د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

ليکوال: عبدالنافع همت


ع کريم حليمي
22.02.2017

زموږ يو شين خر و چي خورا قوي حافظه يې درلوده، په تېره بيا د کور او باغ لاره خوګردسره نه ځني ورکېده. کله چي به دي له غوجلي څخه خوشي کړ، نو نېغ به باغ ته ولاړ او بيا چي به دي بار پر باندي کړ او ايله به دي کړ، نو هم به برابر کور ته راغی. د ده قوي حافظې موږ دومره زړور کړي وو، چي يوازي به مو هم خوشي کاوه. يوه ورځ مي پر دې خره د کور سودا پر بار کړې او له ښار څخه د کلي پر خوا راروان وم چي په لاره کي له يوه انډيوال سره مخامخ سوم. زموږ خبري همداسي په ولاړي ښه ډېري اوږدې سوې، يو وخت ګورم چي خر تللی دی. زما هم زړه ډاډه و چي ځه نه به ورکېږي، د کور لاره ورمعلومه ده.

کله چي کور ته راغلم، نو ګورم چي خر نه دی راغلی. توري ځمکي مي ورپسي سپيني کړې، شا و خوا نژدې کلي مي ورپسي وپلټل، خو خر مي پيدا نه کړ. تر دې مهاله مي په خره ډېر لاس خلاص و. د ژرندي پېټی، د ښار سودا، د حيوانانو واښه او داسي نور اړه ومانده مي ټول په خره پوري تړلي ول. کله چي مي خر ورک سو، نو داسي مي لاس په خوله سو چي يوې خوا ته مي مخ نه ګرځېده. يوازي مي دا خواري نه وه چي خر مي ورک سو، بلکي پر خره باندي تړلې سودا هم ورسره ورکه سوه. نور نو ټولي لاري راباندي ودرېدې، يوازي يوه لار راپاته وه، هغه دا چي کتني والا (کوډګر) ته ورسم.

زموږ په سيمه کي يو تعويذګر و چي ملاتور نومېده، دی خورا مشهور و، د ملا تور برجوره کلا د انګوري باغونو په منځ کي ودانه سوې وه، چي د دروازې پر سر يې د غره د پسه يوه جوړه ښکرونه هم نصب سوي ول. د کلا مخ ته به هره ورځ ګڼ شمېر خلک په نوبت کي ناست ول چي له نژدې او ليرو سيمو څخه به راغلي ول. چا به ناروغان راوستلي او د چا به بيا يو دوست، يو حيوان او يا کوم سی ورک سوی و.

خلکو ويل چي يوه ورځ د ملاتور د نيکه، چي يو ډېر بزرګ سړی و، د غره د پسه غوښو ته هوا سوې وه. بيا د ده مبارک په کرامت يو د غره پسه په خپله خوښه د ده کور ته راغی، ده هم حلال کړ، ويې خوړ چي دا دی اوس يې ښکرونه دلته نصب سوي دي.

ملاتور يې ځکه باله، چي له رنګه داسي تک تور و، لکه د ايرو کباب. ملاتور نه ملا او نه هم پرهېزګاره و، خو خلکو بيا هم ښه سړی باله. ويل دا پخې غوښي دي، څه به نه په کښي وايو. دی چي خپله هر ډول دی، خو نيکه ګان يې ښه خلک تېر سوي دي، خامخا د هغوی لاس ورباندي پروت دی. د ده په باب ډول ډول خبري کېدې، چا به ويل چي ښاپېرۍ لري، چا به ويل چي پېری يې مسخر کړی دی او ځينو به بيا ويل چي نيکه ګان يې په خوب کي ټول حال ورته وايي. خو خپله ملاتور يوازي دا وروستۍ خبره منله او ويل به يې چي موږ په مړو کي زورور يو.

ملاتور تر شپېتو کالو اوښتی او خورا لويه کوړمه (کورنۍ) يې درلوده. ده اته ځوانان زامن درلودل، چي نه خپله ملاتور او نه زامنو يې تر دوو کمي ښځي درلودې. دوی په دغو ښځو کي يوه هم په ولور نه وه غوښتې، بلکي خلکو وربخښلي وې. له خپل پلار څخه مي اورېدلي ول چي د ملاتور، نيکه پر يوه خره کډه راوړل او په دغه کلي کي يې ملايي ونيوله، خو اوس يې دومره ډېر جايداد درلود چي د ده کړوسيانو هم نه سوای خلاصولای.

زه سهار په خړه ورغلی وم، خو ايله غرمه نوبت راورسېد. ما هم هغه کولنګي چرګ، چي په دروږ کي مي له ځانه سره وروړی و، خليفه ته ورکړ او د ملاتور د ناستي خوني ته ورغلم. ملاتور تر ستړې مسې وروسته اشاره راته وکړه چي کښېنه! تر ما مخکي يو بل سړی، چي ساعت يې ورک سوی و، هم د ملاتور څنګ ته ناست و. ملاتور يو څو دقيقې سر پر زنګنو کښېښود، بيا يې راپورته کړ او ويې ويل: ستا ساعت ورک سوی نه، بلکي يو چا درڅخه غلا کړی دی، خو ته غم مه کوه انشاء الله چي پيدا به سي. سړي جېب ته لاس کړ، چي د شکرانې پيسې راوباسي. ګوري چي هغه ورک سوی ساعت هم له پيسو سره يو ځای له جېب څخه راووت. په دې وخت کي د ساعت خاوند د ملاتور په پښو کي ورپرېووت او ويې ويل: ستا قربان سم، بې شکه چي دخدای دوست يې، دا زما ساعت څنګه ژر پيدا سو، خامخا پېريانو راوړی دی. له دې سره سم په کوټه کي د خلکو زوږ او شور جوړ سو او د ملاتور صفتونه پيل سول. په دې وخت کي ملاتور تر خپلو خريلو برېتو لاندي وخندل او په فاتحانه ډول يې د مجلس يوه يوه سړي ته وکتل.

هغه سړی چي رخصت سو، زما نوبت راغی. ملاتور ته مي د خپل ورک سوي خره خبره ياده کړه. ملاتور سر پر زنګنو کښېښود او له ځان سره يې داسي څه ويل چي زه نه ورباندي پوهېدم. يو څو دقيقې وروسته يې سر راپورته کړ او ويې ويل: ستا خر غلا سوی نه، بلکي ورک سوی دی، ته کور ته ولاړ سه انشاء الله چي خر به دي پيدا سي. سبا ورځ په کور کي ناست يم، چي زموږ شين خر له بار سره کور ته راغی او برابر خپلي غوجلي ته ولاړ.

کله چي خره ته ورولاړ سوم، نو ګورم چي خر زما، خو بار يې د بل چا دی. ما يې لا بار نه و خلاص کړی چي د کور دروازه وټکېده. دروازه چي مي خلاصه کړه، نو ګورم چي يو سړی په دروازه کي ولاړ او په ارامه يې راته وويل: وروره وبخښه زما خر ستاسي کره راغی.

_ هو! زموږ کره اوس يو خر راغی، خو هغه زموږ خپل خر دی، هغه خر چي پرون ورک سوی و. _ وروره دا خر زما دی او نن مي په ګنج کي رانيو. _ ته هم عجيبه خبري کوې، ټول کلی شاهدان دی، چي دا خر زما دی او يو کال کېږي چي راته ولاړ دی.

سړي يوه ترخه خندا وکړه، ږيره يې په موټ کي ونيوله او راته ويې ويل: وروره زه هم په دې لويه ږيره درواغ نه وايم، دا خر زما دی او نن مي په ګنج کي رانيو. بيا مي په ښار کي سودا رانيوله او پر بار مي کړه، خر مخکي، زه ورپسې او د کور خوا ته روان وو. کله چي دلته راورسېدو، نو خر ستاسي کور ته ننوت. تر څو پوښتنوګروېږنو وروسته معلومه سوه، چي دې سړي خر له غله څخه رانيولی و. اوس زه نه پوهېږم چي دا به د خره د قوي حافظې برکت و چي د خپل کور لاره ورمعلومه وه او که به د ملاتور بزرګي وه چي زموږ شين خر بېرته پيدا سو!؟


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more