د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پولیو، کوي یا چيچک عوندئ؟

اتل
26.09.2017

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
پولیو یا دماشومانو فلج سږکال بیا زموږ ماشومان ووهل، ځکه چې دانامراد مرض لاهم پاکستان غوندې زموږ په وطن کې شته. کوئ یا چیچک چې تر پولیو نه زیات ساري ؤ، دواکسین په برکت دټولې دنیا نه ورک شو. دپولیو ټغر هم دغسې ټولیدلې شي، خو په شرط ددې چې ټول ماشومان واکسین شي. نه یوازې دا چې بې امنیتي ددې کار مخه نیسي، بلکه ځینې ډلې چې داسلام او جهاد په نامه یې دپردیو ټوبکونه په اوږه کړي، زموږ په ماشومانو هم رحم نه کوي، او واکسن یې منع کړیدئ.
===
د جوزجان ولایت د قوش تېپې او درزاب ولسوالۍ د پولیو واکسین له کمپاین بې برخې شوي دي.
دا خبره د جوزجان د عامې روغتیا رئیس فریدون حبیب پرون وکړه او ويې ویل چې په یادو ولسوالیو کې د طالب وسله والو او داعش جنګیالیو د جګړې دوام د دې لامل شوی چې ۲۵ زره ماشومان له واکسین بې برخې شي.
د جوزجان په اتو ولسوالیو کې د مرکز په شمول یو لک او اویا زره تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان د پولیو یا ګوزڼ په وړاندې واکسینېږي.
جنایت غوږونه او لکۍ نلري. دماشومانو د واکسین مخه نیول جنایت دئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more