د موضوعګانو سرپاڼه

تخنیک ، خبرتیایي تکنالوژي او کمپیوتري‌ مرستې

رایه اخیستنه

رښتینی
30.03.2011

.

.

دبحثفورمونو په نړۍ کی به مو لیدلی وی چی اوس دبحثفورمونودپاڼو
ډیر ی پرمختللی بڼی شتون لری چی په هغو کی ترټولو مهم یی دلیکلو
ډیری اسانتیاوی او دلیکنی د ښکلا له پاره ډیرڅه پراته وی اوداسی نور .

په هغوکی دغړو دحماس او په لیکنو کی دسیالیو اویوه بل ته د نږدی کیدلو
او تواصل له پاره دلیکوالانو بیل برفایلونه شتون لری داراز نور ډیر ګټور
اوخوندور شیان لری اوتاسو وینئ چی ټول افغان په هااااااغه پخوانی پرتاګه
اوکمیسه کی زموږ په مخکی پروت دی نو له ښاغلی مشر آدمین نه هیله کوم
چی په دی اړه فکر وکړی او دلته دګډونوالو له رایی اخیستلو وروسته باید
مناسبه پریکړه وکړی .

زه له ټولو ګډونوالو نه هیله کوم چی دلته خپل نظرونه ولیکی او رایی
وکاروی څو په دی توګه وکولای شو خپلی پاڼی ته نوره وده هم ورکړو .

ایا تاسو غواړئ چی بحثفورمونه په نوی بڼه واړول شی او که په دی
زړه بڼه پاتی شی ؟


هوتک
30.03.2011

حامدصیب سلامونه!
رایه به استعمال کړو دنوی بڼی دپاره؟
خو بیریږم هسې نه چه دغه زوړ حال پر ودروی؟‎ ‎
مننه


حمید هڅــاند
06.04.2011

وایې نېکي او پوښتنه؛ دروند حامد وروره څوک به د ددې پرمختګ مخالف نه وې، زه خو وایم چې د رایې اچونې همدا دوولس رایې هم بس دې، که شونې وې محترم اډمین دې ستاسو غوښتنې او زموږ رایو ته د هو ځواب ووایې.

په درنښت


پښتون:
10.05.2011

ښه له خیره د فورم څیره بدلیږی.
نو دا خو پوره میاشت نه هم واوخته.
لکه چي سبا ته پرې کار شروع شي.
یانی کوم رنګ به ورته ورکوي.
ما خپله رایه د بدلولو لپاره وکاروله،صحیح ده ریښتینی صیب.

بل کرت پوری.


مینه پال
10.05.2011

مهمنده رنګ به یې تور کړو او لیک به سپین. زما خو دا رنګ ډېر خوښېږي او که چري ټول افغان داسي شي نو زما خوب به رښتیا شي، وایم سخت ارمان مي دی.


۰
11.05.2011

السلام علیکم
زه وایم همداسي ښه دی دي کي مو څه بدي لیدلي هربدلون خو کامیاب نه وي
او چي بیا خراب بدلیږي نو همداسي ښه دي ځما خو دانظردی .
مومندافغان


م . ق
11.05.2011

زما په اند چی ددې لرګي او سنګ مرمر د بڼې نه د کاغذ سپین رنګ ته واړول شی نو ښه به وي ځکه چی په فورم کی اکثره ملګري وایی چی په مونږ وخت تیرشوی او سپین ږیري یو،،،،نو د سپین ږیرو د نظر او د سترګو د لید لپاره سپین یا شین رنګ ښه دې خو هسی نه چی په سپین یا شین رنګ باندی بیا د اسلامی امارت او حزب اسلامی جنګ شی. :lol:
او مجبورا د شین یا سپین انتخابولو لپاره بیا انتخاباتو ته اړتیا پیدا شي.
خو زه وایم چی بیک ګراونډ رنګ یی سپین او د فونټ رنګ یی تور وي او د څنډو او ټایټلونو رنګ یی شین وي نو ښه به وي.
مننه


-
11.05.2011

[quote:8e5187c15e="Nangrahari"]خو زه وایم چی بیک ګراونډ رنګ یی سپین او د فونټ رنګ یی تور وي او د څنډو او ټایټلونو رنګ یی شین وي نو ښه به وي.
مننه[/quote:8e5187c15e]
ننګرهاریه وطنداره سلامونه!
ته شوق لرې خو ذوق نه لرې :wink:

خفه نشي ګپ لګوم همداسي زما هم خوښه ده چې دیوال يي سپین، لیک یي تور، اوخط کشي یي شنه وي. :)


مینه پال
11.05.2011

[quote:56b396d93a]ته شوق لرې خو ذوق نه لرې
[/quote:56b396d93a] :wink:
یره کلیواله، مه خرابېګې، ته هم شوق لرې او هم ذوق. خو زما بیا له شوق څخه خبره اوړي یاره، توره صفحه او سپین لیک خو زما سخت ارمان دی، او ګوره ننګرهاریه، هسې بد به مې درته ویلي وي، ولي مې ازاروې او دا سپین ږیری لفظ راته مخته وروسته کوې، د نن له ځوانانو نه ډېر ښه یم.


طیب زابلی
02.05.2012

زه خو وایم چی زوړ حال یی صحی ده هسی نه چی بیا داحال نشو پیداکولای


حذيفه
17.06.2012

د بحث ګډونوالو سلامونه !
زه هم په دې اند يم چي تبدیلي غوره ده خو دې زابلي صیب ته حیران يم چي په دې وخت کي هم دی د وروسته پاتيدو کېدو هيله کوي ، ياره بايد پر مختګ وکړو او له دې زاړه حالته نوي ته ودانګو ، زابلي صیب خپه کېږه مه ته عين د يوه کليوال ملا خبره کوې چي د خپل کلي په کليوالو کي يې نه بل ملا خوښ وي او نه يې کوم تعيم يافته .


پښتون:
28.06.2012

[quote:d7fb0e748a="پښتون:"]ښه له خیره د فورم څیره بدلیږی.
نو دا خو پوره میاشت نه هم واوخته.
لکه چي سبا ته پرې کار شروع شي.
یانی کوم رنګ به ورته ورکوي.
ما خپله رایه د بدلولو لپاره وکاروله،صحیح ده ریښتینی صیب.

بل کرت پوری.[/quote:d7fb0e748a]


paylituzu
16.06.2017

و دا خو پوره میاشت نه هم واوخته.

[url=https://www.golden-slot.com][color=#A98B59:c06899af82]Goldenslot Casino Online[/color:c06899af82][/url]
[url=http://www.ymt8282.com][color=#A98B59:c06899af82]Gclub Casino[/color:c06899af82][/url]
[url=http://www.ymt3355.com][color=#A98B59:c06899af82]Gclub จีคลับ[/color:c06899af82][/url]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more