د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د مدارسو، لیسو، مساجدو او کلینیکونو بمبارول د څه لپاره؟


Mazharee
16.12.2018

لیکوال: مولوی نورالحق مظهری

دڅه مدې راپدې خوا موږ ددې شاهدان یو چی په هیواد کی یرغلګرو امریکایانو پر مدارسو ، لیسو ، مساجدو اوکلینیکونو باندی بمبارونه وکړل چی تنها په فراه ولایت کی یې یوه دینی مدرسه اوښونځئ ، یو مسجد او یوکلینیک بمبار کړل او دخاورو سره یې برابرکړل.

دا معلومه خبره ده چی دوی دا کار د افغان ولس سره ددښمنۍ له مخی کوی اولکه په نورو برخو کی یې چی پرافغانانو باندی ترقی اوپرمختګ ندئ پیرزو دمعارف اوصحت په برخه کی یې هم ندئ پیرزو اولکه تراوسه یې چی ګڼ شمیر عام المنفعه ځایونه ، کورونه او مراسم بمبار کړیدی دا یې هم دهغې لړې یوه برخه ده.

دوی چی یې په هرهدف بمباروی خو دسالم عقل او جوړ وجدان په محکمه کی ددې فیصله کولائ سو چی ددوی دغه کار دهیڅ انسانی معیار او اصولی قانون سره برابر کار ندئ اوچی دکوم هیواد سره یوڅوک یوه ذره مینه ولری او په هغه هیواد کی یو دوست ولری دهغه سره داسی کارنکوی.

او ددې په مقابل کی؛ چی دچاسره یوه ذره عقل وی او یولږ د انسانی فطرت تأثیرات پکښې وی داسی یرغلګر هیواد ته د دوست په سترګه نه ګوری او نه هم دهغه سره داسی تړون لاسلیک کوی چی پردوستۍ باندی دلالت وکړی او نه هم هغه ته دسوله غوښتونکی او امنیت راوړونکی هیواد په سترګه ګوری.

خو پوښتنه داده چی آیا داسی بمبارونه دافغان حکومت سره په هماهنګۍ اوهمږغۍ باندی کیږی او که په خپل سر باندی کیږی؟

او تاوانونه یې څه دی؟

زموږ دبحث اصلی موضوع همدغه ده.

کچیری دغه بمبارونه دحکومت په همږغۍ باندی وی نوحکومت اوملت دواړه باید پدې باندی خپل سرخلاص کړی چی نه تنها داچی دا بمبارۍ دهر لحاظه غلطی او ناروا دی بلکی په یوډول باندی ملت په خطر کی اچول دی او دخپل ملت سره هر اړخیز خیانت کول دی. ځکه یوخو دکومو خلګو چی مدرسې،لیسې اوصحی مرکزونه ورانیږی هغوی هم دملت یوه برخه ده، دهغوی سره ظلم اوخیانت دټوله ملت سره ظلم او خیانت دئ.

اوبله خبره داده چی پدې کارباندی دحکومت ترساحی لاندی پر مدارسو، مکاتبو اوصحی مرکزونو باندی دبرید پلمه جوړیږی ځکه حکومت داسی سطحی اوغیرمعقول دلائل وای چی دغه مدرسې خو دطالبانو په ساحه کی دی اویاهم هلته نظامی طالبان ورځی اویاهم په صحی مرکزونو کی د طالبانو ناروغان تداوی کیږی.

نو که دغه خبره د بمبار لپاره دلیل سی د طالبانو لخوا دبرید لپاره هم دلیل کیدلائ سی ځکه چی دحکومت په ساحه که چی کومی مدرسې او یا مکاتب دی یا دولتی دی اویاهم خصوصی دی خو د دولت په ساحه کی جوړی سویدی اوکله ناکله ورته نظامی عساکر او چارواکی هم ورځی.

نو طالبان هم همدغه دلیل ویلائ سی چی دغه مدرسې او مکتبونه دحکومت په ساحه کی دی چارواکی اوعسکر ورته ورځی.

او یا هم دغه صحی مرکزونه د حکومت په ساحې کی دی دولتی چارواکی او عسکر پکښې تداوی کیږی.

اوکه بالفرض دغسی انتقامی عملیات پیل سی ملامتیا اوګرمتیا به یې دهغو خلګو په غاړه وی چی لومړئ یې دا کار شروع کړئ دئ او دداسی لرګینو دلائلو پربنیاد یې پر عامه تأسیساتو باندی بمبار کړئ دئ.

نو که په رښتیا حکومتی چارواکی ځانونه هوښیاران اوعاقلان بولی او دخپل ولس په غم اودرد باندی دردیږی باید دداسی پیښو پرکولو باندی خپله پښیمانی ښکاره کړی او ملامتی ومنی خلګوته دزیان اووښتلو غرامت اوتاوان ورکړی ترڅو بیرته خلګ خپلی مدرسې،مکتبونه او صحی مرکزونه په جوړ کړی، او د را روان وخت لپاره د داسی پیښو د بیا کیدلو مخه ونیسی او په داسی کرغیړنو او احمقانه پیښو کی د یرغلګرو امریکایانو سره ملتیا او همږغی ونکړی.

او که حکومت د امریکانو سره د داسی بمباریو په کولو کی شریک او همږغئ نوی بلکی امریکایان یې په خپل سری توګه کوی نو بیا امریکا یې شاید دلاندی مواردو دښکاره کولو او ثبوت لپاره کوی:

۱ – دداسی حملو په کولو باندی امریکا حکومت ته دا ورښکار کوی چی دلته ټوله کار زموږ په لاس کی دئ کوم شئ چی موږ یې وغواړو هغه به کیږی اوچی کوم شئ موږ یې ونه غواړو هغه به نکیږی ستاسو(حکومت) تنها نوم او نمایشی وجود دئ نور دهیڅ شی اختیار نلرئ.نوبناء که موږ د طالبانو سره د مخامخ خبرو پلان جوړوو تاسو هیڅ پکښې مه وایاست.

۲ – د داسی حملو په کولو باندی امریکا غواړی په خلګو کی یو قسم ډار او وحشت پیدا کړی چی ګویا که موږ ته تسلیم نسئ نو موږ به آن ستاسو پر مقدسو او ملکی ځایونو باندی هم رحم ونکړو او درڅخه وران به یې کړو.

۳ –کومی ساحی اوسیمی چی دطالبانو په لاس کی دی هلته خورا امنیت دئ. سرقت، اختطاف، منکرات، فساد اوبی هدفه وژنی هیڅ وجود نلری. خو امریکا ته داسی حالت د منلو ندئ او دطالبانو په سیموکی هیڅ قسم عادی ژوند ورته دزغملو ندئ ځکه دوی ډیر حیران او وار خطادی چی دحکومت دواک لاندی سیمو کی موږ حضور هم لرو ډیر امنیتی ځواکونه هم شتون لری او ډیر مادی لګښتونه هم کیږی خوبیاهم امنیت شتون نلری او طالبانو فقط په خپل حضور او یا نفوذ باندی په اعلی کیفیت امنیت را وستلئ دئ. نو دعادی ژوند دکډوډ کولو لپاره داسی حملې کوی.

۴ – دا یو حقیقت دئ چی دطالبانو په سیمو کی د امنیت شتون ډیرئ خلګ هیله من کړیدی او دطالبانو په اداری جوړښت کی دفساد نه شتون دډیرو خلګو مخه ودوی ته اړولې ده آن تردې چی دحکومتی سیمو څخه خلګ دخپلو ستونزو اومشکلاتو دحل لپاره دطالبانو محاکموته رجوع کوی. خو امریکای چارواکی ددې حالت څخه ډیر افسرده دی او د آینده لپاره ځان او خپل پلویان په خطر کی وینی نوځکه غواړی په ویره او وحشت باندی خلګ دطالبانو دساحو څخه راوګرځوی او د بمبار په زور ځان خپلو موخو ته ورسوی.

۵ – له ورایه ښکاری چی د پخوا په نسبت دطالبانو په سیمو کی دمعارف او صحت په برخه کی ډیر پرمختګ راغلئ دئ. مدارس اومکاتب جوړسویدی شفاخانې او کلینیکونه تأسیس سویدی چی داکار یوقسم طالبان او ددوی په سیمه کی اوسیدونکی خلګ ترډیره بریده خودکفاء کړیدی خو امریکایانو ته دغه ترقی دزغملو نده نوکوښښ کوی ترڅو دداسی ځایونو په بمبارولو دداسی ترقۍ او پرمختګ مخه ونیسی.

۶ – په تیر اخترکی درې ورځنی اوربند امریکاته عملا دا ور وښووله چی افغانان په خپل مینځ کی ډیر ژر سره جوړیږی او ډیرئ افغانان دامریکایانو په حضور باندی ندی خوشاله او ددوی شتون په افغانستان هیڅ با احساسه افغان ته دقبول وړندئ آن تردې چی دوی اوس د افغان پولیسو او ملی اردوڅخه هم ډیر دخطر احساس کوی.

نو دوی غواړی د داسی حملو په کولو سره دافغانانو ترخپل مینځ ستونزی اومشکلات ډیر کړی ترڅو افغانان په خپل مینځ کی سره اخته سی او دوی ورڅخه خلاص سی او دمتقابل انتقام په هدف په هیواد کی عام المنفعه تأسیسات وران سی.

پدې هیله یو چی زموږ افغانان وړونه خپل عقل او وجدان ته رجوع وکړی خپل دوست او دښمن پوره وپیژنی نور دامریکایانو په غوړو او درواغجنو وعدو باندی دوکه نسی، ترخپل مینځ سره جوړ سی او امریکا د انگلیس او روس غوندی شرمیدلی اوسرټیټه دهیواد څخه وباسی او په ګډه دشرعی نظام ترسایې لاندی خپل هیواد په خپلو موټو باندی جوړ کړی.


بلوچستان: حکومت دیني مدرسې په سکولونو د بدلولو پلان لري

اتل
12.03.2019

مولوی نورالحق مظهری، السلام علیکم!
په بلوچستان کې حکومت په دیني مدرسو کې د اصلاحاتو کار پیل کړی او تراوسه یې شاوخوا ٣٠٠٠ مدرسې د صوبې د تعلیم له څانګي سره راجسټر کړي دي.
په بلوچستان کې تر ۱۳۰۰۰ زیاتي دیني مدرسې شتون لري چې زیاتره یي د سني عقیدې د پیرویانو دي. په پاکستان کې دڅلویښت زرو نه زیاتې مدرسې دي. وړمه ورځ دتروریزم په ارتباط ۱۸۰ مدرسې حکومت ونیولې.
قدرمنه مولي صاحپ!
ولې دغه مدرسې تړل کیږي؟
په درنښت. ستاسې د ځواب په هیله


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more