شاته موضوع وګورئ :: مخکې موضوع وګورئ |
ليکوال |
پيغام |
ع کريم حليمي ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري 2004 ليکنې: 2705 ځای: new york
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اګست 13, 2019 4:48 am عنوان : |
|
|
محترم سادات صاحب ، درنو لوستونكو السلام علیکم !
تاسو ټول لوستونکو ته د لوی اختر مبارکي وایم چه هره ورځ مو اختر او د ژوند هرہ شپه مو د برات شپه وي ۰
د خالق ذوالجلال رالېږل سوی اخلاق په داسي اندازہ جګ اخلاق دي
چه تر یوم القیامه پوري لایق د عمل دي ، چه د عمل اړخيزه اغېزه ئې په مطلق ډول هيڅ اجتماعي تاوان او خطر نه لري الا مفاد دنیوي او اخروي
پر دې جګوالي سر بیرہ بیا هم داسي پيښېږي چه بعضي کمزورہ خبري
دغه ستر دين ته لارہ پیدا کړي چه دا کمزوري او ټيټي خبري یا د شاعر رباعیات د وخت په تېرېدلو سرہ د ریشتیا رنګ واخلي
چه یو ښه مثال يي دادی چه : د مور تر پښو جنت لاندي دی (الجنة تحت أقدام الأمهات)
نور بیا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
ع کريم حليمي ستوري


دغړيتوب نېټه: 10 جنوري 2004 ليکنې: 2705 ځای: new york
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اګست 13, 2019 4:54 am عنوان : |
|
|
محترم سادات صاحب ، درنو لوستونكو السلام علیکم !
تاسو ټول لوستونکو ته د لوی اختر مبارکي وایم چه هره ورځ مو اختر او د ژوند هرہ شپه مو د برات شپه وي
د خالق ذوالجلال رالېږل سوی اخلاق په داسي اندازہ جګ اخلاق دي
چه تر یوم القیامه پوري لایق د عمل دي ، چه د عمل اړخيزه اغېزه ئې په مطلق ډول هيڅ اجتماعي تاوان او خطر نه لري الا مفاد دنیوي او اخروي
پر دې جګوالي سر بیرہ بیا هم داسي پيښېږي چه بعضي کمزورہ خبري
دغه ستر دين ته لارہ پیدا کړي چه دا کمزوري او ټيټي خبري یا د شاعر رباعیات د وخت په تېرېدلو سرہ د ریشتیا رنګ واخلي
چه یو ښه مثال يي دادی چه : د مور تر پښو جنت لاندي دی (الجنة تحت أقدام الأمهات)
نور بيا |
|
بېرته سر ته |
|
 |
Naeem sadat ستوري

دغړيتوب نېټه: 20 جون 2011 ليکنې: 236
|
د ليکنې نېټه : ٣ شنبه اګست 27, 2019 4:20 am عنوان : |
|
|
محترم حلیمی صاحب او درنو لوستونکو السلام علیکم
محترم حلیمی صاحب بښنه غواړم چی ستاسی د لیکنی ځواب دومره په ځڼډ سره لیکم چي د هغه علت دا وو چی د ژوندانه په چارو کښی ډیر بوخت یم او لیکنو ، بحثونو او علمی کارونو کولو ته ډیر لیږ وخت لرم . اګرچی له علمی بحثونو سره ډیره مینه لرم او خوند راکوی چی د علماوو سره په علمی بحثونو کښی برخه واخم خو د ژوندانه بوختیاوی دومره وخت نه راکوی چی پدی ډول علمی بحثونو کښی برخه واخلم .
محترم حلیمی صاحب ، زه یو ځل له خپل یوه خپلوان سره چی شااوخواه لس کاله یی دینی علم کړی د ډوډی په خوړولو ناست وم او زموږ ډوډی شوروا وه . زه له شوروا [ شوربا] سره داسی یوه ستونزه لرم چی زما د لاس ګوتی له غوړیو سره یو ډول حساسیت لری او کله چی غوړی شی نو یو ډول پړسوب پیدا کړی ، نو په همدی خاطر زه شوروا د قاشقی په واسطه خورم ځکه چی شوروا چی کله زه په لاس یا د خپلو ګوتو په ذریعه وخورم نو بیا دا کار زما د پاره د دوو یا دریو ورځو لپاره یو تکلیف وی . نو په همدی خاطر هغه ورځ ما په قاشوقه ډوډی خوړله نو هغه زما خپلوان زما څخه پوښتنه وکړه چی [ ته ولی په قاشقه ډوډی خوری ، دا ښه کار ندی ] ما نوموړی کس ته په ځواب کښی وویل چی زما ګوتی تکلیف لری او زه شوربا یا بل هر غوړ خواړه په لاس نشم خوړلی نو په همدی خاطر زه همیشه غوړین خواړه په قاشوقه خورم خو زما په نظر په قاشوقه ډوډی خوړل څه بد کار ندی . د هر چا خپله خوښه چی په څه ډول ورته اسوده وی په همعغه شکل دی ډوډی وخوری . نو زما نوموړی خپلوان راته وول چی په دینی لحاظ دا غلط کار دی . ما ورڅخه پوښتنه وکړه چی ولی او په کوم دلیل په دینی لحاظ په قاشقه ډوډی خوړل غلط کار دی ؟ نو هغه راته وویل چی الله ج موږ ته حکم کوی چی د کفارو او مشرکینو سره مشابهت مکوی او په قاشقه ډوډی خوړل د کفارو سره مشابهت کول دی . نو ما ورته وویل چب ته خو هم په موټرسایکل باندی دایم ګرځی نو که له هغه وسیلی چی کفار او مشرکین استفاده کوی او د هغه څخع استفاده زموږ لپاره د کفارو یا مشرکینو سره مشابهت ګڼل کیدای شی نو پداسی صورت کښی ستا پر موټرسایکل ګرځیدل هم د کفارو سره مشابهت حسابیدای شی
حلیمی صاحب ، دا قصه می ځکه دلته رانقل کړه چی د مور او پلار مقدس ګڼل د مشرکینو د مذهب اساس جوړوی . د مثال پډول هندوان مور او پلار مقدس ګڼی او پښوته یی ټیټیږی او سجده ورته کوی . چینایان یا نور بودیستان همدا ډول مور او پلار مقدس ګڼی د یهودانو په باره کښی خو تاسی حلیمی صاحب په همدی بحث کښی وویل چی یهودو مورته تقدس ورکاوه او نصرانیانو خو همدا نژاد پالنه د همدی لپاره ده چی دوی خپل معنوی یا روحی تړاوو د الله ج پرځای د مور او پلار سره وتړی . که تاسی چیری له منکرینو یا ملحدینو څخه پوښتنه وکړی چی [ تاسی چی د الله ج له وحدانیت څخه منکر یی ، نو تاسی چا پیدا کړی یاست ؟ ] نو دوی به ستاسی په ځواب کښی ووای چی معلومه خبره ده چی موږ زموږ مور او پلار پیدا کړی یو . مطلب زموږ خلګ په قاشوقه ډوډی خوړل د کفارو سره مشابهت ګڼی او داچی د اسلام د مبارک دین تر نامه لاندی د مشرکینو رواجونه زموږ ټولنی ته راننباسی بیا دیته د هيڅ چا فکر نه وی چی باید ددی ډول مشابهتونو د جوړول باید مخه ونیول شی . دینی علما خلکو ته دا ډول خبری نه روښانه کوی ، ځکه چی دا ډول خبری خلکو ته خوند نه ورکوی او دوی اکثره کوښښ کوی خلکو ته هغه خبری وکړی چی خلکو ته خوند ورکوی .
د اولادونو زیږول په مادی لحاظ یو تجارت دی ، ځکه چی د انسان تکثر د مادی نړی د فیزیک د تیرمادینامیک دوهم قانون ماتوی ، ځکه چی هرڅه د ډیرودو او منظم کیدو پرځای باید د فیزیک د قانون مطابق باید د کمیدو او غیر منظم کیدو په لور حرکت وکړی خو د نوموړی قانون برعکس د انسان وجود تکثر کوی او ډیریږی . یوه مور وی او یو پلار وی او ددی دوو کسانو څخه پنځه ، شپږ او یا هم لس ماشومان وزیږی یعنی تکثر وکړی او زیات شی . نو که چیری انسان په الله ج عقیده ونلری نو د هغه ډول شخص لپاره دا یو تجارت دی چی د مادی ګټی د کولو لپاره ماشومان زیږوی او کله چی نوموړی ماشومان لوی شی نو لورانی خرڅی کړی او د زامنو څخه د غلام په څیر د مادی ګټی د کولو لپاره کار اخلی . حال داچی دا ډیر لوی ظلم دی ، ځکه چی په هغو ماشومانو کښی هغه روح دی چی الله ج یی د هر انسان په کالبد کښی اچوی او د هغه روح خپل ملکیت ګڼل ډیر لوی ظلم دی . هغه ماشوم د الله ج بنده دی او الله ج د خپلی بندګی او د ځمکی پرسر د خلافت لپاره پیدا کړی خو دلته یو ظالم په نوموړی روح تجارت شروع کړی او غواړی چی مادی ګټه ورباندی وکړی . د هغه اختیار ورڅخه سلب کړی او خپل د مادی حسد ، او د خپل نفس د خواهشاتو د پوره کولو غلام ږرڅخه جوړ کړی .
د اولاد زیږول یو مومن مسلمان باید یواځی او یواځی د الله ج په وحدانیت د شاهدی ورکونکو مومینینو د نفوس د زیاتولی لپاره وکړی او د اولادونو زیږول د الله ج د رضا دلاسته راوړنی لپاره یوه وسیله وګرځوی نه تجارت او مادی ګټه چی دا بیا ډیر لوی ظلم دی .یو مسلمان چی په رښتینی ډول په الله ج عقیده لری ، هغه باید کوښښ وکړی چی اولادونه یی صالح کسان شی او د الله ج په وحدانیت باندی عقیده د خپلو اولادونو زړونو ته ور انتقال کړی او کله چی هغوی لوی او صالح کسان شی نو نور یی باید مخه ډب نکړل شی بلکی باید خپلی مخی ته پریښودل چی په څه ډول چی دوی غواړی په همعغه ډول ژوند وګړی ، ځکه چی د الله ج د هربنده امتحان د خپل رب په مقابل کښي خپل ډول لری او هر بنده د الله ج لخواه په یو ډول د امتحان لاندی راځی . او هر انسان د خپلو کړنو مسولیت پر غاړه اخلی |
|
بېرته سر ته |
|
 |
|