د موضوعګانو سرپاڼه

هنر،‌ادب او پښتو نحوه

وجیزة او یا وجیزې


ع کريم حليمي
25.01.2013

چه کوچنی يي حکومت دي ساتنه کوي ،که لوی شوې د حکومت ساتنه به کوې

حلیمي



ع کريم حليمي
25.01.2013

یو چه و وژنې کناه کبیره ده ، مشروع ئې که سل مړه که ثواب وګټه

حلیمي



ع کريم حليمي
25.01.2013

څومره کتابونه چه په کور کي لرې هغومره پوهه لرې

حلیمي


larghonay laraway
28.01.2013

په زړه پورې دي حليمي صيب


رښتینی
30.01.2013

ټول به مرو :?



ع کريم حليمي
30.01.2013

هر څوک هوښیار دی ، خو پوه هغه څوک دی چه په خپلو خبرو پوهی وي

حلیمي


رښتینی
01.02.2013

که له اسمانه ټکه راولویږې په استغفار ویونکي نه لګیږې

( عمر بن الخطّآب )



ع کريم حليمي
05.02.2013

شجعان خلګ د اسلام دایرې ته داخلیږي ، بزدل د حق کلمه نسي ویلای

حلیمي



ع کريم حليمي
05.02.2013

شجاعت او صداقت درلودل او په پوهېدل د انسانیت کمال دی

حلیمي



ع کريم حليمي
10.02.2013

که تدریس نه سې کولای ، نو معلمي خو درباندي لازمه ده

حلیمي



ع کريم حليمي
18.02.2013

عاشق شه پر اخلاقو، خلق ئې و ګرځوه ، چه د زړونو سلطان سې

حلیمي



ع کريم حليمي
18.02.2013

څوک چه غضب لري ، هغوی حیاء لري ، د حیاء داره ځای فردوس دی

حلیمي



ع کريم حليمي
18.02.2013

که دي حب او غضب په ځان کښي پیدا کړی ، نو بیا تقوا داره سوې

حلیمي



ع کريم حليمي
19.02.2013

مرګ یو خوند کتل دي ، خو انجام نه دی ، مرګ یو تکامل دي بهترۍ ته

حلیمي



ع کريم حليمي
25.02.2013

هڅه وکه چه صالح او مصلح سې ،چه د نبوة شپږځلویښتمه دي په برخه سي

حلیمي



ع کريم حليمي
26.02.2013

د خالق سره بیعت او ټنګه صلة ، او صلة رحم له مخلوق سره ، د سعادت کېمیاده

حلیمي



ع کريم حليمي
26.02.2013

د بلوغ څخه ورسته و بدیهیاتو ته غوږ نیول او خبري پر کول ، نا پوهي ده

حلیمي


پتوال
27.02.2013

.................. بسم تعالی .................

په ژویو کې ګناه او ثواب نشته،

خو انسان بې ګناه نه دی مګر داچې

الله تعالی يې تَوبه ومني او په خپل مرحمت يې
[color=blue:cd2a4d2e72]د انسانیت له درجې پورته کړي،[/color:cd2a4d2e72]

هغه شرط چې توبه پرې قبلیږي د توبه ګار نېک عمل دی او بس!
.
.


پتوال
27.02.2013

.......................بسم الله الرحمن الرحیم............................

اسلامی ټولنه په دوه معیارونو عیاریږي :
چې یو ایمان او بل نورو ته خاص د خدای له پاره خیر رسول دي، خو له لومړي پرته دویم معیار امکان نه لري،
هو! که په لومړی معیار هغه ، نو په دویم معیار هغه او دغه جهان دواړه ودانیږي !


پتوال
28.02.2013

انسان یو ټولنیز او اندَور موجود دی، بیا هم د ټولنې په وړاندې یواځې فردي مسولیت مني، خو امتیازات ترې
هم په فردي او هم ډله ییزه توګه غواړي. که ځیر شو ډیر ټولنیز او طبقاتي فسادونه په همدې توپیر کې نغښتي دي .


پتوال
28.02.2013

د انسان نېکمرغي نسبي او په حقیقي بشپړتیا کې ده، راځئ چې یو بل ته لاسونه سره ورکړو او ځانونه بشپړ کړو،
څو په ګډه سره د مطلقې بشپړتیا او نېکمرغۍ په لوري یو نسبي ګام پورته کړو، او دا ځکه چې زمونږ فردي او نسبي
بشپړتیا او نېکمرغی هم په ټولنې پورې تړلې ده !


پتوال
28.02.2013

لرغونی لاروی زموږ نا اشنا ولې د ټولو مورنی ورور دی، هغه مور چې مونږ ټولو ته یې شیدې راکړي اومونږ یې یو له بل سره
ورونه کړي یو افغاني اسلامي ټولنه ده، الله دې مونږ په آخرت کې هم سره ورونه لري او ددې ورورۍ په برکت دې
مونږ له هغې دوښمنۍ څخه وژغوري چې ددوزخ استوګن په کې سره ښکېل وي!


پتوال
28.02.2013

الله سبحانه و تعالی واحد لامکان او لازمان ذات دی، پر مونږ د خپل مکان او زمان بار زمونږ د ګناهونو په پیمانه دروند دی،
خو توبه او استغار مو په آخرت کې ددنیا له درانده درانده بارونو څخه ژغورلای شي! ومن الله التوفیق!



ع کريم حليمي
28.02.2013

حکمت زده که او بنا پرحکمت دارایی پېدا که ، نو جنت دي خپل کی

حلیمي


پتوال
28.02.2013

د دولت موندنې حکیمان(پانګوالان) ډیر دي، خو جنت موندونکي هغه یې (لکه سخیان) په لیکو کې ډیر کم پیدا کیږي!
نو راشئ دداسې حکمت پانګه خپله کړو چې ګټه یې د کوثر اوبه وي!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more