د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

فکر وکړئ!


Mazharee
05.01.2019

هغه خلګ چی د امریکا امکاناتو ته ګوته په غاښ دی، هر څه د هغې څخه انګیري، هر کار یې ددوي لپاره حکیمانه او پلان سوئ بولی، ټول کړه وړه یې شعوری او قصدی بولي او ماته یې ناشونې بولي که د دجال تر زمانې ورسیږی پر هغه باندی به څه ګمان کوی؟! ځکه د هغه امکانات او تکنالوژي خو څو برابره د امریکې تر امکاناتو او تکنالوژۍ لوړ دی، دجال داسی کارونه کوی چی د امریکا څخه یې تصور هم نکیږې پدې خاطر دئ چی دهغه په وخت کی په عقیده سست او ضعیفه خلګ پر ده باندی ایمان راوړی او په خدايي یې منی.

مسلمانه وروره او خوری!
فکر وکړه، د بشر او مخلوق تاریخ مطالعه کړه، د نړۍ د پیل څخه بیا تر اوسه پوری د وران سوو زبرځواکونو حالات ځانته معلوم کړه، بشري طاقت وسنجوه، هر څه ته د مادیاتو او ظاهری اسبابو له پلوه مګوره، په مخلوقاتو کی د مقتدر ذات الله پاک عادت ته کتنه وکړه، نړۍ څو محدوده زمانه مه بوله، د پیښو او حوادثو څخه مه متأثر کیږه، تیر مه هیروه او آینده ته د اسلامی عقیدې په هنداره کی وګوره!.



ع کريم حليمي
07.01.2019

اغلي مولوي مظہري صاحب السلام عليكم دامت و بركات
مولوي صاحب ! ستاسو ليكنه مي ولوستل ، د ليكني املا ،انشاء ،گرامر هم صحيح

خو د ليكني روح مريض او ناجوړ‎ہ راتہ معلميږ‎ی ، او یا په بل عبارت
ليكنه د سره روح نه لري !!

تاسو ليكلي چه (هغه خلگ چه د امريكا امكاناته ته گوته په غاښ دی )
ددغه جملې مطلب او معنیٰ څہ شي دہ

او چہ راسم : د دنیا کار او بار تہ ، زموږ‎ خوږ‎ نبي رسول اللہ ہم
و أهل كسب و كار خلگو ته كوته په غاښ نہ ؤ ؟ او داسي نہ وہ ویلي چه : أنتم أعلم بأمور دنياكم
أيا امريكا په دنيوي كاروبار كي تر بل هر ملك نه مخكي نده ؟؟
تاسو راته وواياست چہ تر امريكا ، په دنيوي كار او بار كي بل کوم ملک مخکښ دی ؟؟
مولوي صاحب تاسو ولي ګوتہ پہ غاښ نه ياست ، ستاسو ملك او وطن هم په دا دنيوي أمورو كي هم داسي مختللى لكه امريكا ؟؟



Mazharee
08.01.2019

[quote:6bcd87ce82="ع کريم حليمي"]اغلي مولوي مظہري صاحب السلام عليكم دامت و بركات
مولوي صاحب ! ستاسو ليكنه مي ولوستل ، د ليكني املا ،انشاء ،گرامر هم صحيح

خو د ليكني روح مريض او ناجوړ‎ہ راتہ معلميږ‎ی ، او یا په بل عبارت
ليكنه د سره روح نه لري !!

تاسو ليكلي چه (هغه خلگ چه د امريكا امكاناته ته گوته په غاښ دی )
ددغه جملې مطلب او معنیٰ څہ شي دہ

او چہ راسم : د دنیا کار او بار تہ ، زموږ‎ خوږ‎ نبي رسول اللہ ہم
و أهل كسب و كار خلگو ته كوته په غاښ نہ ؤ ؟ او داسي نہ وہ ویلي چه : أنتم أعلم بأمور دنياكم
أيا امريكا په دنيوي كاروبار كي تر بل هر ملك نه مخكي نده ؟؟
تاسو راته وواياست چہ تر امريكا ، په دنيوي كار او بار كي بل کوم ملک مخکښ دی ؟؟
مولوي صاحب تاسو ولي ګوتہ پہ غاښ نه ياست ، ستاسو ملك او وطن هم په دا دنيوي أمورو كي هم داسي مختللى لكه امريكا ؟؟[/quote:6bcd87ce82]

مننه حلیمی صاحب محترمه!
زما هدف ددې جملې څخه چی ̎ کوم خلګ د امریکا امکاناتو ته ګوته په غاښ دی ̎ دا ندئ چی موږ د امریکا د مادی پرمختګ څخه منکر یو او یاهم وایو چی امریکا په ټکنالوژۍ کی مخته نده.
زما هدف دادئ چی دغه ترقۍ ته دی سړئ د تل پاتی په سترګه نه ګوری او امریکا ته دی د الوهیت مرتبه نه ورکوی، امریکا چی هرڅومره مادی اوساینسی پرمختګ وکړی بیاهم إنسان او بشر دئ خدای ندئ، او دا خبره زه ځکه کوم چی دلته زموږ په هیواد کی ځینی خلګ پر امریکا باندی پورته باور لری. امریکا ته د نمرود، فرعون، بخت نصر، عادیانو، ثمودیانو، جباری کنعانیانو، انګریزانو او روسانو په سترګه نه ګوری او دهغوی په عاقبت باندی په اخته کیدلو باندی یې هیڅ باور نه کیږی.

د مادی ظاهری ښکاره پرمختګ څخه إنکار خو د بداهت څخه إنکار دئ او د بداهت څخه انکار معقول کار ندئ.
خو زموږ مسلمانانو وظیفه داده چی هرشی ته دی په ممکناتو کی د هغه اصلی حیثیت ورکړل سی کوم چی موږ ته د اسلامی اصولو په چوکاټ کی د شرعی ریښیتنی هنداری په ننداره کی ښکاری نه داچی ظاهری مادیات راباندی دومری غلبه وکړی چی چی غیر مادی عقل مو هم ورباندی مادی سی او هرشی ته د مادې له مخی ګورو.

هیله ده چی لیکنی ته په معنویاتو باندی د قوی روح په ذریعه او سپیڅلی اسلامی عقیدې ته په پاملرنی سره د شرعی عقلی حسن اوښایست په کارولو سره وګورئ.
بیاهم مننه.



ع کريم حليمي
09.01.2019

گران او محترم مولوي مظهري صاحب !
مننه ! جوړ‎ اوسې

زما هيڅ وخت دا زړ‎ہ تہ نہ لويږ‎ي چہ د مځکي پر مخ دي داسي یو انسان چہ سالم عقل ولري ، او دئ دي يو ملک او وطن ته د الوهیت مقام او مرتبه وركي ، احيانا كه بيا هم داسي څوک پیداسي پس داسړ‎ی سالم عقل نہ لري

موږ يعني زه هم ‎ د خپل خالق غلامان او بندگان يوو ، و امريكا ته ألوهيت مرتبه وركول لويه خطا ده او يا وايم چه :رأس الخطایا

مادي جهان هميشه په تغير كي وي او دى ، په دغه جهان كي ، ممكن ١٣٠عناصر موجود وي ،دا خلقت داسي خلق سوى چه يو وخت به خامخا او هرومرو تبا او برباد کیږ‎ي دغه كيمياوي عنصورونه مري نه پاته كيږ‎ي

هو ډېر وړ‎وکي او کوچني قيامتونه پر دا مځکہ راغلي او مخلوق ۍ تبا او برباد كړ‎ي ، ایماندارہ او بې ایمانہ فرق يي ندى كړ‎ی

او لوى قيامت هم راروان دى (يوم القيامة ) اذا زلزلت الارض زلزالها واخرجت الارض .....

او لوى قيامت به هم هر شئ برباد كي خو د مسلمان او نامسلمان فرق به ونه كي

او چه راسو و معنوي جهان ته ، د خداى سنت داسي دى چه علم ئې ندى وژلى تاريخ داثابته كړ‎ې چہ د یونان علم و ایټالیا تہ ولاړ‎لى ، له يورپ څخه أمريكا ته ولاړ‎ی ، نو داسي معلومه ده علم نه مري ، راتلونكو نسلونو ته په ميراثت پاته كيږ‎ی

هو ! علم د امريكا ملكيت نه دى ، علم د ټول بشر ملکیت دی ولي علم مادي د بشر د تجربې محصول دى ، ايمان دارو او بي إيمانه په گډہ تر دغه ځايه رارسيدلي يوو موټر به په اروپا كي جوړ‎ سوی وي اما !!!
خطي حركت په دايروي حركت اړ‎ول د یو مسلمان د پوهي محصول دى
موټر هغه مشين دى چه خطي حركت په دايروي اوښتی (موټر)

لنډہ ٸې دا چه د امريكا علم نه مري ممكن بل ملك ته هم انتقال سي
كه امريكا نوي علم به يي خامخا پاته وي
او په معنويت كي ظلم نه مري اما ظالم مري ، مقوله چه : الملک یبقی مع الکفر و لا یبقی مع الظلم

درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more