د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د اسلامي حکومت څلور مدونه

عبدالسلام حنف
19.11.2016

د اسلامي حکومت څلور مدونه
لیکنه. عبدالسلام حنفي
د نبي کریم صلي الله علیه وسلم په مبارک وخت کي د صدقو مالونه که څه هم په بیت المال کي جمع کیدل مګر د دوي حساب بالکل جلاوو. او د بیت المال د نورو مدونو لکه د غنیمت خمس یا خمس د معادن وغیره د دې حساب به جلا وو. او د هر یو مصرف هم جلا وو.

نو له دې وجي فقهاوو کرامو وضاحت کړي دي چي د اسلامي حکومت په بیت المال کي څلور مدونه جلا جلا ساتل پکار دي.
او اصل حکم دا دي چي صرف حساب یي جلا ساتل نه دي پکار بلکي د هر یو مد بیت المال به جلا وي. او هر یو مد به په خپل مصرف کي خرڅ کوي. البته که څه وخت په یو خاص مد کي کمي وي نو دبل مد څخه په طور د قرض اخیستل او په هغه کي خرڅ کولي شي
د بیت المال دغه څلور مدونه دي.
اول. د غنیموتو خمس: یعني کم مال چي د کفارو څخه په ذریعه د جنګ حاصل شوي وي د دې څلور حصي به په جهاد کوونکو باندي تقسیم شي باقي پنځمه حصه کمه چي د بیت المال ده هغه به دغه مد ته ور جمع شي. او بل دغه مد ته به د کانونو خمس یعني د مختلف قسم کانونو څخه په راوتونکو شیانو کي پنځمه حصه ور جمع کوي چي دا دې بیت المال حق دي . او بل به دغه مد ته د رکاز خمس ورجمع کوي. یعني کمي پخواني خزاني چي په یوه مزکه کي راووزي د هغه هم پنځمه حصه د بیت المال حق دي. دا دری قسمه خمسونه د بیت المال په یو مد کي داخل دي.
دوهم مد د صدقو دي: چي په دې کي به د مسلمانانو زکوة. صدقه فطر. او د مسلمانانو د ځمکو عشر داخل دي
دریم مد د خراج او مال د فئ دي: چي په دې کي د غیر مسلمو د ځمکو څخه حاصل شوي خراج او د دوي جزیه او د دوي څخه حاصل شوي تجارتي ټیکس او هغه ټول مالونه داخل دي کم چي د غیر مسلمو څخه د دوي په رضامندي سره مصالحانه طور سره حاصل شوی دي.
څلورم مد د ضوائعو دي: چي په دي کي به د هغه چا مال داخلیږی چي مړ شي او وارث ونه لري مال او میراث به یي په کي داخلوي.
د دې څلورو مدونو مصرفونه که څه هم جلا جلا دي لیکن د فقیرانو او مسکینانو حق په دې څلورو مخکي مدونو کي مقرر شوي دي. د دې څخه اندازه لګول کیږی چي په اسلامي حکومت کي د قوم د دې کمزوري طبقې د قوي کولو څومره اهتمام شوي دي. کم چي په حقیقت کي د اسلامي حکومت د امتیاز لویه نښانه ده.
لنډه داده چي په اسلامي حکومت کي څلور بیت الماله د څلور مدونو دپاره جلا جلا مقرر دي. او د فقیرانو او مسکینانو حق یي په څلورو واړو مدونو کي ایښي دي. په دې کي د اولنیو درو واړو مدونو مصارف په خپله قرانکریم په تفصیل سره متعین او په واضح طور سره بیان کړي دي. د اولني مد یعني د غنیمتونو د خمس د مصارفو بیان په [سُوۡرَةُ الاٴنفَال : 41] کي ذکر ده.
وَاعْلَمُوٓا أَنَّمَا غَنِمْتُم مِّن شَىْءٍ فَأَنَّ لِلَّهِ خُمُسَهُۥ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِى الْقُرْبٰى وَالْيَتٰمٰى وَالْمَسٰكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ الایة

او تاسي ته دي معلومه وي چي د ولجې (غنیمت) څه مال چي تاسي په لاس راوړى دى، د هغه پنځمه برخه د الله، د هغه د پېغمبر، د خپلو خپلوانو، د يتيمانو، د مسكينانو او د مسافرانو لپاره ده.
او د دوهم مد یعني د صدقو یا زکاتو د مصرفونو بیان د [سُوۡرَةُ التّوبَة : 60] کي داسی ذکر دي

إِنَّمَا الصَّدَقٰتُ لِلْفُقَرَآءِ وَالْمَسٰكِينِ وَالْعٰمِلِينَ عَلَيْهَا وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ وَفِى الرِّقَابِ وَالْغٰرِمِينَ وَفِى سَبِيلِ اللَّهِ وَابْنِ السَّبِيلِ ۖ فَرِيضَةً مِّنَ اللَّهِ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ

دا صدقې خو په اصل کښي د فقيرانو او مسكينانو لپاره دي، او د هغو خلكو لپاره دي چي د صدقو د چارو مامورين وي، او د هغو لپاره چي زړونه يې په لاس راوړل مقصد وي. دغه راز دا د غاړو د ازادولو او د پوروړو د مرستي لپاره د خداى په لار کښي او په مسافر پالنه کښي د استعمالولو لپاره دي. د الله له لوري يوه فريضه ده؛ او الله په هر څه پوهېدونكى او د حكمت څښتن دى.
د دریم مد کم چي په اصطلاح کي مال د فئ ورته وايي د دي بیان په سورة حشر کي په تفصیل سره راغلي دي. د اسلامي حکومت د اکثرو مدونو فوجي خرچونه او د حکومت د کار کوونکو تنخواه ګاني وغیره د دې مد څخه خرڅ کړل کیږي. څلورم مد یعني چي د چا میراث خور نه وي او مال یي پاتي وي. نو د نبي کریم صلي الله علیه وسلم د هدایاتو او د خلفاء راشدینو د عمل مطابق د شل او ګوډ او د لا وارثه بچیانو د پاره مخصوص دي. شامي کتاب الزکوة. معـارف القـرآن. ټوک ۴ پاڼه ۱۷۳-۱۷۴ پاره ۱۰. لیکوال. مولانا مفتي محمد شفیع رحمه الله. المکتبـة الـحبیبیـة

حکومت څلور مدونه

ع کريم حليمي
19.11.2016

السلام عليكم و رحمةالله و بركاته
گرانقدره وروره عبدالسلام حنف كور مو ودان ، ددې زحمت گاللو په عِوَض كي ښې او ښادۍ د رب له درباره درته غواړ‎م .

ستاسو چه دا كوم علمي متن فقهي ټول افغان ته پورته كړ‎ی د قدر وړ‎ کار دی ، په لوستلو د دغه متن مي سترگي روښانه سوې پر لأس او قلم دي بركتونه .

د دغه متن تَر لوستلو وروسته څو ضروري خبري را په زړ‎ہ سوې ، غواړ‎م چه له تاسو او د لوستونكو سره شريكي كړ‎م ولي چه په يوه عظيم حديث كي راغلي چه : الدين النصيحة

قران عظيم الشأن يو نه نيستي كيدونكی حق كلام دی ، خو داسي پېښږ‎ي چه د بعضو احكامو زمانه نيستي سي ، چه ښه مثال د خمس دی چه زمانه او عصر يي نسته ولي چه سردارعالم رحلت وكړ‎ی او همدا رنگه د كنيزي د احكامو زمانه هم نيستي سوه ، او غنيمت زمانه هم نيستي سوه ، او سيدنا عمر رضي الله عنه د (وَالْمُؤَلَّفَةِ قُلُوبُهُمْ) د سهم زمانه نيستي بللې وه

البتہ د ذكاة او صدقې ......د احکامو عصر لا ژوندی دی ، الحمد الله !!!
نو په اطمئنان سره ويلی سم چه د ټول رانقل سوي متن فقهي عصر او زمان نيستي سويدی

مننه او درنښت

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more