د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

دردونکي واقعه

عبدالسلام حنف
26.12.2016

دردونکې واقعه
ناشر. عبدالسلام حنفي
میرمینې باید د حضرت فاطمې سنت اختیار کړي
حضرت فاطمه رضی الله عنها د جنت د ښځو سرداره ده له واده څخه وروسته د حضرت علي رضي الله عنه کور ته ولاړه. نو علي رضی الله عنه او بي بي فاطمې په خپل منځ کې دا خبره وکړه چې حضرت علي به د کور څخه د باندې کار کوي او فاطمه به په کور کې دننه کار کوي. نو فاطمې رضی الله عنها په ډیر محنت د کور کار سر ته رسوي. او په ډیر شوق او ذوق یي کاوه او د خپل خاوند خدمت یې کوي. خو د هغه وخت د کار تکلیف ډیر زیات وي. هغه وخت خو د اوس په شان نه وي. چې هر کار د برق په بټن کیږي. په میچن یې اوړه کول بوټي به یې ماتول. او بیا به یې ورباندې ډوډۍ پخوله ډیر کار وو. چې فاطمې رضی الله عنها به په هغه کې مشقت برداشت کوي. خو چې کله د خیبر د غزا پر موقع باندې حضور اقدس صلی الله علیه وسلم ته ډیر غنیمتونه راغلل چې په هغه کې مریان او وینځې هم وي. نو نبي کریم صلی الله علیه وسلم هغه پر صحابه وو تقسیم کړل. نو فاطمې رضي الله عنها ته هم یو چا وویل چې ته هم ورشه او نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته ووایه چې یوه مینځه تا ته هم درکړي. نو فاطمې رضی الله عنها د عائشي رضی الله عنها کور ته ورغله او هغې ته یې وویل چې د میچن چلولو څخه مو په لاسو کې تڼاکې پیدا شوي او د اوبو د مشکونو د راوړلو څخه پر سینه داغونه پیدا شوي اوس خو دغنیمت مریان او مینځې زیاتې دي که یو مریي یا یوه مینځه راکړل شي. نو مشقت به مو کم شي. دا یي ورته وویل او خپل کور ته راغله چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم تشریف راوړي. نو عائشي صدیقي رضی الله عنها ورته دا خبره وکړه. نو د مبارک خو هم پلار وو. د پلار په وړاندي چې د یوې ګرانې لور دا خبره وشي. چې د میچن څخه مو لاسو تڼاکې سوي. او د اوبو راوړلو څخه مو سینه نښانونه جوړ شوي. هغه وخت به د پلار جذبات په کومه اندازه وي. خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه خپل کور ته راوبلل او ورته وفرمایل. فاطمې! تا زما څخه د وینځې او یا غلام غوښتنه کړي وه. خو لیکن تر څو چې ټول اهل مدینې ته مینځه او یا مريي حاصل نه شي تر هغه وخته زه د محمد صلی الله علیه وسلم لور ته غلام او مینځه ورکول نه خوښوم. البته زه تا ته یو داسي نسخه درښيم چې ستاسو لپاره د مریي او مینځې څخه ښه وي. هغه داده چې ته د شپې پر بستره پریوزې. نو هغه وخت ۳۳ واره سبحان الله او ۳۳ واره الحمدلله او ۳۴ واره الله اکبر وایه. دا به ستا لپاره د مینځې او غلام څخه ډیر ښه وي. دا هم د سرورکاینات صلی الله علیه وسلم لور وه تر شايي ورته کتلي هم نه دي بلکه چې څه ورته خپل محبوب پلار وویل پر هغه یې اطمینان شو او واپس ولاړه له دې وجې څخه دغو تسبیحاتو ته تسبیح فاطمي ویل کیږي. ناشر. عبدالسلام حنفي ستاسو د دعاء په هیله
جامع الاصول جلد ۶ صفحه ۵۰۱. اصلاحي خطبات . مفتی تقي عثماني مدظله العالي. صفحه ۲۰۰ -۲۰۱- ۲۰۲. مکتبه رشیدیه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more