د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

د ملا هیبة الله او ملا رسول جهاد؟

میرویس
09.10.2018

ګرانو لوستونکو، اسلام العلیکم.
د ملا هیبة الله او ملا رسول د ډلو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه ۱۶ تنه وژل شوي
د ملا محمد رسول او ملا هیبة الله په مشرۍ د طالبانو ډلو د هرات ګذرې ولسوالي ته نژدې جګړه کې لږترلږه ۱۶ تنه وژل شوي دي. رپوټ وايي، پدې جګړه کې د ملا هیبة الله د ډلې ۱۰ تنه او د ملا رسول د ډلې ۶ تنه وژل شوي دي. د ملا رسول او ملا هیبة الله ډلو په ځلونو په ځانګړي ډول د هرات په شینډنډ ولسوالي کې په خپل منځ کې خونړۍ نښتې کړي دي.
===
چندي مسلمان افغان ولس دطالبانو نه فتوې غواړي چې ددوي خپلمنځي وژنې حقیقي جهاد دئ، که دعام ولس قتلونه، قطاع طریقي، بیت المال تباه کول او دملک د اډانې ړنګول؟
په مولا مو سپارم.
http://www.taand.com/archives/114352


Re: د ملا هیبة الله او ملا رسول جهاد؟

lawangin
09.10.2018

تاند یوه فاسده غربی مشربه د مذدورانو پاڼه ده ! جنګ هلته او جنګ دلته خو حقیقت دادی چې
طالبانو په امریکایې مذدورانو پر توګونه ډک کړي او اشغالګر یې نو ر خیښتګونه هم نشي ور
مینځلی او پاکولی !!
پتنګ

[quote:2c4f786376="میرویس"]ګرانو لوستونکو، اسلام العلیکم.
د ملا هیبة الله او ملا رسول د ډلو ترمنځ په نښتو کې لږترلږه ۱۶ تنه وژل شوي
د ملا محمد رسول او ملا هیبة الله په مشرۍ د طالبانو ډلو د هرات ګذرې ولسوالي ته نژدې جګړه کې لږترلږه ۱۶ تنه وژل شوي دي. رپوټ وايي، پدې جګړه کې د ملا هیبة الله د ډلې ۱۰ تنه او د ملا رسول د ډلې ۶ تنه وژل شوي دي. د ملا رسول او ملا هیبة الله ډلو په ځلونو په ځانګړي ډول د هرات په شینډنډ ولسوالي کې په خپل منځ کې خونړۍ نښتې کړي دي.
===
چندي مسلمان افغان ولس دطالبانو نه فتوې غواړي چې ددوي خپلمنځي وژنې حقیقي جهاد دئ، که دعام ولس قتلونه، قطاع طریقي، بیت المال تباه کول او دملک د اډانې ړنګول؟
په مولا مو سپارم.
http://www.taand.com/archives/114352[/quote:2c4f786376]


میرویس
05.02.2019

اسلام علیکم، پهلوانه لونګینه!
وړمه اونۍ بیا دملا هیبت الله او ملا رسول ډلو په هرات کې سره وډزول. لوستونکي په رډو رډو درته ګوري، هڅه کوې چې دبحث نه ووزې، اوبه خړې کړې او بحث جوټه کړئ.
اصلې پوښتنې ته ځواب ووایه چې ولې دطالبانو دغه دواړې ډلې چې دجهاد ډنډورې غږوي، بیا دجهاد په پلمه پخپلوکې سره وژڼي؟
ستاسې نه دوې پوښتنې کوم.
۱-دوي ولې پخپلو کې سره جنګیږي؟
۲-ايا ددوو طالب ډلو ترمنځ جګړه جهاد دئ؟
په مولا د سپارم.


lawangin
08.02.2019

[quote:30d8595c6f="میرویس"]اسلام علیکم، پهلوانه لونګینه!
وړمه اونۍ بیا دملا هیبت الله او ملا رسول ډلو په هرات کې سره وډزول. لوستونکي په رډو رډو درته ګوري، هڅه کوې چې دبحث نه ووزې، اوبه خړې کړې او بحث جوټه کړئ.
اصلې پوښتنې ته ځواب ووایه چې ولې دطالبانو دغه دواړې ډلې چې دجهاد ډنډورې غږوي، بیا دجهاد په پلمه پخپلوکې سره وژڼي؟
ستاسې نه دوې پوښتنې کوم.
۱-دوي ولې پخپلو کې سره جنګیږي؟
۲-ايا ددوو طالب ډلو ترمنځ جګړه جهاد دئ؟

په مولا د سپارم.[/quote:30d8595c6f]

اخ لېونیه ما خو ویلې چې ته به مالومات ولرې ، ته خو هم لکه دطلوع نطاق کیفي لګیایې !!
طالبان ډېر وړاندې دي ستا غني سپک او منزوي شه ، خائن خپله سزا ویني !
چې تور وهې خړ به د زانګي xxxx یو لونګ څلور یې سره !!
زوړ پتنګ


میرویس
11.02.2019

زوړ پتنګ، یا نوئ لونګین صاحب!
متلونه دې په زړه پورې دي.
خو دهغه مشکل چې غټه سټه لري، زما او ستا ملک پکې ښکیل دئ، د زړي د سپړلو نه ځان تیروي. اصلي خبره داده چې دجنګ اسباب طالبان دي، دجنګ سرپرستان د سراج حقاني دخارجي استخباراتو مشر جاسوسان دي. که پرطالب باندې تپل شوئ جنګ بند شي، دانورې ستونزې، لکه دټوپکیانومنکرات، فسق او فساد ټول په نسبي لنډه موده کې رفع او دفع کیدای شي، ځکه چې دا ټول د روان جنګ اعراض دي. ته لږ خپل خداي پرسرحاضر کړه، او وګوره چې چا جنګ زموږ کلیو بانډو، او ښارونو ته راوږړئ دئ. مرکز یې چیرې دئ، دکوم ځای نه راځي، او پخپله د طالبانو مشران چیرې دي، ځوک یې جنګ ته مجبوروي، چایې کورنۍ یرغمل کړې، او څوک دطالبانو مشران بندي کوي، وژني او ډزې ورباندې کوي؟ دحقایقو نه تېښته مه کوه، الله ج ته مخ کړه، بنده ته شا.
قدرمنه پتنګه، ستا د ځواب په هيله.


lawangin
13.02.2019

میرویس خانه سلامونه او نیکې هیلې مې ومنه ! زه له ۱۹۹۶ نه تر اوسه پورې د طالب په پلوي
کې ولاړ یم ، او تر اوسه پورې ما ددوی په خبرو او کړو کې منفي علایم ، درواغ ، شیطاني،
دوه مخي نده لیدلې، نو زه يو زوړ مکتبي هم د زاړه سبک ددوی کلکه پلوي کوم !
طالبان اولسي سپین وګړي دي ، انډیوالي کوي يوه خبره لري ، دخدای بخښلي مشر ملا صیب
خبرې ساده ، وطني وې چې ماته به یې خپل کلیوال ، خپلوان را په یادول یانې د مرحوم خبرې
زما د کلچر او عنعناتو یوه برخه وه ! طالبانو پاټکونه ظالمان له منځه ورک کړل او دهیواد
وحدت یې په منګلو کې کلک ونیو !
ډیر به دسر نه درخرابه ومه:
طالبان یوه خبره کوي او هغه دخارجیانو اشغالګرو وتل دي او دا د هیواد ملي استقلال او
ازادي ده ! انشاءالله چې دا مقصد به مو حصل شي دوعا کوه چې سوله راشي !!
طالبان ډیر معقول ملي او بین المللي منلی حرکت کوي ! هغوی له اولس ، علماؤ مشرانو سره
خبرې کوي ، ملي ارد و به همداسې وي ( خو د مکلفیت دوره لکه پخوا ؟) ، ددولت ستروکتوربه
همداسې وي ، دسیستم اسکیلېت به سموي او اصلاحات به پکشې راولي ، صداقت، راستکاري
او انظبات ته به بکشې ځای ور کوي ، امنیت به وي ،غله ، انسان تښتونکي او جګړه ماران به
دابد لپاره ورکيږي ، صداقت او رښتیا به قانون وي ، دښځو حقوق او ددرس تعلیم او کار زمینه
به تضمین کیږي ، د بیان ازادي به وي خو چې د اسلام او افغاني کراماتو خلاف نوي !
طالبان له امریکې ، ناتو او نورو اسلامي ممالکو څخه د مرستو غوښتنه کوي په کومو کې چې
د هیواد ازادي او خارجي اوترې تېت نه زیانمن کيیږي !
د مسکو دغونډې جزیات او د شیر محمد ستانکزي خبرې واوره !
نور د په الله سپارم
زوړ پتنګ
يو شی مې هیر شه اوس یې درته لیکم :
د جنګ علت اشغالګر دي که طالبان نه وي او خارجیان لاړ شي نو دشمال او غرب او شرق
لنډغران به بیا پاټکونه جوړوي !! ګوره غني څومره زور وواهه چې عطا تبدیل کړي خو
طالبانوته ته دا ټول زاړه خائنان ان مسکو ته ورغلل حتی پد رام رزیل او بد نامه کوفي فوزیه
هم هلته لاړه !
مار چې هر څومره زهر ناکه وي xxxx خو کله چې شاهین وویني او یا یې
حس کړي په غار ننوزي !!


میرویس
21.02.2019

پتنګه، په عمر د برکت خیر د په نصیب شه!
ستاسې ټولې خبرې رښتیا دي، زه هم دغه ټکي منم لو دسر په سترګو مې لیدلي دي چې طالبانو هم امنیت راوست او هم یې د نشه یې بوتو کرکیله بنده کړه. اوسني طالبان دملاعمر دوخت طالبان ندي. ددوی به اعمالو به نه غږیږم، خو دهغوی موجوده پالسي دروان نیابتي جنګ د سردمدارانو پر مږوي راڅرخي. تاسې د عسکرعباس ستانکزي خبرې واورزدلې چې ویې ویل، پوځ پولیس او ملي امنیت به ړنګ کړي. دا هماغه روحیه ده لکه دجهاد مشران چې دافغانستان داردو، حکومت او ټولو بنسټونو په تباه کولو کې استعمال شول، او زموږ ملک یې دشغالانوغلونو ته جوړ کړ. آیا طالبان بیا هماغه بدبختي پر موږ راولي؟ ترهغې چې طالبان په پردي ملک کې پراته وي، همدغه به یې حال وي، او موږ به هم دترورېزم قرباني کیږو.
طالبان ولې دصلحې مرکې افغاني کوی نه؟ وايې ګولمه چې په کټو کې وچوي، چاودلې نه ده. سراج حقاني دخارجي استخباراتو په اشاره کار کوي، ځینی طالب مشران دافراطیت او ځينې نوریې دجنګ دمفاداتو له وجهې سوله نه غواړي، ملا برادر او ملا یعقوب غوندې بیا په اقلیت کې دي چې سوله غواړي. طالبان هغه وخت بریالي کیدای شي چې یوه خوله شي، صلحې ته غاړه کیږدي او اوربند وکړيږ خارجیان نو بیا څوک دئ چې دلته پاتې شي.
په ډېردرنښت او کلیوالي پښتنې مینه.


lawangin
21.02.2019

میرویس خانه بیا هم سلامونه په فوروم کې خو په بحث او جړ کې د حکیمي له برکته دوه په
دوه پاتې یو ! دغه خبرې چی ته یې کوې د افغان ددولت د پلو یانو خبرې دي خو هر څوک او خپل عمل يې !
زه په ناحقه وېیلو ډېر خوابدی کيږم !
عباس ستانکزي هیڅ وخت ندي وېیلي چې اردو له منځه وړي ، هغه وېیلي دي چې اصلاحات
به پکشې راځي !! که یې ویدیو یې خبرې را په ګوته کړې ناغه در کوم ! او بل دا چې ګوره
دا دولت د دولت ندی هغه نه سمیږي که طالبان نه وي نو خارجیان يو وخت وځې او دالر هم
دریږي نو بیا به څه وي ؟؟ هغه پخوا لنډغري قومي خبرې او او به راځي !
طالبان فساد ورکوي عدالت راولي او سیاست کوي له اولس سره به مشوره کوي له خارجي
ممالکو سره به شه روابط ساتي تر څو چې اقتصاد یې مخ ته لاړ شي او داولس د ژوند سویه
لوړه شي !!
دلته دومره لیکنې نه کیږي : ګوره ددولت ډيزاین د ناروا، رشوت ، غلا لپاره شعوري یا په نا
پوهي جوړ شوی دي ! د سیستم ډیزاین غلط دی ! يو مسال درکوم : دا افغانستان دومره ډیر
ولایتونه څه کوي ؟؟؟ ډیر ولایتونه خو تشکلات غواړي او تشکیلات پيسې !! اوس خو
دالر شته چې دالر خلاص شي بیا به څه کوې ؟؟ همداسې په سلګونو نورتشکیلات .......
مننه


میرویس
01.03.2019

ګرانه پتنګه سلامونه!
ناغه ندرنه غواړم، دعباس ستانکزي خبرې سپوتنیک روسي رسنۍ خپرې کړې وې، چې په افغانستان کې دننه يی پراخ مخالفتونه را وپارول. ستانکزي په افغانستان کې د دولت او پوځ دموجودیت نه دانکار په اړه ویلي وو چې،"د صلحې د توافق نه وروسته به اردو له منخه لاړه شي، او وسلواله قوه به دطالبانوجز وګرزي." پتنګ جانه، داهغه څه دي چې دافغانستان دنیابتي جنګ سردمداران یې غواړي.
ګرانه پتنګه!
نمې غوښتل ستاد هغه بحت خنډ شم چې داصلي مسئلې نه دې بلې خوا ته د پام اړولو په هڅه کې پیل کړئ ؤ. زموږ دبحث اصلي مسئله داوه، طالبان چې روان نیابتي جنګ ته د جهاد پرټوک وراغوندي، نو بیا دهمدغو طالبانو دوې ډلې چې په یوه سنګر کې د جهاد ترنامه لاندې جنګیدلې، ولې دیو اوبل وژلو ته جهاد وایي؟ آیا اسلام او جهاد دطالبي ډلو دګټو وتو وسیله ده؟ آیا دوی منافقان ندي؟
رانه خپه کیږه مه، دوی دسراج حقاني تر مشرۍ لاندې دافغانستان دمصالحو خلاف عمل کوي. په درناوي.


میرویس
11.04.2019

ګرانه پتنګه بیا سلامونه!
طالبان دسراج حقاني په امر بې ګناه خلک په ډېره بې رحمۍ وژني، او طالبان یې مسؤلیت اخلي. تاسې چې دطالبانو ملاتړ کوئ، ددغو جنایتونو مسؤلیت هم منئ؟ آیا مسلمان پرمسلمان باندې دغسې بې رحمه بریدونه کوي لکه طالبانو چې وړم کال په انټرکانټیننټل هوټل وکړ، او ورپسې یې دصدارت په چاراهي کې امبولانس بم چاودنه وکړه؟
========
شنبی ۷ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۲
پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزارت زړې ودانې او د سولې عالي شورا دفتر ته نېږدې شوې چاودنه ځانمرګی برید و، چې له امله یې تر اوسه پورې ۱۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د عامې روغتیا وزارت ویاند اسماعیل کاووسی وايي تر اوسه د پېښې له ځایه ۴۰ جسدونه او ۱۴۰ ټپیان د کابل روغتونو ته وړل شوي دي.
د برید مسؤولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی دی
http://www.jomhornews.com/ps/news/100813/
ځواب راکړه.
مننه.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more