د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

سراج حقاني او صلح؟

اتل
27.02.2019

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
څوک صلح کوي او څوک یې مخه ډپ کوي؟
طالبان خو دمحترم ملابرادر په مشرۍ دصلحې پکار اخته دي. خو سراج حقاني چې دطالبانو په مشرتابه ورتپل شویدئ، دخپلو خارجي استخباراتي بادارانو سره په دسیسو لګیا دئ. د صلحې لار کې ډبرې اچوي. سراج ځکه دا کار کوي چې دهغه دنیابتي جنګ دبادارانو اهداف په افغانستان کې ندي پوره شوي. سراج حقاني دصلحې دخبرو په نازک جریان کې افغانانو دوژلو، او ملک دتباره کولو دسیسوته زور ورکړيدئ. له یوې خوا دخپلو بادارانو په امر طالبان لمسوي چې دصلحې لاره ختډنه کړي، له بلې خوا یې تروریزم ته زور ورکړيدئ.
====
نیروهای امنیت ملی به یک قرارگاه شبکه تروریستی حقانی در لوگر حمله کردند
این عملیات در مربوطات روستای راغه ولسوالی ازره ولایت لوگر راه اندازی شده و یک تن را با مقدار (7750) کیلوگرام مواد انفجاریه، سلاح و مهمات کشف و بازداشت شد. شبکه تروریستی حقانی جهت سازماندهی و انجام حملات انتحاری و انفجاری مقدار (7750) کیلوگرام مواد انفجاریه نوع امونیم نایتریت را از کشور پاکستان انتقال و در یکی از مخفیگاه‌های مولوی عزت الله عینک در ولسوالی ازره ولایت لوگر جابجا نموده بود که نیروهای عملیاتی بعد از درگیری مسلحانه مخفیگاه متذکره را کشف و یکتن تروریست را بنام الله محمد فرزند نور محمد با یک میل کلاشینکوف، یک میل تفنگچه، یک پایه کمپیوتر لب تاب، یک مقدار مهمات و وسایل نظامی بازداشت نمودند."
http://www.jomhornews.com/fa/news/113844/


lawangin
07.03.2019

اتل خانه خوشې لګیا یې ! هغه بیچاره بندي خوشې د حقاني دکورنۍ دی په هیڅ کار کې لاس نلري
او خوشې بندي شوی دی او ددې لپاره چې دغه فاسد دولت خپل اېمج پرې لوړ کړي !!


اتل
12.03.2019

قدرمنه لونګینه، په عمر دې برکت شه!
ستاسې په خبره ښه پوه نشوم. تاسې کوم حقاني یادوئ. بندي خو دسراج حقاني کشر ورور انس حقاني دئ. زه خو په سراج حقاني غږېږم. سراج حقاني چې دطالبانو په مشرتابه ددې دپاره تپل شوئ چې پنجابی جاسوسان یې په افغانستان کې دخپلو اهدافو دپوره کولو دپاره وکاروي، دصلحې مخې ته ټیږي اچوي.پداسې حال کې چې، په قطر دمحترم ملا برادر په مشرۍ دصلحې خبري روانې دي، سراج حقاني دطالبانو او خپلې ترورستي شبکې له لارې تروریزم ته زور ورکړیدئ.
سراج حقاني لږ وسکونډه چې سم په لار لاړشي.
په درناوي.


lawangin
12.03.2019

اتل خانه وروسته له سلامه په خیر راغلې !
وروره ډيرې مندې بوري، ډیرې ناوې کونډې او ډیر کوچنیان تر خاورو لاندې شول ! نور نو
بست دی پریږدۍ چې دا غریب ملت خپل ژوند وکړي او خپل رزق په خپله پيدا کړي ،
د پردویو غلاامي ونکړي او یو ابرو مندانه ژوند مخته بوزي ! غله د ورک شي ، رشوتخواره
د ورک شي او د جنګ او فساد عاملین د الاهي په توره تبه ککړ کړي !!
وروره څومره پیسې غلا شوې خو په کابل پا یتخت کې عمومي بیت الخلا نشته او نه کانالیزېشن
شته چې نس د درد وکړي نو تنګو مردارو کوڅو ته به منډې وهې او یا به یې په پرتاګه کې کوې
خو بهتره داده چې سړی د کوچنیانو شانته پنپر وتړي !! هی هی افسوس په داسې انسانانو
څومره پیسې غلا شوې خو یو کناراب هم د اولس لپاره جوړ نشو ! غلا کوو او ناندرۍ وهو ګناه پر نورو اړوو !! زه هم دافغان په نوم شر میږم !!


اتل
13.03.2019

قدر منه لونګینه، زما دزړه خبرې دې وکړئ.
رښتای چې لونګین یې. یوه خوږه لندۍ.
"اونجلۍ مکارې پلودمخې لېرې کړه - اوس به دې دغاړې لونګین دانې دانې کړمه"
دغو حيقي فاجعو ته چې تاسې ګوته نیولې، علت یې بې قانوني، مرکزي حکومت بې وسي، او دجنګي ګټو وټو، مافیايې کړۍ دي. دامنم چې دطالبانو دحکومت په وخت کې دغسې ناورین نه ؤ، خو طالبانو ګڼ آفتونه ورسره راوړي وو. په هرحال. اوس دې الله تعالا دوی ته همت ورکړي چې صلح وکړي. طالبان چې صلح وکړي نو بیا دخارجي قواوو ضرورت نه لیدل کیږي، خامخا به وزي او دخارجي مداخلو لاس به هم لنډ شي. دجنګ عاملین دسراج حقاني خارجي استخباراتي کړئ دي، خودجنګ ددوام اسباب دسراج حقاني ترجنګي مشرۍ لاندې خارجي او کورني افراطیان او هغه بې وزله او بې علمه افراد دی چې نه پوهیږي چې دا جهاد دې، که دخارجیانو نیابتي جنګ؟ حتی دوی پردې هم نه پوهیږي چې په جنګ کې څوک مري، او دچا په ګټه دئ؟ هغه نښه کې رښتیا وي موږ جهاد کوو. البه دروان جنګ په مشرتابه کې هم افراطیان شته او هم دجنګي ګټو استثمارچیان.
په درنښت.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more