د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

داعش او د اختر اوربند!

میرویس
18.06.2018

ګرانو لوستونکو، السلام علیکم!
متل: خدای "ج" یې ورکوي، خو خدای بیردي نه!
طالب او افغان حکومت اوربند کوي، داعشه ته څه کاره یې چې ددواړو په ګډه غونډه کې چاودنې کوي، طالب، افغان پولس او عام ولس وژني؟ دغه درئ واړه قوتونه چې د الله جل جلاله په مرسته یو موټئ شي، دسترګو په رپ کې به محو او نابود شې، تکفیري داعش جانه! بیله هغې هم دخارجي استخباراتو نانځکه یې، خارجي آجنډا لري، دافغان ولس او افغانستان آبادي او تباهي، دیوه خوسا توت اهمیت هم نه درته لري.
پداسې حال کې چې په ټول افغانستان کې اور بند ټینګ ؤ، پرن د ننګرهار د روداتود ولسوالي په غازي امان الله خان ښارګوټي کې د موټربمي برید په ترڅ کې د ۳۶ تنو د وژل کېدو ترڅنګ ۶۵ نور ژوبل شوي دي. داعش یې مسؤلیت په غاړه اخیستئ دي.
انشا الله چې طالبان او افغان ولس به سره کور او اور شي، خو داعش چې د الله داحکامو، او افغان ولس دښمن دئ، تور مخ به ماتې خوري، دعراق اوسوریې د داعش یا اسلامي دولت په سرنوشت به ګرفتاریږي او له منځه به ځي.
خداي پامان.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more