د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

محمد امین بسمل څه وایې ؟ زمونږ ارمان او که زمونږ خوب !!

lawangin
30.12.2016

[img:1ec31218e8]https://i1.wp.com/www.nunn.asia/wp-content/uploads/2016/11/taliban-training-10.jpg[/img:1ec31218e8]

طالبان په رسمیت وپېژندل شول
نشرونکی: عبدالصمد ګوهر برخه: مقـــــالی او تبصرې 2016/12/29

محمدامین بسمل
که څوک خاندې او که ژاړي، غواړي یا نه غواړي د مسکو درې اړخیزې غونډې نړیوالو ته طالبان په رسمیت ور وپېژندل.
طالبان دخپل امارت په دوره کې سره له دې، چې دهیواد له ۹۵ زیاته سلنه خاوره یې په لاس او دنړۍ په تاریخ کې یې یو بې مثاله حکومت درلود خو بیاهم یوازې د دوو دریو هغه هم ضعیفوهیوادونو لخوا په رسمیت پېژندل شوي وو په داسې حال کې چې نظم او اداره یې بې جوړې وه.
دمګړۍ چې طالبان د امارت د وخت په ډول اسانتیاوې په لاس کې نه لري خو بیا هم لوړ سیاسي موقف ور په برخه شو مانا دخپل امارت په وخت کې له سیاسي اړخه دومره قوي نه وو لکه اوس چې دي.
د مسکو د درۍ اړخېزې غونډې لویه لاس ته راوړنه دوی ته دا ده، چې وايي طالب مشران دې له تور لیست څخه وایستل شي.
که څوک په دیپلوماتیکه ژبه پوهیږي نو مهرباني دې وکړي تعبیر دې کړي ، چې تورلیست یعنې څه؟
که له حقه سترګې پټې نه کړو یوازینۍ مانا یې د طالبانو د مقاومت رسمأ پېژندل دي.
طالبان خو چې په تور لیست کې و هم د نر غوندې ګرځېدل چې له تور لیسته لرې شي هم به دنر غوندې ګرځي.
په سوړه خو لکه احمدشاه مسعود نه وو ننوتي نه یې د رباني په ډول چوکۍ په ځان پورې سریښ کړې وې بس د نر غوندې له ۴۸ ملکو نو سره جنګېدل او لا جنګیږي.
نن یې چې بخت را بیدار شو نو د نړۍ زورور چین او روس خدای ج ورته اړ کړل.
ما په مخکینیو لیکنو کې هم اشاره ورته کړې وه، چې طالبان بې له خدای ج بل چا ته نه تسلیمیږي او نه خو چا ته اړ دي.
نن ورځ په سیمه کې یوازنی غښتلی او نه ماتېدونکی فزیکي موجود همدا طالب دی، چې دخپلې ملي او مذهبي انګېزې ترڅنک یې په وجود کې سرکښه پښتنه وینه او په ذهن کې یې دخپلو اتلو نیکونو تاریخي اتلولۍ څپې وهي ځکه خو چین او روس په دوی حساب کوي مانا ورته اړ دي اړ!
طالبانو ته بهترینه موقع په لاس ورغلې ده خو که په مهارت سره دغلیم د سبوتاژ مخه ونیسي، خپل سرشناسه کسان له پاکستان څخه بهر او په عین وخت کې یوازې له امریکا سره دمخامخ خبرو پالیسي په مخ بوزي.
که طالبان د امریکا له لاسپوڅو(ارګ مېشتو) سره خبرو ته حاضر شي نه یوازې ځان به وشرموي، بلکې نننی ګټلی سیاسي موقف به هم له لاسه ورکړې، چې بیا به افغان اولس دتل لپاره مخ ورڅخه واړوي.
دا چې د مسکو درۍ اړخېزې ته د ارګ خماریان نه وو وربلل شوي علت یې همدا و، چې نړیوال زورور چین او روس هم دکابل اداره یوه بې صلاحیته، بې کیفایته او تپل شوې ګڼي.
امریکا پخپل ټول قوت اوسرټمبګي په جګړه کې پاته راغله سوله هم نه غواړي ځکه، چې دسولې په صورت کې به خامخا سیمه خوشې کوي او خپلې اډې به نقلوي.
جګړه هم نوره نشي مخ ته وړی بس هغه دچرسي د روژې په ډول دځمکې اواسمان ترمینځ راغلې چې همدا ځای مې ورته غوښت الله ج دې نورې سزاوې هم ورکړي.
موږهم انسانان یو، موږهم دژوند کولو حق لرو، موږ خپل هیواد او خپله آزادي غواړو، موږ سوله اوخپل عزت غواړو خو امریکا له موږ څخه دا هرڅه په داسې حال کې اخیستې دي، چې موږ هیڅ تاوان نه دی ور رسولی نه یې برجونه موږ ور وران کړي او نه خو اسامه موږ روزلی و.
امریکا که له موږ نه وېرېږي له الله ج دې وېره وکړي د فرعون او هټلر له تاریخه دې عبرت واخلي له کومه چې راغلې په هغه لار دې ورځي که نه نو د چین او روس زړه هم ورته پوخ دی اروپا هم ورڅخه په داسې حال کې ستړې شوې، چې په افغانستان، عراق اولبیا حملې بې موجبه او مغرضانه ورته ثابتې شوې.
دمصر، یمن، سوریې غمیزو او په ترکیه کې پلان شوې ناکامې کودتا هم دسیمې اولسونه قهرولي.
لنډه دا چې شنې په غلا نه چیچلې کیږي امریکا باید یوازې له طالبانو سره سازش وکړي په بل چادې حساب نه کوي اوکه نه نودچين او روس ګوزارونوته دې ټینګه شي زماپه خیال، چې هغه دبرایډن تاریخ پرې راروان دی.
د یوخپلـــواک او سوکـــاله افغانســتان په هیلـــه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more