د موضوعګانو سرپاڼه

ناندرۍ او ناندریزه موضوعګانې

لشکر طیبه هلمند کې؟

اتل
22.09.2017

محترمو لوستونکو، السلام علېکم ورحمت الله وبرکاته!
لښکر طیبه چې په کشمیر کې د تروریزم دپاره جوړه شوې وه، او په کال ۲۰۰۸ کې یې د هند په ممبۍ کې ۱۶۶ تنه ووژل، دپاکستان ګوډاګې سراج حقاني دا ډله پر طالبانو ورتپلې ده.
===
په هلمند کې د پاکستان د لښکر طیبه اته غړي په هوایي برید کې وژل شوي دي. دفاع وزارت په یوه بیان کې لیکلي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۱۱ تنه ترورستان د هلمند ولایت په ناوې ولسوالی کې وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په وژل شویو کې د پاکستان د لښکر طیبه اته غړي هم شامل دي. په دغو هوایي بریدونو کې لږ تر لږه شپږ تنه ترورستان ټپي شوی هم دي.
===
دطالبانوپخواني مشر ملا محمدمنصورچې دخپل مرستیال په توګه دسراج حقاني د تاکلو سره مخالفت کاوه، پوهیده چې سراج حقاني د خپلو پنجابي بادارانو په مکر، طالبان په مدار مدار ځپي او داعش پیاوړئ کوي چې طالبانو ځاب ونیسي.
http://www.khaama.com/pashto/archives/7442


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more