د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آیا مسلمان یې منلئ شي؟

میرویس
24.04.2017

ګرانو مسلمانو پښتنو، السلام علیکم!
دا خبر خو اوس هرچا اورېدلئ چې لس تنه طالبان په پوځي جامو کې په دوو رنجرونو کې د بلخ د دهدادیو قل ارد ته ننوتي په مسجد کې دجمعې پرلمانځه په ولاړو لمونځ کونکو او طعام خانه کې يې پر مسلمانانو باندې په ډزو کې تر یو نیم سل پورې وژلي او قریب اتیا تنه یې ټپي کړيدي.
====
طالبانو ددې حملې مسؤلیت په ډیر فخر ملئ دئ. د طالبانو حقیقي مشر دپاکستان ګوډاګئ سراج الدین حقاني چې په افغانستان کې دغسې پیچلې حملې کوي، او دمسؤولیت منلو ته یې طالبان اړباسې، دخپلو پنجابي بادرانو تر وزر لاندې په پاکستان کې سرې سترګې ګرزي.
دسراج حقني ترورسته شبکه او دهغه تر نګین لاندې طالبان چې دجهاد نغارې ډنګوي، ایا په مسجدونو کې په لمانځه دولاړو مسلمانانو قتل موږ او تاسې مسلمانان منلئ شو؟ دا جهد دئ که دافغانستان دښمنان د سراج حقاني او طالبانو له لارې زموږ په ملک کې ترور کوي؟
په درناوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more