د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یوه پوښتنه

Naeem sadat
09.05.2019

محترمو دوستانو او محترم حلیمی صاحب السلام عليكم ورحمة الله وبركاته .او همدا ډول د روژی د مبارکی میاشتی د حضور مبارکی هم تاسی ټولو قدرمنو لوستونکو او ټولو دوستانو ته وړاندی کوم .

محترم حلیمی صاحب او درنو علمای کرامو ، دلته زه یوه پوښتنه لرم که محترم علمای کرام می دا پوښتنه ځواب کړی نو ډیره مهربانی به مو وی

او هغه پوښتنه د والدینو یا د اسلام د مبارک دین له نظره د مور او پلار مقام ، ددوی حیثیت ،ددوی حقوق په اولادونو ، او د اولادونو حقوق په مور او پلار ، ایا اولادونه د مور او پلار ملکیت دی ؟ ایا اولادونه له خپل مور او پلار څخه په اطاعت مکلف دی ؟

ځکه چی عصبیت هم له مور او پلار څخه سرچینه اخلی . او تر هغه چی ما لیدلی هغه کسان چی د اسلام د مبارک دین سره سخت تعصب کوی ، دوی هم اکثره د عصبیت له مفکوری څخه متاثره دی . او بل داچی د مور او پلار ( قاعده ) په عینیت دا ډول دعوه کوی چی ګواکی د انسان پیدا کونکی د نوموړی مور او پلار دی .یعنی هغه شخص چی په الله ج عقیده ونلری ، نو دداسی یوی پوښتنی په ځواب کښی چی ته چا پیدا کړی یی ؟ نو اتومات ځواب درکوی چی زه می مور او پلار پیدا کړی یم .

نو که محترم علما زما دا پوښتنی ځواب کړی ، ډیره مهربانی به مو وی .



ع کريم حليمي
10.05.2019

ډېر محترم او ارجمند ورور سادات صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة اللہ و دامت و برکات !
مننہ ! دا د غفران میاشت دي په تاسو او ستاسی پہ ټول پتمن فامیل پوري هم مبارکه سي ۰

سادات صاحب ! د ډير ښو پوښتنو سره راغلي ياست ، د راتګ نہ دي مننہ کوم ،او داچه په ډېر جګ انداز مو پوښتني کړ‎ي یو وار بيا مننه !!

لمړ‎ئ به دغه پوښتني جواب کړ‎م ( ایا اولادونه د مور او پلار ملکیت دی ؟)

بلي !! همداسي ده

عن النبي صلى الله عليه وسلم أنه قال: (أَنْتَ وَمَالُكَ لِأَبِيكَ) رواه أحمد
مبارک د یو صحابي و زوی تہ فرمایلي وہ چه : چہ ته ،او ستا مال د پلار ياست ۰

خبره دا دہ چه داحديث څوك او څرنكه تفسیر کوي
زما له نظره دا یو زجري ، تنبیه وي حدیث دی ، او پہ محکمه کښي ،قاضي په دغه پورته حدیث حکم نه صادر وي ولي ؟ چه : کہ داسي وای نو بيا د اولاد په مرګ سرہ ، پلار به د متوفی مال ټول تصروف کولی ، او دمتوفیٰ اولادونه به وارثان نه بلل کېدای ، چه : شرعاً د متوفی پلار د مال وارث نه بلل کيږ‎ي

هو ! که داسي پېښه سي چه اولاد ، د خپل یو اقتصادي ناتوانہ پلار سرہ مرسته نه کوي ، پلار کولی شي چه محلي غونډه را وغواړ‎ي او پلار ووايی چه زوی د غوږ‎ونو سرہ زما او مال ئې زما دی

نور جوابونه بيا


Naeem sadat
11.05.2019

مننه حلیمی صاحب ، له داسی ځواب څخه چی هم (هو ) او هم ( نه ) . زما پوښتنه د انسان د مال د ملکیت په اړه نه وه بلکی زما پوښتنه دا وه ، چی انسان لکه ( نفس ) د چا ملکیت دی ؟

ځکه که موږ داسی حساب کړو ، چی انسان لکه نفس د مور او پلار ملکیت دی ، یعنی نوموړی ته دا نفس مور او پلار ورکړی نو بیا پدی صورت کښی مور او پلار دوه دی . او بیا دا پوښتنه راولایږی چی له مور او پلار څخه کوم یو د انسان اصلی مالک دی .

او که چیری موږ دا ومنو چی انسان لکه نفس د مور او پلار د دواړو یا یوه ملکیت دی . نو پدی صورت کښی بیا دوه حالته رامخته کیږی ، لومړی داچی والدین لکه د نفس ورکونکی یا رامنځته کونکی بیا د نوموړی نفس په وژلو ، خرڅولو او یا هم بل هر کار ورسره کولو لپاره د هیچا په مقابل کښی کوم مسولیت نلری . او دوهم اولاد د خپل مور او پلار په مقابل کښی په مطلق اعطاعت مکلف کیږی

او بل داچی تاسی حلیمی صاحب ددی پوښتنی د ځواب لپاره ولی قران کریم ته رجوع نکوی ؟



ع کريم حليمي
11.05.2019

ارجمند مکرم سادات صاحب ، بيا خپل سلامونه او احترام وړ‎اندي کوم

محترم سادات صاحب او درنو لوستونكو !
دا يو ښکارہ خبرہ دہ چه مور مقام او حیثیت د مجازي خالق مقام دى
دا مقام يو سنت الله او اللهي قاعده او قانون دى ، نن زما مور مجازي خالقه ده سبا بيا زما خور مجازي خالقه كیږ‎ي دا تسلسل به په ټول خلقت کښي (که انس دی او کہ جنس )جاري دى او وي به

خبره د اخلاقو او د نېکۍ ده ،د مقام خبرہ نده ، دا مجازي مقامونه هيڅ اعتبار او حیثیت نه لري ،
هو!!! ټول مخلوق یو پر بل باندي حقداري او یو د بل سرہ په نېکی مکلف یو
یہودانو په مذهب كي د مور مقام دومره لوړ‎ ؤ که اولاد پر مور لعنت ویلی
وای نو سزا ئې مرګ ؤ په اصطلاح خون ئي په خپله غاړ‎ہ ۰

زموږ‎ لپارہ الله ارادہ لری د اسانۍ ( يُرِيدُ اللَّهُ بِكُمْ اليُسْرَ وَلا يُرِيدُ بِكُمْ العُسرَ) دسختۍ ارادہ نہ لري
د محمد علیه السلام له شریعت اسانه سوئ او بهتر شوی دی

د انسان چه د هر چا سرہ ، هر شي سره تعلقات پیداسي دستي یو پر بل حقدارہ د نېکۍ شي

رابه سم د والدینو و حقدارۍ او نېکي کولو ته : فرق په حقدارۍ کښي د والدینو او نور مخلوقاتو دا دی چه : چه والدین د احسان حقدارہ دي
خاله ، عمه ، اکا ، همسایه ، ،۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ نور داو داو داو دا هم
حقوق راباندي لري ، خو والدین یو امتیاز لري هغه د احسان او حق اولویت امتیاز دی ، بل کوم خاص امتیاز نه لري !!!!!!!!!!

او قرآن هم دا یو امتیاز ورکړ‎ئ چه : [u:b1b6ebf5e4]احسان کوئ له والدینو سرہ[/u:b1b6ebf5e4] وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا ۚ
زہ بل کوم امتیاز د والدینو لپارہ په کلام الله کي نه وينم ۰
درنښت


Naeem sadat
13.05.2019

محترم حلیمی صاحب ډیره مننه چی زما پوښتنه مو ځواب کړه خو نه پوهیږم چی ولی مو یواځی د مور په باره کښی ویلی چی د مور مقام زموږ پدی ژوندانه کښی د خلقت دعوه کوی ، پداسی حالت کښی چی د پلار مجازی مقام هم زموږ پدی ژوندانه کښی د روح ورکونکی یا که په بله ژبه ووایم ( د مور مقام انسان ته د کمیت د ورکړی دعوه کوی او د پلار مقام انسان ته د کیفیت یا روح د ورکړی دعوه کوی ) یعنی دا دواړه مقامه د انسان لپاره د شرک منبع ګرځیدلی شی ، چی د الله ج لخوا څخه نه بښونکی ګناه ده . هو زه دا منم چی د مور تاثیر په انسان باندی د پلار د تاثیر څخه ډیر قوی ده چی زما په اند د مور تاثیر په اولاد ۹ برابره د پلار د تاثیر څخه قوی ده . اوس که تاسی مهربانی وکړی او د پلار د مقام په اړه هم موږ ته وضاحت راکړی نو دا به ستاسی لویه مهربانی وی

او یوی بلی خبری ته غواړم هم چی اشاره وکړم او هغه داچی مسلمانان د خپل مور او پلار چی کله دوی ناتوانه شی د نفقی او ددوی د ژوندانه د اړتیاوو د پوره کولولپاره مکلف دی او ددی کار په تر سره کولو کښی باید ( اف ) هم ونه وایی

مننه


Naeem sadat
13.05.2019

محترم حلیمی صاحب ډیره مننه چی زما پوښتنه مو ځواب کړه خو نه پوهیږم چی ولی مو یواځی د مور په باره کښی ویلی چی د مور مقام زموږ پدی ژوندانه کښی د خلقت دعوه کوی ، پداسی حالت کښی چی د پلار مجازی مقام هم زموږ پدی ژوندانه کښی د روح ورکونکی یا که په بله ژبه ووایم ( د مور مقام انسان ته د کمیت د ورکړی دعوه کوی او د پلار مقام انسان ته د کیفیت یا روح د ورکړی دعوه کوی ) یعنی دا دواړه مقامه د انسان لپاره د شرک منبع ګرځیدلی شی ، چی د الله ج لخوا څخه نه بښونکی ګناه ده . هو زه دا منم چی د مور تاثیر په انسان باندی د پلار د تاثیر څخه ډیر قوی ده چی زما په اند د مور تاثیر په اولاد ۹ برابره د پلار د تاثیر څخه قوی ده . اوس که تاسی مهربانی وکړی او د پلار د مقام په اړه هم موږ ته وضاحت راکړی نو دا به ستاسی لویه مهربانی وی

او یوی بلی خبری ته غواړم هم چی اشاره وکړم او هغه داچی مسلمانان د خپل مور او پلار چی کله دوی ناتوانه شی د نفقی او ددوی د ژوندانه د اړتیاوو د پوره کولولپاره مکلف دی او ددی کار په تر سره کولو کښی باید ( اف ) هم ونه وایی

مننه



ع کريم حليمي
16.05.2019

محترم ارجمند سادات سلامونه او ښې هیلي !!

ستاسو ليکنه مي څو ځله ولوستل خو بیا هم د متن و بطن (مطلب) ته مي لار و نه موندل ، د نہ موندلو سببونه دوہ دي ۱ یا به ستاسو لیکلی متن پاشلی وي ، ۲ یا به زما فکر پاشلی (پریشان ) وي

يوه پوښتنه مو واضح دہ ، پلار د مقام په باب كي
پلار د مجازي خالق مقام نه لري ، تنها مور ده چه د مجازي خالق مقام لري
پلار د يو دهقان مقام لري ، چه تخم په مځکه کښي ډير پہ ستر خوند سرہ شندي ﴿[color=red:0994be876f]فأتوا حرثكم أنى شئتم[/color:0994be876f]﴾ السورة ورقم الآية: سورة البقرة (223) او نهه میاشتي وروسته ئې تخم مېوہ وکړ‎ي ، مور ده چه د خاوري مقام هم لري ، لكه خاوري چه تخم په ځان کښي شین كوي دا اولادونه راوړ‎ي لكه ابراهیم ع ، موسىٰ ع ، ٠٠٠٠٠٠٠٠ بودا

پلار كوم خاص مقام نه لري ، اما اولاد ته ضرور ده چه د احسان په انداز به معامله ورسره كوي
[quote:0994be876f]مور او پلار چی کله دوی ناتوانه شی د نفقی او ددوی د ژوندانه د اړتیاوو د پوره کولولپاره مکلف دی او ددی کار په تر سره کولو کښی باید ( اف ) هم ونه وایی [/quote:0994be876f]

اف دا لفظي اف ندي ( اف اف اف ) او له نفقې سرہ هم تعلق نہ لري
اف : هغه خبرو او کړ‎ونو تہ ویل کیږ‎ي چه : د والدینو فکر ورپریشانه کوي

درنښت


Naeem sadat
17.05.2019

محترم حلیمی صاحب ډیره مننه ستاسی له ځوابه

هغه د ( اف ) په باره کښی تاسی برحقه یاست . او د بزګر په بار کښی باید ووایم چی هلته د بقری مبارکی سوری په ۲۲۳ ایت کښی الله ج د پلار مقام ته نه بلکی د میړه مقام ته خطاب کوی چی هغه بیا بیل بحث دی او هلته ډیره لویه فلسفه پرته ده او د هغه تشریح ډیر اوږد بحث ته اړتیا لری چی زه به بیا انشالله له وخت سره په هغه لیکنه وکړم . حلیمی صاحب د میړه او پلار مقامونه دا دوه بیل مقامونه دی او دا دواړه دوو مختلفو لوریو ته ګوری . کله چی یو نارینه په زړه کښی د میړه دریځ ونیسی دا یو ډول کیفیت اخلی او کله چی یو نارینه پخپل زړه کښی د پلار دریځ ونیسی هغه بیا بیل کیفیت ده . مطلب دا دوه سره بیل دی ( تاسی دلته د میړه او ښځی له لید لوری دی موضوع ته مه ګوری )

او د پلار او مور په باره کښی الله ج د سوره الاسرا په ۲۳ ایت کښی د هغو دواړو په باره کښی وایی چی عبادت یواځی زما وکړی او له مور او پلار سره نیکی وکړی . او الله ج هلته د ( دواړو ) یادونه کوی . چی پلار هم د هغه جز دی .

هغه پدی خاطر چی پلار او مور دواړه ددی مجازی خلقت په کولو کښی په ګډه ونډه اخلی او د انسان تحت الشعور یا وجودی پوهه داسی برداشت کوی چی ګواګی زما مور او پلار زما خالقین دی . یا که په بل عبارت ووایم د انسان دا حیوانی خواه داسی فکر کوی چی د نوموړی مور او پلار د نوموړی خالقین دی .نو په همدی خاطر مور او پلار کیدای شی د شرګ منبع وګرځی چی ښه مثال یی دا ( عصبیت ) دی چی په خلکو کښی په لویه کچه موجود دی . نو په همدی خاطر دینی عالمان باید همیشه خلکو ته د مور او پلار سره د نیکی کولو په توصیه کښی دا ورته یاده کړی چی ( تاسی بندګی یواځی او یواځی د الله ج وکړی )او له مور او پلار سره نیکی وکړی . چی تر څو ددوی په زړونو کښی مور او پلار مقامونه تقدس پیدا نکړی ځکه چی انسانی تحت الشعور بغیر لدی هم د مور او پلار بندګی ته مایل ده او که چیری ددینی عالمانو لخوا دا خبره خلکو ته تشریح نکړل شی نو د مور او پلار دا مجازی د خدای مقامونه د شرک منبع ګرځیدای شی

او محترم حلیمی صاحب د بودا بیا بیل بحث دی د هغه په باره کښی به بیا په راتلونکی کښی سره غږیږو



ع کريم حليمي
19.05.2019

ډېر محترم او دانشمند سادات صاحب او درنو، محترمو لوستونکو
سلامونه او ښې هلي !

محترم سادات مننه درنه كوم چه د پلار او د دهقان او مېړ‎ه ، ډېر ښکلی تفكيك مو کړ‎ی ، زہ صد در صد موافق يم لہ ښودني نه علیحدہ مننه
[quote:9acf12dfef]تر څو ددوی په زړونو کښی مور او پلار مقامونه تقدس پیدا نکړی[/quote:9acf12dfef]

زه فكر نه کوم چه خبرہ به و تقدس او يا و شرک خفي او جلي ، حالت او کیفت ته ورسیږ‎ی

ملا امام چه د مور او پلار د حقدارہ خبره کوي سبب ېي دادی چه داخبري ډېر خریداران لري ، او هر پلار غواړ‎ي چه اولاد د پلار غلام سي
حکومت مو پر ملت دکتاتوري کوي او اکثرہ پلرونه پر خپلو اولادونو دکتاتوري کوي او بعضي بيا سوء بهرهجويي هم كوي
دکتاتوري د دين او مذهب له پاره خنډونه جوړ‎وي او دغه د والدینو دکتاتوري دہ چه ارګ جمهوري ته ئې هم لارہ پیدا کړ‎ېدہ
د دکتاتورۍ په پرهنګ کښي ، د اسلامي ټولني تاوان دی

تاسو و عصبیت (تعصب) ته هم ډېره ښه اشارہ کړ‎ېوہ
هو !! په اسلام او شریعت محمدي په لارہ کي عصبیت نسته

که مونږ‎ دغه آيت شريف ته نظر ور واچوو
بسم تعالی
[color=indigo:9acf12dfef]وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا وَبِذِي الْقُرْبَىٰ وَالْيَتَامَىٰ وَالْمَسَاكِينِ وَالْجَارِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَالْجَارِ الْجُنُبِ وَالصَّاحِبِ بِالْجَنْبِ وَابْنِ السَّبِيلِ وَمَا مَلَكَتْ أَيْمَانُكُمْ[/color:9acf12dfef]
ژباړ‎ه : د مور او پلار سرہ نیکي کوی ، د خپلوانو سرہ او د یتیمانو ام مسکینانو سرہ او د رشته دار ګاونډي سرہ او بېګانه ګاونډي سرہ او ملګري سرہ او مسافر سرہ او د مینځي او مريي سره

د قرآني نص نه دا نه څرګنديږ‎ي چه د والدينو حق ، د نورو تر حق جګ دی

هو ! په یهودیت عیساٸیت کښي پرته له نورو خپلوانو څخه یوازي د مور او پلار ذِکر راغلی او بیان سوی دی ، او په دغو مذهبونو ددې دواړ‎و
د اطاعت ډېر جګ حق تسلیم کړ‎ شوی او منل سوی دی ، لیکن په دغو مذهبونو کښي پرته د مور او پلار څخه نورو رشته دارانو او خپلوانو ته هيڅ مرتبه او مقام نه دی ورکړ‎ سوی [color=red:9acf12dfef]مګر اسلام په دې مسئله د پوره تفصیل څخه کار اخیستی دی او په پورته آیت کي محمدي شریعت دغه فطري ترتيب وړ‎اندي کړ‎ی دی [/color:9acf12dfef]

او په بخاري كښي و پلار ته داسي فرمایي چه : ولاهلک علیک حقاً
ژباړ‎ہ : ستا کډہ او ستا کوچنیان هم په تاحق لري۰

درنښت


Naeem sadat
21.05.2019

محترم حلیمی صاحب ډیره مننه چی خپل وخت مو ضایع کړ او موږ ته مو وځواب ووایه

حلیمی صاحب ، که چیری موږ د الاسرا د مبارکی سوری پ۲۳ ایت کښی د عبادت کلیمه پر ( بندګی) تفسیر کړو نو بیا داسی حالت رامنځته کیږی چی په یوه مسلمانه ټولنه کښی چی کله خلګو ته د ( حرام او حلالو ) څخه د پلار نیکه ( نوم ) او ( رواج ) مهم وی او په ړندو سترګو د خپلو پلرونو او میندو تقلید کوی ، دیته بیا موږ شرک ویلی شو

او بل د مور او پلار مقدس ګڼل ، چی زموږ په ټولنه کښی عام دی ، ایا دا شرګ ندی ؟

و



ع کريم حليمي
21.05.2019

ډېر ګران دانشمند سادات ، السلام علیکم !
تاسو دوې ډېري مہمي پوښتني طرح کړ‎يدي ، تنہا دانشمدان دي چه د پوښتنی استعداد لري

ستاسو لمړ‎ی سؤال
[color=green:d6f472487d]که چیری موږ د الاسرا د مبارکی سوری پ۲۳ ایت کښی د عبادت کلیمه پر ( بندګی) تفسیر کړو نو بیا داسی حالت رامنځته کیږی چی په یوه مسلمانه ټولنه کښی چی کله خلګو ته د ( حرام او حلالو ) څخه د پلار نیکه ( نوم ) او ( رواج ) مهم وی او په ړندو سترګو د خپلو پلرونو او میندو تقلید کوی ، دیته بیا موږ شرک ویلی شو [/color:d6f472487d]

ستاسو و پوښتني ته کتاب الله جواب ویلی دی ،
د ناروا تقلید : قرآن و تابعينو او د متبوعینو دواړ‎و ته داسي فرمایي چه: بسم تعالی : قَالَ لِكُلٍّ ضِعْفٌ وَلَكِن لاَّ تَعْلَمُونَ ، الأعراف:38
ژباړ‎ه : نو به ووايي رب چه ټولو دوہ چندہ دي (عذاب )

[color=red:d6f472487d]شرک نه بلکي دې ته ناروا تقلید ويل کیږ‎ي [/color:d6f472487d]
ستاسو د دوهمي پوښتنی په باب دا ووایم چه :
إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُ بِالْعَدْلِ وَالْإِحْسَانِ وَإِيتَاءِ ذِي الْقُرْبَىٰ وَيَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنكَرِ وَالْبَغْيِ ۚ يَعِظُكُمْ لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ

عدل په نزد د رب لمړ‎ی توب لري ، او نیکي کول په نزد د رب په دوهم قدم کي قرار لري

رب العزت مونږ‎ امر کوي په عدل ، حقوقو له کړ‎کۍ عدل زیربنا دہ څوک چه : والدینو ته تقدس ورکوي دا عدل ندی ، عدل نسي نو بیا ګناہ دہ ، تنها شعار الله تقدس لري او مقدسات دي
مور او پلار د خدمت له نگاه أول مقام لري ، ټول انسانان یو پر بل حقوق لري ، پلار کوم خاص حقوق نہ لري الا حق اولیت

درنښت


Naeem sadat
26.05.2019

محترم حلیمی صاحب او درنو دوستانو السلام علیکم

حلیمی صاحب ډیره بښنه غواړم ، چی دی بحث ته ډیر په ځڼډ راځم . د هغه علت د روژی مبارکه میاشت ده . الله ج د موږ او تاسی ټولو ته ډدی مبارکی میاشتی ثوابونه او اجرونه را په نصیب کړی .

حلیمی صاحب په رښتیا هم الله ج د الاعراف په مبارکه سوره کښی ددی ړوند تقلید د عذابو په باره کښی موږ ته خبرداری راکوی .

خو زه راځم بیا د بحث هغی اصلی مسلی ته چی هغه د مور او پلار د مقام یا د اولادونو د والدینو سره د رابطی په باره کښی وو

ډیر خلګ داسی فکر کوی چی د اولادونو حسی تړاوو له خپل مور او پلار سره یو عقیدتی یا دینی تړاوو ده . حال داچی دا خبره برعکس ده . د اولاد حسی تړاوو د مور او پلار سره یوه حیوانی غریزه ده . ټول حیوانات او اکثره ژوندی موجودات د خپلو والدینو سره ډیر کلک احساساتی تړاوو لری . او مهمه داده چی نوموړی تړاوو ماټریالیستیک یا مادی ده . د هر شیدی رودونکی یا تی لرونکی حیوان ( وجودی یا احساساتی ) تړاوو له خپلی مور سره د ( شیدو ) لپاره ده یعنی مطلب ګیډه ده . او که موږ د حیواناتو له دیده چی ( عینیت ) کیږی نوموړی مسلی ته وګورو نو د یوه حیوان له دیده د نوموړی حیوان پیداکونکی یا خالقین د نوموړی حیوان مور او پلار دی . حیوان هیڅکله په عقیده نشی پوهیدای ځکه چی د عینیت له سترګو نړی ګوری او پدی نشی پوهیدای چی د نوموړی حیوان خالق مور او پلار نه بلکی الله ج دی .

که چیری تاسی د داروین نظریه وګوری نو نوموړی هم د همدی حیوانی فهم څخه خپله تیوری جوړوی . او انسان ته د حیوان په سترګه ګوری . خو عقیده او دین ( له دین څخه زما مطلب یواځی د اسلام مبارک دین دی ، ځکه چی دا نور دینونه یا له سره عنعنی دی او یا عنعنو ته اړول شوی ) انسان له نوموړی حیوانی یا وجودی حالته راباسی او د مځکی پرسر د الله ج خلیفه ورڅخه جوړوی خو شرط دادی چی د نوموړی عقیده د نوموړی له هغه ( وجودی احساس ) څخه قوی وی تر څو نوموړی د علت او معلول له چرخه راووځی او لکه یو مستقل فاعل د مځکی پر سر د الله ج خلافت او بنده ګی وکړی .یعنی دین په عمل کښی عملی کړی او شهادت ووایی .



ع کريم حليمي
28.05.2019

ګران او محترم سادات او درنو ام مکرمو لوستونکو ، السلام علیکم و رحمة الله و دامت و برکات

[quote:f91bd3a898]ډیر خلګ داسی فکر کوی چی د اولادونو حسی تړاوو له خپل مور او پلار سره یو عقیدتی یا دینی تړاوو ده . حال داچی دا خبره برعکس ده . د اولاد حسی تړاوو د مور او پلار سره یوه حیوانی غریزه ده . ټول حیوانات او اکثره ژوندی موجودات د خپلو والدینو سره ډیر کلک احساساتی تړاوو لری . او مهمه داده چی نوموړی تړاوو ماټریالیستیک یا مادی ده[/quote:f91bd3a898]
هو !! سادات صاحب همداسي ده ، په مادي جہان كښي اوسيږ‎و ، پس بدیهی خبرہ دہ چه ټول كړ‎ہ وړ‎ہ راکړ‎ہ ورکړ‎ہ مو د مادیاتو دہ
موږ‎ د حیوانانو سرہ په ذات شریڪ یؤ ، زموږ‎ انسانانو پہ یوه شي سرہ بېل کيږ‎و ،چه هغه ته وايي اخلاق حميدة
د انسانانو اطفال او د حیوانانو چنګوټي بنا پر مادي ضرورت خپل مور ته د "اِله" صفته په سترگه گوري
هر كله چه د گېډي د مړ‎ېدو قوت او د دفاع قوت په ځان کښي پيداکړ‎ي
نور نو بيا د اِله محتاجي خلاصه سي هغه د مادي محتاجۍ عکس العمل
(مینہ ) ورکه سي د میني ورکيدل اصلاً د عقل نقص دي

دغه عقلي نقص په ټول ذی روح او جاندارو کښي لیدل کيزي ، انسان په عقل کښي همدغه نقص لیدل کيږ‎ي ، د دغه عقلي نقص علاج په دوو معنوي كيفيتونو او يا وايم په دوو سماوي ارزښتونو ،صفتو (منطق او اخلاق حميده ) سره د عقل نقص له منځ ځي او تقریباً ۷۰% دا نقص ورکيږ‎ي
د سماوي اخلاقو سبب دي چه د انسان اولاد چه خپل اشد قدرت تہ ورسیږ‎ي نو بيا هغه حیواني مینہ (مادي ضرورت) چه خلاصیږ‎ي ، اخلاقی او پہ منطقي فورمولا برابره مینه پيداسي ، او با اخلاقه اولاد ځان مکلف ګڼي چه اوّل د خپل کمزورو والدینو احسان ته اوږ‎ہ ورکړ‎ي ، او د اسلامي اخلاقو د کمك فطري فارمولا داسي ده ڇه : الحق للقريب ثم للبعيد ، چه : قريب ترين خلك والدين دي
درنښت



ع کريم حليمي
08.06.2019

گران او محترم سادات صاحب او درنو لوستونكو ، السلام عليكم و رحمة الله و برکاته

تر هر څه نہ دمخه د تېر اختر مبارڪي تاسو ته وايم ، ان شاء الله چه اختر به پر تاسو هم په خوښي تېر سوی وي ۰

محترم سادات صاحب !
دغه جهان ته چه په عمیق او تېز نظر وګورو ، نو داسي معلوميږ‎ي
چه : كواليتي شيان (ماده او مانا ) د مځکي پر مخ ډېر کمیاب دي
که یو کوچنۍ ډېټا جوړ‎ہ کړ‎و مثلاً :
ښایسته سړ‎ي (پہ رنګ او عمل ) کميابه
د چښلو اوبه کمیابه ، توروې اوبه ډېري
بویدارہ ګلان کمیابه ، بېبويه ګلان ډېر دي
زر کمیابه ، نور قسم فلزات آرزانه او ډېر دي
الماس کمیابه ، او نوري ډبړ‎ي ارزانه او ډېري دي
مېوہ دارہ وني کمیابه ، په بې ثمرہ بې مېوې ونو ځنګلونه ډک
یو حق دین ، او په نابکارہ دینونو جهان ډګ
ثروتمندان لږ‎ ، او په غریبانو جهان ډک
د ډېري هوښیارئ سړ‎ي کمیابه ، د لږ‎ي هوښیارئ په خاوندان جهان ډک
ښه لیکوالان کميابہ ، زما په مثل په ليکوالو جهان ډک
معلمان ہمداسي ، مدیران همداسي ، پولیس همداسي ، پاچهان ہمداسي
او صنعتي تولیدات همداسی

نو د پورته ډېټا بیس په دلیل ، په اطمئنان سرہ ویلی سم چه : ممتاز او ستر مندي او پلرونه هم کمیابه دي
مور او پلار یو ستر مقام لري ، اما نه هر مور او پلار !!!!!

درنښت



ع کريم حليمي
21.06.2019

قدرمند ، مكرم ورور سادات صاحب ، او درنو لوستونكو
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته ، ان شاء الله چه جوړ‎ او په عافیت به یاست ۰

د دغه روان بحث په بارہ کي یو ملګري د تلیفون په لیکه ګيلې کولې چه : پلار او مور په کور کي یو برکت دی ، او ستاسو په روان بحث کي د والدینو پر برکت مو سترګي پټی کړ‎ي !!

ګران ملګرې ، مکرم سادات صاحب
ماته دا سوال راپیدا سي چه : داُ ١٤سوه كاله کيږ‎ي چه افغانان په اسلام مشرف سویدي ، او لاهم د برهمن دين خرافات او پرهنګ پالي ؟
دا زما د پلار د لاس لکړ‎ہ دہ ، لکړ‎ه د برکت شئ ګڼي ، دا زما د مور د برکت عرقچینه دہ دا اشخاصو د برکت خبري ټولہ خرافات دي

برکت تنها او تنها د الله ج په لاس كي دي ، مخلوقاتو د بركت خاوندان ندي ، پس مور او پلار هم د برکت خاوندان نه دي
رسول الله فرمائي چه : البركة من الله

يوه خبره ضرور ده چه پياد ئې ولرو ، هر انسان ته کرامت وركړ‎ہ سویدی
د دغه ور كړ‎ہ سوي کرامت په سبب هر انسان محترم دى
خو سته داسي خلګ چه صاحب د دوو کرامتنو وي یو هغه کرامت چه د الله له طرفه ورته عطا سوى (كَرَّمْنَا بَنِي آدَمَ) ، او بل كرامت يي كسبي كسب (earn )كړ‎ی وي ٠
نو دا به بهترہ وي چه خپل انساب او والدین ، صاحب د کرامتين و بلل سي ، نه چه صاحب د برکت

درنښت



ع کريم حليمي
13.08.2019

محترم سادات صاحب ، درنو لوستونكو السلام علیکم !
تاسو ټول لوستونکو ته د لوی اختر مبارکي وایم چه هره ورځ مو اختر او د ژوند هرہ شپه مو د برات شپه وي ۰

د خالق ذوالجلال رالېږ‎ل سوی اخلاق په داسي اندازہ جګ اخلاق دي
چه تر یوم القیامه پوري لایق د عمل دي ، چه د عمل اړخيزه اغېزه ئې په مطلق ډول هيڅ اجتماعي تاوان او خطر نه لري الا مفاد دنیوي او اخروي

پر دې جګوالي سر بیرہ بیا هم داسي پيښېږ‎ي چه بعضي کمزورہ خبري
دغه ستر دين ته لارہ پیدا کړ‎ي چه دا کمزوري او ټيټي خبري یا د شاعر رباعیات د وخت په تېرېدلو سرہ د ریشتیا رنګ واخلي
چه یو ښه مثال يي دادی چه : د مور تر پښو جنت لاندي دی (الجنة تحت أقدام الأمهات)

نور بیا



ع کريم حليمي
13.08.2019

محترم سادات صاحب ، درنو لوستونكو السلام علیکم !
تاسو ټول لوستونکو ته د لوی اختر مبارکي وایم چه هره ورځ مو اختر او د ژوند هرہ شپه مو د برات شپه وي

د خالق ذوالجلال رالېږ‎ل سوی اخلاق په داسي اندازہ جګ اخلاق دي
چه تر یوم القیامه پوري لایق د عمل دي ، چه د عمل اړخيزه اغېزه ئې په مطلق ډول هيڅ اجتماعي تاوان او خطر نه لري الا مفاد دنیوي او اخروي

پر دې جګوالي سر بیرہ بیا هم داسي پيښېږ‎ي چه بعضي کمزورہ خبري
دغه ستر دين ته لارہ پیدا کړ‎ي چه دا کمزوري او ټيټي خبري یا د شاعر رباعیات د وخت په تېرېدلو سرہ د ریشتیا رنګ واخلي
چه یو ښه مثال يي دادی چه : د مور تر پښو جنت لاندي دی (الجنة تحت أقدام الأمهات)

نور بيا


Naeem sadat
27.08.2019

محترم حلیمی صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم

محترم حلیمی صاحب بښنه غواړم چی ستاسی د لیکنی ځواب دومره په ځڼ‌‌‌‌‌‌ډ سره لیکم چي د هغه علت دا وو چی د ژوندانه په چارو کښی ‌‌‌‌‌‌ډیر بوخت یم او لیکنو ، بحثونو او علمی کارونو کولو ته ‌‌‌‌‌‌ډیر لیږ وخت لرم . اګرچی له علمی بحثونو سره ‌‌‌‌‌‌ډیره مینه لرم او خوند راکوی چی د علماوو سره په علمی بحثونو کښی برخه واخم خو د ژوندانه بوختیاوی دومره وخت نه راکوی چی پدی ‌‌‌‌‌‌ډول علمی بحثونو کښی برخه واخلم .

محترم حلیمی صاحب ، زه یو ځل له خپل یوه خپلوان سره چی شااوخواه لس کاله یی دینی علم کړی د ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی په خوړولو ناست وم او زموږ ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی شوروا وه . زه له شوروا [ شوربا] سره داسی یوه ستونزه لرم چی زما د لاس ګوتی له غوړیو سره یو ‌‌‌‌‌‌ډول حساسیت لری او کله چی غوړی شی نو یو ‌‌‌‌‌‌ډول پړسوب پیدا کړی ، نو په همدی خاطر زه شوروا د قاشقی په واسطه خورم ځکه چی شوروا چی کله زه په لاس یا د خپلو ګوتو په ذریعه وخورم نو بیا دا کار زما د پاره د دوو یا دریو ورځو لپاره یو تکلیف وی . نو په همدی خاطر هغه ورځ ما په قاشوقه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی خوړله نو هغه زما خپلوان زما څخه پوښتنه وکړه چی [ ته ولی په قاشقه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی خوری ، دا ښه کار ندی ] ما نوموړی کس ته په ځواب کښی وویل چی زما ګوتی تکلیف لری او زه شوربا یا بل هر غوړ خواړه په لاس نشم خوړلی نو په همدی خاطر زه همیشه غوړین خواړه په قاشوقه خورم خو زما په نظر په قاشوقه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی خوړل څه بد کار ندی . د هر چا خپله خوښه چی په څه ‌‌‌‌‌‌ډول ورته اسوده وی په همعغه شکل دی ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی وخوری . نو زما نوموړی خپلوان راته وول چی په دینی لحاظ دا غلط کار دی . ما ورڅخه پوښتنه وکړه چی ولی او په کوم دلیل په دینی لحاظ په قاشقه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی خوړل غلط کار دی ؟ نو هغه راته وویل چی الله ج موږ ته حکم کوی چی د کفارو او مشرکینو سره مشابهت مکوی او په قاشقه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډی خوړل د کفارو سره مشابهت کول دی . نو ما ورته وویل چب ته خو هم په موټرسایکل باندی دایم ګرځی نو که له هغه وسیلی چی کفار او مشرکین استفاده کوی او د هغه څخع استفاده زموږ لپاره د کفارو یا مشرکینو سره مشابهت ګڼل کیدای شی نو پداسی صورت کښی ستا پر موټرسایکل ګرځیدل هم د کفارو سره مشابهت حسابیدای شی

حلیمی صاحب ، دا قصه می ځکه دلته رانقل کړه چی د مور او پلار مقدس ګڼل د مشرکینو د مذهب اساس جوړوی . د مثال پ‌‌‌‌‌‌ډول هندوان مور او پلار مقدس ګڼی او پښوته یی ټیټیږی او سجده ورته کوی . چینایان یا نور بودیستان همدا ‌‌‌‌‌‌ډول مور او پلار مقدس ګڼی د یهودانو په باره کښی خو تاسی حلیمی صاحب په همدی بحث کښی وویل چی یهودو مورته تقدس ورکاوه او نصرانیانو خو همدا نژاد پالنه د همدی لپاره ده چی دوی خپل معنوی یا روحی تړاوو د الله ج پرځای د مور او پلار سره وتړی . که تاسی چیری له منکرینو یا ملحدینو څخه پوښتنه وکړی چی [ تاسی چی د الله ج له وحدانیت څخه منکر یی ، نو تاسی چا پیدا کړی یاست ؟ ] نو دوی به ستاسی په ځواب کښی ووای چی معلومه خبره ده چی موږ زموږ مور او پلار پیدا کړی یو . مطلب زموږ خلګ په قاشوقه ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌‌ډی خوړل د کفارو سره مشابهت ګڼی او داچی د اسلام د مبارک دین تر نامه لاندی د مشرکینو رواجونه زموږ ټولنی ته راننباسی بیا دیته د هيڅ چا فکر نه وی چی باید ددی ‌‌‌‌‌‌ډول مشابهتونو د جوړول باید مخه ونیول شی . دینی علما خلکو ته دا ‌‌‌‌‌‌ډول خبری نه روښانه کوی ، ځکه چی دا ‌‌‌‌‌‌ډول خبری خلکو ته خوند نه ورکوی او دوی اکثره کوښښ کوی خلکو ته هغه خبری وکړی چی خلکو ته خوند ورکوی .

د اولادونو زیږول په مادی لحاظ یو تجارت دی ، ځکه چی د انسان تکثر د مادی نړی د فیزیک د تیرمادینامیک دوهم قانون ماتوی ، ځکه چی هرڅه د ‌‌‌‌‌‌ډیرودو او منظم کیدو پرځای باید د فیزیک د قانون مطابق باید د کمیدو او غیر منظم کیدو په لور حرکت وکړی خو د نوموړی قانون برعکس د انسان وجود تکثر کوی او ‌‌‌‌‌‌ډیریږی . یوه مور وی او یو پلار وی او ددی دوو کسانو څخه پنځه ، شپږ او یا هم لس ماشومان وزیږی یعنی تکثر وکړی او زیات شی . نو که چیری انسان په الله ج عقیده ونلری نو د هغه ‌‌‌‌‌‌ډول شخص لپاره دا یو تجارت دی چی د مادی ګټی د کولو لپاره ماشومان زیږوی او کله چی نوموړی ماشومان لوی شی نو لورانی خرڅی کړی او د زامنو څخه د غلام په څیر د مادی ګټی د کولو لپاره کار اخلی . حال داچی دا ‌‌‌‌‌‌ډیر لوی ظلم دی ، ځکه چی په هغو ماشومانو کښی هغه روح دی چی الله ج یی د هر انسان په کالبد کښی اچوی او د هغه روح خپل ملکیت ګڼل ‌‌‌‌‌‌ډیر لوی ظلم دی . هغه ماشوم د الله ج بنده دی او الله ج د خپلی بندګی او د ځمکی پرسر د خلافت لپاره پیدا کړی خو دلته یو ظالم په نوموړی روح تجارت شروع کړی او غواړی چی مادی ګټه ورباندی وکړی . د هغه اختیار ورڅخه سلب کړی او خپل د مادی حسد ، او د خپل نفس د خواهشاتو د پوره کولو غلام ږرڅخه جوړ کړی .

د اولاد زیږول یو مومن مسلمان باید یواځی او یواځی د الله ج په وحدانیت د شاهدی ورکونکو مومینینو د نفوس د زیاتولی لپاره وکړی او د اولادونو زیږول د الله ج د رضا دلاسته راوړنی لپاره یوه وسیله وګرځوی نه تجارت او مادی ګټه چی دا بیا ‌‌‌‌‌‌ډیر لوی ظلم دی .یو مسلمان چی په رښتینی ‌‌‌‌‌‌ډول په الله ج عقیده لری ، هغه باید کوښښ وکړی چی اولادونه یی صالح کسان شی او د الله ج په وحدانیت باندی عقیده د خپلو اولادونو زړونو ته ور انتقال کړی او کله چی هغوی لوی او صالح کسان شی نو نور یی باید مخه ‌‌‌‌‌‌ډب نکړل شی بلکی باید خپلی مخی ته پریښودل چی په څه ‌‌‌‌‌‌ډول چی دوی غواړی په همعغه ‌‌‌‌‌‌ډول ژوند وګړی ، ځکه چی د الله ج د هربنده امتحان د خپل رب په مقابل کښي خپل ‌‌‌‌‌‌ډول لری او هر بنده د الله ج لخواه په یو ‌‌‌‌‌‌ډول د امتحان لاندی راځی . او هر انسان د خپلو کړنو مسولیت پر غاړه اخلی


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more