د موضوعګانو سرپاڼه

د منتخب اسلامی جمهوريت بنسټونه او ارزښتونه

دسراج حقاني دمهاجرو دسیسه!

اتل
25.09.2017

محترمو لوستونکو، السلام علیکم!
له پاکستان څخه د راغلیو کډوالو په لارۍ کې ۱۲ میله وسله ونیول شوه.
د ننګرهار ولايت د تورخم په سیمه کې د تلاشۍ په یوه پوسته کې د افغان کډوالو په نامه یوه لارۍ کې ۱۲ میله وسله ونیول شوه. امنیتي ځواکونو د دغې لارۍ د تلاشۍ پر وخت ۱۱ میله تومانچې، ۱ میل کرینکوف او ۲۲ شاجورونه نیولي دي.
ویل کیږي، چې له وسلو سره ۲ مشکوک کسان هم نیول شوي او په جرم یې اعتراف هم کړی دی.
===
دحقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني چې دډورنډ د کرښې اخوا دپښتنو په پراخو علاقو کې پروت دئ، او افغانستان کې د خپلو پنجابي بادارانو نیابتي جنګ مخکې وړي، خپل ترورستان مسلح کوي او بیا یې ملک ته د راستنیدونکو افغان کډوالوپه لاریو کې رالیږي چې تخریبي فعالیتونه وکړي. افغان ولس او زموږ پوځ او امنیتې قواوې پدې دسیسو ښه پوهیږي او اجازه نه ورکوي، چې حقاني لدې لارې ترورستان ملک ته راولیږي. دا دپاسکستان ګوډاګئ سراج حقاني کوښښ کوي چې دخپلو پنجاپي بادارانو پلانونه لدې لارې عملي کړي.
http://www.taand.com/archives/96454


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more