د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په عالم الارواح کې وعده

عبدالسلام حنف
27.03.2017

بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه ، عبدالسلام حنفي
ملحدینو د ډاکتر سها په قول سوال کړي وو، چې الله تعالي په عالم الارواح کې کله دې انسانانو څخه په دې باندي وعده واخیستله چې آیا زه ستاسو رب نه یم .؟ دوی ټولو په جواب کې وویل چې بلي زموږ رب يي. نو ولي موږ ته هغه وعده یاد نه ده .؟

جواب ، دا ډیره غلطه خبر او دلیل دي چې موږ ته ولې هغه وعده یاد نه ده نو که چیرته هغه وعده درته یاد نه ده نو آیا تاسو ایمان نه راوړي ،؟ خو بیا هم په هر صورت د انسان څخه ډیر داسي شیان وي چې هیریږې بیا هغه وخت ایمان او یقین پرې کوي چې کله يې یو څوک خبر کړي او یا يي ورته یاد کړي، نو موږ ټول د مور له نس څخه پیدا یو لیکن موږ ته هغه وخت نه دي یاد او نه هغه حادثه راته یاده ده او نه مو هغه وخت په ذهن کې راځې، خو لیکن کله چې موږ ته زموږ مور یا پلار یا بل داسي کس چې په هغه وخت کې موجود وي خبر راکړي ، چې ستاسو د پیدايښت کیسه داسي وه نو موږ په هغو باندي یقین او باور کوو، او موږ د دې څخه انکار نه شو کولاي چې موږ د هغه مور چې ترې پیدا یو زامن نه یو یا مو دا مور نه ده ، او بله مور موږ د خپل ځان لپاره غوره کړو ، ځکه که چیرته څوک په دغه دلیل سره ووايي چې ما ته مې خپل پیدایښت نه دي یاد یا دا زما مور نه ده نو دا کس به څومره بي عقل وي ستاسو په نزد باندي؟ ستاسو جواب به خامخا دا وي چې دا کس احمق دي ،
نو همدارنګه هغه وعده چې له موږ څخه الله تعالي په عالم الارواح کې اخیستي ده او موږ ته اوس یاد نه ده او بیا موږ ته پیغمبرانو په هغې وعده باندي خبر راکړي دي، چې الله تعالي زموږ څخه په عالم الارواح کې په خپل ربوبیت باندي وعده اخیستي ده او موږ اقرار پرې کړي دي، نو کله چې موږ د خپل مور او پلار خبره د پیدايښت د حادثې په هکله منو او د منلو وړ ده نو د انبیاء علیه السلام خبره خو په طریقه اولي سره د منلو وړ ده ،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more