د موضوعګانو سرپاڼه

سياست او روانې چارې

طالبانو دسلما پر بند حمله کړېده!

میرویس
26.06.2017

ګرانو پښتنو، السلام علیکم!
دطالبانو مشر هیبت الله آخند زاده دکمکي اختر په پیغام کې ښې خبرې وکړې. ويې ویل چې طالبان چیرې چې ولسي خلکو ته زیان رسیږي حملې نه کوي، دملک د اډانې دپروژو هرکلئ او ساتنه کوي.
====
طالبانو دخپل مشر دپیغام نه سمدستي وروسته، دلښکرګاه دښار په مزدهمه علاقه کې دموټر بم په چاودنه کې په لسګونو ښاریان ووژل او زخمي کړل.
----
وسله والو طالبانو پرون په هرات کې د سلما پربند په حمله کې لږترلږه ۱۰ افغان سرتېري ووژل.
د هرات د امنیه قوماندان ویاند جیلاني فرهاد وویل، په چشت شریف ولسوالي کې، چې سلما بند پکې موقعیت لري، د طالبانو په حمله کې ۴ امنیتي افراد ژوبل شوي هم دي.
ده همداراز وویل چې په دې برید کې ۴ ترهګر هم وژل شوي دي.
----
داختر په مناسبت د هیبت الله آخندزاده پیغام منافقت دئ، او که هغه پر خپلو جګړه مارارانو کنترول نلري؟ آیا دسلما بند دملک بنیادي جوړښت ندئ، آیا دطالبانو بچیان به ګټه نه ترې اخلې، آیا دسلمل بند په افغانستان کې دې، که دبل ملک مال دئ، او آیاطالبان افغانان دې؟ آیا طالبان چې د خارج نه افغانستان ورانوي، بیرته د راتک نیت نلري.
الله ج ددوی په سراط مستقیم راون کړي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more