د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د تقدیر په اړه

عبدالسلام حنف
04.01.2017

بسم الله الرحمن الرحیم
لیکنه ، عبدالسلام حنفي .
سوال . چې کله الله تعالي د بندګانو افعال ولیکل نو بیا ولي زموږ سره حساب او کتاب کوي؟ نو د دې مطلب خو دادي چې موږ په خپلو افعالو کې اختیار نه لرو . ؟
جواب ، بعون الله تعالي . اول خو تاسو په يو ډیره غټه مغالطه کې واقع یي، ځکه کوم افعال او اعمال چې ستاسو په تقدیر کې لیکل شوي دي. دا کوم د جبر او اکراه کار نه دي . دا په تقدیر لیکنه زموږ د اعمالو او افعالو یواځې په علم د الله تعالي کې ده ، لکه په دنیا کې یو مثال درته وړاندي کوم . چې ته په خپل علم سره ولیکي. چې ستا زوی به مثلاً سبا زنا کوي ، نعوذبالله ، نو که چیرته ستا زوي زنا وکړي، نو آیا دا به په هغه باندي ستا جبر او ظلم وي،؟ یعني د دې مطلب به دا وي چې تاسو څه ورته لیکلي دي هغه به کوي او که په خپل اختیار کوم کار کوي؟ نو مطلب دادي چې ستاسو اعمال او افعال په تقدیر کې لیکل شوي دي، خو تاسو په خپلو اعمالو او افعالو کې اختیار لري که ښه کوي که بد دځان لپاره یي کوي، الله تعالي په ښو کولو امر راته کړي خو د بدو کولو څخه یې منع کړیو او کوم امر یې هم نه دې راته پري کړي ، خو په هر صورت موږ ته په خپلو اعمالو او افعالو کې اختیار شته خو زموږ په پیدایښت کې زموږ په جنس شکل او صورت کې په رنګ کې او په داسي نورو شیانو کې موږ ته اختیار نشته چې موږ په خپله خوښه دغه شیانو ته تغیر ورکړو . لکه چې الله تعالي فرمايي ، سُورَةُ القَصَص : 68
وَرَبُّكَ يَخْلُقُ مَا يَشَاءُ وَيَخْتَارُ مَا كَانَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ سُبْحانَ اللَّهِ وَتَعالى عَمَّا يُشْرِكُونَ
ستا رب، هر څه چي غواړي پېدا کوي يې او (هغه پخپله د خپل كار لپاره چي چا ته یې خوښه شي) غوره كوي یې، دغه ټاكنه د دغو خلكو د كولو كار ندى، الله له هغه شرك څخه پاك او ډېر لوړ دى چي دوى یې كوي.
نو مطلب دادي چې د خلقت په مسئله کې هیچا ته اختیار نشته دي، او په دې خبره کې ستا سره الله تعالي حساب او کتاب هم نه کوي چې ستا زنګ ولي داسی دي یا ستا عمر ولي اوږ دي یا نور ،
ته ازاد یې په دې کې چې ته خپل شهوت کنترول کړی ته خپل غضب کنترول کړي ، او چا ته عذاب ورنه کړي او خپل شریر نیت سم کړي، او تا ته الله تعالی طاقت درکړي دي چې ته په خپل مال کې سخاوت وکړي، او تا ته الله تعالي طاقت درکړي دي . که رښتیا وايې او که دروغ وايې. تا ته الله تعالي طاقت او توان درکړي دي چې خپل لاس د حرام مال څخه وساتې ، تا ته الله تعالي توان درکړي دي چې خپلې سترګې د نورو له عورت او ستر څخه وساتې ، تا ته الله تعالي توان او طاقت درکړي دي چې خپله ژبه د غیبت چغلګیري څخه وساتې ، نو کوم اسباب چې زموږ تر اعمالو او افعالو پوري تعلق لري په هغو ټولو کې موږ ازاد یو موږ ته په هغو باندي الله تعالي قدرت راکړي دي چې څنکه یې استعمال کړو استعمالولي یې شو . او په دغو شیانو کې به بیا زموږ څخه الله تعالي پوښتنه کوي ،
نو بیا زموږ دا خبره چې موږ په خپلو افعالو او اعمالو کې اختیار نه لرو او په تقدیر باندي اعتراضونه کوو دا سراسر غلطه ده ،


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more