د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د الله جل جلاله د تدبیر تحقیق

عبدالسلام حنف
28.03.2017

بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه ، عبدالسلام حنفي ،
د مکر الله سبحانه وتعالی په اړه شبهه یعني چي په قرانکریم کي الله تعالي ته د تدبیر کولو نسبت شوي دي ،
موږ اکثره ملحدین یا نور کفار وینو چي دوي په دې اړه خبره کوي چي الله تعالی نعوذبالله فریب کوونکي دي، او الله تعالي ته څنګه داسي یو لفظ استعمال شي ؟
د دې خبرې د رد په باره کي هغه څه رانقل کوو ، کوم چي په مفردات الراغب الاصفهاني کي ، راغلي دي، چي مکر یعني تدبیر دې ته ویل کيږي چي یو کس د څه اراده لري نو ته راپورته شي په یوه حیله سره د هغه مخه په بله واړوي ، او دا په دوه قسمه ده ، یو مکر محمود یعني ښه تدبیر دي، اودا ښه تدبیر دادي چي په دي سره د ښه کار اراده لري،
نو په دې وجه سره الله تعالي ځان ته د همدې نسبت کړي دي ، لکه چي فرمایي ، والله خير الماكرين ، او په داسي تدبیرونو کي الله تر ټولو وړاندي دي،
نو د الله تدبیر یواځي د خیر په بناء سره دي،
او بد تدبیر دادي چي یو کس په هغه سره د بد او قبیح کار اراده لري، لکه الله تعالي چي فرمایي ، {ولا يحيق المكر السيئ إلا بأهله} فاطر: 43 ژباړه ، ناوړه دسیسي همدې خپلو کار اچوونکو ته ور په غاړه کیږي ،
نو تدبیر یا دسیسه کله ښه وي او کله بده ، نو که چیرته په مقابل د هغه چا کي وي چي هغه ستا سره په دسیسه کار کوي نو که ته د هغه لپاره د کوم تدبیر څخه کار واخلي ، نو دا ښه دسیسه ده او جایز کار دی ، او که چیرته د دې څخه ماسوا د بل سبب په وجه سره وي دا بیا بد تدبیر دي ،
نو الله تعالي ته چي د کوم تدبیر نسبت شوي دي هغه مطلق نه دي بلکي هغه په مقابل د هغه چا کي دي کوم کس به چي د الله تعالي او رسول یا نورو پیغمبرانو سره او یا هم له مومینانو سره فریب او چم کوي نو الله تعالي به په يوه ډیر ښه انداز کي د دوي دغه تدبیر او فریب ور مات کړی ، لکه الله تبارک وتعالي چي فرمایلي دی ، ومكروا مكراً ومكرنا مكراً وهم لا يشعرون ، ژباړه ، دا دسیسه خو هغوي جوړه کړه او بیا موږ یو تدبیر ونیوه چي هغوي ورڅخه خبر نه ول ،
ومن هنا نعرف أن المكر هو التدبير، فإن كان فى شر فهو مذموم ، وإن كان فى خير فهو محمود .
نو له دې وجي موږ دا وپیژندله چي مکر تدبیر ته وایي ، که چیرته د شر لپاره وي نو بد دي ، او که چیرته د خیر لپاره ګټه تري واخیستل شي نو ښه تدبیر دی، او کوم بد کار نه دي ،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more