن کاتولیک ګوستافو ګوتېـرېـز پکې مشاور و)کشیش ډاکتر ګري ی. ګیلی: سوترن ویو چاپل، سپرینګ فیلډ).امریکایي ډاکتر مولوي ګیلی د ګوستاف ګوتېـرېـز دکتاب د دوهم چاپ په اړه درنه کره کتنه لیکلې لیکلې ده: د ګوستافو ګوتېرېـز اصل کتاب(١٩٧١)،بیا په مارچ ١٩٩٨ کې په نوي نظر سره چاپ شو

Gustavo Gutierrez(author), Grielad Inda (translator), and John -Eagelson(transla lator), A Theology of Liberation: History, Politics, and Salvation (15th Anniversary Edition with new Introduction by Author). Orbis Books, Revised edition (1 march 1998), 334 .pages. Originally written in 1971


ډاکتر مولوي ګري ګیلی* د دغه کتاب په اړه په خپله کره کتنه کې کاږي چې مولـوي ګوستافـو ګوتېرېـز د خوځـښت د پــلار په څېر منل شوی دی. په دغه نوي چاپ کې د مولوي ګوتیرېـز د اجندې جرړې خپرې شوي دي او دنـنـنـیـو مهمو عیسوي مشرانو او سازمانونو له خوا یی ملاتړ شوی دی. د آزادۍ الهیات له ټولنیز او اقتصادي پرمختګ اخوا، په دایمي کلتوري
انــقـلاب را څرخي(١۶-١٧، ٢١مخونه)،کپيټلیزم ردوي، سوشلیزم تبلیغوي، له پانګه والوهېوادونو په تېـره د امریکې له متحدو ایالتونو نه آزادي غواړي، او د ملکیت شخصي مالکیت نه مني:١٧، .)٢٠،۶۶،۶۵،۵۵،۵۴،١۵٩،١۵٨،١۵٠مخونه په کتاب کې د نجات معنا ارته شوې ده: نجات له ټولنیز نظام نه، له شخصي نوکرۍ او مرییتوب نه، او له ګناه نه(سریزه: ٣٨تر٣٩)لیکوال د نوې ټولنې جوړولوته ګوته نیولې ده(١۴١مخ)،او د الهـیاتو نوې ;رې او نـوي بشریت ته یی هــم ګـوته نیولې ده (١۴١،٨١،۶۵،۵٩،،مــقدمه١۴).د ازادۍ الهـیات که څه هم کاملاًپه مارکسیـزم راچاپـېـر نه دي، د مارکسیزم وڼـډه پکې درنه ده - خاصتا د بې طبقې ټولـنې مفکوره او د شخصي ملکیت له مینځه وړل ( ۸ ،۱۷۳،۱۲۵،۱۲۶،۵۶،۱۹ مخونه )
د بـې وزلـۍ په معنـا پوهـېـدلو د آزادۍ د الـهـیاتو په زړه کې ځای نیولی دی(٣٣تر ٣۴مقدمه؛ ١۶٢تر ١٧٣). کلیسا دوه وظیفې لري: تبلیغ او د دنـیــوي قـلمـرو تشویق(٣٧مخ). د آزادۍ په عملیه کې ګډون هـمدا اوس آزادي بخښونکې عمل دی(۴۶مخ).دا د نوې ټولـنې یو تعمیر دی(١۴١مخ). د آزادۍ الهیات د عیسویت، کلیسا، د الهــیاتو یوه نوې طریقه او نوی بـشـریت لـټــوي(١۴١،٨١،۶۵،۵٩،١٢،او مخ١۴مقــدمه). د بــېـوزلـۍ (غـربت) پـه معنا پـوهـېدل د آزادۍ د الـهـیاتو لپاره مرکزي مقام لري(مقدمه:٣٣تر٣۴ مخونه).


‏REVIEWED BY DR. GARY E. GILLY, PASTOR/TEACHER (* SOUTHERN VIEW CHAPEL, USA
نیکولای خروسچـیـف د پخواني شوروي اتحاد دریم ګوندي او حکومتي مشرو:١۴سپتمبر ١٩۵٣تر ١۴ اکتوبر ١٩۶٣. د خروسچیف له واکمن کېـدنـې نه ۵ میاشتې وړاندې، د ١٩۶٣ د اپرېــل په اا نـېـټه دیارلسم پاپ جان نړۍ ته په خپله وینا کې په عـدالت او مساواتو ټـینګــار کړی و. ښــایي خوسچیف به د «آزادۍ د الهیاتو»د پروژې لپاره له دیارلسم پاپ جان نه زده کـړه کـړې
وي؟
‏POP JOHN XXXIII’S 1963 ENCYCLICAL, PACEM IN TERRIS, THE
‏FIRST
‏ADDRESS TO THE WHOLE WORLD, APRIL 11, 1963 .[(W2.VATICAN.VA) [18 JULY 2017

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2697
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   نومبر   09, 2019 5:32 am    عنوان   : Reply with quote

د دین او سیکــولـریـزم ګـيلې او نـانـدرۍ

د دین او سیکولریزم په مینځ کې ګیلې شته. د کارل مارکس په آنـد دین «غلط شعور» دی، د فریـدریښ مکس میولرله نظره «دژبې ناروغي» ده... اودزیګمـوند فـرویـد په فکر «د سړي/انسان ماشومــتوب» دی. خو د فیل زوکرمن په وینا خاورین دولت(سیکولر سټـیټ) «لـغــړ»ښکاري: یو مهال دوه ګـڼـډنکو په یو باچا داسې جامې خرڅې کړې چې یواځې هوښیارانو لیدلی شوې،او بس! د دې لپاره چې احمق معلوم نشي، هرلیدونکي به د لــغــړباچا د لباس ستاینه کوله! پخپله لغړ باچا هم نه غوښتل چې احمق معرفي شي. یعنې بادشاه او ولس دواړه د واقعیت په ځای په تصور کې ډوب وو. په امریکا کې چې کله مرګ او ژوبله وشي، نو «محافظه کار» سیاستوالان اوچارپوهان ملامتي په بې دینـۍ (سیکولریزم) ورتـپـي. خو له یاده یې وتلې چې غلامي او دیـنـداري په امریکا کې د پېـړیو په اوږدو کې چلېـدلې.
البته، د محافظه کارانو د ادعا واقعیت سرچپه دی.[آیـزېس او القاعـدې په عراق او سوریه کې ولس ته کومه ګټه رسولې ده؟!!] په امریکا کې دجمهوری ګوند سیاستوال نیوټ ګیـنګریچ ویلی و چې «خدای له عامه ژوند نه وېـستل» په ټولنه کې ټولنیز مشکلات راولاړ وي او غیردیني هـېواد له« انزجاره» ډک وي. له دغو دریځونو نه داسې معلومېــږي چې سیکولریزم
(غیر دین) په ټولنه کې بدبختي راولي او جنایات پکې زیاتـېـږي. خو په امریکا کې هغه ایالتونه چې د ژوند کیفیت پکې ټیټ دی، په خدای ټینګه عـقیده لري. خو هغه ایالتونه چې ژوند پکې ښه دی، خلک یې لـږ دیني دي. بهرني هـېوادونه هم په دغه ډول دي.
د لندن پوهـنتون پوهاند شتیفن [ هم دې پایلې ته رسېددلی دی چې:چېـرې چې خلک لږدینــي وي، ژونـد پکې ارام وي. په ٢٠١١کې د ملګروملتونو د
احصائیی(ګلوبل سټډی آن هومیسایډ: د وژنې په اړه نړیووال تحقیق) له مخې: هـغه لس هېوادونه چې د وژنې درجه پکې ډېره جګه وه، ټول ډېـر دیني او په خدای معـتقـد ملتونه وو. خو هغه هېودونه چې د وژنې درجه پکې خورا ټيټه وه، تقـریبا ټول یې خورا غیردیـنـي هـېوادونه وو. ډیویډ نیوس کاږي .چې: په غیردیني خلکو کې د نوعه دوستۍ او خوښۍ احساس زیات وي




DAVID NIOSE, “MISINFORMATION AND FACTS ABOUT SECULARISM AND RELIGION,”PSYCHOLOGYTODAY.COM(30 MARCH 2011[20 MAY 2017].
PHIL ZUCKERMAN, PH.D., “THE SECULAR SOCIETIES FARE BETTER THAN RELIGIOUS SOCIETIES,” PSYCHOLOGYTODAY.COM(OCTOBER 13, 2014) GOOGLE.COM[18 MAY 2017]


فیل څوکرمن لـیکي چې د هـیـټـلر د ټـول وژنـو(هــولــوکاسست) پـه مهـال:

«هرڅـومـره چې خلک غـیردیني وو، هغــومره هغــوی احتمال [ره چې د تعقیب [نـدې یهـودانو ته نجات ورکړي.په شلمه پـیـړۍ کې د نـړۍ یـوې نامتو علمي کوپــړۍ آلـبَـرت آیــنــشتاین َداسـې ویلي وو چې: «د یـو انسان اخــلاقي سـلوک باید واقعا د هغه په هـمدردۍ، تعلیم، او ټولـنــیزارتباط ولاړوي؛ هــیڅ دینـي اساس ته اړتـیـا
َنشـته. انسان به واقعا په یو بدبخت حالت کې وي، که هـغه د جزا د وېـري امله مهار شوی وي او له مـړینې نه وروسته د اجــر په هـیله وي
کارل مارکس (١٨١٨تر ١٨٨٣) جرمن اقتصاد پوه او سیاسي مفکر په فلسفه شخوند نه واهه، بلکې د خپل اقتصادي- سیاسي فکر د عملیاتي کولو په لټه کې و. هغه ویلي وو: »فیلسوفـانو نړۍ په بیلا بیل ډولونو یواځې توضیح کړې ده؛ خو مهمه دا ده چې بدله یې کړې.«. مارکس د کار وېـش او د طبقې وېش ته کلک پام کاوه، او اوسنی حالت( ستاتوسکو)یی نشو منلی. د مارکس غټ فکري ملګری پانګه وال او سیاسي مفکر فریدریښ ِانـګلـز و(١٨٢٠تر ١٨٩۵)چې متدین خو منتـقـد عیسوي و او ریــفورم - کالوینیست کورنۍ ته منسوب و. د ِانګلز د مولوي نوم ف. و. کرومـخـر** و چې یو ډول .انقلابي مولوي و ځکه د قدرتمندانو او مړو(غني) خلکو په ضد یې وینا کوله


STATUS QUO **) F.W. KRUMACHER (* Michael Loewe, Friedrich Engels on Religion and Clas truggle. Science & Society, Vo. 62, No. 1, Spring 1998, pp 79- 87; Roland Boer, “Revolutionary Christianity: Friedrich Engels and the Aufhebung of Religion,” (18 June 2014), in Political theology.com[22-06—2017]. Karl Marx and Friedrich Engels, On Religion. Paperback (Dover Publications Inc., May 2008); Joseph Martin, Marxism and Religion Yesterday and Today. Paperback, May 2009; Charles Taylor, A Secular Age. The Belknap Press of Harvard University Press, 1st ed. (Sept. 20, 2007); Michael Loewe, Friedrich Engels on Religion and Class Struggle. Science & Society,Vol. 62,No. 1, Spring 1998, pp. 79-87



په کاناډا کې د یوې سرپـټې اومخ لوڅې عادې مسلمانې مېرمنې چـغـه

مونیا مزیغ په ټونیس کې زېـږېـدلې او لویه شوې وه. په ١٩٩١کې کاناډا ته کډواله شوه او هلته یې د ډاکترې علمي درجه لاسته راوړه. ډاکتر مونیا مزیغ لیکواله ده، مسلمانه ده، د سـر ویښـتان یی په ټوکر تړلي وي، د بشر د حقوقـو پلوي ده، او د ټولنیزو او سیاسي چارو په اړه په عـربي، انګرېـزي او فـرانسوي ژبو لـیکنــې لري. ما د هغې لاندي لیکنه رالڼډه کړې ده:
‏Dr. Monia Mazigh
‏MONIA MAZIGH, WHAT IT MEANS TO BE A MUSLIM WOMAN? (MONIAMAZIGH.WORDPRESS)(JULY .[16, 2016) [JULY 21, 2017
د لیکـنې په سـرلیک کې مطرح پوښـتـنه په ضمني ډول د «مسلمان» لپاره یو ډول مـفهـوم لري، د «مـیرمنې» لپــاره یو ډول مفــهوم لري، او د «خاورینې ولــسـواکۍ »(سیکولـر دموکراســۍ) لپاره یو مفـهـوم لري. ځـینـې خلک دي چې الکهول څښـي، لـمـونـځ نه کوي، روژه نــه نـیسـي، خـو ځانونه مـسلمان ګــڼي. دغه ډول «مــسلــمان» چې د ترهه ګرۍ (ټروريــزم) عــملیات اجــرا کـړي، نو بـیـا هـم د «مـسـلـمان» په نوم تـېــرېــږي! نــن ســبـا [مسلمانې] مــېـرمنـــې د خـپـلو حـقـوقـو په تـلاش کې لـګـیا دي. کــومـې مـېـرمـنـې د ټـولــنـيـزاعـتـبـار وړ دي؟ هـغـه چـې دسمال یـې پـه سـر راتــاو کـړی وي، کـه هـغـه چـې پـه بـوقــره (چادري) کـې روانــه وي! آیـا سـیـکـولـر ولــســواکــي د مـېـرمـنـو د سـرلــوڅۍ اسـتـازولـي کـوي، کـه د هـغــوی حجـاب یا د سـر دسـمـال؟ فـرانس چــې ځـان تــه د سـیکــولـریــزم د اتـل پـه سـترګه ګوري د مـسـلـمانـې د سـر ُدسـمال/ دســـر شـال* نــشـي زغـملی

‏SCARF(*

آیـا سـیکـولـريــزم د یـو نـوي دیـن پـه څـیـر وپـالـل شي؟ آیــا د اســلام په ِِ
*.ډي. ان. اې (DNA)
کـې مــشکــلات دېـره شـوي دي چـې مـــسلـمـانان پـه کــې د ولـسـواکــۍ
ِسـره سـمـون نـشـي کــولـی؟(ډي. ان. أی. : پخپله تکثــیـرونکې ماده چې
کروموزوم جوړوي او جنیـټـیک معلومات رسوي] په اسـلامي هـــیـوادونـو کـې چـې چــا ماتــه ګـوډه ولســواکي را مــیــنـځـته کـړې وه، هـــغــه هـم .پـنـچـر شوه
د عالـمـې خور ډاکتر مونیا مزیغ پورتنۍ درنې لیکنې زما (ځیرکیار) پام دې پوښتنې ته راوګرځاوه: آیا دولت یو جومات دی چې دین پکې باید وچلېـږي؟
د دین او سیکولریزم موضوع نوره هــم پېچـلې ده! په ١٩٢٢ز کې د خـدای سړي(متقي یولسم پاپ) د فاشیست بنـیــتو موسولـیني(له ١٩٢٢تر١٩۴۵ د ایټالیې صدراعظم) سره ټلـواله جـوړه کړه**.
‏**) David I. Kertzer, The Pope and Mussolini: The Secret History of Pius XI and the Fascism in Europe. Random House Trade Paperback, Jan. 2015
د ملي سوشلیستي جرمن کارګرانو د ګوند مشر ادولف هـیټــلر په ١٩٣٣ز کې د جرمني صدر اعظم شو.هـیټـلر نازي و او فاشیست موسولیني ته یې په درنه سترګه کتل. خو د هـیټلـر کارونه، د تجربه کار فاشیست موسولیني نه خوښېدل. دواړه د پارلماني ولسواکۍ په ضد وو، دواړو ګډ څه نه لـرل، خو ګـډ غلیمان یې لـرل (سوشــلیـستـي شوروي اتــحاد،لیبرال انګلیستان، او لیبرال فرانس).عرب د هـیټلر پلویان وو، ځکه چې انګرېـزانو او فرانسویانو د ١٩١۶ په می کې د «سایکس-پیکت» په نوم د پټ تړون له لاري د عربو په خاوره کې د خپلې خوښې کرښې ووېستلې ، د نفوذ ساحې یې رامینځته کړې او دعـرب نیشنلیزم شمزۍ یې ماته کړه، نه د دین – لکه انګرېزانو چې د افغانستان په پاچا عبدالرحمن خان لعنتي ډیورند سرحد تحمیل کړاو ټول افغانستان یې له !پرمختګ نه محروم کړ
د ١٩٧٩ز د دسمبر په ٢۵ نېــټه، پخواني شوروي اتحاد په افغانستان یرغل وکړ. یوخپلـسرې هــېواد دوست سوشلیست حفیظ الله امین یی وواژه، او یو ټـيــټـسری خبرلوڅ کمونیست یې قدرت ته ورساوه. د دې سره جوخت، د عرب او عجم (د اسلام او عیسویت) ټلواله جوړه شوه، او د ټـول افغانستان د ژمي په پلازمېنه (پېښور) د وسـلو، پیسو، او مدرسو باران پېل شو. دولس نیم کالونه وروسته د ١٩٩٢ په اپرېل(غویی ١٣٧١ل) کې، په کابل
ښارکې«اسلامي » دولت رامیـنـځته شو چې ما (ځیرکیار)په سرک الطوایفۍ او چورواکۍ نازولی و. دغه ډول محیرالعـقـول دولت یوه «شـرعي»فتوی راووېـستله:«د ښځو مکتبونه د زنـا مرکـزونه »!؟زه [ځیرکیار]چې ماشوم وم، سپین ږیري غلام سید شېخ به را ته د قرآن مجید د لوستلو چل راښود. شېخ کاکا تکړه بزګرو او خپله تکه سپینه ږیره به یې ډېره پاکه ساتله.
ماته یې ویلي وو چې د مسلمان د ږيـري په هـر ويښته کې یوه ملایکه زانګي! ما چې په ١٩٩٢م کې په افغانستان کې په تېره په کابل او نورو ښارونو کې د مجاهدینو کرغـېـړن ، سپک ، جنایي او تخریبي اعمال ولیدل، د اسلامي بې نظمۍ او چورواکۍ نه مې زړه تور شو
خو وخت او شرایط بـدلېـږي. د ٢٠٠١ز کال په اکتوبر کې خوارکی او جنګ زپلی افغانستان، د زبرځواکې امپریالیستي امریکې د یرغل او جنګي تجربو ډګرشو.که پخوا به (دغلام سید شیخ کاکادویناله مخي )دمسلمان دزيرې په هر ویښته کې یوه ملایکې زانګل، نو په افغانستان باندې د امریکې د بربــڼـډ یرغل راهیسې د جهادي مشرانو د ږیرو په هر مبارک ویښـته کې یو میلون امریکایي ډالـرې زانګـي. قـسمت د هغو جهـادي مشــرانـو ښه دی چې )د لــوی کــندهار په اصط)ح«کــونـاټـورې » ږيـرې ولـــري! رحمان بابا ویلي وو: چې څښن یی په خپل فضل ږمنځ نکړي ښې ښې ږیرې به شي سپکې لکه درب ټولــنـپوه پوهاند فیل زوکرمن کاږي چې: په هغوټولنو کې چې دین پکې برلاسی وي، د میرمنـو مقام او شان پکې ټکنـی وي او وظیفې یې محدودې وي. خو چـېـرې چې سیکولـریزم بریالی وي، د مېـرمنـو شان او مقام جګېـږي. چېرې چې د ښځو او سړیو غیرمساوات یا بېعدالتي ټکنۍ وي، .لـږخلک دیني وي او سیکولریزم پکې کوټـلی وی
‏Phil Zuckerman, Secularism and the Status of Women .[(psychologytoday.com
‏(7 November 2014) [20 July 201

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2697
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ١   شنبه نومبر   10, 2019 2:24 am    عنوان   : Reply with quote

‎ دوه مسلمان مېـرمـنو د سیکولر مسلمانانو په خوځښت پسې ملا تړلې ده: ‎ډیر خلګ په دې خــبردي چې «سـیکــولــر» یـهـودان شـتــه دي. عـلـت یې ښایي دا وي چې جودایزم یواځې دین نه دی بلکې قومیت او کلتورهم دی. په امریکا کې «تـقریباً» (٪۲۵) یهودان سیکولـردي. امریکایي یهـودان په دین دومره ټیـنګار نه کوي لکه اسرائیلي یهودان یې چې کوي.
په ایټالیه کې دوه مسلمانو سومالي میرمنو (مریم اسمعیل او لیلی یوسف) د ۲۰17 د اپرېـل په ۵ نېـټه «د سیکـولر مسلمانانو خـوځـښت» رامـینځته کړی دی. مریم پخوا سیاستواله او انجینره وه، او لیلا د ذکر شوي خوځښت موسسه ده. دغه خوځښت غواړي چې د روان کال(۲۰17) په منــي کې د بیـن الملي سیکولر اسلام د کنفر انس لپاره تیاری ونیسي. مریم او لیلی دواړه د سیاسي اسلام سره په ټکر کې دي، نه د عـبادتي اسـلام سـره! دواړه په دې هـیله دي چې دین او دولـت دي له یو بله جـلا وي. لیلا یوسف سیکولــر مسلمانان او امامان غواړي، لکه په فـرانس کې چې «مترقي» امام تارق اُبـرو دی. دغه امام په مراکش کې زېـږېـدلی و او د «مترقي»اسلام او «رېفـورم شـوي» اسـلام په لټه کې دی. امام اُوبرو د ترهه ګرۍ او افراط په ضد، په«وقایوي/احتیاطي الهیاتو»* بوخت دی. [سیکولــریزم د میرمنو غټ ملګری معلومېـږي].
*) preventive theology
Anna Momigliano, “What does it mean to be a ‘Secular Muslim’?” (theathlantic.com :27/4/2017) [15/7/2017];Sigal Samuel,”Should France have its own version of Islam?”(theatlantic.com(25/04/2017)

‎د سیکولـریـزم نظــریه او تــمـایـل:«مـهربان او نوعه دوست زوزات»
‎په دغه اړه په ټولنپوهنه/سوسیالوجي کې داسې نظریه شته چې هرڅومره ټولنه د پرمختګ او نوښتګرۍ په لار روانه وي، دین په څټ کـېـږي او تـشـېـــږي. پوهان په دې باور وو چې پــوهـې او ذکاوت د روڼ آندتیــا(تنویر) د پـېـر سره تـړاو لاره، خو د دیني عـقـیدې له نظره یې د کـفـر مقام ګـټلی و. کارل مارکس(۱۸۸۸تر ۱۸۸۳م)، ایمیل دورکهایم(۱۹۱۷-۱۸۵۷)، مکس ویبر(۱۹۲۰-۱۸۶۴)،او امریکایی فیلسوف او ساپوه ویلیم جیمس(۱۹۱۰-۱۸۴۲) هغه کوپـړۍ وې چې ذکر شوي دیني زوال ته یی ګوته نیولې وه. د شلمې پــېـړۍ نامتوامریکایي ټولنـپوه س. رایټ میلز(۱۹۶۲-۱۹۱۶) په ۱۹۵۹کې په دې فکــر و چې دیـن به په غـیـر لـه شخصي قـلمـرو نه، ورک شــي. په
‎انګلستان – ویــلس کې ٪۶۶خلک د دیـن سـره هـېڅ ډول تــماس نـلـري

eter Clark (editor), Oxford Handbook of the Sociology of Religion. OUP Oxford; reprinted (3 Feb. 2011)
‎پوهاند کلارک د اکسفورډ پوهنتون د الهیاتو د پوهنځي غړی دی. نن انسانان(په کار،سیاست، ټولنه،تعلیم، معلوماتو، په کورکې ژوند او ساعت تېـرۍ کې) مصروف دي. هر څومره چې د انسان د ژوند غیردیني برخې کوټلې کېـږي، هغـومره د دین برخه ټـکنۍ (ضعیفه) کېـږي.
Vexen Crabtree, ”Definitions of Secularization Theory: Why is Religion Declining? (humanreligions.info 25 August 2016 [5 June 2017]. Phil Zuckerman,Religion declining, secularism surging (huffingtonpost.com 13 May 2017) [27 July 2017].
‎د ویکسن کربــټـري د څېړنې له مخې، په ۲۰۱۴کې د «یوګو رای شمېـرنې» له مخې، ٪77 برتانوي عوامو ویلي وو چې ډېـر یا بلکل دیني نه وو. ویکس کربټـري په بله تبصره کې کاږي چې: «د انګلستان کلیسا» نور نـشي کولی چې په اوسني ډول خپل فعالیت وغځوي، خو داچې نزولي وضعې ته د اضطراري حالت په کچه پاملرنه وشي(د یُـورک د سترمولوي اخطار)! کلیسا به په یوه لسیزه کې د مولویانو په کمښت اخته شي، ځکه چې د اوسنیو مولویانو نږدې نیمایي برخه تقـاعد ته رسـېـږي. د دیني ارادتمـندانو مخ په زوال شمېربه کلیسا د مالي انقـراض سره مخامخ کړي- سره له دې چې اوس هم د تاریخي تعمیرونو د ساتنې د مشکل سره مخامخ ده. دغه شان: په برتانیه کې په ۲۰۰۶ز کې: ٪۱۰خلک په اونۍ (هفته) کې یو ځل کلیسا ته تللي وو، ٪۱۵لږتــرلــږه پـه میاشت کې، ٪۲۶ لږ تر‎لږه په کال کې. خو بـشـپـړ اکـثـریت: ٪۵۹ هـېـڅکله کلیــسا ته نه و تللی.
“The British public, both adults and children, are almost wholly ignorant of the basic facts surrounding Christianity and other world religions.” – Vexen Crabtree, “Religion in the United Kingdom: Diversity, Trends and Decline” (vexen.co.uk 2012) [27 July .]2017
‎په ۲۰۰۷زکي د امریکې په دیني منــظره کې ٪۷۱امریکایانو په خدای عــقـیده لرله. خو ۷ کالونه وروسته په ۲۰۱۴زکې، دغه شمـېره له ٪۷۱ نـه ٪۶۳ته راولـوېـده. هغه امریکایان چې په کوم دین پورې تړلي نـه وو، په ۲۰۱۴ کي د بالغ نفوس ٪۲۳وو. خو په ۲۰۰۷ کې یې شمیره ٪۱۶وه. یعنې په ۷کالونو کې یې ٪۷ زیاتښت ‎کړی و.

“U.S. Public Becoming Less Religious”, (pewforum.org 3 November 2015) [27 July .]2017
‎په امریکا کې د شیکـاګـو پوهـنتون د څـېـړنې له مخې، هغه ماشومان چې په غیردیـنـي کورنیو کې لوی شوي دي «ډېـر مهربان او نوع دوست» دي نسبتاً هـغو ماشومانو ته چې د دیـن سـره لوی شوي دي. په دغه تحقیق کې ۰۱۱۷تنه، ۵ تر ۱۲کلن ماشومان په شـپـږ هـېوادونو کې(کاناډا، چین، اُر ُدن، ترکیه، د امریکې متحد ایالتونه، او سهیلی افریقــا) د تحقیق لانــدې نیول شوي وو، او د هغوی د کورنۍ دیانت او د والـدیـنو له خوا د ماشوم «احساس او د عـدالت په اړه د هغوی زړه سوانـدتـیـا تر کتنې لاندې نیول شوي وو.» دغې تجربې و ښودل چې د کورنۍ دیــني هـویت د ماشومانو ایـثـارمـند سلوک «ټـیـټوي.» په بله وینا، هغه ماشومان چې د دیـن پـه غـیـاب کې لوی
‎شوي وي، ډېــر سخي وي.

Patheos.com (November 5, 2015) [22 July 2017].
‎د سیکولر فعالګرتیا د زده کړې لپاره لاندې کتابونه ولولئ:
Dan Arel, The Secular Activist: A How-to Manual for Protecting the Wall between Church and State. Pitchstone Publishing Oct. 2016; Dan Arel, Parenting Without God: How to Raise Moral, Ethical and Intelligent Children Free from Religious Dogma. Pichstone Publishing; Reprint (September 2015). Wink
دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2697
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٣   شنبه   نومبر   12, 2019 2:29 am    عنوان   : Reply with quote

سیکولریږم د خراساني / افغاني شکور زردشتیان له نظره

ما د شکور زردشتیان د کتاب ځینې برخې په اینـټرنېټ
کې ولوستلې، نه ټول کتاب. په کتاب کې ځینې برخې په فارسي هم لیکل شوي دي. زردشتیان د کتاب د لیکلو او خپرولو په مهال لکه چې د امریکې د مریلنډ ایالت په لاوریل ښار کې استوګن و. په ګمان سره د افغانستان په شمالي سـیمو کې به زېږېـدلی وي او هلته به یې نهم یا 1۲ ټولګی بشپـړ کړی وي. د بـدخشان په کرهڼې مدیریت کې یې مصروفیت لاره. [د پخواني شوروي اتحاد] د یوکراین ایالت په پوهنتون کې یې په کرهـڼه کې ماسټري لاسته راوړې وه. په بیروت پوهنتون کې یې هـم درس ویلی و[خود درسڅانګه یې نه ده ښودلې]، ۲۸۰مخ. زردشتیان په «فیسـبوک.کام[۱۰ جولای ۲۰۱۷] کې لیکي چې د بغلان ولایت په اندراب کې په ۱۹۳۵ ز کي زېـږدلی و. خو د زردشتیان د کتاب نـورې اړوندې چینې د هغه د زېـږېـد ځای په اړه لیکي چې په کابل کې یا «کابل ته نږدې» زېـږېــدلی و. زه نه پوهـېـږم چې د زوکړې د ځای بــدلـون بـــه د څـه او/یـا د چا لـپاره ګـټـور و؟ ښایي «زردشتیان» به یې پټ(مستعار) نوم وي؟ لیکوال کاږي چې: «ما دا کتاب په اختفا[پټ ډول] ولیکه ځکه د دیني[اسلامي]تلقین له امله زما زوزات او دوستان لعنتي شوي دي او فکر کوي چې نفرت انګیز» څه به لیکوال ته پیښ شي. «حتی» هغه «روڼ آنـدې میرمن» چې د زرشـتـیان د کتاب فارسي نسخه یې په انګریزي اړولې وه، «ډارېــدله» چې د زردشتـیـان په کتاب کې یې نوم ذکر شي. ۳۱۸ تر۳۱۹ مخونه.
barnesandnoble.com[ 10 June 2017]: “Shukoor Zardushtian was born in Kabul, Afghanistan....”; amazon.com[10 June 2017]:”Shukoor Zardushtian was born near Kabul,Afghanistan.”; books.google.com:”Shukoor Zardushtian was born near Kabul, Afghanistan.”; abebooks.com[Synopsis: 29 July 2017]: ”Zardaushtian was born near Kabul”.
زما (ځیرکیار) د ټکنۍ مطالعې او مشاهدې له مخې، سیکولر(غیردیني) اشخاص عموماً ارام انسانان وي او له دولت نه بهر د چا د دین په ضد نه وي. هغوی په دې کې د یو هېواد د وګړو ګټه ویني چې دین دې په دولت کې نه وي، خو له دولت نه بـهـر په ټولنه کې ولس حق لري چې دین یا دینونه ولري یا یې ونـلـري.
شکور زردشتـیـان څو ځلې اسلام ته «عرب دین» ویلی دی، او د اسلام پیغامبر یې د «عربانو پادشاه» ګڼلی دی(۳۰۱ مخ). لکه څنګه چې څوک د دوه جرمن مفکرینو (فریدریښ اینګلز او کارل مارس) تاریخي ماټـیریالیزم او ډیالیکټیک مټـیـریلیزم تـه د جرمنیانو مفکوره نه وایي، دغه شان مناسبه نه برېښي چې یو څېړونکې دې د نړۍ دوهم غټ دین (اسلام) «عرب دین» ته راټیټ کړي او د اسلام پیغامبر «د عربانو پادشاه» ته. زردشتیان «د قاتل اسلام شرموونکي تاریخ» ته ګوته نیسي(۳۲۱ مخ). زردشتیان لکه چې د صلیبي جنګونو له نږدې ۲۰۰کلن تاریخ(۱۰۹۵تر۱۲۹۱ ز ) نه خبر نه دی، او له ۱۹۱۶ راهیسې د لویدیز امپریالیزم له خوا د مینځني ختیز په وېش او په خپل وطن کې د فلسطینیانو له بې وطنۍ نه ناخبره برېښي. ټامس ف. میډن لیکي:صلیبي جګړې «تورداغ دی خاصتا دکاتولیک کلیسا او عموماَ د لویدیز تمدن په تاریخ باندې.» ولولئ
T.M. Madden,The Real History of the Crusades”
(Christianitytoday.com (May 6, 2005). Karen Armstrong*, Holy War: The Crusades and Their Impact on Today’s World. Anchor Books; 2nd edition (Nov. 2001). Karen Armstrong*, Muhammad: A Prophet for Our Time. HarperOne, Reprint edition August 2007. Rashid Khalidi, The Iron Cage: The Story of the Palestinian Struggle for Statehood. Beacon Press, Boston, 2006. Jimmy Carter, Palestine: Peace Not Apartheid. Simon & Shuster, September 2007. Peter Beinart, The Crisis of Zionism. Picador; Paperback (April 2013). Edward W. Said, The Question of Palestine. Vintage; Reissue edition (April 1992). Edward W. Said (Author), Christopher Hitchens (Editor), and 9 others,Blaming the Victims: Spurious Scholarship Palestinian Question. Verso; subsequent edition (Sept. 2001). Ilan Pappe, The Ethnic Cleansing of Palestine.Oneworld Publications;Reprinted edition (Sept. 2007).
(*) [کیرېـن ارمسـټرانګ پخوا کاتولیک راهـبه وه. د دغې انسان دوستې او په دینونو کې د ارتې مطالعې د خاوندې اثار په ۴۵ ژبو کې ژباړل شوي دي، او نن نـه یواځې یو علمي شخصیت دی بلکې بین المللي سوله دوست شخصیت هم دی: ارمسټرانګ د امریکې کانګرس، د امریکې د بهرنیو چارو وزارت، په نیویارک کې د نړۍ اقتصادي فوروم(د تبادل نظر غوڼډه)، په امریکه کې د بهرنیو اړیکو جرګې ته ویناګانې کړې وې، او اوس د ملګروملتونو د تـمدنونو
په اتحاد کې سفـیره ده.]ـ ځیرکیا

زردشتیـان لیکي چې:«سیکولریزم دینـي خوځښت نه منحلوي یا منع کوي،خوپه سیاسي ډګر[دولت]کې د دین قدرت محدودوي.»۳1۵مخ. خو لیکوال په عین مخ کې لږ وړاندې،لیکي چـې د ده د«کتاب ډکون په واقیعیتونو[فکټس] او قصو[فیکشنـز] ولاړدی چې له اعتباري چینو راوتلی دي....د دې لپاره چې له دغه ډول حماقت اوخرافاتو[«وارد شوي اسلامي دین»] نه ځان خلاص کړو، موږ باید د منطق له لارې له بې منطقۍ او خرافاتو نه ځان خلاص کړو....سیکولریزم دیني خوځښت نه منحلوي یا منع کوي، خو په سیاسي ډګر کې د دین قدرت محـدودوي.»ـ۳1۵مخ. زردشتیـان کاږي چې «اسلام(تنګ نظره او غلا شوی) دین د بې تمدنه او نالوستو، او بې مسولیـته اشخاصو د یوې ډلې په واسطه جوړ شوی» و(1۶مخ). «له هرڅه وړاندې، قران[مجید] د ادبي غلا یو کتاب دی...، او اصلي قرآن نه دی، او موږ باید په دې لټه کې شو چې په اصلي قـرآن څه وشول.» 1۹مخ. اتا تـرک «د کوچیانو دین ته کلکه څـپـېـړه ورکړه.» ۲1مخ. زردشتیان خپل «تلقین شوي دوست» ته بلنه ورکوي چې «د واردې شوې عرب ایـډیالوجۍ (توره، جهاد او د لمانځه اداب) د بـېـرته صادرولو لپاره غبرګ شو.» زردشتیان زیاتوي چې: د«اسلام تنګـنـظره او غلا شوی دین د یو بې تمدنه، بې سواده او بې مسولیته ګروپ» له خوا جوړشوی وـ 1۶مخ. شکور زردشتیان ستمی خراسانی دی او ځکه یې د خپل کتاب د اصلي موضوع (سیکولریزم) د چترۍ لانـدې، د افغانستان په اکثریت(پښتنو) د «نژادی ستم» ټاپه وهلې ده! د ستمي خراساني زردشتیان کتاب له فارسي نه په انګریزي ژباړل شوی دی. د سیکولریزم په اړه مـهــم فارسي شعرونه یې په اصلي فارسي ژبه کې په کتاب کې خپاره کړي دي، نه په انګریزي ژبه کې. خراسان-مزاجه شکور زردشتیـان لیکي چې «افغانستان په تېـر وخت کې خراسان نومـېـده.... زما مورنی هــېـواد خراسان (اکامیک هـېـواد) له لسمې پېـړۍ ۹۹۸ نه تر۱۹۹۳[اپـرېـل ۱۹۹۲/غویي۱۳۷۱ لمریز]پورې، د بـهـرنیانو په واسطه د دموکراتیک حکومت د ړنګېـدلو پورې یو سیکولر[غیردیني] دولـت و.... دین پوهـه نه ده....د مینځني خــتیــز د افـسانو الهـیـات دي، یوه بې مـېـوې ونه ده.»-۱۲تر ۱۳ مخونه . زردشتیان بل ځای کاږي چې: «اوس د خراساني، ایـراني او پاکستاني مـېـرمنـو لپاره مناسبه موقع ده چې د انقلابي خوځښت د جوړولو لپاره غبرګې شي، د خپلې آزادۍ لپاره مبارزه وکړي،د دیني او وروسته پاتی بنیادګرایی [بنسټولی] له تسلط نه ځانـونه خلاص کړي او د دمـوکراتیک او سیکـولــر ټــولنې په لـوري لا زیـات زور ووهـي.»ـ۳۳۲ مخ. زردشتیان په پـښتـنو بانــدې د «نژادي ستم» ټاپــه په فارسي کې خپره کړې ده:«نابرابری بازار تربیت و پـرورش در عـفـغـانسستان[افغانستان] بنا به زبردستی ایل پشتون درجامعه در دراز مــدت که همه امتــیازات روانـي و تـنی به اوشان داده میــشد روشن که میـتوان آنــرا ســــتم نــژادی نامید چــرا که دسته های دیګــر زیـر نــام ایـل کمترین از چــنان خـورد و نـوش کـــنار زده شـدنــد.»-۳۴۹مـخ. په دې دلیل چې دا ادعا د اصل موضوع (سیکـولـریـزم) سـره اړخ نه لګوي،زه به پرې په نــږدې راتلــونکې کې رڼا واچوم، نه اوس! شکور زردشتیان ته د سلیمان لایق لاندې شعـر خوند ورکړی دی

لرغـونی بامـیـان وران سـو د پنجاب په افـتخار
معصوم بودا شهید سوپه چاله د استکبار
ُ فـیــصل زمـوږ امام سـو، اسـامه زمـوږه پـلار
کابل چړي خانه سـوه د عـربـو د نـاتـار


٢٨٩ مخ
روغه به دا وای چې زردشتیان په خپل کتاب کې د افغانستان په ځای خراسان کارولی وای او ځان یې خراسانی معرفي کړی وای، نه افغان!

دوام لري


وروستی ځل بدلون  ع کريم حليمي   په   ١   شنبه نومبر   17, 2019 7:24 pm   ورکړی دی   ,  د بدلون شمېره  1
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2697
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٥   شنبه   نومبر   14, 2019 5:13 am    عنوان   : Reply with quote

په اسـلام کې د دولت او جومات په میـنـځ کې لیـکه نـشـتـه:
په مصر کې د اخوان المسلمین نوماند(کاندید) محمد ُمـرسي د۲۰۱۲ په جون کې انتخابات په٪۵۲ وګټل. په مقابل کې یې د مخلوع ولسمشر حسنی مبارک د مهال صدراعظم احمد شفـیـق انتخابات وبایلل. خو د مصر نوی ولسمشر محمد مرسي یو کال وروسته د ۲۰۱۳ په جولای کې له ګټلي مقام نه د عسکرو په واسته وتمبول شو . ُمـرسيدخپل هېواد لومړی ولسمشر و چې د دموکراتیک انتخاباتو له لارې قـدرت ته رسېدلی و. خو عسکري مشر عبدالفتاح الیسي له قـدرته لرې کړ. حسنی مبارک نـږدې ۳۰کالونه ولسمشر و(۱۹۸۱ تر ۲۰۱۱)په مصر کې پاڅون د ولس د بې وزلۍ او په ولس باندې د فشار له امله پېـل شوی و! خو خوځښت له سازمانـي- تشکیلاتی مشرتابه بې برخې و. روڼ آندانو په پاڅون کې مرسته کــوله، خو سازمان یې نـه لاره چې د پاڅونوالانو ملاتړ وکړي او لارښودنه ورته وکـــړي. د پېـښو له ډکــون نه سړی داسې پـوهـېـږي چې د حسنی مبارک د استبدادي حاکمیت په وړاندې، د ولـس عکس العمل ناڅاپي و،نه تنظیمي! دین په اطاعت او تسلیمۍ چلـېـږي. په لویدیزه نړۍ کې کلیسا د پېـړیو پـه اوږدو کې په اوج کې وه. دا هغه مهال و چې سیاسي واګې د پاچاهانو، پاپانو،امـپـراتورانو، او قـدرتمــندوخپلوان پالانو (نـیـپوټـیـزم) په ولکه کې وې، او ولس او قـدرتمندانو په مینځ کې اقـتصادي او سیاسي نا اڼـډولتیا په زرپ کې وه. له دې امله دغه ډول جوړښت د ولسـواکۍ سـره نـشو جوړېـدلی. خو دغه ډول دیني، سیاسي او اقـتصادي ټـلوالې ته د «رینـسانس» (نوښتګري/تجدد) او «روڼاانـدتـیا» (تنویر) پېـرونو پاټک واچاوه. مفکرین لکه رېنې دیسکارت(۱۵۵۶تر ۱۶۵۰)، جان لاک (۱۶۳۲تر ۱۷۰۴)، باروچ سپیـنوزا (۱۶۳۲تر ۱۶۷۷)، کنټ (۱۷۲۴ تر ۱۸۰۴ )، ولټېـر (۱۶۹۴تر ۱۷۷۸)، روسو (۱۷۱۲ تر ۱۸۷۸) هـیوم (۱۷۱۱ تر ۱۷۷۶)، اوهـېګل (۱۷۷۰ تر ۱۸۳۱) د دې ورشو برابره کړه چې کارل مارکس(۱۸۱۸ تر ۱۸۸۳)، ارترشوپینهاور (۱۷۸۸ تر ۱۸۶۰)، مارتین بوبر (۱۸۷۸تر ۱۹۶۵) اوپاول سرترې
(۱۹۰۵تر ۱۹۸۰) په نولسمې اوشلمې پېـړیوکې زړې عنعنوي پردې وشلوي. اسلامي نړۍ هـم د خپل رنسانس(نوي ژونـد) زرینـې پــېـړۍ لرلې(له اتمــې نیمایی پــېــړۍ تر دیارلسمــې نیمایي پــېـړۍ) چې د علومو، ریاضیاتو او ادبیاتو زړي پکې کرل شوي وو. خو دغه دوره چې پای ته ورسېدله، بیا یې ویـاړ او جلال ترېتم شول. داسې برېـښي چې په اسلام کې دیني انضـباط د دې تـومنه نـلــري چې دنـیـوي(خاورینې) اسلامي ولســواکۍ ته لار هواره کړي او د دولت(اداري ماشین) او جـومات په مینځ کې لیـکه ومـني. د دین او دولت په مینځ کې بېـلتون نوکې تـېـغی وواهـه. خوله بدې مرغې هـغه هـم په لـږو، خـو ډېـر مطلق العنـان رژیـمونو کې: د قــدافي لیبیا، د حافظ اسد سوریه، د صدام حسین عـراق، د مصرجمال عبدالناصر(۱۹۵۶تر۱۹7۰) او ورپسې د لسو کالونو لپاره انور سادات(۱۹۷۰تر ۱۹۸۱- ووژل شو)،او بیا د ۳۰ کالونو لپاره حسنی مبارک (۱۹۸۱تر ۲۰۱۱). جګ - لګښتـه لـوړ تعـمیرونه او قـیمـتي سـړکونه د موډرنـیـزم نـنـدارتـون تمـثیـلولی شي، خــو د ولـسـواکۍ اسـتازولي نـشي کولی. دیـن په اطـاعـت او تـسـلیـمـۍ چـلــېــږي. خـو لیــبرالیـزم آزادۍ ته وایـي، په آزادۍ چلېــږي او د انسان آزادي غـښـتلې کــوي. په واشـېـنګـټــن(ډي. سي.) کې «فـریـډم هـاوس» (د خپـلـواکـۍ کور) په پـنـځــوس(۵۰) مسلمان- اکـثـریـتـه هــېـوادونــو کـې، یـواځـې یـو اسلامي هــېـواد ته ګـوته نـیولې ده چې د «آزاد» هـېـوادونو په ډله کې شـمـېـرل کېدلی شي: ټونېـس! او کوویټ قسمـتـا آزاد(۲۰۱۶). ولولئ
Alon Ben-Mehr, Is Islam Compatible with Democracy? (huffingtonpost.com)[16- 06—2017]; straight.com(July 9, 2013) [16-06-2017]



سیکـولـر(ُدنیـوي) دولت د اسلام په ډکـون کې

اسلام هـسک څښتن ته د تسلیمـیـدلو معنا لري، او یو دین دی چې
محمد(ص) یې بنسټ اییـښودونکی و. د دغه دین منـونـکي سربـیره په خپل دین، د یـهودانو اوعـیسویانو په خدای هــم عــقیده لري او د سپـېڅلي قـرآن سـپارښتې تعـقـیـبوي. د اسلام ځینې چار پوهـان داسې اټکلوي چې که اسلام رسمي - دولتي دین وي یعنې په دولت کې رسمي دین وي، نو امکان لري چې نور دینونه یا عـقیــدې ونه زغمي؟

که په یو هـیواد کې دین د نورو دینونو سره سوله یـزه هــمزیستي ولـري، دیـنوالان کولی شي چې خپلې ښــېګڼـې یا بدګڼـې د نورو دینونو د ښــېګنواو بدګـڼــو سره پرتلـه کړي، له دې لارې زده کــړه وکـړي او د بلې عقیـدې په ښو اړخونو لږترلږه فــکر وکړي یایې ومني او له تـنګ نظرۍ نه ځانونه څڼـډې ته کړي. هـسک څـښـتن دې اسلامي دولتونو ته دومـره زغـم ورکـړي لکه چې اوښ ته یې د خـورا تـودو شـګـو په دښته کې ورکړی دی!
ځیـنو مسلمانانو ته سیکـولـريـزم «جاهـلي تمـدن» بـرېـښي

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2697
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  :   شنبه   نومبر   16, 2019 1:33 am    عنوان   : Reply with quote

په څوعـقیـیده/څودینه هـېوادونوکې دې د پوهاوي راپوهاوي لپاره، د بــېلګې په
ډول د دینونو یا مذهبونو مرکز/کور، د بین العــقیده بحث جرګه، بین العـقیده دعا عبادت،دکینېاوبدګمانۍپه ضد ُدعا،...اودګډوارزښتونو ُدعارامینځته شي. شهید شوي امریکایي عیسوي مولوي،فعالیتګراو د مدني حقوقو د خوځښت مشر ډاکترمارتین لوترکینګ)١٩٢٩تر١٩۶٨ز( ویلي وو چې:«نفرت نفرت نشي لرې کولی، یواځې مینه یې لرې کولی شي.»
امریکایي سندرغاړی او سندرې لیکونکی جیمي هـېـندریکــس(١٩۴٢تر١٩٧٠ز) ویلي وو: «کلـه چې د مینې قـدرت د قـدرت په مینه برلاسی شي، نړۍ به په سوله وپوهـېـږي.»دینوالان باید د یو بل دینونو .ته د درناوي تومنه ولري که له یوې خوا دین په سیاست کې لامبو وهي، نو له بلې خوا سیاست هـم دین ته د سیاسي کېـدلو لامبو ورښـيي.

امریکایي عیسوي سیاسـتوالان عموما د اسرائیلو کلک ملاتړ کوي. خو دغه ملاتړ ته سیاسي پرتوګ وراغـوندي: په منځني ختــیز کې اسرائيل یواځینی هـېـواد دی چې دموکراسي لري. په اسلامي نـړۍ کې داسې جمهوریتونه دي چې پادشاهۍ ته ورته دي. په اسلامي نړۍ کې هـم ډېـر سیاستوالان د خپل مادي مضمون لپاره اسلام کاروي. د سپېڅلي قرآن د دوهم فصل(سورت البقره) په ٢۵۶ آیت کې راغلي دي چې: «لااکراه فی الدیـن »)د دین په منـلو کې په چا زور نشته.( په اسلام کې د نورو دینونو د عبادتـځایـونو امنیت خونـدي شوی دی. په سوره ۵:ایت۴٨ کې راغلي دي چې: که الله غوښتلی ستاسې نــه به یې (په یو دین کې متحد) ملت جـوړکړی وای، خو غوښتل یې چې تاسې وازمایي. د سپېڅلي قـرآن په دوه آیـتونـو کې عــین مــوضوع تکرار شوې ده: دوهمه سوره: ۶٢آیه؛ پینځمه سـوره:۶٩ آیه ودې شـي چې د ســوره ٢ (البقره)ایه ۶٢ د سوره ٣(العمران)آیه ٨۵ سـره پُــخـلا شي:سوره ٢ ایه ۶٢: »هـغه چاچې په الله او د قیمت په ورځ ایمان ... راوړی وي او ښه عملونه یې کــړي وي، خپل اجـر(جایزه) به له خپل څښتن (رب)نه واخلي، هـغــوی به نه وېـره ولــري او نه غــمـجـنـتـیا.«سوره ٣ ایه ٨۵: (وَمَنْ يَبْتَغِ غَيْرَ الْإِسْلَامِ دِينًا فَلَنْ يُقْبَلَ مِنْهُ وَهُوَ فِي الْآخِرَةِ مِنَ الْخَاسِرِينَ)»څوک چې د اسلام په ځای بل دیـن غـواړي هــېـڅکله به یې (الله )ونه مني او په اخرت کې به د بایـلونـکـو پـه ډله کې وي.« دا ایت په سپېڅلي قرآن کې د دوه ایتونو سره په ټکر کې دی چې عین متن لري: سوره دوه(٢)ایه ۶٢؛ او سوره پینځه(۵) آیه ۶٩. دا به څنګه ممکنه وي چې د سپېڅلي قرآن یو آیت دوه پاس ذکرشوي سپېڅلي آیتونه لغوه کړي؟! د سپېـڅلي قرآن د درېمې سوره(العمران)په ١٠۴ آیه کې ښایي سیاسي ګوند/ټلوالې ته ګوته نیول شوې وي : وَلْتَكُنْ مِنْكُمْ أُمَّةٌ يَدْعُونَ إِلَى الْخَيْرِ وَيَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ

(ستاسې له مینځه به یو ملت راجګ شي چې خلک خیر ته رابلي، د ښوکارونو امرکوي او د بــدو کارونو مخه نیسي، او هغوی به بریالي وي(. ښایي په دغه ایــه کې به ســیـاسي ګونـد/ټـلوالې ته ګوته نیول شوې وي. ولولی د ډاکتر مقـتـدارخان لیکنه سیکولریزم د پرمختګ لپاره ګټوردی او د دې تومنه لري چې د دیني تنوع لپاره د همکارۍ چوکاټ رامیـنـځته کړي-خاصتا په هغه حالت کې چې دټولنې وګړي په عـقـیدوي او قـومي لحاظ متجانس نه وي. په سیکولریزم کې د لږکیانواوډېرکیانو حقوقي ټکرکم وي.
که په لویـدیز کې انګریز جورج جـیکوب هــولـیوک په ١٨۵١م کې د پخـواني لفـظ »ملحد/اتیست« پــه ځای «سـیکـــولــریـزم» تعـریف کـړ، په ١٢زییزه پــېــړۍ کې مسـلمان مفکـر ابــن رشــد (١١٢۶تر١١٩٨)د حقـیقـت د میندلو لپاره په فلسفه او دین راچاپېرشو. ابن رشد د دین اوفلسفې تر مینځ هغه بدبیني ړنګه کړه چې غزالي (١٠۵٨تر ١١١١م ) له ده نه وړاندې راولاړه
کړې وه. د ابن رشد له لیکنو نه یهـودي او عـیسوي منورینو الهام واخیست. جرمن عیسوي مولوي مارتین لوتر(١۴٨٣تر ١۵۴۶ز) لومړی اروپایي و چې کلیسا یې له دولت نه بېله کړه: کلیسا (دخـدای پاچاهــي)بـایــد له دنـیـوي (خاورینې) واکمنۍ نه بېـله شي. «فلسفه ی عرب به ګونه ای که در ابن رشـد و پیشینیان شرقی وی متجلی ګشته، فلسفه ای بود که به نیازهای نیروهای مترقی در جوامع ٫٫الـهـی٬٬ پاسخ میداد، جوامعی که به طور کیفی با جامعه ی عتیق فاصله ی زیادی داشت.») آرتو و. ساګادیف، »ابن رشد و سنت فلسفی«،انجمن کلیمیان تهران
(آذر ٨٨ [Iranjewish.com [15 Augus 2017

اته دېـرش نیم کالونه وړانـدې د ١٩٧٩ د فبرورۍ په ١١نېټه (۱۳۵۷ لمریز)په ایـران کې اسلامي انقلاب شاهي نظام رانسکورکړاوځای یې د امام خمیني په مشرۍ د ایران اسلامی جمهـوري نـظام ونیو. د سیکــولر(دنیوي) نظام د بحث لپاره، ما ته د ایران دیني جمهوري نظام ګټور برېـښي.
په ایران کې لوڅ ژبی سیکولریست ډاکتراسماعیل نوری علاء نومېـږي چې د پوهنتون استاد او لیکوال و اوس لکه چې په امریکا کې استوګن وي. دوه پخـواني پټ(مستعار) نومونه یـې دا دي: «مـاهـیار»او «ا. ن. پــیـام». الــمان غــږ(دوېـچې وېـلـې)ورســره د ٢٠٠٩ د دسمبر په ٣١ مرکه کړې وه چې لڼـډون یې لاندې وړاندې کوم:

(ARQIR.COM (APRIL 24, 2014





اسماعیل نوري علاء: په ترکیه کې چې چا سلطنت کولو،خلافت یې هم کولو.
​یانې دواړه مقامونه یو شی وو. خو په فارس(اوسني ایران) کې د صفویانو له پـېـر راهیسې (لږترلږه په تېـرو ٣٠٠ کالونو کې) د سلطان او خلیفه مقامونه خپل پخپله بېـل شوي وو. د ایران په مشروطیت پېـرکې[١٩٠۵تر١٩١١] پاچا هم د روحانیت سـره په مبارزه کې اخته و. له ١٩٧٩م راهـیسې په ایران کې د
دیني ډلې واکمـني چلېـږي. تــرڅو چې حکومت سیکــولر[دنیـوي]نشي، نه به د بشر حقوق چلېـږي، او نه به ولسواکي.

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
ع کريم حليمي
ستوري
ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري   2004
ليکنې: 2697
ځای: new york

ليکنهد ليکنې نېټه  : ٤   شنبه   نومبر   20, 2019 3:52 am    عنوان   : Reply with quote

پوښتنه:که حکومت ووایي چې اوس موقع مناسبه نه ده؟ جواب: دغه بهانه له ١٣۵٧ل[١٩٧٩ز] راهیسې چلېـږي. د جمهوري اسلامي پر ځای، «جمهــوری ایراني» ویل هـم مجاز نه دی، ځکه چې اخـتلافات راپورته کېـږي. دا سالم کار نه دی چې دا جمهوری اسلامي لاړشي او بل جمهوری اسلامي راشي او زموږ ټول ملي ثروتونه ضایع شي. جمهوري اسلامي یـواځې د مسلمانانــو جمهـوریت دی. خو جمهوری ایرانی د هـر ایــراني جمهـوریـت دی )جمهوری کمونیست،جمهوری بهایی، جمهوری کارګر(. خوکله چې سیکولر)دنیوي( جمهوریت راشي، بیا به »انوقـت دیګــر ما
٫٫جمهــوری ایــرانی٬٬ نخـواهـیم داشت، بلـکی ٫٫جمهـوری ایران٬٬ را خواهیم داشت.« یعنی »مالکیت حکومت را به ما ایرانیان برګرداند و این درست آن هدفی است که هدف اندیشه سیکولرهم هــست.... یعنی خارج کردن قدرت حکومتی از دست تک مذهب یا مکتب معین و دادن این قدرت به تمام مردم.« [Dw.com (31/12/2009) [16 August 2017
داسې برېېـښي چې د ایران جمهور رئیس سید محمد خاتمی په خپل هـېواد کې د سیکولر مفکورې لپاره نوکې کار کړی و، بې له دې چې د سیکولـر ادعا یې کړې وي
خبرګزاری فارس ١٠میزان ١٣٩٢
‏​Farsnews.com [16 August 2017]
سید یاسر جبرائیلی د سید محمد خاتمی د سیکولریزم په اړه آقای خاتمی! سلام علیکم »متوجه هستید که مطبوعات باید همیشه در خدمت اسNم عزیز و مردم و کشور باشند،؛ و آزادی ها در حدود قوانین مقدس اسNم و قانون اساسی به بهترین وجه تامین شود«. دقت می فرمائید که امام)ره( صریحا از «آزادی در حدود اسلام»سخن می گویند. اما جنابعالی بعدها از تقابل دین و آزادی سخن گفته و تصریح کرده اید که « اگر دین در برابر آزادی قرار گیرد، این دین است که باید محدود شود نه آزادی».صاحب این تفکر متضاد، چه نسبتی می تواند با امام خمینی(ره) داشته باشد؟ «در زندگی قومی که عزم تعالی و پویایی کرده است هیچ تحول کارسازی پدید نخواهد آمد مگر آنکه از متن تمدن غرب بگذرد... سخن کسانی که می گویند ابتدا باید خرد غربی را پذیرفت تا توسعه بیاید سخن بیراهی نیست و این سخن را کامل کنم که علاوه بر خرد و بینش غرب باید منش غربی متناسب با این بینش را نیز پذیرفت».

جنابعالی در حاشیه پنجاه و سومین مجمع عمومی سازمان ملل در نیویورک فتوای امام(ره)درباره اعدام سلمان رشدی را مسئله ای فقهی و پایان یافته اعلام کردید. فکر نمی کنید که منظور امام در سال 1367 «دقیقا»شما بوده اید؟ سوالمان تکراری است: نسبت شما با امام راحل چیست؟
شما در اواخر دوره ریاست جمهوریتان، جزوه ای به نام «نامه ای برای
فردا»نوشته و منتشر کردید. در آنجا «مشروعیت»همه قدرت ها را مستقیم و غیر مستقیم برآمده از «مردم» خواندید و از اینکه رویکردهای
سکوJریستي جریان متبوعتان در ایران به نام دین ستیزی مورد مخالفت قرار می گرفت، اینگونه با متهم کردن مخالفان به استبداد گله کردید: »استبداد زدگی درد مزمن و مشترک جامعه ماست... متاسفانه حتی مفاهیم غربی هم، وقتی به یک فضای استبدادزده پای می نهند، تحریف هم می شوند و این که در این مسیر سکوJریسم مبدل به دین ستیزی می شود، از این قاعده برکنار نیست

دوام لري
بېرته سر ته
د کارونکي عکس وښاياست شخصي پېغام وليږئ بريښناليک ولېږئ
مخکيني ليکنی وښاياست:   
نوې موضوع پېل کړئ   موضوع ته ځواب ورکړئ    tolafghan.com دفورم سر ته   -> اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ    ټول وختونه GMT دي
پاڼي ته لاړ شئ شاته  1, 2
پاڼه   2  ټولې پاڼې  2

ورټوپ کړه:  

تاسو په دې څانګه  کې ليکنې نشئ کولی
تاسو د دې څانګې ليکنو ته ځواب نشئ ليکلی
تاسو په دې څانګه کې خپلو ليکنو ته بدلون نشئ ورکولی
تاسو له دې څانګې څخه خپلې ليکنې ړنګولی نه شئ
تاسو د دې څانګې په ټولپوښتنه کې برخه نشئ اخستلی


Powered by phpBB © 2001 phpBB Group

Chronicles phpBB2 theme by Jakob Persson (http://www.eddingschronicles.com). Stone textures by Patty Herford.